وطن پال او نور ګټور شعرونه
د نو ميالي شاعر سعيد ګوهر شعرونه
کټوازی
10.11.2005
...................................[size=18:060196994d] غزل [/size:060196994d]
[color=indigo:060196994d]
د خېمې غوندې طنابونه ټينګوي د اسمان
............................................... ...څۀ کوي مځکه بې اجرته مزدوري د اسمان
له موږ سره ده له پخوا نه دښمني د اسمان
............................................... ............سږ هم ډوکال دی ونړېږه پاچهي د اسمان
مزاحمت دی د راتلونکې شپې خلاف که ښايست ؟
......................................... خپور دی شفق که پۀ اور ډک دي سترغلي د اسمان
لکه تنا ټول کاينات يې پۀ دربي سو را ويښ
.................................................................. درګاه پۀ زور چا ټکوله برايي د اسمان
بام ته ور وخېژه له مخ څخه ټيکری کړه ليرې
.................................................................. پۀ يوۀ لمر کله کمېږي تنهايي د اسمان
د مځکې هر يو شی وينځلی لمبېدلی ښکلی
............................................................ پس له بارانۀ شي منظر اووه رنګي د اسمان
پښې مې پر فرش باندې وي عرش مې وي پر سر اخيستی
........................................................ ...........زما تر خيال نه ده اوچته بلندي د اسمان
د هغه ذات ثنا ته توري ستوري ،ستوري پکار
......................................................... چې بې ستنيو دومره لوی چت دروي د اسمان
پېغمبر نه يم زۀ شاعر يم خو ګوهر صايبه !
......................................................... د نيمې شپې خوا ته استازي راځي د اسمان [/color:060196994d]
کټوازی
15.11.2005
....................................... [size=24:a8e187fcba]غزل [/size:a8e187fcba]
[color=cyan:a8e187fcba]پۀ سره غرمه پر سر سايه ،لکه اوور راسره
زۀ يم پۀ لاره کې او تۀ يې پۀ سفر راسره
............................................................................ زۀ د رهېل کړکۍ ته ناست يمه نور هيڅ نه وينم
.......................................................................... روان دی يو ستا د رخصت د وخت منظر راسره
کله دې خپور کړم و لمانځۀ ته کله تاو تر سينې
ګرځوم تا زۀ پر اوږې لکه څادر راسره
................................................................ تر اسمان پورې فضا ټوله زۀ د ځان ګڼمه
.............................................................. باده پر مخ ځمه تر اوسه دي وزر راسره
له وخت او بخت سره مې جنګ دی مينه پت دی ننګ دی
ستا د خوبونو د يادونو روغ لښکر راسره
شپه ستا له خوا ده ، چې پر ما پۀ انتظار شي اوږده ،
............................................ خدای زما له خوا دی چې لمر ډوب کړي ما زيګر را سره
يه پوهې اور واخلې ، چې وسوزې ، ايره ، ايره شې ،
........................ تۀ راسره يې ، که پۀ ژوند باندې محشر راسره
........................................................... نه مې ومخ ته پرېږدي نه مې د چا مخ ته پرېږدي
......................................................... د تربور غوندې دښمني د مقدر راسره
نه يم غريب نه يم ګوهره ! لوی دولت لرمه
کتاب ،کاغذ ،قلم ،غزل ،فن او جوهر راسره [/color:a8e187fcba]
هادي حيران
03.12.2005
صميم جانه! ډېر ښۀ. ښاغلى سعيد ګوهر رښتيا هم چې د پښتو يؤ ډېر ښۀ شاعر اؤ ليکوال دى. الله دې ئې ژوندى اؤ ګړندى لري.