د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

ښاغلی طالب جان له خپلې تفريحي رخصتۍ راستون شوي، خوايا خپله دنده يې بيرته اشغال کړې ده؟

م ن غروال
01.11.2005

د ټول افغان محترم مسئول او چلوونکۍ!
د سلامونو او نېکو هيلو په بدرګه او د لوی او مهربان څښتن له مبارک دربار څخه ستاسو د لابرياليتوبو په هيله، پدې وسيله تاسو ته يو څو ټکي په عرض رسول کيږي که درنو لوستونکو او په تېره بيا داسلام فورم مينه والو ته مو پدې هکله د موضوع روښانتيا وکړه ستاسو د مهربانۍ څخه به لرې نه وي٠
[color=blue:14f1ff4199]ښاغلۍ طالب جان او ښاغلۍ طالب خان ددې فورم مسئولينو او چلوونکو په حيث ګمارل شوي وؤ( ښاغلۍ طالب خان خو له ډيرې مودې درک نشته اما طالب جان ورور د خپلو فقهې معلوماتو او علومو پر بنسټ په ټول افغان کي نه هيريدونکي ليکنې کړي دي چې د ټول افغان لپاره يې سړۍ لويه پانګه بللۍ شي٠
د طالب جان سره په سياسي موضوعاتو کي درانه لوستونکي شاهد دي چې ما خورا د اند او پرېکړو لوي د توپير واټن درلود خو دا به هيڅ وخت دا معنی ورنکړي چې خداي ج مکړه نوموړۍ زمونږ د ورورۍ له ليکو لرې کړاي شي٠
محترم ښاغلۍ عبدالکريم حليمي هم همدا ډول د ټول افغان خورا با شخصيته دروند او اسلامي ليکوال دي چې د طالب جان ورور په څير يو ځلانده ستورۍ دي او خوږي او زما په زړه د تائيد ليکنې يې کړي دي چې لا تر اوسه زما ورسره کوم اختلاف د عقيدي ندې پيدا شوۍ او په تېره بيا زه يې تل په خپلو خوږو الفاظو ستايلۍ او خپلو ليکنو ته هڅولۍ يم چې دده نهايت د شفقت او نېک احساس ښکارندوي دي٠ او شک نشته چې د اسلام فورم به په ښه وجهه او احسن سره پر مخ بوځي٠[/color:14f1ff4199]
[color=white:14f1ff4199]خو : سره لدې ماته دا پوښتنه پيدا کيږي چې د کومو دلايلو او بنسټو په اساس تاسو لازمه وبلله چې طالب جان ورور دې د فورم چلوونکۍ نه وي٠ لکه د پخوا په څېر کيداي شول چې محترم حليمي صاحب د ښاغلي طالب خان په عوض ، چې له ډيرې مودې يې ټول افغان ته سر ندې راښکاره کړۍ، د طالب جان ورور سره په پوره او ښو اړيکو درلودو سره دا فورم مخ ته بوځي٠ اما دلته د ښاغلي طالب جان نوم بلکل له سره حذف شو٠
زما لپاره يوازې دا انديښنه ده چې طالب جان ورور به نور د اسلام په فورم کي د پخوا په شان له لوستونکو او ليکوالو او پوښتونکو سره د تېر په پرتله د زړه خواله ځکه ونکړي چې هغه نور د اسلام فورم مسئول ندي که غوښتل يې، ښه تر ښه ، او که يې نه غوښتل نو امکان لري چې اصلاً هيڅ ځواب هم ونه وايي٠ او زما په اند دا به دده مسلم حق وي٠[/color:14f1ff4199]تر هغه حده چې ما معلومات تر لاسه کړۍ دي دا لرې کول خپله د طالب جان په غوښتنه هم ندی شوۍ٠
نو غوره مې وبلله چې تاسو ته دلته د دغې موضوع ياده وکړم تر څو نه يوازې زه بلکه نور د ټول افغان مينه وال هم په جريان خپله خبرتيا لاس ته راوړي٠ ځکه دا پوښتنه به يوازې ماته نه، بلکه هر يوه ته مطرح وي٠
هيلمن يم د اړونده بدلون په هکله خپل دريځ او معلومات له مونږه ونسپموئ٠
په درناوې
ستاسو يو ورور م ٠ ن غروال


mahboob
02.11.2005

ټولو دوستانو ته سلامونه نیکي هیلي او اختر مبارکي .
غروال صاحب ماپه نن او سبا کي همدا شیان لیکل غوشتل خو دا چی تاسی ولیکل زه یی نو اوس تایید کوم .
زه هم حیران یم چي ولی به سایټ چلوونکي طالب جان لری کړی وي ؟؟ حال داچي هغه خو ټول افغان ته کار کاوه او کومه استعفا یی هم زموژ له نظره نده تیره شوي .
هیله لرو چي د سایټ مسول به جواب ولیکي چی له طالب جان سره یی کومه داسی ستونزه در لوده چی له امله یی دهغه نوم أن له ټول افغان نه لری کړ دیا دابه له هغه سره سراسر تیری نه وی ؟؟؟
أیا دابه دهغه په خدمتونو چی ټول افغان ته کړي سترگي پټول نه وي ؟؟؟
أیا پدې څه کولو سره به دنورو اسلام اندو لیکوالانو زړونه نه ماتیږي؟؟؟
هیواد وطنمل صاحبه : خالد هادي خو پخپله ولاړ د طالب جان بستره تاورگول کړه نو أخیر په ټول افغان کی به پاته څوک شي ؟؟؟؟
په پای کي د غروال صاحب دا خبره تایدوم چي د طالب خان په ځای به دي دشاغلي حلیمی صاحب نوم لیکلی وو او طالب جان به دي په ځای پریشی وو.
خیر اوس هم لا وخت شته گورو به چيی شاغلي څه کوي ؟؟؟


ډاکتر وطنمل
04.11.2005

[color=blue:3383b20313]درنو لوستونکواسلام عليکم و رحمتالله وبرکاته!
محترمو استا دانو مولوي حليمي صاحب، مولوي طالب جان، درنو ورونو غروال صيب ، نقاد صيب ، صميم کټوازي صيب او نورو درنو لوستونکوته د کوچني اختر مبارکي وايم ، لمونځونه ، روژې ، تراويح او عبادات مو الله تعال په خپل دربار کې قبول که!
محترم مولوي حليمي صاحب زمونږ يوه او محترم طالب جان مو بله سترګه ده او د اسلام د فوروم چلول به ددواړو په غاړه اوسي . داچې طالب جان په يوه اوږده تفريحي رخصتۍ تشريف وړی و، خوښ يم چې په خير بيرته هم راستون شوی او
له لنډمهاله دمې څخه وروسته يې دادي نوم بيرته ددې فوروم د چلونکو په دوه کسيزه هيئت کې شامل شو! دواړو علماو ته ښه روغتيا او په دې سپېڅلې دنده کې بشپړې برياوې غواړم . په درنښت ![/color:3383b20313]


کټوازی
07.11.2005

، د ټول افغان د ملي برېښنا پاڼې درنو او ښاغلو چلوونکو هر يو ښاغلی شېرزاد کاموال صيب ، ښاغلی وطنمل صيب او نورو ګرانو وروڼو او پتمنو خوېندو او درنواو محترمو مشرانو،هر يو محترم ،حليمي صيب ،محترم مولوي صيب طالب جان ،محترم غروال صيب ،محترم نقاد صيب ،پتمنې ترور اغلې عفت غاټول او نورو هيوادوالو ،

اسلام عليکم ورحمتۀ الله و برکاتۀ !

نېکمرغه کوچني اختر مو مبارک شه !

روژې ،تراوې ،لمنځونه ،عبادتونه او نور ټول نېک رياضتونه مو د مهربانه او بښونکي خدای (ج) پۀ دربار کې قبول او مقبول وګرځه ،لوی څښتن مو پۀ دنيا اوهم اخرت د سرلوړۍ او سرفرازۍ درجات او مقامات لوړ لره !!! امين ثم امين

اما بعد ! خوښ يو چې دروند مولوي صيب طالب جان تر خپلې اوږدې رخصتۍ وروسته د ټول افغان د ملي برېښنا پاڼې ته راستنېږي ،اوو خپلو علمي ليکنوته د ادامې پۀ ورکولو سره ،له موږ سره د ټول افغان پۀ ملي علمي اوادبي بنډار کې شريکېږي ، له څښتن تعالی څخه يي بريالي او سرلوړي غواړو


ډاکتر وطنمل
12.11.2005

[color=white:cbe1e497f0]د دروند او قدرمن ورور ښاغلي صميم کټوازي له پورتنيو څرګندونو څخه مننه کوم !
الله تعالی دې زمونږ رغنده او نيک انده ليکونکي ټول درانده او بريالي لري !
ورنو!
زمونږ د سپيڅلي دين اسلام د لوړو اصولو اوزمونږ د ملي ارزښتونو پر مټ شونې ده چې په هيواد کې د لوېديځوالې دموکراسۍ څخه بيل او مستقل د يوې ملي او اسلامي ولسواکۍ بنسټ کيږدو! دا د هيواد پر ديني عالمانو او ملي سياسيونو باندې نور د ګرد افغان ولس ځنډ نه منونکی حق دی . داهغه تاريخي رسالت دې چې آن د١٩ پيړۍ په پاې کې ورته د ټولو اسلامي هيوادونو په استازي توب سره د لويديځ په مقابل کې د شرق نابغه پښتون سيد جمال الدين افغاني اوږه ورکړې وه ! ددغې رسالت د پوره کولو اړتيا او اړينتيا له هغه راهيسې تر نن ورځې پورې نوره هم پراختيا موندلې او د نن پرون سبا او بل سبا له پاره يې شدت اوحدت تر ټولې لوړې پوړۍ ته رسيدلې دي، بي له دی چې په لازمه توګه درک شوې وي!
هو! مونږ نږدې يوه نيمه پيړۍ ددغه رسالت په وړاندې پوروړي پاتې شوي يو، نو ځکه مو د حالت درجه ﻻ په نړيوال ژوندانه کې د اسفل السافلين کندې ته راکښته شوې ده.
نو که زمونږ ديني عالمان د په څه پوه شخصيتونو په شمول نور بالاخره ټکان وخوري، راويښ شي او و غواړو چې خپل دين اسلام، خپل ملت ، حپلې افغاني ټولنې او له دې ﻻرې څخه ټولې اسلامي او بشري نړۍ ته خدمت وکړو ، بايد د خپل نابغه ﻻر ښود په پلونو پل کيږدو اوهغه څه چې هغه راپيل کړي وو ﻻ پراختيا ورکړو او لږ ترلږه په خپل ګران هيواد کې يې په خلاقانه توګه پلي کړو، او که نه د لويديځ د ککړ تهذيب څپې به مو خدای مکړه پسې واخلي (! ) . که اوس هم وخت له سه ورکړو، نو بيا به نور د مچ په څير د ﻻسونو مروړل هيڅ ګټه ونکړي !
والسلام علی من التبع الهدا . ستاسې يو ورور : وطنمل[/color:cbe1e497f0]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more