وطن پال او نور ګټور شعرونه
زما شعر بخښنه غواړم که اصلاح یې کړي مننه
احسان الله
16.11.2005
سلام د مینې ډک ډک سلامونه خپل ګرانو دوستانو ته!!!!!
زه احسان الله یو هلک یم جې د ۱۶ کالو یم زه غواړم چه خپل شعرونه دلته ولیکم او که تاسې یې اصلاح کړي ډیر به خوښ شم مننه :o :o :o :o :o
د اغزو په سر ورځمه د ليلا بخښنه غواړم
له ما شوې يو ګونا ده يو ځل بيا بخښنه غواړم
له ساقي نه مې جام واخيست چې پرې هېر کړم خپل غمونه
بيا مې څښلي نن شراب دي له الله بخښنه غواړم
پوهيږم بي له تا مي ژوندون نشته دی دلبره
ځارۍ درته کومه خوږ اشنا بخښنه غواړم
پوه شوی يم احسانه بې له ياره ژوندون ګران دی
هر وخت هره شېبه ګله له تا بخښنه غواړم
کوي شې چې د شعر په باره لګه معلومات راکړي مننه :lol:
ګل آغا احمدي
07.12.2005
ګرانه وروره احسان الله جانه سلامونه او نيكې هيلې مو و منه. هيله ده چې جوړ، روغ او په خپلو ټولو نيكو هيلو كې د هسكې بريا خاوند وې.
دا چې تاسو شعر ليكلو نړۍ ته د راتګ زړه ښه كړى دى نو له ښه راغلاست سره يو ځاى مباركي هم درته وايم. لوى خداى ج مو هڅې د بركت په رنګينو ګلونو فرش كړه.
را به شو ستاسو د شعر خوا ته بايد په دې اړه ووايم چې خپل شعر ته مو ډير ښه پيل وركړى دى او پرته له يو څو سيلابه چې در څخه پاتې شوي دي نور مو نو ډير ښكلى مطلب ليكلى په قلم مو بركت او دا چې خپل شعرګوتى مو د كره كتنې لپاره د ټول افغان د شعرونو په فورم كې ځاى په ځاى كړى ستاسو د ځانګړې علاقې، شوق، زړه وړرتوب او رغبت ويندويي كوي چې د خوږې پښتو شعر له نړۍ سره يې لرى. نو زما مشوره ستاسو لپاره دا ده چې په ډاډه زړه او خپلو هڅو سره خپلې ليكنې ته دوام وركړه.
زما په نظر چې ستا شعر كه داسې واى او په ځينو ځايونو كې مو د سيلابونو خوا ته پام وكړى نو ښه به وي.
بل دا چې دغه ډول نظم لږ تر لږه بايد د پنځو بيتونو درلودونكى وي چې تاسو يوازې څلور بيته وركړي دي. د موضوع تسلسل او هغه د خيال په ښكليو رنګونو پوښل د شعري نړۍ يو بل برياليتوب دى چې خپله معشوقه مستقيمه نه بلكي د ښكلو تشبيهاتو او استعارو سره يو ځاى مخاطبه كړې نو شعر به نور هم ښه شي.
زما په نظر ستا شعر بايد داسې واى
[color=darkblue:14c0b3c92c]د اغزو په څوكو ځمه له ليلا بښنه غواړم
له ما شوې يوه ګناه ده يو ځل بيا بښنه غواړم[/color:14c0b3c92c]
دا دوهم بيت دې زما له نظره د سيلابونو كمى نه لري
[color=white:14c0b3c92c]زه پوهيږم بې له تا مې ژوندون نشته دى دلبره
د زاريو په توبو كې له آشنا بښنه غواړم
زه پوه شوى يم احسانه بې له ياره ژوندون ګران دى
زه د وخت هره شيبه ګله له تا بښنه غواړم[/color:14c0b3c92c]
ګل آغا احمدي
سلامونه
احسان
09.12.2005
سلام
ډیره مننه د ستاسو نه چه په دغه شعر مو معلومات راکړه.
Re: زما شعر بخښنه غواړم که اصلاح یې کړي مننه
منتظرمسید
09.04.2006
ګرانه وروره احسان جانه زماسلامونه اوښې هیلې هم ومنه !
ورورکیه شعردې په رښتیاهم بدندی اوزه پدې باوریم چې داسې ورځ به راشي چې وګړي به ستاشعرونه په ډیره مینه سره وایی .خوکه خوادې نه بدیږي زه به هم خپل نظر پدې اړوندڅرګندکړم ،سره لدې چې نوروددرناوي وړملګروخپل نظرونه وړاندې کړيدي اوپه ځای هم دي .
ورورکیه ستاپه دې شعرپورې مې یوکیسه رایاده شوه ،نوخدای دې وکړي چې هغه خبره نه شي :
ستاغوندې یوځوانکی انځورګر ؤ ،انځورونه به یی ایستل ،یوه ورځ یی خپل پلار ته وویل چې څنګه کولای شي دوګړونظرځانته مالوم کړي چې ښه انځورونه باسي که خراپ ؟!!
پلاریی ورته وویل چې زویه خپل یوانځور دې واخله اودښارپه یوه واټ کې یی ځوړندکړه اوورسره ولیکه چې که څوک پکې غلطی ویني موهغه دې په ګوته کړي .
زوی همداسې وکړل .
ماذدیګر ورغی چې خپل انځوروګوري ،ویی لیدل چې په انځورکې وګړودومره غلطی نیولې وې چې دګوتې ایښودوځای نه ؤپکې پاتې شوی .ځوان انځورګر خواشینی کورته راغی اوخپل پلارته یی انځوروښوده .خوپلاریی ورته وویل چې زویه داځل خپل انځورپه همغه ځای کې وځوړاوه اوورباندې ولیکه چې :
که څوک پکې غلطی ویني نوهغه دې سمې کړي .انّځورګرماذدیګربیاورغی چې خپل انځوروګوري ،ویی لیدل چې انځورپه خپله بڼه ځوړنددی اوچاورسره غرض ندی کړی .انځوربیاخپل پلارته ورغی اوکیسه یی ورته وکړه .
پلاریی ورته وویل چې : لمړی ورځ تالیکلي ووچې غلطی یی ونیسئ ،نوځکه هرچاپه ډیره اسانۍ سره دانځورغلطۍ چې ددوی په نظرغلطې وې ،نیولې وې خودویمه ورځ تالیکلي ووچې غلطی یی سمې کړی ،نوځکه چاورسره غرض ندی کړی .مطلب داچې دغلطۍ نیول ډیراسانه کاردی خودیوې چارې ترسره کول اودغلطۍ سمول بیاله ستونزوډک کاردی ،نوخدای دې وکړي چې ستاسودشعرپه اړوندزمانظرڅرګندول هم په ځای وي اوهسې یوه نیوکه نه وي .
تاسوکه خپل شعرته وګورئ نوددریم بیت اولمړي بیت سیلابونه سره لږ توپیرلري اوهمدارنګه دهغوی په ریتم کې هم سکتګي راغلې ده !
د اغزو په سر ورځمه له ليلا بخښنه غواړم
له ماشوې یوه ګناه ده ،یوځل بیا بخښنه غواړم
خوکه دا دسې وای پکرکوم چې بده به نه وای :
شوې زماځنې ګناه ده ،یوځل بیابخښنه غواړم
نوزماپه اندکه دریم بیت موداسې لیکلی وای نوبهتره به وای ادریتم سکتګي به له منځه تللې وای ..
[color=brown:f5c16247b3]ښه[/color:f5c16247b3] پوه یم بي له تا مي ژوندون نشته دی دلبره
کوم درته زاری زه ، خوږ اشنا بخښنه غواړم
یاني د(زه ) ټکی ورزیات کړی نوسمه به وي
په درناوي
سرلوړي اوبریالي اوسئ
]