د موضوعګانو سرپاڼه
وطن پال او نور ګټور شعرونه
د دوستانو محفل
عبدالبصیر میاخیل
30.10.2005
زړه مي راته وايي چي ګلونه ورته وشينده
فرش كړه ورته لاره عزتمند خلك راغلي دي
څه حاجت نشته دي د زرو كنډولو ته
يار د يار سره قبلوي كنډول د خاورو
هار دي د راتلو د احسانونو را په غاړه كړه
ما درته تحفه د ميني ډك زړګي ساتلي دي
نفرت ورك شي محبت لا هم سيوا شي
چي دوستان كله را ټول شي په محفل كي
د خوښۍ څپي لا هم شي پر موجونو
چي دوست دوست ته كله ورشي په خوښۍ كي
كركه چي شي لري ،مينه لا په زياتيدو راشي
دوستان چي پري راټول شي نو محفل د خوشحالو راشي
د دوستانو شوګيري وي په خوندونو
د خوښيو سمندر شي پر موجونو