د موضوعګانو سرپاڼه
وطن پال او نور ګټور شعرونه
اختره لاړشه
Darman
29.10.2005
اختره لاړشه
اختره لاړشه زما وطن ته خوشحالۍ يوسه
غمونه هير کړه دې چمن ته سوکالۍ يوسه
کنډو کنډو زما د ښار د کلي ټول کـــورونه
زخمي زخمي زما ميهـــن ته بـحالـــۍ يوسه
چه د وطن د باغ ګلــونه په خــــنداشي ورته
ډک له ميــنې يــې ديــدن ته ډالــــۍ يوسه
چه هـــر يو غــړی دبـــدن کړي له درده فرياد
ټـــپي ټـــپي دغــه بــــدن ته ګـولـــۍ يوسه
زما د وطن غرونه رغونه درديـــدلي ډير دي
دګلونو سرو دغه ګلشـن ته پولــــۍ يوسه
کلي کوڅـــو کې يتـــيم چه در په دره ويـــني
خوار وغريب دغه مسکين ته خولــۍ يوسه
ډيري غوټۍ شوې ځوانيمرګې دپسرلي په طمع
زما د پښتني بڼ هرې دلهن ته ډولۍ يوسه
([size=9:39a86e295f]٢٦مه روژه29-10-05[/size:39a86e295f]