نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
څانګه به نن سبا کې ګل شي
Anonymous
27.11.2005
څانګه به نن سبا کې ګل شي
مائې په سر کې سرې غوټۍ لېدلي دينه
د توری ارتجاع يعنی کرزی-مجاهد سياست ماتی سره مخامخ شوه. د افغانستان د ژغورنی يوازنی لاړ د ټولو مترقی ځواکونه اتحاد دی .
Anonymous
27.11.2005
حقبين صيب ته له سلام او ډير احترام وروسته!
حقبين صيب ليکی:
((خانيه تاسومترقي څه ته وايۍ؟ (خلق اوپرچم ته ؟ ) ))
زما په اند په لنډه توګه مترقی هغه څوک دئ چې د علم، تخنيک او ټولنيز پرمختګ له غوښتنو سره سم د افغانی ټولنې په سياست، اقتصاد، کلتور او رسم او رواجونو کې د تغير او بد لون طرفدار وی. .
خلق او پرچم ته ولې نه؟ خو نه په مجموع کې!
په خلق او پرچم کې هم زموږ د هېواد ډيرو زړه سواندو، تعليميافته او اصيلو بچيانو غړيتوب لاره او د هغوی ترمنځ هم د رښتينو مترقی عناصرو او قوتونو امکان خورا پراخ دئ.
بل ځای وايی: (دې کسانو وطن په شورويانو نه وخرڅ کړې ؟ )
که دا کار شوئ هم وی، نو په ټول جنبش د څو تنو ګناه اچول به سم کار نه وی!
او که هغوی په شورويانو خرڅ کړ، دا راوروسته بيا چا څو ځلې په نورو خرڅ کړ؟
بل ځای ليکی ((څوک چه خلقي ياپرچمي نه و هغه به يي د افغانستان له تابيعت نه خارجاوه ؟ ))
نه هيڅکله نه، داسې کار نه شوئ او نه ئې د کېدو امکانات موجود ؤ، مثال ئې هم نشته. او يا زه پخپله خو نه يم ورباندې خبر!
[color=darkblue:b66dc88573]بل ځای وائې((ظالمانو چه د ټوپک په زور يي کمونيستي په خوارو افغانانوقبلوله دغوکمونيستي افراطيونو ته مترقي وايي ؟ ))
که څوک په افغانستان کې د خلقيانو او يا هم پرچميانو له خوا جوړ شوی سياسی سيستم ته کمونيستی وايی، نو نه يوازې چې هغه سيستم نه پېژنی خو ورسره کمونيستی هم نه پېژنی.او زما په نظر خلقيانو ته د کمونيستی افراطيونو حطاب کول له عينی واقعيت او حق او عدالت نه لرې خبره ده
ملا ضريبن[/color:b66dc88573]
په ټول افغان پرمختگ غوښتونکی مخ په زيا تيدو دی .
A
Anonymous
28.11.2005
سلام او درناوی!
[quote:ce3fa76d44](( تاسومترقي څه ته وايۍ؟ (خلق اوپرچم ته ؟ ) ))
زما په اند په لنډه توګه مترقی هغه څوک دئ چې د علم، تخنيک او ټولنيز پرمختګ له غوښتنو سره سم د افغانی ټولنې په سياست، اقتصاد، کلتور او رسم او رواجونو کې د تغير او بد لون طرفدار وی. . [/quote:ce3fa76d44]
ايا په دې کې مو ګنې آزادي يا ملي خپلواکي نه ده هيره کړې ؟
ايا له خپلواکۍ پرته به ترقي او پرمختګ زمونږ خپل وي ؟
ايا يو غلام ملت ته مترقي ملت ويلی شو ؟
آيا د خلق او پرچم دګوندونو سياسي تګ ﻻر او د هغوی د مسول مشرتابه سياسي مرام د شوروي غلامي (= کمونيزم ) نه وه ؟
که ستاسو مطلب پرچو او خلقيانو له سياسي مشرتابه اوسياسي تګ ﻻرې څخه نه وي، او يواځې غوليدلي صفوف مو مطلب وي، نو غوليدلو او غولېدونکو ګونديانو ته مترقي ويل سم دي که سياسي بيړاګان ؟
ايا دوی تر اوسه پورې لږ تر لږه له هغې تګ ﻻرې او پخوانۍ مشرتابه غندنه کړې ده ؟ او هغه يې لږ تر لږه د ملي خيانت او جنايت ﻻر بللې ده او خپل خاين مشران له تره کي او کارمل څخه نيولې د مرکزي کميټې د هر غړي پورې ټول يې محکوم کړي دي؟ کرکه اوسياسي نفرت يې ترې ښولی دی ؟ او له افغان ملت څخه يې لږ تر لږه د
خپلې بي ﻻرۍ ، سياسي ګمراهۍ اومرتد والي ، زور ظلم تيري، مرګونو ، دولتي تيروريزم ، وحشت او د شورويانو په امر د خپل ولس د وژلو او تباه کولو بښنه قدرې هم غوښتې ده ؟ له دې پرته دوی ځان ته څنګه افغانان وايي ، مترقي خو ﻻ ځکی څکی ؟
ايا همدا اوس د طالبي حرکت له ځپلو او امريکايانو له وتلو پرته مونږ د خپلواکۍ او پرمختګ خاوندان کيدلی شو ؟ نه هيڅکله هم نه ! نو د شوروي په غلامۍ اخته شويو ته به څنګه مترقي ووايو ؟
د خلقيتوب پرچمي توب څخه کرکه او غندل يې ، د امريکايانو واکمني له منځه وړل او دطالبانو پر ضد مبارزه د اوس مهال د مترقيتوب اساس او معيارونه دي او بس !
Anonymous
28.11.2005
بل ځای ليکی ((څوک چه خلقي ياپرچمي نه و هغه به يي د افغانستان له تابيعت نه خارجاوه ؟ ))
که څوک په افغانستان کې د خلقيانو او يا هم پرچميانو له خوا جوړ شوی سياسی سيستم ته کمونيستی وايی، نو نه يوازې چې هغه سيستم نه پېژنی خو ورسره کمونيستی هم نه پېژنی.او زما په نظر خلقيانو ته د کمونيستی افراطيونو حطاب کول له عينی واقعيت او حق او عدالت نه لرې خبره ده
ملا ضريبن
ظالمانو چه د ټوپک په زور يي کمونيستي په خوارو افغانانوقبلوله دغوکمونيستي افراطيونو ته مترقي وايي ؟
حقبين
په ټول افغان پرمختگ غوښتونکی مخ په زيا تيدو دی .
ملا ضريبن
خودشيشه يي پردې شاته ٠
څوک چه جنايتکاران يا دروسانو تاليڅټي چه اوس د غرب تالي څټي بياغواړي په سرکی دماغ نه لري ٠
حقبين
نه هيڅکله نه، داسې کار نه شوئ او نه ئې د کېدو امکانات موجود ؤ، مثال ئې هم نشته. او يا زه پخپله خو نه يم ورباندې خبر!
ملا ضريبن
زه يو مثال يم خوته يي بياهم نه مني ٠ کمونستانو د روس دوښمنان او د وطن مدافعان په ناځوانمردانه توګه اعدام کړل ٠ پنځه ميليونو مهاجرو ته يي اشرار ويل ٠
دافغان اولس پر ضد جهاد لومړی ځل کمونستانو اعلان کړ ٠
ته چه وايي چه نه هيڅکله نه، داسې کار نه شوئ او نه ئې د کېدو امکانات موجود ؤ، مثال ئې هم نشته. او يا زه پخپله خو نه يم ورباندې خبر!
نوکومه دحيراني خبره نه ده اوس هم سروخت دی چه ځان خبر کړی ٠ مه کتاب لوله مه اخبار او مه کوم ارشيف ګوره فقط دهغو کډوالو نه پوښتنه وکړه چه له پاکستان اوايران څخه راستانه شوي دي چه دوی ولی هيواد پريښودی ؤ ٠
زه يي درته بيا تکراروم ٠ زه هغه افغان يم چه د عياشو او متعصبو پرچميانو لخوا تبعيد شوی يم ٠
حقين
يو افغان بل افغان له افغانيته نه شی ايستلای!!!
Anonymous
28.11.2005
يو ميلمه ليکی:
[color=green:a6e1f998ed]((سلام او درناوی! او... ))[/color:a6e1f998ed]
محترمه ميلمه هيله د ملا ضريبن غرونه غرونه سلامونه او احترامات به ومنی. .
وروسته له سلام او احترامه د بحث د آغاز ترمخه زما يوه کوچنۍ غوښتنه ومنه او هغه داچې ځان ته يو نوم وټاکه چې زه او يا کوم بل څوک د له کوم بل ميلمه سره غلط نکړی. دا چې په سلام او درناوی مجلس ته راداخل شوی ئې د احترام او درناوی وړ ئې.
تاسې زما ددې نظر په اړه چې ـ زما په اند په لنډه توګه مترقی هغه څوک دئ چې د علم، تخنيک او ټولنيز پرمختګ له غوښتنو سره سم د افغانی ټولنې په سياست، اقتصاد، کلتور او رسم او رواجونو کې د تغير او بد لون طرفدار وی.ـ ليکلی دی چې ((ايا په دې کې مو ګنې آزادي يا ملي خپلواکي نه ده هيره کړې ؟
ايا له خپلواکۍ پرته به ترقي او پرمختګ زمونږ خپل وي ؟
ايا يو غلام ملت ته مترقي ملت ويلی شو ؟ ))
وروره زه بايد په دې اعتراف وکړم چې ما د «مترقی» د کلمې کوم ژور فيلسوفانه تعريف نه دئ وړاندې کړئ. د ليکلو په لحظه کې مې چې څه فکر ته راغلی، هغه مې ليکلی. د مترقی کلمې تعريف تاسې او يا بل څوک کولای شی چې د خپله نظره بالکل بل ډول وکړی او يا زما په پورته ذکر شوی تعريف کی تغير راوړی او تکميل يې کړی. زه به فقط دومره و ليکم چې کله چې ما پاسنۍ ليکنه کوله زما په فکر کې مترقی ملت او يا ډله نه، بلکې يوازې يو فرد مطرح ؤ او له دې کبله مې ليکلی ((مترقی هغه څوک دئ ..)).
بل تاسې مهربانی کړې او ليکلی مو دی چې ((آيا د خلق او پرچم دګوندونو سياسي تګ ﻻر او د هغوی د مسول مشرتابه سياسي مرام د شوروي غلامي (= کمونيزم ) نه وه ؟ ))
تر هغه چې زه پوهېږم د خلق او پرچم مرام چې د هغوی د لومړی نشراتی ارګان (خلق) د جريدې په لومړۍ او دوهمه ګڼه کې چاپ شوئ ؤ کمونيسم نه، بلکې ملی او دموکراتيک سياسی سيستم بلل شوئ دئ. ملی په دې مانا چی د خارجی زور او استعمار په ضد او دموکراتيک ئې د فيوډالی ظلم او استبداد سره په مخالفت کې تعبير کړی دی.
د دوی د صفوفو په منځ کې په دې اختلاف ؤ چې په ملی او دموکراتيکه مرحله کې په دولت کې د بزګرانو رول څه دئ او د کارګرې طبقې رهبری څه نقش لرلای شی اود عملی کېدو امکان ئې څه دئ؟ که اوس هم هغه مرام پيدا شی، فکر کوم چې په هغه کې د کمونيسم نوم هم نه دئ اخيستل شوی. داسې چې د خلق او پرچم او په افغانستان کې د هيڅ سياسی ډلې مرام په افغانی وروسته پاته او فيوډالی ټولنه کې د کمونيسم جوړول نه ؤ او نه دی.
دوهمه موضوع داده چې کمونيسم د هغو د طراحانو په نظر د جامعې هغه لوړ فرماسيون دئ چې د بورژوازی انکشافاتو وروسته ئې په بډايو ټولنو کې د راتګ امکانات شته، نه په خواره فيوډالی او ماقبل فيوډالی ټولنه کې. داسې چې کمونيستی مفکوره د شوروی د غلامۍ په مفهوم نه ده. د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې او په دې لړ کې په غربی اروپا او امريکا کې هم ډير کمونستان او ګڼ شمېر کمونستی ګوندونه موجود ؤ چې د کمونيسم په حقانيت يې باور درلود، خو د شوروی مخالف ؤ. نتيجه داچې کمونيست ته د شوروی غلام ويل که د عقيدوی لحاظه وی، د مسائلو خورا ساده طرح کول دی. هو دا دساړه جنګ د تبليغاتو پاتې شونی دی چې اوس نور اهميت نلری او طراحان ئې پخپله ورپورې خاندی.
بل ځای مو ليکلی دی چې ((که ستاسو مطلب پرچو او خلقيانو له سياسي مشرتابه اوسياسي تګ ﻻرې څخه نه وي، او يواځې غوليدلي صفوف مو مطلب وي، نو غوليدلو او غولېدونکو ګونديانو ته مترقي ويل سم دي که سياسي بيړاګان ))
زما په نظر نه يوازې خلقيان او پرچميان، بلکې د افغانستان تقريبا ټولو سياستوالانو لږ او يا ډيره اشتباه کړی او په يوه ځای کې نه په يوه ځای کې غوليدلی دی. يا په بل عبارت ويلای شم چې افغان ملت په مجموع کې څو وارې بازی خوړلې او غوليدلئ دی او که بازی خوړل او غوليدل نه بښونکې ګناه وی، نو وروره زه او ته هم افغانان يو او په دې ګناه کې شامل يو!. که مترقی سړئ غوليدلئ نه شی او يا غوليدلئ سړئ مترقی کيدلای نه شی، نو په افغانستان کې د مترقی نښه په سختۍ موندل کېدای شی او زه او ته دواړه خو بايد بيخی د مترقی توب دعوا ونه کړو!
خو که مترقی سړئ هم د يوه بل چا له خوا غولېدلای شی، او يا غوليدلئ سړئ مترقی کيدلای شی، بيانو ښائی چې په خلقيانو ، پرچميانو، اخوانيانو، شعله يانو، طالبانو اويا نورو کوچنيو ډلو کې هم مترقی کسان وجود ولری.
زما په نظر مترقی سړئ هم غوليدلای او همدا راز غوليدلی سړئ هم ښه سم مترقی کيدلای شی!
رښتيا چې يوه پوښتنه مې له ياده ونه وزی او هغه داچې د «سياسی بيړا» په معنی پوه نه شوم، لطفا راته ووايه چې دا بيړا؟ څه شی ته وائی.
زه پوه نشوم چې ستاسې په نظر افغانيت څه ته وايی چې د تاسې په نظر غوليدلی کسان او هغه چې د ملت نه ئې د خپلې سهوې په خاطر بښنه نه وی غوښتې، افغان کېدای نه شی او تاسې ليکلی چی. ګويا خلقيانو او پر چميانو د ((خپلې بي ﻻرۍ ، سياسي ګمراهۍ اومرتد والي ... بښنه قدرې هم غوښتې ده ؟ له دې پرته دوی ځان ته څنګه افغانان وايي ، مترقي خو ﻻ ځکی څکی ؟))
زما په فکر خو دا ټول د افغانستان په پاکه خاوره کې زيږيدلی، رالوی شوی او سياسی شوی افغانان هيڅوک هيڅ وخت له افغانيته نه شی ايستلای! د اخوانيانو، خلقيانو، پرچميانو، طالبانو او نورو وړو وړو افغانی سياسی ګروپونو غړی اکثره افغانان ؤ او د دوی له بې لارۍ، سياسی ګمراهۍ او مرتد والی سره سره زما په نظر افغانان دی.
خو بايد ووايم چې هر افغان مترقی نه دی او د بلې خوا مترقيتوب زما په نظر حتما له افغانيته لوړ هم نه دئ، چې تاسې ليکلی ((... دوی ځان ته څنګه افغانان وايي ، مترقي خو ﻻ ځکی څکی ؟)) او ددې معنی داده چې افغانيت له مترقي والي نه ټيت دئ او که څنګه؟
داچې تاسې د مترقی توب معيارونه په لاندې ډول او هغه هم په مطلقه توګه معرفی کړی دی (( د خلقيتوب پرچمي توب څخه کرکه او غندل يې ، د امريکايانو واکمني له منځه وړل او دطالبانو پر ضد مبارزه د اوس مهال د مترقيتوب اساس او معيارونه دي او بس ))
دا ستاسې نظر دی او د هغو په اړه په اوس مهال کې تر بلې موقع پورې زما له خوا دنظر څرګندولو معذرت ومنی!!! ښايی چې نور څوک به هم خپل نظر ولری خو زما سوال دادئ چې ددې کار د عملی کېدو لارې ستاسې په نظر کومې دی؟
اوس يوڅه د زړه خواله له حقبين صيب سره!
حقبين صيب ته خو بې سلامه راغلئ ئې خو هيله ده چې زما سلامونه به ومنې!
له تاسې څخه هم يوه لنډه غوښتنه داده چې وروره ملا ضريبن ملا سړئ دئ، حلواوې ئې خوښيږی او له تانه هيله کوی چې حلوا او شاتو غوندې نرمې او خوږې او شيرينې خبری ورسره وکړی. که د خبرې ترخې کړې، نو ملاضريبن به خود درنه تښتی!
زما هيڅ شئ ترخه نه خوښيږی او د بحث د ملګرو ترمنځ خو ترخې او يا تروشې خبرې په هيڅ صورت!!!
بل يادون ته هم اړتيا ده او هغه داچې د بل چا خبرې په ما (ملاضريبن) مه را اړوه ولو که هغه تر شاتو خوږې او تر طلا قيمتی هم وی. لکه څنګه مو چې په ځان نوم حًقبين ايښئ، که ډير نه وی نو لږ خو رښتيا هم حقبين اوسه! که دا سې وی نو داجمله چې تاسې زما په نامه ليکلې ((په ټول افغان پرمختگ غوښتونکی مخ په زيا تيدو دی . )) زما نه ده اوطبعا چې ستا ځواب هم د نوموړې جملې د ليکونکی په وړاندې دی زه يې ځان ته راجع نه بولم. په ځينو نورو مسايلو په بيا سره نظرونه تبادله کړو
روغ او ژوندی اوسی
ستاسې ملا ضريبن[color=#444444:a6e1f998ed][/color:a6e1f998ed]
Anonymous
28.11.2005
اوس يوڅه د زړه خواله له حقبين صيب سره!
حقبين صيب ته خو بې سلامه راغلئ ئې خو هيله ده چې زما سلامونه به ومنې!
ستاسې ملا ضريبن
ډير قدردان فلاني خان صيب !
ړوند اوکوڼ به هم ستاسو په هدف پوه شي ٠ داډير بد کار دي چه د کمونستانو صفت کوۍ او کوښښ کوۍ چه ملي مجرمينو ته د برات لار پيداکړۍ اوحق په جانب يي وښياست ٠
دهغه وطنفروشانو طرفداري کوی چه په ټول ملت يي سرفه نه ده کړي ٠ دهمدغو ليننستانو له لاسه افغانستان دې حالت ته راووت ٠
تاسوته ملت کوم ارزش درلوده چه اوس به يي ولري ؟
تاسو اوس هم خوبونه ويني چه بيا به په کابل کي منشي بازي درورسي خو دا کار نه کيدونکي دی ځکه چه افغانانو ستاسو پارتياني پيژني ٠
داچه په دی سايت کي بدتميزه خلکو ته اجازه ورکول کيږي او د حقيقي افغانانو معقولي ليکني هم ړنګيږي اوسنۍ خبره نه ده اوموږنه پوهيږو چه ولی داکارکيږي ٠
نو څنګه چه بې سلامه راغلئ ېم همداسي به بي پوښني ولاړشم اوکمو نستان به پريږدم چه په خپلو جنايتونو پردي وغوړوي ٠
زه له نورو حق پرستانو هم دا هيله لرم چه دلته نور خپل وخت ضايع نه کړي ٠
تشکر
حقبين
Re: يو افغان بل افغان له افغانيته نه شی ايستلای!!!
Anonymous
06.12.2005
ښاغلی زره بين صيب سلام او ښې چارې !
له مفصل ځواب ليکنې څخه مو مننه !
[quote:764636fcdd]ملا ضريبن :
تاسې زما ددې نظر په اړه چې ـ زما په اند په لنډه توګه مترقی هغه څوک دئ چې د علم، تخنيک او ټولنيز پرمختګ له غوښتنو سره سم د افغانی ټولنې په سياست، اقتصاد، کلتور او رسم او رواجونو کې د تغير او بد لون طرفدار وی.ـ ليکلی دی چې ((ايا په دې کې مو ګنې آزادي يا ملي خپلواکي نه ده هيره کړې ؟
ايا له خپلواکۍ پرته به ترقي او پرمختګ زمونږ خپل وي ؟
ايا يو غلام ملت ته مترقي ملت ويلی شو ؟ )) [/quote:764636fcdd]
خوښ يم چې تاسو هم ددې سوال برحقتوب تر پوښتنې ﻻندې نه دی راوستی او سيخ ﻻندې پوښتنې ته مو داسې پام اړولی دي :
[quote:764636fcdd]بل تاسې مهربانی کړې او ليکلی مو دی چې ((آيا د خلق او پرچم دګوندونو سياسي تګ ﻻر او د هغوی د مسول مشرتابه سياسي مرام د شوروي غلامي (= کمونيزم ) نه وه ؟ ))
تر هغه چې زه پوهېږم د خلق او پرچم مرام چې د هغوی د لومړی نشراتی ارګان (خلق) د جريدې په لومړۍ او دوهمه ګڼه کې چاپ شوئ ؤ کمونيسم نه، بلکې ملی او دموکراتيک سياسی سيستم بلل شوئ دئ. ملی په دې مانا چی د خارجی زور او استعمار په ضد او دموکراتيک ئې د فيوډالی ظلم او استبداد سره په مخالفت کې تعبير کړی دی. [/quote:764636fcdd]
په ليکنو ګې چې هر څه ؤ ، تبليغي جمبه يې لرله او سم نه ؤ، خو عملأ او د عمل په ډګر کې خلکو ته خپل ماهيت ﻻ پسې بل ډول ثابت کړ :
هغه رژيم چې دوی په پوځي کودتا چپه کړ ، هغه دمحمد داود حکومت و. آيا د هغه حکومت د کوم خارجي زور استازيتوب کاوه ؟ ايا هغه ددوی په اصطلاح د (( نوې استعمار)) ګوډاګی رژيم و؟ او ايا هغه يو آزاد ملي او مترقي رژيم نه و؟
او آيا خلق د يو خارجي زور په اشاره او لمسونه د داود خان حکومت چپه نه کړ ؟ او په دې توګه يې د ملت آزادي له ګواښ سره مخ او بل آخره د همدغې شرميدلې کودتا په نتيجه ملي آزادي د شوروي پر پوځي بريد سره له منځه وې نه وړه؟
ايا د شوروي پوځي تيری ستاسو په اند کوم زور نه و؟ اوکه هغه تسو خارجي نه باله ؟ او که نه مو زور باله او نه خارجي ، بلکې هغه څه مو باله چې ستاسې
د عمرونو آرمان او ستاسې د سياسي مبارزې هدف و ؟ ايا د داود خان د رژيم راپرځول يو د ضد ملي او د شوروي د زور او ځواک پر تکيه تر سره شوی کر غيړن
عمل نه ؤ ؟ ايا دغسې ضد ملي او ضد انساني کرغيړنې کودتا ته ملي انقلاب وايي که پر افغان ملت تيری او زور زياتی؟
دموکراتيک انقلاب : ايا په افغاستان کې اول مسلط شرايط فيوډالي ؤ، اوبيا ايا
د افغانستان خلک په تيره بزګران د فيوډالانو پر ضد راپاڅيدلي ؟؟ ايا د افغانستان اکثرو خلکو د فيوډالانو پر ضد د پاڅون پريکړه کړې وه اوپه هغې کې
يې د خلق ګوند خپل مشر ټاکلی ؤ نو ځکه د ثور کودتا دموکراتيکه وه؟
ايا له تره کي ن نيولې تر کارمله پورې او له ستالين نه ر برژنيفه پورې دې کوم يو هم پر دموکراسۍ خبر و چې دموکراسي څه ته وايي؟ آيا د خلق ګوند يو دموکراتيک ګوند و؟ آيا دغه ګوند پخپله د شوروي (د سفارت) په امر او دستور نه و تأسيس شوی او په ګوند کې د رأس ګوډاګيانو( تره کي او کارمل ) ته شوروي په يو او بل نامه پيسی نه ورکولې ؟
[quote:764636fcdd]که اوس هم هغه مرام پيدا شی، فکر کوم چې په هغه کې د کمونيسم نوم هم نه دئ اخيستل شوی. داسې چې د خلق او پرچم او په افغانستان کې د هيڅ سياسی ډلې مرام په افغانی وروسته پاته او فيوډالی ټولنه کې د کمونيسم جوړول نه ؤ او نه دی[/quote:764636fcdd].
کمونيست خو دې مارکس هم نه و، خو ځان يې باله، او له انګلستان پرته يې نور په اروپا کې د يوههيواد شرايط هم د کمونيستي انقلاب له پاره برابره نه بلله، خو سياسي سازمان يې ورته کمونستي جوړ کړی و.
اوس به راشو ستاسې تره کي او کارمل او خلق او پرچم ته :
آيا تره کي د خلق ډله د افغانستان د کارګرې طبقې ګوند نه باله ؟ هغه ته يې د کارګرو مخکښ سازمان نه وايه ؟ ګوندي ايديالوژيې دورانسازه او علمي ايديالوژي نه بلله ؟ ايا دا د مارکسيزم ـ لېنينيزم يو بل غولونکی نوم نه و؟
دوې دافغانستان او د هغه دتاريخي شرايطو له پاره نه، بلکې د شوروي د ګوډاګيتوب له پاره ، مسکوته د وفادارۍ له پاره ځان اوخپل ګوند کارګري مارکسيستي لېنېنستي او د زيارکښانو مخکښ انقلابي ګوند باله ! او ځان ي هم ، په تيره بيا پرچم په سياسي لحاظ د نړيوال کمو نيستي غورځنګ لاينفک جز باله !
او علم خو دې لا په مارکس کې هم ام او نيمګړی و ،لېنين ته يې هسې خوشبويي رسيدلې وه، ماو سيتونګ يې په ﻻره هم نه و تير شوی اود تره کي غوندې تش کدوان خو دې چا په خروارليټې کې هم نه حسابول ! او دا تجربو هم ثابته کړه چې دغه نابغه جاهل دې نه يواځې تش ، بلکې يو مات کدو و او بس .
. [quote:764636fcdd]داسې چې کمونيستی مفکوره د شوروی د غلامۍ په مفهوم نه ده. د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې او په دې لړ کې په غربی اروپا او امريکا کې هم ډير کمونستان او ګڼ شمېر کمونستی ګوندونه موجود ؤ چې د کمونيسم په حقانيت يې باور درلود، خو د شوروی مخالف ؤ. نتيجه داچې کمونيست ته د شوروی غلام ويل که د عقيدوی لحاظه وی، د مسائلو خورا ساده طرح کول دی[/quote:764636fcdd].
ښايي خبر به نه يې چې شوروي يواځې د المان ، اتريش ، پرتګال ، چيلې او کوبا کمونيستي ګوندونه د ورونو کمونيستي ګوندو نو په نامه چې د شوروي ګوډاګيان او جاسوسان ؤړ، په رسميت پيژندلي و، د ايټاليې او هسپانيا کمونيستي ګوندونه يې اپورچونست ، د چين يې ريويزيونست ګوندونه او د فرانسې يې هم څه ناڅه منځه غړپ کمونيستي ګوند باله . دا ځکه چې وروي نه خپله دموکراسي پيژندله او نه يې په دنيا کې زغمله ، نو هغه لويديځ کمونيستي ګوندونه چې دموکراسي يې غوښتله له شوروي سره په ټکر کې راتلل او شوروي هغوی د ستالين مردار خور له وخته راهيسې هغوی سم کمونستان نه بلل او يواځې خپل ګوډاګي واړه بي نفوذه په ټولنه ګې ګوښه شوي خړ سترګې ډله ګۍ به يې کمونستي ګوند باله چې په اصطلاح د پرولتاري انټر ناسوناليزم په سر او دنړيوال کمونيزم د قوماندې مرکز به يې مسکو ګڼله . [quote:764636fcdd]
بل ځای مو ليکلی دی چې ((که ستاسو مطلب پرچو او خلقيانو له سياسي مشرتابه اوسياسي تګ ﻻرې څخه نه وي، او يواځې غوليدلي صفوف مو مطلب وي، نو غوليدلو او غولېدونکو ګونديانو ته مترقي ويل سم دي که سياسي بيړاګان ))[/quote:764636fcdd]
دلته په څرګنده توګه د خلقيانو د صوفو غوليدل په خپل مشرتابه باندې مطرح دي ، نه ګوندي سياستوال ، خو تاسو ددې په ځواب کې د نورو ګوندونو د مشرتابه
سهوې په ګوته کړي دي او په دې ډول غواړئ د خلق او پر چم د ګوند د مشر تابه جنايتونه هم د سهو په قطار کې تيرکړئ ؟ وګورئ تاسو ليکلي :
[quote:764636fcdd]زما په نظر نه يوازې خلقيان او پرچميان، بلکې د افغانستان تقريبا ټولو سياستوالانو لږ او يا ډيره اشتباه کړی او په يوه ځای کې نه په يوه ځای کې غوليدلی دی. يا په بل عبارت ويلای شم چې افغان ملت په مجموع کې څو وارې بازی خوړلې او غوليدلئ دی او که بازی خوړل او غوليدل نه بښونکې ګناه وی، نو وروره زه او ته هم افغانان يو او په دې ګناه کې شامل يو!. [/quote:764636fcdd]
ايا د افغان ملت ګوند يا بل کوم ګوند کودتا کړې، قدرت ته رسيدلی او درې ميليونه افغانان يې وژلي او ٥ مييونه يې بي کوره کړي او وطن يې ورانکړی خو له درت نه يې لاس نه دي اخيستي ، وطن يې پلورلی او دکتاتوري يې چلولې ه ؟ که داسې يې کړي وي نو بيا يې جنايات د خلق او پر چم سره د مقايسې وړ دی . د خلق صفوف د ګوند د ساسي مشرتابه پر جناياتو پړ نه دي، بلکې پړ ،خړ او سر ټيټي به تر هغه پورې په دېپاتې وي چې تر څو پورې د هيوادوالوترڅنګ ونه دريږي او خلک او پرچم د مشرتابه سياست ، هدفونه ، سازمان او تاکتيک او تراتيژي له سيلمې تر تنقيداوغندنې کرکې او نر ﻻندې ونه نيسي! دا خو کولی شي که نه ؟ که يې نه کوي د افغان ولس له دوښمنۍ کرکې اونفرت سره به مخامخ پاتې وي . که افغانيت
اجتماعي اوتاريخي بڼه لري او ېواځې بيلوژيکي پښت او نسب ته محدود نه وي، نو بيا په پورتني حالت کې دوی افغانيت څنګه ساتلی شي (؟ ) چې د ملت نه ئې د يو جنايتکار ملت وژونکي ا وهيواد پلورونکي ګوند د فعال غړتوب بښنه هم نه وی غوښتې . نو تراروم چې ايا خلقيانو او پر چميانو دخپلې دغې سترې (( بي ﻻرۍ ، سياسي ګمراهۍ اومرتد والي ... بښنه قدرې هم غوښتې ده ؟ له دې پرته دوی ځان ته څنګه افغانان وايي ، مترقي خو ﻻ ځکی څکی ؟)).
[quote:764636fcdd]زما په فکر خو دا ټول د افغانستان په پاکه خاوره کې زيږيدلی، رالوی شوی او سياسی شوی افغانان هيڅوک هيڅ وخت له افغانيته نه شی ايستلای! د اخوانيانو، خلقيانو، پرچميانو، طالبانو او نورو وړو وړو افغانی سياسی ګروپونو غړی اکثره افغانان ؤ او د دوی له بې لارۍ، سياسی ګمراهۍ او مرتد والی سره سره زما په نظر افغانان دی.[/quote:764636fcdd]
نه وروره ، داسې ساده هم نه ده :
افغانيت د ورورولۍ نوم دي ، د دوښمنۍ نه دې، که دوښمني کوي دبهرنيانو سره به يې کوي اوهغه هم له هغه چا سره چې چې زمونږ افغانيت، زمونږ هيواد زمونږ ملت ، زمونږ خپلواۍ او ازادۍ ، زمونږ پرمختک ولسواکی اونيمرغۍ ته په بده سترګه ګوري او دوښمي راسره کوي . څوک چې افغان وي او دبل افغان پهمرۍ چاړه ږدي
هغه پړ دي ،ر ټولو مخکې دښغانيت اواغاي ورورۍ په مقابل کېپړ دی ، خاين او جنايت کار دي ، دهغه سره به حساب کيږي ، او بي حسابه وروري او افغانيت نشي کيداې . که پړ فرد وي، که ګوند وي، که حکومت وي ، خلقي وي که اخوانې وي ، ستمی وي که پر چمی . متل ښه روښانه کړې چې وروري به کوو حساب تر منځه ! دا ددې له پاره چې پړته پړ او حق پر جانب ته حق پرجانب ونه ويل شي، وروري او افغانيت نه چليږي .
دا ﻻندې عبارات مو راته سفسطه بريښي:
[quote:764636fcdd]خو بايد ووايم چې هر افغان مترقی نه دی او د بلې خوا مترقيتوب زما په نظر حتما له افغانيته لوړ هم نه دئ، [/quote:764636fcdd]
تاسو د افغانانومترقيتوب هم غواړئ او مترقي توب په عين وخت کې د موجوده افغانيت له سطحې بيا ټيټ هم بولئ، زه نه پوهيږم چې ترقي بيا څنګه پر مختګ ته ويلی شئ؟ که افغانيت هم لکه هره بله ځليزه (پديده) متضاده وي، مترقي او دودساتي (محافظه کار ) اړخونه لري، نو د مترقي اړخونو د پياوړتيا او غښتلتيا سره به يې ټول افغانيت هم پرمخ ﻻ ړشي، خو که د پرمختک له موجوده سطحې څخه يې نور هم ټيټې خواته ، پرشا حرکت مترقي کاربولئ، دا منطق به څنګه د درک وړ وي ؟
تر کومه ځايه چې مو زما دجملې مقصد پوښتلی نو د هغې د روښانتيا له پاره يو ټکی زياتول بس دي : (( نو دوی ځان ته څنګه عادي افغانان وايي،مترقي افغانان خو ﻻ څکې څکی)) .
په پاي کې مننه کوم چې دا ﻻندې عبارت مو لږ تر لږه زما د نظر په توګه منلی اوتر يوه وځته رې مو خوندي مو پرې ايښی دي :
[color=white:764636fcdd](( د خلقيتوب پرچمي توب څخه کرکه او غندل يې ، د امريکايانو واکمني له منځه وړل او دطالبانو پر ضد مبارزه د اوس مهال د مترقيتوب اساس او معيارونه دي او بس )). [/color:764636fcdd]
په ټوله پښتنې مينه او درناوي!
پښتو شرمول بس کړئ
Anonymous
07.12.2005
سلام و علیکوم
که دلته د خلقیانو او تره کی په نوم پشتنو ته توهین او حقارت کیږي دا د منلو وړ نده .محترمه وروره مېلمهaته خو دومره نا پوه یې چې د بدبینۍ په اور کې سوځی او فکر نه کوې چې هغه څه چې تره کی غوښتل ، هاغه ده وګوره هماغه شی کت - مټ مجاهدین غواړي ، مکتبونه ، پوهنتونونه ، د ښځو آزادي ، د سود او سلم ورکول ، د غریبانو د نس مړول ،او د کارګر او بزګر ښه ژوند .شر او پسات خو تاسو جوړ کړ چې مالیم او موتعلیم مو دواړه وژل او هر چېرې مو د کافر او ملحد آوازونه پورته کړل ، ځکه چې پاکستان او ایران ، همدغه راز نورو دنیایي لیوانو نه غوښتل افغانستان یو مستقیل او آباد وطن وي .خو د تره کی او مجاهدینو یو فرق دی او هغه دا چې هغه ویل چې مسلمان یم او د بېسوادۍ سره جهاد اعلانوم ، خود مجاهدینو دولت او دا اوس ټول ځان مترقیان او د دموکراسۍ پلویان ښیي او ان حاضر دي رقاص خانې ، د شرابو هوټلونه ،چور او تالان عام کړي او دا دی اوس خو شکر د ایډس مرز هم راغلی .
هغه او مرګرو یې وطن خرڅ نه کړ خو تاسو په شپاړس مملکتو لیلام کړ .دا را ته نه وایي چې دا کرزي کړي ، یا مسعود ، کړي ، یا رباني او سیاف .دا خو موږ نه دی کړي .ملت ته مجاهد هماغه یو نوم او یوه معنی ده او هغه هماغه دی چې اوس یې ملت په سترګو ګوري .کنځلې مه کوه ،دلته به احترام او ادب خبری وکړه .دا کنځلې او چتیاټ هر څوک لیکلی شي .هېڅ څوک حق نه لري پشتانه او پښتو توهین کړي .ګوره چې خفه نه سې ،تاریخ ته نه لیکې ،تاریخ به یوه ورځ سم ولیکل سي ، په پوه سوې اشنا .
وسلام
Anonymous
08.12.2005
ښاغلی ميلمه A او همدا راز زما خواږه خو رانه زړه بدی ورور حقبين صاحب، ښاغلی جانان، پرمختګپال او درانده دری نګار او د موضوع نورو لوستونکو او مينه والو ته د زړه له کومی احترام او سلامونه وړاندې کوم.
ماچې د ښاغلی حقبين صاحب ليکنه ولوسته او تر ننه پورې مې دښاغلی A څخه کوم ځواب نه ؤ تر لاسه کړئ، نو فکر مې وکړ چې نور دې بحث ته د پای ټکئ کېښودل شو. خو نن د ښاغلی A او نورو درنو ګډون کوونکو ليکونو دادی بيرته دا بحث راتازه کړی دی او زما زړه هم نه غواړی چې تاسې تنها پريږدم!
ښاغلئ A دا سې راته ښکاره شوې چې د افرادو او ټولنو د نومونو په بدلولو او يو د بل په نامه يادولو کې د وړتيا خورا زياته ده. ما فکر کاوه چې ته به يوازې خلقيان او پرچميان له تعصبه کمونست او کافر بولې، خو اوس فکر کوم ته پر هر چا چې د زړه ؤ هغه نوم ږدی او ځکه د زما (ملاضريبن) نوم هم ملا زره بين ليکلی. لازمه خو داده چې ته هر څوک په هغه نامه وبولی، چې دوی د ځان له پاره انتخاب کړئ وی. نو زه ملا ضريبن يم او خلق، خلق دئ او پرچم بيا پرچم. هيله ده چې بل وار به دې دا له ياده نه وزی!!!
ښاغلئ A
زه په دې نه پوهيږم چې داموضوعات چې تاسې بحث ته وړاندې کړی ، په اوسنيو حالاتو کې به د افغانانو د مختلفو کړيو ترمنځ د سؤتفاهماتو د له منځه وړلو او د هېواد د روانو ستونځو د آوارولو له پاره ګټور وي او که نه؟ خو زه د يوه ملا په حيث خپله دينی او وجدانی دنده بولم چې که په يوه مسئله کې رانه وپوښتل شی د خپلې پوهې او فکر مطابق حق او رښتيا ووايم، ولو که دا مې د خپلو او خپلوانو په تاوان هم وی.
ښاغلئ A تاسې زما له ليکنې اقتباس کړی او ليکلی مو دی
((اقتباس:
ملا ضريبن :
[color=red:8b747e1316]تاسې زما ددې نظر په اړه چې ـ زما په اند په لنډه توګه مترقی هغه څوک دئ چې د علم، تخنيک او ټولنيز پرمختګ له غوښتنو سره سم د افغانی ټولنې په سياست، اقتصاد، کلتور او رسم او رواجونو کې د تغير او بد لون طرفدار وی[/color:8b747e1316].ـ ليکلی دی چې ((ايا په دې کې مو ګنې آزادي يا ملي خپلواکي نه ده هيره کړې ؟
ايا له خپلواکۍ پرته به ترقي او پرمختګ زمونږ خپل وي ؟
ايا يو غلام ملت ته مترقي ملت ويلی شو ؟ ))
[color=orange:8b747e1316]خوښ يم چې تاسو هم ددې سوال برحقتوب تر پوښتنې ﻻندې نه دی راوستی [/color:8b747e1316]))
په دې اړوند به زه په لنډه توګه وليکم چې زما مطلب يا تاسې سم نه دئ درک کړئ او يا به هم ما واضح نه وی ارايه کړئ.ما پخپله ليکنه کې صرف تاسې ته دا حق درکړئ چې تاسې زما په شان له خپله انده [color=red:8b747e1316]«مترقی»[/color:8b747e1316] ته پخپله خوښه تعريف ورکولای شی. کېدای شی چې ستاسې تعريف به زما او يانورو کسانو په نظر سم وی او يابه نيمګړئ او غلط. نو تاسې چې تراوسه د هغو په هکله خپل نظر او د مترقی کلمې تعريف نه دئ وړاندې کړئ، نو زه څنګه کولای شم چې د هيڅ په هکله د تائيد نظر وړاندې کړم؟ هيله ده چې تاسې بل وارې خپل تعريف د نورو د قضاوت له پاره وړاندې کړئ!!!
يوه بله خبره مې چې بيا له ياده ونه وزی او هغه داچې زه فکرکوم چې زموږ بحثونه ددې له پاره دی چې يو د بل په نظر ځانونه خبر کړو او يو له بله هم يو څه زده کړو. ما په مخکنی ليک کې ځنې پوښتنې کړې وی، خو تاسې په هغو هيڅ تماس نه دئ نيولی لطفا هغو ته توجه وکړه او هغه راته تشريح کړه. مثلا ما ليکلی ؤ چې [color=red:8b747e1316]((د «سياسی بيړا» په معنی پوه نه شوم، لطفا راته ووايه چې دا بيړا؟ څه شی ته وائی.))؟[/color:8b747e1316]
ښاغلی A تاسې د خلق په جريده کې د خلقيانو او پرچميانو د خپاره شوی مرام د محتوياتو په هکله ليکلی چې (([color=olive:8b747e1316]په ليکنو ګې چې هر څه ؤ ، تبليغي جمبه يې لرله او سم نه ؤ، خو عملأ او د عمل په ډګر کې خلکو ته خپل ماهيت ﻻ پسې بل ډول ثابت کړ)) [/color:8b747e1316]
دلته له « او سم نه ؤ» څخه سم او صريح مطلب نه اخيستل کيږی چې څنګه سم نه ؤ؟ دا مطلب ګنګ پاته ده. خو ستاسې د راتلونکې جملې « خو عملأ او د عمل په ډګر کې خلکو ته خپل ماهيت ﻻ پسې بل ډول ثابت کړ» څخه داسې معنی اخيستل کېدای شی چې اهداف خو ښه ؤ خو د عملی کولو ماهيت يې بل ډول شو. يعنې دا چې د خلق او پرچم اهداف د تيوريکی لحاظه د تاسې د تائيد وړ هم دی. خو دا هم بايد ومنې چې د ښو اهدافو عملی کول هروخت له اشتباهاتو خالی هم نه وې.
تاسې بل ځای داسې هم ليکلی چې :
[color=olive:8b747e1316]((هغه رژيم چې دوی په پوځي کودتا چپه کړ ، هغه دمحمد داود حکومت و. آيا د هغه حکومت د کوم خارجي زور استازيتوب کاوه ؟ ايا هغه ددوی په اصطلاح د (( نوې استعمار)) ګوډاګی رژيم و؟ او ايا هغه يو آزاد ملي او مترقي رژيم نه و؟ [/color:8b747e1316]
د سردار محمد داؤد خان رژيم ته ستاسې افراطی خوش بينی، مينه او علاقه همدومره د حيرانتيا او تعجب وړده، لکه ستاسې پيشداوری، کرکه او بې ځايه تعصب له خلقيانو او پرچميانو سره!!!
د سردار محمد داؤدديکتاتور او مستبد رژيم د يوې پوځی کودتا په واسطه منځته راغلی ؤ او د استبدد، فشار، يکه تازۍ او شکنجو له لارې ئې څو کاله دوام وکړ. نوموړی په هر ممکن شکل په هېواد کې د ديموکراسۍ د ايجاد او پراخېدواو په سياسی چارو کې د ولس د پراخه کتلو او نورو سياسی ډلو او حزبو د برخې اخيستلو مخنيوئ کاوه. دهمدې ظلم، فشار، استبداد او شکنجو په دوام ئې د افغانستان د خلکو په دموکراتيک ګوند باندې څو وارې حملې وکړې، د هغو صفوف او کادرونه ئې له دندو ګوښه، له ښوونځيو او پوهنځيو خارج، کسر معاش، تهديد او بنديخانو ته ئې واچول. په دې ډول ئې غوښتل چې د خپل هغه رژيم ژوند اوږد کړی چې د افغانانو ترمنځ تجريد شوئ ؤ او هره لحظه ئې د راچپه کېدو احتمال موجود ؤ ،. د افغانستان د خلکو دموکراتيک ګوند د خپل ټول ځواک، تشکل، نفوذ او امکاناتو سره- سره دسردار داؤد دفشارونو او شکنجو په وړاندې کوم پوځی او نظامی عمل ته لاس وانه چاوه او د خپل او افغان ولس د سياسی، اجتماعی حقوقو له پاره ئې خپلې سوله ايزې او مسالمت آمېزې مبارزې ته دوام ورکړ. خو سردار محمد داؤد چې ورځ په ورځ د خپل ظالم او مستبد رژيم ضعف او تجريد او له بلې خوا د افغانستان د خلکو د دموکراتيک ګوند قوت او نفوذ پخپلو سترګو ليده، خدای وواهه او عقل ئې له لاسه ورکړ او په هېواد کې د سياسی قوتونو د رښتينی انډول له په نظر کې نيولو پرته ئې خپله آخری حمله د افغانستان د خلکو په دموکراتيک ګوند پيل کړه او داسې سياسی قمار ته ئې لاس واچاوه، چې باخت ئې له لرې معلوم ؤ. دا حمله نوره د ګوند په عادی صفوفو او کادرونو نه، بلکې مستقيما د هغو د رهبرۍ د غړو د فزيکی امحا له پاره وه. جې د خلکو د دموکراتيک ګوند د مرکزی کمېټې او سياسی بيورو د غړی (مير اکبر خيبر) په ترور شروع شوه.
د افغانستان د خلکو دموکراتيک ګوند په سوله ايزه توګه د خپل شهيد مير اکبر خيبر د جنازې او فاتحې مراسم پرځای کړل، خو سردار محمد داؤد د نوموړی ګوند د رهبرۍ زياته برخه بې موجبه او بې ګناه ونيوه، بندی ئې کړه، د نورو رهبرانو او ملکی او نظامی کادرونو او د ګوند دغړو د نيولو، بندی کولو او محاکمې په لټه کې ؤ. سردار محمد داؤد غوښتل چې نور د افغانستان د خلکو د دموکراتيک ګوند تشکيلاتی رېښی د خلکو له منځه وباسی او د ګوند رهبری او کادرونو له فزيکی لحاظه محو او نابود کړی. په داسې حالت کې د افغانستان د خلکو د دموکراتيک ګوند له پاره بله لاره نه شوه پاته، يائې بايد له ځانه دفاع کړې وای او يائې خپل مرګ ته پخپله رضا غاړه ايښې وای. څرنګه چې د افغانستان د خلکو دموکراتيک ګوندځان د خپلو غړو او طرفدارانو، دافغان ملت د زيارکښو پراخه پرګنو او ټول بشر د حقوقو د دفاع او ساتلو د لارې مبارز ګوند باله نو خود به ئې داسې لوئې بېعدالتۍ، ظلم او ستم ته پخپله رضا غاړه نه ايښوده. هغه وه چې د خپل انسانی- بيولوژيکي او سياسی ژوند د دفاع په خاطر ئې د سردارمحمد داؤد دفردی، خودکامه، ظالم او مستبد رژيم په وړاندې په وسله وال پاڅون او مقاومت لاس پورې کړ او په رڼا ورځ ئې سياسي قدرت د خپلو پوځی او ملکی طرفدارانو په واسطه لاس ته راوړ.
نو اوس ته او خپل خدای د ې، چې که په هغه وخت کې ته د افغانستان د خلکو د دموکراتيک ګوند مشر او رهبر وای، ځان د په حقه بللای، د مبارزې روحيه د هم درلودای، افغان او په افغانستان کې هم اوسېدای او خپل زور هم درمعلوم وای، تا به د سردار محمد داؤد ددې ظلمونو په وړاندې څه کول؟
اوس هغه حالات تېر دی، زما او ستاقضاوت د هغو وخت د حالاتو په بدلون کې اغيزه نه شی کولای، هيله ده چې خپل سر ګرېوان ته کښته کړې او بې له تعصبه په موضوع کې چرت ووهې. يارزنده او صحبت باقی.
نور بيا وروسته او نن د په لوی خدای سپارم.
ملاضريبن
Anonymous
09.12.2005
[quote:7d30881e47="جانان"]سلام و علیکوم
که دلته د خلقیانو او تره کی په نوم پشتنو ته توهین او حقارت کیږي دا د منلو وړ نده .
[/quote:7d30881e47]
تره کی څوک دی چې پر نامه يې پښتانه توهين شي ، او دخلقيانو په نوم به ولې او څنګه پښتانه توهين شي ؟ پښتانه د طالبان پر نوم هم څوک نشي توهينولې.
پښتون پښتون دی ، نه خلقی دی ، نه طالب دی او نه هم ترکی د پښتنو نماينده دي !
[quote:7d30881e47]محترمه وروره مېلمه a ته ...فکر نه کوې چې هغه څه چې تره کی غوښتل ، هاغه ده وګوره هماغه شی کت - مټ مجاهدین غواړي ، مکتبونه ، پوهنتونونه ، د ښځو آزادي ، د سود او سلم ورکول ، د غریبانو د نس مړول ،او د کارګر او بزګر ښه ژوند .[/quote:7d30881e47]
غوښتل د يادولو و ړ نه دي، د باور وړ عمل دی، چې اول يې پوځي کودتا وکړه
او کودتا ته به دوی پخپله برژوازيکي ناوړه عمل وايه. دويم دا چې دداود خان غوندي ملي او نجيب سياسي مر يې له منځه وې وړ.
د خلکو په فردي خصوصي ملکيت يې تيری وکړ ، دشوروي ګوډاګی و، الحاد يې خپل مسلک وګرځاوه، مارکسيسم لېنينيزم يې علم او خپله ﻻره وبلله، په زرکونو او لکونوخلک يې له تيغه تيرکړل، دغه رژيم بيا شوروي هيواد ته راوست وطن وپلوره خلک يې ووژل بمبار يې کړل او بي کوره يې کړل و وطن يې پر بمونو وران کړ.ايا څوک به داسې خلک لکه خلق او پرچم د افغان په نامه ، د پښتون په نامه يا مسلمان په نامه هم وبښلی شي ؟
[quote:7d30881e47]
شر او پسات خو تاسو جوړ کړ چې مالیم او موتعلیم مو دواړه وژل او هر چېرې مو د کافر او ملحد آوازونه پورته کړل ،[/quote:7d30881e47]
وروره هر څوک چې ملي خاينان ملحدين کمونستان خلق او پرچم تقيدوي هغه ملا يا تنظيمي مجاهد مه بوله ،افغان ولس د هغوی خيانتونه او جنايتونه هم نه هيروي ، خو اول به دشوروي د ﻻس پوڅو کمونستانو حساب ور تصفيه کوي! ماهدين او ملحدين يو پر بل خپل ﻻسونه نشي پاکولی او هر يو به خپل پل ځواب وايي !
[quote:7d30881e47]ځکه چې پاکستان او ایران ، همدغه راز نورو دنیایي لیوانو نه غوښتل افغانستان یو مستقیل او آباد وطن وي .[/quote:7d30881e47]
له دغو نورو دنيايي ليوانو څخه دې يو شوروي مطلب دی او که د هغه جنايت لکه لمر په دوه ګوتو پټول غواړې او که چيرې نورو ليرو ليرو هيوادونو ته اشاره کوې ؟
ايا شوروي په عمل کې تر نورو زيات دافغانستان د خپلواکۍ سره خپله دوښمني
ثابته نکړه؟
[quote:7d30881e47]خو د تره کی دا ویل چې مسلمان یم او د بېسوادۍ سره جهاد اعلانوم [/quote:7d30881e47] آيا تره کی مسلمان و؟ ايا هغه جهاد اعلانولی شو ؟ جهاد خو دده پر ضد اعلان شو چې له کفر او الحاد او د شوروي له پرستش او ګوډاګيتوب يې خلک خبر ؤ.
[quote:7d30881e47]هغه او مرګرو یې وطن خرڅ نه کړ [/quote:7d30881e47] [color=white:7d30881e47]په شوروي ؟
[/color:7d30881e47]، نو چا خرڅ کړ په شوروي؟
هو هغوی خرڅ کړ او تنظيمونو [quote:7d30881e47]په شپاړس مملکتو لیلام کړ [/quote:7d30881e47]، ځکه خو دواړه خواوې د طالبانو په شمول ملت ته محکومې دي اوملت ته له حساب ورکولو وروسته بښل کيدای شي نه مخکې !
[quote:7d30881e47]هېڅ څوک حق نه لري پشتانه او پښتو توهین کړي .[/quote:7d30881e47]
ورورکه ! له پښتنو او پښتون قام څخه د پښتنو د نامه شاته پټيدل غلط دي، خلقيانو چې څومره پښتانه وژلي ،او د سر پښتانه يې وژلي چې د پښتنو ،سيمې او حتی د نړۍ د وياړ وړ پښتانه و هغه يې وژلي، ځکه چې هغوی ملت پاله سياستوال ؤ، چې يوه بيلګه يې داود خان هم و، د شوروي د سور استعمار په ﻻره کی خنډ ؤ نو ځکه شوروي پر خپلو خلقي او پرچمي قصابانو او ليوانو له منځه وېوړل! آيا همداسې نه ده ؟ نو ستا دا جمله دې کمونستانو او اخوانيانو ته راجع کيږي چې
[quote:7d30881e47] تاريخ به یوه ورځ سم ولیکل سي ، په پوه سوې اشنا [/quote:7d30881e47] او دواړه
خاينې ډلې به محکومې کړي ! والسلام !
Anonymous
09.12.2005
[quote="ملا ضريبن"]ښاغلی ملاضريبن ته سلام او نيکې هيلې وړادې کوم .
[quote:aa719867be]زه ملا ضريبن يم او خلق، خلق دئ او پرچم بيا پرچم. هيله ده چې بل وار به دې دا له ياده نه وزی!!![/quote:aa719867be]
ضريــبن صيب اوس مو هم د نامه په معنی نه پوهيږم ، نو ځکه يې تلفظ راته سخت دي ، خو دقيق به يې ليکم ، ولې خلق د خلقو سره خيانت او پر چم د هيواد د ازادۍ له پرچم سره خيانت وکړ ، نو ځکه هغه خلق او دوی پرچم ګڼل سم نه بريښي .
[quote:aa719867be]زه په دې نه پوهيږم چې داموضوعات چې تاسې بحث ته وړاندې کړی ، په اوسنيو حالاتو کې به د افغانانو د مختلفو کړيو ترمنځ د سؤتفاهماتو د له منځه وړلو او د هېواد د روانو ستونځو د آوارولو له پاره ګټور وي او که نه؟ [/quote:aa719867be]
خو د افغانستان خلک په دې پو هيږي چې څوک ورته اخلاصمن دی او څوک غدار .
خلک د سوۀ تفاهماتو د له منځه وړلو له پاره له اخلاصمنو خلقيانو څخه هيلمن دي
چې د خپلې رهبرۍ سياسي جنايات پخپله رسوا کړي، ويې غندي او کرکه ترې وښيي ، ک نه پر جنايتو چپ کيدل دجناياتو تکرار ته د چمتوالي معنی لري او د اصلاح چانس يې له منځه وړي .
[quote:aa719867be] هيله ده چې تاسې بل وارې خپل تعريف د نورو د قضاوت له پاره وړاندې کړئ!!![/quote:aa719867be]
ماخو ستاسو تعريف رد کړی نه و ، بلکې يوه نيمګړتيا مې په کې ليدله ، نو که د خپل تعريف سره دا هم يوځای کړئ، چې له خلق اوپرچم څخه کرکه ولري،طالبان او تنظيمونه غندي او د امريکان له هيواد څخه ويستل غواړي هغه په اوسنيو شرايطو کې مترقي ګڼل کيداې شي .
[color=white:aa719867be]زما په ليکنه کې سياسي بيړا يا سياسي غول هغه خلقيان بلل شوي ؤ، چې که خپلې رهبرۍ دومره سخت تيرويستل چې هم يي ددوی د ارمانونو پر ضد عمل کاوه ، هم يې ددوی وينې پرې تويولې اوبياهم دوي ترې دومره راضي ؤ او راضي پاتې دي چې تر نن ورځې پورې يې د هغوي سياست نه دي غندلي ، فاصله يې ترې نه ده نيولې او کرکه ترې نه کوي [/color:aa719867be]
[quote:aa719867be] ښاغلی A تاسې د خلق ... په هکله ليکلی چې (([color=olive:aa719867be]په ليکنو ګې چې هر څه ؤ ، تبليغي جمبه يې لرله او سم نه ؤ، خو عملأ او د عمل په ډګر کې خلکو ته خپل ماهيت ﻻ پسې بل ډول ثابت کړ)) [/color:aa719867be]
دلته له « او سم نه ؤ» څخه سم او صريح مطلب نه اخيستل کيږی چې څنګه سم نه ؤ؟ دا مطلب ګنګ پاته ده. خو ستاسې د راتلونکې جملې « خو عملأ او د عمل په ډګر کې خلکو ته خپل ماهيت ﻻ پسې بل ډول ثابت کړ» [/quote:aa719867be]
١ـ د خلکو غولولو له پاره ليکل شوي و، دروغ تبليغ و ، څو خلک د د کمونيستي سوسيال اپرياليزم په دام کې پرې ښکيل کاندي . نو داسې معنی ترې اخيستل کېدای نشی چې ګواکې [quote:aa719867be] اهداف يې ښه ، خو د عملی کولو ماهيت يې بل ډول شو[/quote:aa719867be]، بلکې مرام يې قصدأ تخيل پارونه ، تيوري يې غلطه او عمل يې جنايتکاري وه . نو عمل يې اشتباهات نه بلکې پتيلې خيانت او وطنپلورنه وه .
نور لري :
د افغانستان د خلکو دموکراتيک ګوند پخپل ځواک د سردار محمد داؤد استبداد ته د پای ټکئ کېښود!
Anonymous
09.12.2005
ښاغلی ميلمه A اود بحث نورو درنو ګډون کوونکو او لوستونکوته خپل سلامونه يو ځل بيا تازه کوم.
ما د ښاغلی A د ليک د يوې برخې په باره کې په تير ليک کې د هيواد په مختلفو سياسی کړيو او سازمانو او په دې لړ کې د افغانستان د خلکو په دموکراتيک ګوند باندې د سردار محمد داؤد دحملې اود هغو په وړاندې د افغانستان د خلکو د دموکراتيک ګوند دګذشت او حوصلې او بالاخره په رڼا ورځ د وسله وال مقاومت اوپاڅون په هکله ځنې شيونه په سر سری او مختصره توګه وليکل. او س راځم د هغې يوې بلې برخې ته.
ښاغلی A ليکلی دی: [color=brown:7ef12149b4]((آيا خلق د يو خارجي زور په اشاره او لمسونه د داود خان حکومت چپه نه کړ ؟)) [/color:7ef12149b4]
زه که دې سوال ته د خپل معلومات او فکر پربنسټ لنډ ځواب ورکړم نو به ووايم چې: نه!! دا ډول قضاوت نه يوازې د دې ګوند په هکله بې انصافی، غلط او ظالمانه دئ، يا تش درواغجن پروپاګند او يا د حوادثو له عمق نه د ناخبرۍ او سرسری لېد پر اساس ولاړ دئ، بلکی د افغانانو او افغانی سياستمدارانو، پوځی ماهرانو، افسرانو، وړوظابطانو، سربازانو او د غښتلو او ماهروافغانی هوابازانو له ښو استعدادونو څخه د سترګو د پټولو معنی هم ورکوی. دا د افغانی ځوانانو او په تېره بيا د وسله والو ځواکونو استعدادونو ته په ټيټه سترګه کتل ، بې روحيې کول او د هغوی په وړاندې د خارجيانو د لوړ استعداد او قوی روحيې لرلوله پاره په غيرمستقيمه توګه د تبليغاتو وسيله ده!!
کله چې سردارمحمد داؤد د پوځی ځوانو افسرانو ، وړوظابطانو او عسکری ځوانانو له پاکو احساساتو څخه په ګټه اخيستنه د نظامی کودتا له لارې ځان سياسی قدرت ته ورساوه، تر څه مودې وروسته ئې له هغوی او افغان ولس سره د کړو وعدو نه مخ واړاوه. ډير هغه نظاميان چې د خپلو اميدونو د ترسره کولو په هيله ئې قهرمانی له ځانه ښودلې، خطر او قربانی ئې په ځان قبوله کړې وه او سردار داؤد ئې د قدرت په ګدۍ کښېنولئ ؤ، له سردار او دهغې له استبداد او سياست څخه مايوسه شول او ډيرو ئې د خپلو پخوانيو هيلو او اهدافو د عملی کېدو لپاره، [color=darkred:7ef12149b4]چې خپلو خلکو، خاورې او هېواد ته خدمت کول ؤ، [/color:7ef12149b4]د افغانستان د خلکود دموکراتيک ګوندغړيتوب ومانه ، په هغه کې ئې ځانونه تنظيم او د خپلو ملکی ملګرو سره ئې په مبارزه او فعاليت لاس پورې کړ. څرنګه چې د داؤدخان د توتاليتارې واکمنۍ په وخت کې د دولتی ترور، استبداد او اختناق په شرايطو کې د ګوندونو له پاره د آزاد فعاليت اجازه او شرايط نه ؤ، نو د افغانستان د خلکو دموکراتيک ګوند هم مجبور ؤ چې د پخوا په شان خپلې مخفی مبارزې ته دوام ورکړی او وخت په وخت له مختلفو او مناسبو ميتودونو څخه کار واخلی. سردار محمد داؤد چې ډيرې نورې سياسی ډلې ئې تر فشار لاندې نيولې وې، د افغانستان د خلکو په دموکراتيک ګوندهم متواترې حملې وکړې او بالاخره د همغه وسله والو ځواکونو له مقاومت او پاڅون سره مخامخ شو، چې دئ ئې په قدرت رسولئ ؤ.
ددې پاڅون او مقاومت ډير ًرهبران، قوماندانان او ګډون کوونکی لا تراوسه ژوندی او افغانانو ته ئې کلئ او کور او د زيږېدو، لوئېدو او تعليم او تربيې ځايونه او د هغوی کړه وړه او اخلاق او کرکټر هر څه ښه معلوم دی. د دوی پخپل منځ کې او له نورو سره د همدې پاڅون د بهير قصې ډيرو ته معلومې دی. داچې چا کومه قطعه او څنګه ونيوه او چا له چا سره څنګه چلند وکړ او چا په کوم ځای اوڅنګه او د څه هدف له پاره الوتکو ته پروازونه ورکول، او څوک څنګه زخمی او شهيد او چا په چا او چيرته او په څه خاطر فيروکړ او څوک د چا مرستې ته ورورسېدل، داټولې قصې اوس بيرون ته راوتلې او رسواشوی دی. دا ټول جريان له ورايه څرګندوی چې د افغانستان د خلکو په دموکراتيک ګوند باندې د سردار محمد داؤد د حملې په وړاندې مقاومت او پاڅون دافغانانو او د همدې ګوند د غړو او مينه والو کارؤ چې د مجبوريت له مخې ئې د خپل ژوند او حقوقو د دفاع په خاطر ورته مخه شوې وه.
زما په نظر په دې حوادثو کې په افغانستان کې داخلی تضادونو او کشمکشونو خپل غوره او اساسی رول درلود. دا خو څرګنده خبره ده چې دواړو خواوو به بين المللی اوضاع هم په نظر کې نيوله خو د خلقيانو د قصو او ليکنو حځه داسې معلوميږی چې دوی هنوز د قدرت د نيولو قاطع تصميم او پلان نه لاره، بلکې د سردارمحمد داؤد دحملې په نتيجه کې دې کارته مجبور شوی دی.
څرنګه چې د افغانستان د خلکو دموکراتيک ګوند د داخلی افغانی نظامی او سياسی ځواکونو د انډول له لحاظه تقريبا دوه کاله ترمخه د سردار محمد داؤد د را پرزولو توان په ځان کې لاره خو بيا ئې هم د داؤد خان دتحريکاتو او حملو په مقابل کې قهرجن او وسله وال عکس العمل نه ښود، امکان لری چې په دې به پوهېدل چې بين المللی دوستان ئې حمايت نه کوی او نړيوال شرايط ددې کار له پاره چمتو نه دی.
که په دې جريان کې د خارجی اشارې موضوع مطرح وی (چې زما په قاصر فکر ئې امکان کم دی)، نو هغه اشاره به په زيات احتمال سره سردارمحمد داؤد ته رسېدلی وی، ځکه چې لومړۍ حمله هم ده شروع کړه، د همدې نظامی پاڅون په جريان کې د افغانستان د خلکو د دموکراتيک ګوند په رهبرۍ کې شوروی پلوه کسانو د سردار محمد داؤد د راپرزولو د مخنيوی له پاره په سختو هلو ځلو لاس پورې کړئ ؤ او په را وروسته موده او حوادثو کې له خلقيانو سره د شوروی ضديت او دښمنی او ځينې نور فکټورونه ددی موضوع د وقوع احتمال قوی کوی.
نن مو نور په خدای سپارم
ستاسې ملاضريبن
Anonymous
11.12.2005
په تير پسې .....
ملا صيب ضريبن سلامونه او ښې چارې !
داچې هم ملا ځان ته وايې او هم (( د افغانستان د خلق دموکراتيک ګوند )) د غويي له کودتا څخه دفاع کوې ، او مستعار نوم دې هم داسې ټاکلی چې معنی يې ه روښانه نه ده چې ايا ضريبن مو له ضريب څخه اشتقاق کړی اود ضريباً يا ضريبُ ُ د تلفظ له پاره مو ضريب ته يو (ن) ور زيات کړی دی او که دا له سيلمې بله کلمه
ده ، که څنګه؟
له دې ټوکې وروسته ستاسو له ځواب څخه مننه کوم او زياتوم چې تاسو ليکلي و:
[quote:80aafdd7dd]د افغانستان د خلکو دموکراتيک ګوند په سوله ايزه توګه د خپل شهيد مير اکبر خيبر د جنازې او فاتحې مراسم پرځای کړل، خو سردار محمد داؤد د نوموړی ګوند د رهبرۍ زياته برخه بې موجبه او بې ګناه ونيوه، بندی ئې کړه، د نورو رهبرانو اوملکی او نظامی کادرونو او د ګوند دغړو د نيولو، بندی کولو او محاکمې په لټه کې ؤ. [/quote:80aafdd7dd]
١ ـ تاسودلته د پرچم او خلق هغه جبري وحدت اساس بللی چې د د شوروي کمونست ګوند ورته يو کال وړندې ديکته کړی و ، نو ځکه د مير اکبر خيبر جنازه ګواکې د ملا صيب په توګه لومړی شهيد او بيا د خلقيانو د ((خپل شهيد)) په نامه معرفي کوئ ، ايا دروغ او رښتيا څومره اوتر کومه پورې يو دبل ځای نيولی شي ؟ ايا هغه چا چې د ثور منخوسه کودتاتر سره کړه ، هم د غه ديکته شوی وحدت منلی و او لږ تر لږه ستاسې د (( شهيد)) مير اکبر په جنازه کې يې ګډون کړی و؟ ايا پرچميانو ددهمدغه شهيد مرګ د (( د ثور د پرتمين انقلاب )) پرمستقيم قوماندان ، ((د شرق ستوري)) حفيظ الله امين نا امين ـــ د کارمل په وينا: ((اين جاسوس معلوم الحال امريکا)) نه اړاوه ؟
٢ ـ د ګوند دوحدت ديکته شوروي خپلو ايجنټانو (کارمل او تره کي ) ته هغه وخت صادره کړه چې له شوروي څخه د افغانستان ملي قايد شهيد محمد داود خان
له خپل وروستي سفر څخه ناکام راستون شواو پرچميان يې له خپل حکومت څخه يو په بل پسې ويستل . د خيبر په جنازه کې له پرچم او کارمل سر ه د خلق او تره کي
ګډون د کی . جي .بي په امر د رامنځته شوي ګوندي وحدت مظاهره او دشوروي په استازيتوب (= ايجنټوب ) سره داود خان ته د شوروي له خواچلينج ورکول و .
[quote:80aafdd7dd] محمد داؤد غوښتل چې نور د افغانستان د خلکو د دموکراتيک ګوند تشکيلاتی رېښی د خلکو له منځه وباسی او د ګوند رهبری او کادرونو له فزيکی لحاظه محو او نابود کړی. په داسې حالت کې د افغانستان د خلکو د دموکراتيک ګوند له پاره بله لاره نه شوه پاته، يائې بايد له ځانه دفاع کړې وای او يائې خپل مرګ ته پخپله رضا غاړه ايښې وای. [/quote:80aafdd7dd]
پر دغه ګوند داود خان خپله غاړه خلاصه کړې وه چې:
که ملي رنجه لرئ نو راشئ د ملي قيادت ﻻندې زما د ملي غورځنګ په سياسي
سازمان کې شريک او مدغم شئ ، خو دوی د داود خان تر ملي قيادت ﻻندي نه، بلکې د شوروي تر قيادت ﻻندې د هغه ، ملت او هيواد پر وړاندې سره وحدت
غوره کړ .
[quote:80aafdd7dd]څرنګه چې د افغانستان د خلکو دموکراتيک ګوندځان د خپلو غړو او طرفدارانو، دافغان ملت د زيارکښو پراخه پرګنو او ټول بشر د حقوقو د دفاع او ساتلو د لارې مبارز ګوند باله نو خود به ئې داسې لوئې بېعدالتۍ، ظلم او ستم ته پخپله رضا غاړه نه ايښوده. [/quote:80aafdd7dd]
هو ، ځکه چې شوروي دې ځان د بشر د حقوقو مدافع باله ، او په دې پلمه يې له روسيې پرته نور ټول ګاونډي ولسونه د وارشاو د تړون د هيوادونو په شمول ټول ﻻندې کړي او د خپلو جاسوسو کمونستي ګوندونو په مرسته يې د خپلې سوسيال امپرياليستي واکمنۍ په مستعمرو اړولي ؤ . داود خان هغه وخت د شوروي او په افغانستان کې د هغوی دغه ايجنټ ګوند په دام پوه شو چې دی په کې سخت نښتی و، خو بياناوخته شوی و او شوروي يې د مرګ عمومي قومانده د خلق او پرچم د وحدت په شکل صادره کړې وه !
[color=white:80aafdd7dd]نو هغه و چې ،په جزي تغير سره ستا خبره ، د خپل انسانی- بيولوژيکي او سياسی ژوند د دفاع په پلمه ئې د سردارمحمد داؤد د ملي رژيم په وړاندې په وسله وال پاڅون او مقاومت لاس پورې کړ او په رڼا ورځ ئې سياسي قدرت د خپلو پوځی طرفدارانو د کودتا په واسطه لاس ته راوړ[/color:80aafdd7dd]. بيا هم په جزي بدلون سره ستا خبره تاته له راجع کيدلو وروسته غسی پر ځای بريښي چې :
[color=yellow:80aafdd7dd]نوته او خپل خدای د ې، چې که په هغه وخت کې ته په افغانستان د شوروي ديو ﻻ سپوڅي ايجنټ ګوند مشر بامبړ او رهبر وای، ځان د ې په حقه د شوروي د کمونېستي ﻻرې مبارز بللای او ددغې مبارزې روحيه دې هم درلودای، د شوروي افغان ايجنټ او په افغانستان کې هم اوسېدای او داهم درته مالومه وای چې شوروي سوپر زور او قدرت دې هم خپل دی، تا به د سردار محمد داؤد ددې
ملي ديکتاتورۍ په وړاندې له کودتاپرته څه کول؟[/color:80aafdd7dd]
زه نه پوهيږم چې د درې ميليونو زيار کښو او بيوځلو هيوادوالووؤژل ، د پنځه ميليوزيار کښانو بي کوره کول او د هيواد ورانولوته څوک څنګه د دزيار کښانو او د ټولې نړۍ د بشري حقوقدد ﻻرې مبارزه ،دموکراسي يا مترقي کار وايي او په دسې حال کې ګوند يې په پارلمان کې له يو ، دوه او يا درې استازو څخه زيات نه درلودل ، ځان ته د خلکو استازی وايي ، يواځې په دی چې شوروي يې خپل اسازی بولي ؟
داچې دغه ګوند ځان د ټولی نړۍد بشري حقوقو مدافع باله ، هغې مرغۍکيسې ته ورته ښکاري چې وايي چتکی چې تمامه ورځ د ونو له يوه ښاخ بل ښاخ ته ټوپونه وهي ، کله چې دشپې ځالې ته راشي نو د ويده کيدو په وخت ښپې اسمان ته نيسي . په دې فکر چې که د شپې اسمان راولويږي نو دئ به يې په پښو پاوا ونيسي او عالم به له مرګه وژغوري . نو آيا تره کی هم چې د ټولې نړۍ د بشري حقوقو ددفاع له پاره يې مبارزه کوله ، د دغه چتکي پيښې يې کولې او که پر شوروي تيروتي ؤ ؟
د شوروی پوځی تيرئ معلومدار چې زور ؤ!
Anonymous
11.12.2005
ډير محترم A او ددې بحث درنو لوستونکو اسلام عليکم !
خدای د وکړی چې روغ او خوشحاله واوسئ.
دمقدمې په ځای
ښاغلئ A ، زما په نامه به ډېرې ټوکې نه جوړوې او که د پېژندلئ وم نو رک او راست که راته نه وايې نو سمه اشاره را ورسوه. چې زه پوه شم.
تا هم په ځان عجب نوم ايښئ، [color=cyan:9a44e260ec]A!![/color:9a44e260ec].
لکه چې په پښتو، دری او عربی کې د کوم نوم پيدا نه کړ چې ځان ته د زما په خيال د انګليسی لمړئ تورئ خوښ کړ.؟ او که نور ډاروې چې ګويا Americ يا Adm.ئې؟ هر څنګه چې ده، ماته ئې ليکل ډير مشکل دی، ځکه چې بايد د کمپيوټر ژبه مې ورته بدله کړم، خو سره له دې ئې د خدای په تا پورې نيکمرغه کړی.
او دا لنډۍ هم واوره او طبعه د سمه کړه:
دسردښمن مې هوښيار ښه دئ.... زه د کم عقله په دوستۍ ستومانه يمه!!
ستاسره بحث خوندور دئ!!!
او س نو راځه چې اصلی بحث ته راشو.
ما په مخکنی ليک کې ليکلی ؤ چې د افغانستان د خلکو دموکراتيک ګوند د ۱۳۵۷ کال د ثور د مياشتې نظامی پاڅون د سردار محمد داؤد د حملې په وړاندې د خپلو حقه حقوقو څخه دفاع وه او له ځانه دفاع د هر انسان او هر کافر او مسلمان طبعی غريزه او منلئ حق دی.
نو که ستاسې په نظر د سردار محمد داؤد د حکومت چپه کېدو د ملت آزادی له ګواښ سره مخامخ کړې او بالاخره د هغو په نتيجه کې د وطن آزادی د شوروی له پوځي بريد سره له منځه تللې وی، نو ددې ټولو ناوړه پېښو تاريخی مسؤليت د هغو چا په غاړه دئ چې تعرض ئې آغاز کړئ وی، نه د هغو چا چې له ځانه دفاع ته مجبور شوی وی. که داسې وی نو دابه د سردار محمد داؤد د هغه مسئوليت پر بار نورهم ورزياتوی چې د لومړی ځل له پاره ئې د وسلې او کودتا له لارې د هېواد دسياسی قدرت د هرم راس ته ځان ورساوه.
ښاغلئ A تاسو داسې ليکلی دې[color=brown:9a44e260ec]« چې ايا د شوروي پوځي تيری ستاسو په اند کوم زور نه و؟ اوکه هغه تسو خارجي نه باله ؟ او که نه مو زور باله او نه خارجي ، بلکې هغه څه مو باله چې ستاسې د عمرونو آرمان او ستاسې د سياسي مبارزې هدف و ؟ » [/color:9a44e260ec]
تاسو نو دلته غوښتی چې د آسمان ستوری د فوتبال په توپ وولئ!
که مقصد مو له [color=brown:9a44e260ec]«ستاسو»[/color:9a44e260ec] څخه ماته خطاب وی، بايد ووايم چې واضح خبره ده چې د شوروی پوځی تيرئ زما په انديرغل او زور ؤ او له خدايه شاکريم چې د خپل وطن او خلکو پور مې ادا کړئ او پخپل ټول عقل او توان مې د خارجی يرغلګرو او د هغو د داخلی لاسپوڅو په وړاندې مقاومت او مبارزه کړې ده.
که د مقصد له [color=brown:9a44e260ec]«تاسو»[/color:9a44e260ec] څخه د افغانستان د خلکو دموکراتيک ګوند وی او زه د هم د ناشناسۍ په عالم کې هغې ته منسوب کړئ وم، بايد ووايم چې د افغانستان د خلکو دموکراتيک ګوند لکه هر بل سياسی او اجتماعی بهير له رنګارنګ حلقو او اشخاصو څخه تشکيل شوئ ؤ، خوهيڅکله ئې د کوم خارجی هېواد له خوا په افغانستان باندې يرغل د کومې ډلې د [color=brown:9a44e260ec]عمرونو آرمان او د سياسي مبارزې هدف[/color:9a44e260ec] نه ؤ دا نو داسې ستر تهمت دی چې هيڅ سياسی شخصيت او نورمال انسان ئې په هيڅ سياسی رقيب او دښمنه ډله نه واردوی او هيڅوک هيڅکله کوم بل څوک او بله ډله دومره نه تحقيروی او په دومره سپکه سترګه د ورته کتلو حق نلری!!!!!
زما باور هم نه راځی چې دا جمله او ان ټول پراګراف د ستاسې د نورمال شخصيت له حالته سره جوړ راشی. که رانه خفه نه شی، زه داسې خيال کوم چې دا جمله بې فکره يا د امريکايي او اروپايی قوی شرابو او يا هم د افغانی هېروئينو تر کلکې اغيزې لاندې ليکل شوې ده او که نه ، نه مې دی اورېدلی چې روسۍ وودکا او عادی چرس د سړئ دې حالت ته ورسوی، . او که څنګه؟
که تاسې پخپله دا جمله په عادی حالت کې ولولې، زه يقين لرم چې تاسې به ئې له مانه ښه په نواقصو پوه شئ، زه د هغو په هکله د څه ليکلو اړتيا نه وينم.
او په همدې ځای به ئې نن بس کړو!
خوښ او بريالئ اوسې
ملاضريبن
د ناکامۍ په صورت کې
Anonymous
11.12.2005
[quote:836c1cbdaf]افغانستان د خلکو دموکراتيک ګوند لکه هر بل سياسی او اجتماعی بهير له رنګارنګ حلقو او اشخاصو څخه تشکيل شوئ ؤ، خوهيڅکله ئې د کوم خارجی هېواد له خوا په افغانستان باندې يرغل د کومې ډلې د عمرونو آرمان او د سياسي مبارزې هدف نه ؤ دا نو داسې ستر تهمت دی چې هيڅ سياسی شخصيت او نورمال انسان ئې په هيڅ سياسی رقيب او دښمنه ډله نه واردوی او هيڅوک هيڅکله کوم بل څوک او بله ډله دومره نه تحقيروی او په دومره سپکه سترګه د ورته کتلو حق نلری!!!!! [/quote:836c1cbdaf]
تر سلام او نيکو هيلو وروسته :
د اړونده ګوند يو غړي هم تر اوسه پورې ستاسو د منطق په کچه دلته له خپل ګوند څخه دفاع نه ده کړې، له دې کبله به ستاسو د يو شکمن غړي په توګه بريښيدل يواځې زما دشکاکيت پايله نه وي، خو چې ادعا لرئ حتی د شوروي يرغلګرو د لاسپوڅو پر ضد مو مبارزه هم کړې ده، درسره به يې ومنم ، په دې شرط چې لاسپوڅي يواځې پر چم ته نه ، بلکې خلقي اړخ ته هم منسوبوئ ، ځکه لههوانا څخه د راستنيدو پر ﻻر مشر بامبړ ان له مسکو څخه په راديو کې وروسته له هغه چې له بريژنيف او کارمل سره يې يواځې په يواځې وکتل او دامين د وژلو ژمنه يې له بادر سره وکه، دا محصلانو ته په خپله ډيره غضباکه او لهﻻفو ډکې وينا په ترڅ کې ده دوه ټکي هم ښکاره په ښکاره اعلام کړل چې :
١ـ زمونږ ختيز وال ګانډی دې لاسوهنې بندې کړي او که نه داسې اور به په سيمه کې بل کړم چې بيا به ترې هيڅوک نشي بچ پاتې کيدلې .
دا په ښکاره ډول د شوروي د پوځي مداخلې په ګواښ سره د پاکوستان دويرولو يوه هڅه وه .
٢ ـ زمونږ د ګوند په ستوني کې د سرطان دانه پيدا شوې چې ژر رژره عملياتول غواړي .
دايې د امين د وژولو پر هغه پلان تکيه ښودله چې له بريژنيف او کارل سره يې پرې پريکړه کړې وه . ددې له پاره هم برژنيف ژمنه کړې وه چې شوروي به د تره کي
د ناکامۍ په صورت کې د تره کي د راخلاصولو له پاره ه پوځي مداخلې څخه کار واخلي ، ځکه خو امين د تره کي په وژلوکې له چټکۍ څخه کار واخيست او پر خوله يې ورته دبالښت پر ايښودلو دې ته هم پري نښود چې اقلأ ساه خو يې د خولې له ﻻرې وتلی وای .
د ناکامۍ په صورت کې
Anonymous
11.12.2005
[quote:bbf9e39d1d]افغانستان د خلکو دموکراتيک ګوند لکه هر بل سياسی او اجتماعی بهير له رنګارنګ حلقو او اشخاصو څخه تشکيل شوئ ؤ، خوهيڅکله ئې د کوم خارجی هېواد له خوا په افغانستان باندې يرغل د کومې ډلې د عمرونو آرمان او د سياسي مبارزې هدف نه ؤ دا نو داسې ستر تهمت دی چې هيڅ سياسی شخصيت او نورمال انسان ئې په هيڅ سياسی رقيب او دښمنه ډله نه واردوی او هيڅوک هيڅکله کوم بل څوک او بله ډله دومره نه تحقيروی او په دومره سپکه سترګه د ورته کتلو حق نلری!!!!! [/quote:bbf9e39d1d]
تر سلام او نيکو هيلو وروسته :
د اړونده ګوند يو غړي هم تر اوسه پورې ستاسو د منطق په کچه دلته له خپل ګوند څخه دفاع نه ده کړې، له دې کبله به ستاسو د يو شکمن غړي په توګه بريښيدل يواځې زما دشکاکيت پايله نه وي، خو چې ادعا لرئ حتی د شوروي يرغلګرو د لاسپوڅو پر ضد مو مبارزه هم کړې ده، درسره به يې ومنم ، په دې شرط چې لاسپوڅي يواځې پر چم ته نه ، بلکې خلقي اړخ ته هم منسوبوئ ، ځکه له هوانا څخه د راستنيدو پر ﻻر مشر بامبړ ان له مسکو څخه په راديو کې وروسته له هغه چې له بريژنيف او کارمل سره يې يواځې په يواځې وکتل او دامين د وژلو ژمنه يې له بادار سره وکړه، ده محصلانو ته په خپله ډيره غضبناکه او لهﻻفو ډکې وينا په ترڅ کې دوه ټکي هم ښکاره په ښکاره اعلام کړل چې :
١ـ زمونږ ختيز وال ګانډی دې لاسوهنې بندې کړي او که نه داسې اور به په سيمه کې بل کړم چې بيا به ترې هيڅوک نشي بچ پاتې کيدلې .
دا په ښکاره ډول د شوروي د پوځي مداخلې په ګواښ سره د پاکوستان دويرولو يوه هڅه وه .
٢ ـ زمونږ د ګوند په ستوني کې د سرطان دانه پيدا شوې چې ژر رژره عملياتول غواړي .
دايې د امين د وژولو پر هغه پلان تکيه ښودله چې له بريژنيف او کارل سره يې پرې پريکړه کړې وه . ددې له پاره هم برژنيف ژمنه کړې وه چې شوروي به د تره کي
د ناکامۍ په صورت کې د تره کي د راخلاصولو له پاره ه پوځي مداخلې څخه کار واخلي ، ځکه خو امين د تره کي په وژلوکې له چټکۍ څخه کار واخيست او پر خوله يې ورته دبالښت پر ايښودلو سره دئ دې ته هم پري نښود چې اقلأ ساه خو يې د خولې له ﻻرې وتلی وای .
نو دده او په تيره بيا دکارمل له کارنامو څخه خو ليرې نه ښکاري چې زمونږ هبواد يې خدای مکړه د شوروي په ١٦ جمهوريت بدل کړې وای . والسلام
د هرچا په نظر ئې خپله دموکراسی ښه ده!
Anonymous
14.12.2005
ښاغلی A سلامونه او احترام درته وړاندې کوم!
اول غواړم چې دا خبره درته وليکم چې ما په مخکنی ليک کې د ودکا او ويسکی موضوع په ټوکه ليکلې وه، خو د ياده مې وتلی ؤ چې دا درته ووايم. خدای د وکړی چې ته هم په ټوکه پوه شوئ او خپه شوئ نه وې، که کوم سؤتفاهم واقع شوئ وې، معذرت مې ومنه!
تاسې د دسمبرد مياشتې د شپږمې نېټې په ليکنه کې داسې ليکلی دی چې:
[color=brown:34fbf1500d]«دموکراتيک انقلاب : ايا په افغاستان کې اول مسلط شرايط فيوډالي ؤ، اوبيا ايا د افغانستان خلک په تيره بزګران د فيوډالانو پر ضد راپاڅيدلي ؟؟ ايا د افغانستان اکثرو خلکو د فيوډالانو پر ضد د پاڅون پريکړه کړې وه اوپه هغې کې يې د خلق ګوند خپل مشر ټاکلی ؤ نو ځکه د ثور کودتا دموکراتيکه وه؟ »[/color:34fbf1500d]
ما د افغانستان د اقتصادی اجتماعی وضعيت د تحليل په اړه پخپله کوم تحقيقات نه دی کړی، خو د نورو مې چې لوستی دی، د هغوی اکثرو داسې نظر وړاندې کړئ چې په افغانستان کې د ماقبل فيودالی شرايطو له نښو نښانو سره - سره په عامه توګه فيودالی شرايط مسلط او بورژوازی توليدې اړيکې د نشو نما په حال کې دی.
ته له مانه ښه پوهېږی چې سياسی مبارزه او د هغو اهداف او ميتودونه د مشخصې ټولنې د سياسی، اجتماعی او اقتصادی- کلتوری شرايطو تابع دی. دا خبره سمه ښکاری چې په افغانستان کې د مسلطې ديکتاتورۍ، سختو کلتوری او نامناسبو اقتصادی شرايطو د برلاسۍ له امله داسې امکانات ډير سخت او په لڼډه موده کې ناشونی ښکارېدل چې د بزګرانوسياسی شعور د دومره وده وکړی چې د خپلو ګټو د ساتلو او د خپلو غوښتنو د ترلاسه کولو له پاره دې مظاهرې او اعتصابونه وکړی ، خپلې اتحاديې او سياسی سازمانونه د جوړ کړی او د هغو په جبهه او يا ائتلاف کې د يو او يا بل ګوند رهبری تر لاسه کړې او بالاخره دا پراخه جبهه دې دانتخاباتو، سوله ايزې مبارزې او يا وسله وال پاڅون له لارې هغه حکومت له منځه يوسی چې د فيوډالانو او لويو کمپرادورانو د کوچنی اقليت استازۍ او د استثمارګرو طبقو او ظالمو مفتخوارو اقشارو دګټو ساتونکئ وی . او کله چې دې ائتلاف يا جبهې سياسی قدرت تر لاسه کړ، نو دموکراتيکو اصلاحاتو ته لاس واچوی، د ځمکې اصلاحات او د هغو د ميکانيزه کولو اقدامات، د نارينه او ښځو د سواد او سياسی شعور د لوړولو له پاره تدابير، د لاسی کار پرځای د ماشينی کار د پراخه رواجولو، په سياست کې د فيوډالانو او نورو مفتخوارو اقشارو ترڅنګ د مؤلدوکسبګرو، کارګرانو، دهقانانو، د هغوی د اولادو او د نارينه وو ترڅنګ د ښځو اشتراک او ډېرو داسې نورو چارو ته د زمينې د مساعدولو له پاره کار آغازکړی. خو ددې کلاسيک روش ترڅنګ د دموکراتيک انقلاب له پاره له استثناآتو څخه هم نه شو منکريدای. دا سې امکان هم رامنځته کېدای شی چې د کارګرانو، بزګرانو.، بورژوازانو او يا د کومو نورو روشنفکرانو حزب او محدود ټولګۍ د له يوې سوله ايزې او يا وسله والې لارې د هېواد سياسی واک ته ځان ورسوی، په ټولنه کې دعدالت او مساواتو او د کار د مؤلديت اوهمدا راز د خلکو د ژوند د سطحې د لوړتيا له پاره د موکراټيکو اقداماتو ته لاس واچوی. دا ډول بدلون هم د دموکراتيکې محتوی لرونکئ کېدای شی.
تاسې مهربانی کړې او بل ځای مو ليکلی دی:
[color=brown:34fbf1500d]«ايا له تره کي ن نيولې تر کارمله پورې او له ستالين نه ر برژنيفه پورې دې کوم يو هم پر دموکراسۍ خبر و چې دموکراسي څه ته وايي؟ آيا د خلق ګوند يو دموکراتيک ګوند و؟ آيا دغه ګوند پخپله د شوروي (د سفارت) په امر او دستور نه و تأسيس شوی او په ګوند کې د رأس ګوډاګيانو( تره کي او کارمل ) ته شوروي په يو او بل نامه پيسی نه ورکولې ؟»[/color:34fbf1500d]
دا چې تر 1978 کال پورې د شوروی سفارت او يا کومې بلې خارجی مرجع چاته، په کوم ځای کې، د څه هدف له پاره او څه ډول او څومره پيسې ورکړی دی، خدای مې په سر شاهد دئ چې ماته معلومات نشته! دا تهمتونه چې يو او يابل ئې پخپلو مخالفانو او رقيبانو او دښمنانو واردوی زما په نظر هوايی ډزې دی، تهمت دئ، يو د بل سپکاوئ دئ، عوام غولونه ده او زما له پاره د منلو وړ نه شی ګرځېدای.. خو دا په دې معنی نه ده چې د افغانستان د خلکو د دموکراتيک ګوند او يا دنورو ګوندونو او سازمانونو مشرانو به له دې او يا هغو خارجی اشخاصو، سازمان، مرجع او شبکې څخه حمايت، تجربې، پيسې او مشورې نه وی ترلاسه کړی او يا د دا او يا هغه ډله او په تېره بيا غښتلی سياسی حزبونه د خارجی جاسوسی شبکو څخه پاک او صفاوی. په انسانی او سياسی معاملو کې دا حتمی شئ دی. دا تهمت يوازې د خلکو په دموکراتيک ګوند نه ، بلکی په ټولو نورو وارد او محتمل کېدای شی.
اوس به راشو د تاسې دې خبرې ته چې ليکلی مودی [color=brown:34fbf1500d]« ايا له تره کي ن نيولې تر کارمله پورې او له ستالين نه ر برژنيفه پورې دې کوم يو هم پر دموکراسۍ خبر و چې دموکراسي څه ته وايي؟ » [/color:34fbf1500d]
زه خو داسې فکر کوم چې تره کی، کارمل، برژنيف او ستالين به طبعا په دموکراسۍ پوهېدل، ځکه چې هغوی چې لوی، لوی حزبونه او دولتونه چلوی اوپاخه عالمان او تيوريسنان ئې مشورې او خدمت ته حاضر وی، هغوی به څنګه د سياست په داسې ابتدايی او ساده موضوع ځانونه نه پوهوی. خو که تاسې داسې ادعا وکړۍ چې هغوی دا عملی کړې نه ده، دا بيا د موضوع بله خوا ده!
دلته زه دهغې وخت د شرايطو له په نظر کې نيولو سره د يوې لنډې تبصرې اړتيا وينم، خدای د وکړی چې موضوع ډېره خسته کنه نه شی:
ګرانه وروره!
موږ او تاسې پوهېږو چې دموکراسی په لغت کې پر خلکو باندې د خلکو د حکومت کولو معنی لری چې په پښتو کې ورته ولسواکی هم ويل کيږی. ددی لغوی معنی څخه چې تېرشو د اصطلاحی لحاظه لا تر اوسه د دموکراسۍ له پاره داسې جامع تعريف نه دئ ورکړل شوی، چې ټول د ورسره موافق شی. دا سمه ده چې د دموکراسۍ د دوامدارې پروسې د تاريخې ودې په بهير کې د هغو له پاره ځنې نړيوال منل شوی اصول رامنځته شوی او په بين المللی معتبرو اسنادو او په تېره بيا د ملګرو ملتو د بشر د حقوقو په نړيواله اعلاميه کې ځای پرځای شوی دی. خو داچې څوک دا مواد څنګه عملی کوی، په واحده لار يا لارو ئې توافق نشته. هر څوک خپله لار او روش ډير سم او د نورو رقيبانو هغه ناسم بولی.
د همدې پر اساس کله چې په نړۍ کې دوه لوی قدرتونه، دوه ستر او يو د بل مخالف سيستمونه او دوه يو دبل په وړاندې جوړشوی جګړه ايز بلاکونه موجود او ساړه جنګ شدت لاره، غربی هېوادونو د شرقی بلاک رژيمونه دموکراتيک نه بلل او په دې نظر ؤ چې په هغو کې اکثرا يوه ګوند او دهغو رهبرۍ دولتی واکمنی پخپل لاس کې انحصار کړې او د مخالف نظر څښتنانو ته آزادی نه ورکوی.
خو د شرقی بلاک پوهان بيا په دې نظر ؤ چې په غربی بورژوازی نظامونو کې ظاهری پلوراليسم د اقتصادی لحاظه د مسلطې مالی اليګارشۍ په خدمت او دفاع کې قرار لری او د ملت پراخه کتلې، ناداره غريبان او تر ستم لاندې طبقې په داسې نمايشی دموکراسۍ کې له خپلو ګټو څخه د دفاع توان نه لری او نه ئې شی تر لاسه کولای.
لنډه داچې د دواړو خواوو پوهان د دموکراسۍ په معنی او مفهوم پوه او احتمالا معتًقد ؤ، خو د هغوی د عملی تحقق له پاره ئې په مختلفو لارو ټينګار کاوه.
ته پخپله هم پوهېږې چې د ټولنيزو موضوعاتو او کشالو د حل له پاره مطلقه سمه لاره نه شی موندل کېدای.
نن د نور په خدای سپارم
ملاضريبن
pattang
Anonymous
16.12.2005
ملا ګله سلام عليکم دا ستاسو د اندړو په اتڼ کې به زه هم ځان در ګډ کړم:
وروڼو بحث مو خپل دی خو دا ټولې دسندلي دسر خبرې ډيرځله تکرار شوې دي.
او کومه ګټه نلري :
زه لڼډ درته ليکم ځکه چې زه ليکوال نه يم :.
0=> وروڼو هره ګېډه هر رقم خواړه نشي هزم کولای ( ?!)
1 => دپرون ورځې سياست مدارانو خپله خطايې درک کړې ده او که نه ??
او دوی د ملت خلکو ته څه څواب ورکوي .............??
2=> دافغانستان په راتلونکي سياسي ، کلتوري او اقتصادي ژوند کې له کومو لارو څخه ګډون کوي ? ?٠
[color=brown:c88b4860bb]ملا ګله بلا سړی يې خو زه يوه ګيله له تاسو څخه لرم[/color:c88b4860bb] :
دپښتنو دحقوقو د غوښتلو لپاره موستا سو سره د غدارې او خرڅ شوې کورنۍ تر چپه کيدو پورې يوځاي هورا هورا ناري وهلي اوپه يوه موازي کرښه درسه
ولاړ و و٠
خو کله چې تاسو قدرت په لاس واخيست نونه مو ادې پيژنده او نه ابا او هغه وعدې
مو چې مونږ ته راکړې وي د روسانو لاس ته ور تسليم کړې٠ د پګړۍ او ژيرې په ځای ستاليني بريتونه او لينيني پکولونه رواج شول .
دځينونسوار پکو ګونديانو وظيفه دا شوه چې دچا مخبري وکړې نه يې ورور پېژاند نه ملګری، پښتني قيمتونه او ټول پښتني زوړ بيالوژيکې کارونه دروسانو لاسوته ور وسپارل شول ٠
که څه هم په ارګ کې ترکي پښتو ويله خو ډير سوسيل ديموکراته پښتانه يا وتښتيدل او يا په زولنو کې وراسته شول٠
د پښتنوالي په مينه پتنګ
pattang
16.12.2005
ملا ګله سلام عليکم دا ستاسو د اندړو په اتڼ کې به زه هم ځان در ګډ کړم:
وروڼو بحث مو خپل دی خو دا ټولې دسندلي دسر خبرې ډيرځله تکرار شوې دي.
او کومه ګټه نلري :
زه لڼډ درته ليکم ځکه چې زه ليکوال نه يم :
0=> وروڼو هره ګېډه هر رقم خواړه نشي هزمولی ( ?!)
1=> دپرون ورځې سياست مدارانو خپله خطايې درک کړې دي او که نه ??
او دوی د ملت خلکو ته څه څواب ورکوي .............??
2=> دکرزي اوامريکايې اوسني د فسق ، فساداو تحميلې رژيم ته چې د پښتون دکلتور او زړو قيمتي ملغلرو په تباهي دی څه لاره لري ??
3 => دافغانستان په راتلونکي سياسي ، کلتوري او اقتصادي ژوند کې له کومو لاروڅخه ګډون کوي ? ?٠
[color=red:759956cd39]ملا ګله بلا سړی يې خو زه يوه ګيله له تاسو څخه لرمه: [/color:759956cd39]:
دپښتنو دحقوقو د غوښتلو لپاره موستا سو سره د غدارې او خرڅ شوې کورنۍ تر چپه کيدو پورې يوځاي هورا هورا ناري وهلي اوپه يوه موازي کرښه درسه
ولاړ و و٠
کله چې تاسوخپل قدرت په لاس کې واخيست نونه مو ادې پيژنده او نه ابا او هغه وعدې مو چې مونږ ته راکړې وي د روسانو لاس ته ور تسليم کړې٠ د پګړۍ او ژيرې په ځای ستاليني بريتونه او لينيني پکولونه رواج شول .
دځينونسوار پکو ګونديانو وظيفه دا شوه چې دچا مخبري وکړې نه يې ورور پېژاند نه ملګری، پښتني قيمتونه او ټول پښتني زاړه بيالوژيکې کارونه دروسانو لاسوته ور وسپارل شول ٠
که څه هم په ارګ کې ترکي صيب پښتو ويله خو ډير سوسيل ديموکراته پښتانه دتاسو له بېرې ځخه يا وتښتيدل او يا په زولنو کې وراسته شول٠
د پښتنوالي په مينه پتنګ
Anonymous
17.12.2005
[color=blue:553bcec7c8]ګران منلی او ښاغلی ملا ضريبن صاحب ته سلام !
د هيواد دوستۍ او ملت پالنې له روحيې څخه ډکو ژورنالستيکوليکنوڅخه مو مننه کوم، قلم مو تاند اوڅپاند اوسه !
سوسيال دموکراسي د خصوصي ملکيت پر محدوديت خو ساتنه ټينګار کاوه، محدوديت يې د کارګرانو او زيارکښانودګټو او ساتنه يې د مولديت له پاره اړينه بلله . له دې سره يې دموکراسي هم د پرله پسې خوځښت په توګه ساتله او پراخوله . خو د لېنن ګوند يا بلشويکانو د کمونيزم ﻻر ونيوه چې خصو صي ملکيت، فرديت او دموکراسي يې برژوازيکې ځليزې او پديدې انګيرلې . د دموکراسۍ ددغسې درک له امله د انقلابي غورځنګونو مرکز د روسيې په څير وروسته پاتې فيوډالي هيواد ته را انتقال شو . په ١٩١٧ په فبروري کې د برژوا دموکراتيک انقلاب له بري څخه ٩ مياشتې وروسته د سويالستي انقلاب کول او د سرمايدارۍ ټوله دوره ٨ يا ٩ مياشتو ته را لنډول په ډاګه کوي چې له فيوډاليزم څخه په ٩ مياشتې ځنډ څخه مسقيمأ سوسياليزم ته ګام اخيستل شوی او له شعارونو پرته څوک له دموکراتيک ژوند سره په واقعي معنی نه دی اشنا شوی . پراخه دموکرايک اصلاحات او د فيوډالي ټولنې تغر ټولول ﻻ چا نه و ليدلي چې پرولتري ديکتاتوري پيل شوه . په لومړۍ عامو ټاکنو کې د (( سوسيال ريولو سيونيرو )) يا سوسيال انقلابيونو بزګري ګوند اکثريت وګاټه ، خود لېنين په مشرۍ د هر کار ګر رايه له درې رايو سره برابره حساب او په دې توګه يې خپل بری اعلام کړ . لېنين د پرولتاريا ديکتاتوري ، چې مارکس تصور کړې وه د ګوند پر ديکاتورۍ واړوله او ستالين بيا د ګوند ديکتاتوري هم د د سکرترجنرال په ديکتاتورۍ بدله کړه . ديکاتوري حاکميت ته ويل کيده: د سکرتر جنرال ستالين په حاکميت کې ګوند حاکميت نه رلود ، او د ګوند په حاکميت کې پرولتاريا (کار ګرانو ) حاکميت نه درلود ، نو د کارګرانو حاکميت يا کارګري دموکراسي له کومه شوه ؟ دې ديکتاتورۍ ، چې سازماني ، پوځي او اسخباراتي شکل يې ستالين له خپل رقيب هيټلرله فاشيزم څخه راکاپي کړی و، د شوروي تر پايه پورې دوام درلود . البته له ستالين څخه د ماو سي تونګ تقليد او کاپي خو بيا صرف د کلاسيک اسيايي استبداد يو نوی شکل و او بس . نو د تره کي او کارمل په څير غو ﻻټو خو يې صرف د دموکراسۍ د مخنيوي له پاره د شوروي ديکتاتوري پلې کول او له افغانستان څخه مغلستان جوړول غوښتل
ت کوم چې د فیوډالیزم ادعا وه، نو دغه کلمه د لویدیځ څخه کاپی شوې ، خو د افغانستان مارکسستی لیننستی کارګری ګوند دومره خبر نه درلود چې یواروپایی فیوډال لږ ترلږه یا په اوسط ډول څو څو هکټاره اویوبزګر له زیات نه زیات څو جریبه ځمکه لرله ؟ آیا دیوه لوې بزګر کورنۍ ۵ هکټاره (= ۵۰ جریبه ) خمکه هم نه درلوده او له ۳ هکټارو یا ۳۰ جریبو څخه په یو جریبزیاتې خمکې سره بیا فویډال بلل کیده ؟
د خمکو په خلق اصلاحاتو کې له دوه لکو زیاتو بزګرو ته مځمکې ونه ویشل شوې ، خو ادعا یې درلوده چې ۱۱ میلونه افغانان بزګران دی ! آیا فیوډالی مکیت سلط شکل نه و چې ځمکې یې نورو ته هم لږ ترلږه له ۱۱ میلیونو څخه یومیلیون بزګرو ته رسولې واې ؟ او که بی ځمکې لو لږ ځمکې بزګران موچود نه ؤ او هریو تر پنځو جریبه زیاته ځمکه لرله ؟ په دواړو صورتونو کې د فیوډالیزم موچودیت د مسلطو تولیدی مناسباتو په توګه په افغانستان کې نشول ثبوتیدای.
که په خپله ۵ هکتأره ځمکه کې د یوې بزګرې کورنۍ درې غټ کسان (یو پلار +۲ زامن )کار کوی ، ایا دا ۵۰ جریبه ملکیت فیوډالی ګڼلی شو؟
ایا ستاسې مطلوب ګوند کومه احصاییه نشر ته سپارلې وه چې دافغانستان له ۵۰ ـ۷۰ فیصده زراعتی ځمکې د څو تنو فیوډالانو په لاس کې دی او د هریو فیوډال ځمکه لږتر لږه څو هکټاره ده ؟ او که برعکس پردې یې تکیه کړې وه چې د نمونې پهتوګه څو تنه فیوډالان هم یو ځاې یابل ځاې شته کوم چې د مالکیت مسلط شکل نه و! د ضدفیوډالی انقلاب تشه ادعا د خلق دموکراتیک ګوند سیاسی جرق و چې همدغسې یې پرځان واهه لکه څنګه چې یې د دموکراسۍ مفهوم بیځایه او سر چپه د یوې دیکتاتورۍ د پلمې له پاره کاراوه ا و بس !
لعنت الله علی الملحدين و علی کل ديکتاتورين ![/color:553bcec7c8]