د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دکوکنارو او بنګو مکتسب مال څنګه دی

خیریوسی
13.11.2005

محترم وروره طالب جان
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
وماته ډیر داسوال پیداکیږی چی دکوکنار، بنګو او نورو نشي توکو څخه مکتسب مال څنګه دی
او هغه مال په اولاد خوړل او یا دهغه څخه صدقه کول او په هغه مال مسجد جوړول او په هغه مال سره حج کول څنګه دی
ستاسو دخوشحالي په هیله
ابو محمود



ع کريم حليمي
14.11.2005

محترمو ابو محمود وروه، اولوستونکو
السلام عليکم ورحمه الله وبرکاته!
که څه داپوښتنه تاسو د مکرم طالب جان څه کړې  ٠ ستاسو د دواړو په اجازه 
زه به يو عجب جواب درته وليکم 
په دنيا کښي ټولي نشې حرامي نه دي ٠ حرامي نشې هغه دي چه په کتاب الله 
کښي ئې منع  راغلې وي ٠ لکه شَرَاب مُسْكِر , خَمْرَة
هر د چښلو (شراب )شئ چه تخمر (الکول )وکړي چښل ئې حرام دي ٠ که څه يو څاڅکۍ وي 
څوک چه الکول يا الکهول چيښي د چښلول په حالت کښي ايمان داځيني ځي 
لکه کوزه يا چاینکه چه سرکل ګړې چه ټوله اوبه ځيني توۍ سي ٠ 
هو ٠ نوري نشې بيا داسي نه دي ٠ 
لکه نصوار ،معجون ،مفره اعظم ، بنګاوو،سګرېټ ،او د دغو خوړل يا چښل ،
څکول لوړ اخلاق نه دي او بد اخلاقي حکم نه پر کيږي ٠ 
اونشه پر دوه ډوله ده ٠ که څوک د ومره وخوري چه عقل د لاسه ورکړي ٠ 
نو حرام عمل دۍ ٠ او که د دماغ د فراهت د پاره ئې وخوري نو بيا حرام نه ورته ويل کيږي ٠ ولي چه طبيبان د دماغ د ارامۍ يا د x د قوت له پاره معجون فرمايي 
او د نشې په وخت کښي هر عبادت ته اجازه سته خو لمونځ ته اجازه 
د نشې په حال کښي نسته ٠
[url]وماته ډیر داسوال پیداکیږی چی دکوکنار، بنګو او نورو نشي توکو څخه مکتسب مال څنګه دی
او هغه مال په اولاد خوړل او یا دهغه څخه صدقه کول او په هغه مال مسجد جوړول او په هغه مال سره حج کول څنګه دی [/url]

هو ! حج ته په ولاړ سه ٠ مسجد په جوړ که ، اولاد په لوۍ که عيب نسته 
بلې ! يوازي د دولتي قانون تر خطر لاندي يې ٠ که د قانون سياسي په منګلو ورغلې مجرم ياست ٠ سعادت اخروي  ته کوم خطر 
انشاالله نسته ٠ 
نو بيا هم بايد د مدني قانون احترام وسي ٠ کرل ،خرڅول د مخديره موادو  قانوني جرم دۍ ٠ نه شرعي 



طالب جان
19.11.2005

محترمه مکرمه او قدرمنه وروره ابو محمود صیب :
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته .
امابعد : د نشيي توکو د تجارت او دهغو په ترڅ کي د تر لاسه شوو روپو په اړه د احنافو مذهب څه دا ډول دی چي :
1- که د نشيي توکو((افیون ,تریاق,بنگ , کوکاین ,چرس ,هیرویین او داسي نور کوم چي د نشې په توگه يي کارول ناروا دي )) تجارت موخه په ځمکه کي د فساد خپرول نه وو بلکه یواځي ددې لپاره وو چي دا په دوايي یا په ځینو نورو اړینو شیانو کي کارول کيږي نو دا تجارت روا او ورڅخه تر لاسه شوي پیسې حلالې او په هرډول ښه کار , صدقه او داولاد په تربیه کي يي کارولی شي , ځکه چي پلورنه او پېرودنه خو یواځي د شرابو او خنزیر حرامه ده .
(وصح بیع غیر الخمر(ای عنده خلافا لهما والبیع والضمان ولکن الفتوی علی قوله في البیع ) مما مر ومفاده صحة بیع الحشیشة والافیون ) الدر المختار 41 مخ 10 ټوک . (کفایة المفتي 129 مخ 9ټوک)
2- خو که چيري دنوموړو توکوتجارت د خلکو تر منځ د فساد اچولو او له نوموړو شیانو سره دهغوی د عادي کولو لپاره کول کیږي نو بیاد ((فتاوای حقانیې 45 مخ 6ټوک )) له لیکني سره سم دا ډول تجارت له یوې څیلمي ناروا او ورڅخه ترلاسه شوي پیسې حرامي دي , ځکه چي پدې ډول تجارت کي دیني او دنیوي تباهي رامنځته کیږي .
3- خو سره له روا والي د علامه شامي رحمه الله له وینا سره سم د نوموړو تو کو تجارت بیا هم له کراهیة څخه تش نه دی ځکه نو ځان ورڅخه ژغورل غوره کار دی . (ثم ان البیع وان صح لکنه یکره کما فی العنایه. ( الرد المحتار41 مخ 10 ټوک ) .
والله اعلم باالصواب



ع کريم حليمي
20.11.2005

محترمو مکرمو او قدرمنو وړنوطالب جان صاحب ،ابو محمود صیب :
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته .
ترهرڅه دمخه د مکرم طالب جان څخه يوه نړۍمننه چه مفصل معلومات ئې موږته ليکلي ٠ 
خبره د تارياکو يوه سياسي خبره ده 
او شرعا کوم داسي نقطه نسته چه څوک دي تارياک بد وبولي ٠ ولي چه د تارياکو په باب کښي دمبارک عليه السلام ډېر احاديث سته 
چه يومبارک حديث ئې داسي دۍ 
حدثنا سليمان بن داود، قال حدثنا إسماعيل يعني ابن جعفر، قال أخبرني شريك، عن عبد الله بن أبي عتيق، عن عائشة، أن النبي صلى الله عليه وسلم قال في العجوة العالية شفاء[color=white:a9d717e7de] أو إنها ترياق أول البكرة‏[/color:a9d717e7de].‏
او په طيب  نبوي کښي د تارياکو په باب هم ډير احاديث سته ٠ 
نن ورځ چه کومي دواوي (کيمياوي )دبدن د  درد  او ټوخي د پاره خورو په ټولو کښي تارياک يا ترياق سته چه  يوئې جز دۍ 
او زه چه کوچنی وم د ټوخي ،توري غاړي له پاره يو ډول توري يواناني ګولۍ وې 
چه طبيبانو چوړه ولې ٠ له تارياکو څخه  موږ خوړلې 
اوکله چه کيمياوي ګولۍ ډيري شوئ په دواخانو کښي نو بيا دغه يوناني ګوليو 
بازار  مخ په کمېدو سو ٠ 
تارياک يو طبيعي دواده ٠ اما کله چه لاس پکښي ووهل سي او هېروين ترې 
جوړ سي نو ډير غلط شئ سي ٠
په کال ٢٠٠٣ کښي  ١٧٠١٣ نفره مړه شوي دي ٠ چه نېشه وه او موټر ئې چلاوه 
ايران يو ملک دۍ چه خلګ يې د تارياکو په خورک ډير اخته دي 
او د ايران نفوس ٧٠ مليونه دۍ نن ٠ فکر نه کوم چه دکاله به لس نفره د تارياکو د استعماله مري ٠ 
During 2003, 17,013 people in the U.S. died in alcohol-relate motor vehicle crashes
په امريکا کښي د شرابو جوړول انحصار دي  ٠ بيله لايسنس څخه څوک شراب نه شي خرڅولی ٠ امريکا حکومت غواړي چه خلګ شراب پريږي او سګريټ پريږدي اما خلګ ئې نه پرېږدي ٠ نو انحصار ئې پر لګولی دۍ ٠ 
که امريکا او د افغان حکومت غواړي چه د هېروينو بازار ختم کړي ښه لار ئې داده ٠ چه و بزګرو ته يوه اندازه کښيږدي د کرلو ٠ او حکومت ئې ځيني رانيسي ٠ 
او حکومت بيا د خارجي شفاخانو او فابريکو سره تجارت وکړي ٠ نو به د هېروينو بازار په افغانستان کښي ختم سي ٠ 


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more