د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

عقيده

منلی
29.10.2005

سلامونه ټولو دوستانو ته
ورونو زما يوه پوښتنه ده هيله کوم چي صحي جواب راته وليکې ډير به مو ممنون يم
1 -اياکه يو څوک توحيد، اخرت او رسالت مني خو له ډيري مودي نه عبادت(لمونځ،روزه،زکات)نه اداکوې اوهيڅ پاروا يي هم نه ساتي داسي سړي ته مسلمان ويلي شو او که نه ؟
2 -که يو څوک لمونځ ،روزه اونوعبادت اداکوي مګر خپل بدن، زړه ،دماغ،دبدن ټول قوتونه خپل مال اوهغه څه چي دې لري خپل شخصي مال وګرځوي اوپه خپله ازادي سره څنګه يي چه زړه وغواړي مصرف کوي نواياداسی سړي ته مسلمان ويلي شو او که نه؟



ع کريم حليمي
29.10.2005

ښاغلي Zaxmi صاحب وعليکم دي سلام و حمه الله و برکاته !
اول به ښه راغلې تاسوته و وايم ٠ ښه راغلاست
دوهم نو ډيره ښه پوښتنه تا سو کړې چه :
[quote:6750adf62f]اياکه يو څوک توحيد، اخرت او رسالت مني خو له ډيري مودي نه عبادت(لمونځ،روزه،زکات)نه اداکوې اوهيڅ پاروا يي هم نه ساتي داسي سړي ته مسلمان ويلي شو او که نه ؟ [/quote:6750adf62f]
زه به ستاسو سوال داسي جواب کړم
اول ٠که ايمان مرکب وي ٠ نو مسلمان نه ورته ويل کيږي ٠ چه دا يوه فلسفه ده
دوهم ٠ ابو حنيفه ايمان مفرد بولي ٠ که عمل وي يا نه وي چه : اَنْ تَشْهَدَ اَنْ لاَ اِلَهَ اِلاَّ اللَّهُ وَاَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ وويل نو په اسلام کي داخل دۍ
که مرکب ئې فرض کړو چه : آمَنُواْ وَعَمِلُواْ نو که يو جز ئې نه وي يعني چه عمل نه وي
ور سره نو ايمان له منځه ځي ٠
حال دا چه زموږ اهل سنتو دا عقيده ده چه ايمان مفرد دۍ ٠ يوازي قوي او ضعيفه
که عمل وي نو ايمان قوي کيږي او که عمل نه وي ورسره نو ايمان ضعيفه وي
چه په حديث شريف کښي د ضعيف ايمان خبره داسي ده چه :
حدثنا ابو بكر بن ابي شيبة، حدثنا وكيع، عن سفيان، ح وحدثنا محمد بن المثنى، حدثنا محمد بن جعفر، حدثنا شعبة، كلاهما عن قيس بن مسلم، عن طارق بن شهاب، - وهذا حديث ابي بكر - قال اول من بدا بالخطبة يوم العيد قبل الصلاة مروان فقام اليه رجل فقال الصلاة قبل الخطبة ‏.‏ فقال قد ترك ما هنالك ‏.‏ فقال ابو سعيد اما هذا فقد قضى ما عليه سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول ‏"‏ من راى منكم منكرا فليغيره بيده فان لم يستطع فبلسانه فان لم يستطع فبقلبه وذلك اضعف الايمان ‏"‏ ‏.‏ که عمل ئې نه کاوه دغه نو هغه اضعف الايمان دۍ

او پر زکندن به ممکن وي چه ايمان به يوو سي يا نه

او ابو حنيفه يوازي امام دۍ ٠ هغه چا ته کافر نه وايي چه په خوله ئې لا اله الا الله محمد رسول الله وي
او نور امامان وايې چه څوک لمونځ نه کوي هغه کافر دۍ ٠ مرګ ئې روا ګڼي
او ابو حنيفه وايې چه نه د مرګ لايق دي دانه چه مرګ ئې روا


منلی
30.10.2005

سلامونه ټولو دوستانوته
حليمي صاحب ډيره مننه
خو دوهم سوال ته مو هيڅ نه وه ليكلي ياكيدي شي ورباندي پوهيدالي نه ياست ځكه زه نه شم كوالي چي صحح پښتو وليكم داسي ډيري پوښتني او نورډير څه لرم په ذهن كي خو نه شم كوالي چي په صحي طريقه سره يي وليكم او دا زه خپله غټه نيمګړتيا ګڼم ٠كه رښتيا خبره وي ما په ټول افغان كي دتاسو ، ښاغلي نقاد،ښاغلي وطنمل ،ښاغلي غروال او داسي ډير نور وروڼونه چي دټولو نومونه دلته شوني نه دي داسلام په هكله ډير څه زده كړل او اوس مي داسلام مبين دين سره بي حده مينه پيداشوي ده لكه په اسلام كي اخلاق ,دغريبانو حق ،دښځو حق مخكي له دي نه چي ماسره داسلام پوهه نه وه او مابه دميډيانه څه اوريدل چي په اسلامي ملكو كي ښځو سره څه سلوك كيږي نو مابه رقم رقم فكرونه كول خوكله نه چي مي اسلامي مطالعه شورع كړي ده ډيرسوالونه راته جواب شوي دي لكه ښځوته دتعليم حق ,دكارحق ،په خپله خوښه او دموراوپلارپه خوښه سره دزندګي ملګري انتخابول چون په ځواني كي سړي ډير جزبه كي وي داسي نه چي په جزباتو كي راشي او داسي فيصله وكړي چي بيا به ټول عمر په تكليف وي نوځكه دموراو پلار هم بايد پكي صلاح وي ,دمور اوپلارحق چي اوف ويل هم ښه نه دي ,خپلوانو سره احسان كول , دهمسايه حق او بل داچي ښځه وغواړي چي زه كارنه كوم نو په سړي باندي دافرض ده چي ښځي ته نفقه وګټي نو زه دلته وايم چي سړي ښځي ته مزدوركړي دي اوداسي نورمانه خبره بلي خواته لاړه اوس به راشم خپل دوهم سوال ته ماپه سورت توبه كي داسي يو ايات(111)ولوسته چي(( حقيقت داده چي مومينانو نه الله (ج)دهغوي نفسونه اومالونه دجنت په بدله كي اخستي ))نودلته خبره دبيعي ده چي ايمان صرف يوه عقيده نه ده بلكي خپل مال او ځان په الله پاك باندي دجنت په بدله كي خرڅوال دي نو مونږ كه فكر وكړو زمونږمال اوځان په حقيقت كي الله پاك دي نودلته به مطلب دانسان اراده وي چي الله پاك ورکړي شيانو كي دي امين جوړيږي كه خاين ٠
نو دلته سوال پيداكيږي چي په دنيا كي خو دفقهي له مخي نه لكه تاسي چي په اول كي سوال ذكر وكړ چي كليمه ويل يا لمونځ كول روزه نيول٠٠٠٠٠٠ مسلمان كيدي شي خو دلته خبره بلكول بل ډول ده نو ماته ځكه دوهم سوال پيداشو چي ايا يو څوك لمونځ ,روزه ,ادا كوي خوبدن، زړه ،دماغ،دبدن ټول قوتونه خپل مال اوهغه څه چي دې لري خپل شخصي مال وګرځوي او په خپله ازادي سره څنكه چي زړه وغواړي مصرف كوي نو داخو بيا الله (ج) سره بيع ونه شوه ځكه خپل ځان له پاره خپل بدن او خپل مال مصرف وي نه د الله له پاره هيله كوم چي استاذ صاحب خپل نظر دقران كريم او حديثو په رڼا كي ورباندي واچوي ٠



ع کريم حليمي
01.11.2005

محترمو مكرمو عزتمنو وروڼواوپتمنو خويندو:

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
ګرانه وروره تاسو چه پوښتني کړيوې هغه په يوه جواب دواړي پوښتني جواب سوې
او اوس چه تاسو بله پښتنه کړې چه :
[quote:958a95f7ed]خوبدن، زړه ،دماغ،دبدن ټول قوتونه خپل مال اوهغه څه چي دې لري خپل شخصي مال وګرځوي او په خپله ازادي سره څنكه چي زړه وغواړي مصرف كوي نو داخو بيا الله (ج) سره بيع ونه شوه ځكه خپل ځان له پاره خپل بدن او خپل مال مصرف وي نه د الله له پاره هيله كوم چي استاذ صاحب خپل نظر دقران كريم او حديثو په رڼا كي ورباندي واچوي ٠[/quote:958a95f7ed]
داسي جوابونه مي درته برابر کړي چه :
تر دې چه وايو زړه ٠٠٠٠٠٠ قوتونه زموږ شخصي نه دي ٠ داسي به ښه وي چه زړه ، سترګي ،غوږونه مسؤل يا مسؤليت لري ٠ او الله فرمايي چه :
بسمه تعالی "وَلاَ تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولـئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْؤُولاً " سورت اسرئيل ٣٦
ژباړنه : اومه کوه تعقيب د هغه کار چه نه وي علم تاته (که فعل وي يا کلام ،قول )
بيشکه غوږ ،سترګي ، او زړه مسؤليت لري (په ورځ د حساب پوښتنه ځيني کيږي )
هو دا ويلی سو چه امانت دي ٠ خيانت بايد په کښي ونه کړو ٠
اما دلته داښه ده چه مسؤل دي ٠ همېشه ضرور ده چه تر فعل له مخه فکر وکړه چه وا کار ته اخلاقا اجازه سته ؟ که يا ٠ مطلب دلته دا دۍ چه د قيامت محکمه ډير ه حساسه ده ٠ ولي چه ځوک کولی سي چه الله ته ووايي چه ما ګناه نه کول زړه مي غوښته زما ګناه نه ده ٠ نو موږ ته خبر راکوي چه د زړه ، سترګو ، غوږونو ساتنه پر
موږ لازمه ده ٠ دا دۍ روژه تيريږي ٠ د ا روږه خلاصيږي ٠ او روږې اصلا درې ډوله ده
يوه د خوړو څه روژه ، بله د ژبي روژه چه بدي خبري په ونه کړي ١١ مياشتي او بله روژه د زړه روژه ده ٠ چه تر دواړو روژو بهتره ده ٠ چه زړه پاک وساتو د هر ډول بد فکر ، عناد ،بغض څخه ٠
او نو دوهمه خبره د مصرف ده ٠ انسان حق لري چه په ځان ښه پوره مصرف وکړي ٠
او که ئې نه کوي هغه نو بيا يو چلوس دۍ ٠
انسان دي کوښښ کوي چه اول خپل ځان دي چه اضافه سوې نو بيا به ذکات ورکوې
که څوک قدرت ولري چه 5 Series بيمر BMW رانيولی سي او دئ په ډير ارزانه موټر ګوزاره کوي دا د مسلمان د پاره غلت کار دۍ ٠ او الله داسي فرمايي چه :
بسمه تعالی : " وَلاَ تَجْعَلْ يَدَكَ مَغْلُولَةً إِلَى عُنُقِكَ وَلاَ تَبْسُطْهَا كُلَّ الْبَسْطِ فَتَقْعُدَ مَلُوماً مَّحْسُورا " سورت اسرائيل ٢٧
ژ باړه : اومه ګرځوه يا مه نيسه لاس خپل ټړلی تر غاړي يعني بخل او وږي مه ګرځه )
او اسراف مکوه ٠ يعني چه تر طاقت زيات مه کوه او تر طاقت کم هم مه کوه
او داسي ئې ويلي چه : نعم الافراط في كل شيء مذموم، وخير الامور اوسطها‏.‏
يعني افراط په هرشي کي مکروه دۍ ٠
او حق د ښځي دۍ چه پوره مصرف ورته وکړې ٠ بيا ده اولاد چه د عصر سره سم مصرف او په ښه اندازه ٠ چه څومره دي د طاقته وي
هو مور او پلار هم خق لري ٠ چه نفقه ورکړې ٠ چون هميشه مور او پلار په اروپايي هيوادونو کي خپل عايدات لري او نو يوازي ئې خدمت لازم دۍ ٠
او پاته سوه د خدای په لار کي مصرف دغه په نيت د خيرات کوه ٠ نو بيا هم د خدای په لار کي حسابيږي ٠
اوبله د خدای لاره زکات دي ٠ په شرط د دې که چيري اضافه پاته سوې نو په سل کښي دونيمي د زکات ورکه ٠
او چه خدای زموږ ځه مال او نفس رانيسي او جنت راکوي هو دغسي ده ٠
دا دوه ډوله لري ٠ چه يو جهاد او بل قتل او قتال دۍ
جهاد ٢٤ ساعته جاري ساته (چه دې ته وايي جهاد اکبر ) چه زړه غوږونه او سترګي
له بدو وساتې دغه جهاد اکبر سوو ٠
او قتل او قتال چه دۍ هغه بيا دوه ډوله دۍ ٠ يو سياسي جنګ دي او بل غزا ده
نوټ :قحطي راوستل حرامه ده ٠ که څوک پيسې پټوي ٠ او خرڅ نه کوي د پيسو قحطي پيداکيږي ٠ چه دا کار مطلق حرام دۍ ٠ يابه ملي مصارف کوۍ يا فردي
که ملي سرمايه ګوزاري ونکې نو په ملک کښي بيکاري پيدا کيږي
او که فردي ښه مصرف ونه کړې نو بيا فابريکي ګټه نه کوي ٠ او کاريګر د کاره باسي
بيا بيکاري منځ ته راځي ٠ چه بيکاري سوه ٠ په هر کار چه اخته يو هغه هم راته سلوو
کيږي ٠ چه لاس و دريږي خوله دريږي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more