اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
دتابعيت په باره کي پوښتنه ؟
daud
14.11.2005
عزت منو روحانيونو او اسلامي عالمانو!
دسلامونو او احترامونو له وړاندی کولو څخه وروسته ديوی مسألی پوښتنه کوم چه:
ديو مسلمان دپاره دخپل هيواد(اسلامي ملک)دتابعيت له لاسه ورکول او ديوه غير اسلامي هيواد تابعيت اخستل(قبلول )دشريعت له نظره جواز لري او که نه ؟
په درناوي
داود
ع کريم حليمي
14.11.2005
محترم داودجانه وروره او درنو لوستونکو سلام
موږ انسانان اصلا د مځکي تابعه لرو ٠ داچه موږ اسناد درته جوړ کري ٠ ډير ښه
سياسي اسناد دي ٠ دا خدای موږ تور سپين او ژړ پيداکړي يوو ٠ د پېژندلو لپاره ٠ او اسناداو تابعه هم د پېژندلو لپاره دي ٠ اوبس
له يوه ملکه و بل ملک ته تلل شرعي کار دي ٠ اول شئ سفر دۍ ٠ که څوک غواړي چه علم حاصل کړي سفر ورته لازم دۍ ٠ چه په شرعه کښي سير علمي بولي ٠ د ظاهربابا په وخت کښي چه به چا ١٢ کاله درس ويلۍ نو اخير کال ئې دارالوطن سفر په متعليم کاوه ٠
اوهجرت خو بيا بېخي ښه دۍ ٠ ډير ښه کار دۍ چه د اسلامي ملک څه خلګ ولاړ سي د عيسوي يا بودايي ملکونو ته ٠ چه هلته او لادونه پيداسي ٠ او مسلمانان
هو که پر ملک ملحدانو حمله وکړي ٠ او مسلمان بېله شرعي عذر څخه د ملک څخه ولاړ سي او د جهاده ځان وکاږي ٠ ګناه کبيره ده ٠ که چا بېله عذر شرعي د جهاد په وخت کښي ملک پرېښودلي وي ٠ نو ضرور ده
چه طوبه وکړي خدای ته ٠ او اصلا طوبه څوک پر هغه کار کوي چه د بيا تکرار کيدو امکانات وي ٠ لکه شراب ،زنا،دروغ ٠
اما د جهاده تېښته هر وخت نه تکرار کيږي ٠ نو ضرور ده چه دبخښي دعاوي وکړي ٠ چه ووايي چه خدايه ما ته عفوه وکړه ٠
او يا دي داسي خدمت و اسلام ته وکړي ٠ چه وزن ئې دومره دروند وي لکه له جهاده تېښته ٠
په قيامت چه ترازو و دريږي ٠ د ډبرو وزنونه نه لري ٠ په يوه پله کښي نېکۍ او په بله پله کښي بدۍ ور ايږدي ٠ که نېکۍ درنې سوې
کاميابي سوه ٠ په ژوند کښي به کوښښ کوو چه تر بدۍ مو نيکۍ ډيري وي
د مځکي پر مخ هيځ انسان ځان نسي ساتلي د ګناه صغيره څخه ٠ په حواله د کتاب الله ٠
او يو حديث سته چه وايي ٠ د مديني ترهجرت ورته نو نور هجرت نسته