اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
دامامت حق د چادۍ (پېش امام )
ع کريم حليمي
28.10.2005
محترمو مكرمو او قدرمنو وروڼو او پتمنو خويندو :
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته .
اول حق د پېش امامت د هغه چادۍ چه د قران حافظ وي
که حافظين دوه نفره وه ٠ نو د هغه يوه حق دۍ چه قران ئې په ترجمه ، د احديثو
پوهه ولري
او که بيا هم مساوي وي نو بيا حق د هغه يوه دي چه اول ئې مهاجرت کړي وي
او که بيا مساوي وه ٠ نو بيا د مشر حق دۍ
او مبارک فرمايلي: هيڅ امام حق نه لري چه د مسجد د برحاله امام د مخه سي
که امام اجازه ورکړه ٠ نو بيا به دمخه کيږي ٠
او مېلمه دي هيڅ وخت د کور دخاوند امامت نه کوي ٠ که د کور خاوند اجازه ورکړه بيا حق لري چه دمخه سي ٠ مبارک فرمالي چه : هغه څوک چه په خدای او پر ورځ د قيامت ايمان ولري نو به داسي ونه کړي
چه د کور دخاوند دمخه سي او که ئې وکړه نو ناسپاس ، بې وفا دي
(صحيح مسلم ، احمد )
تلاوت د قران چه دۍ :
په حواله د سنن الدارمي
محمد صلى الله عليه وسلم فرمايي چه :
حدثنا عبيد الله، عن سفيان، عن منصور، عن طلحة، عن عبد الرحمن بن عوسجة، عن البراء، عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: زينوا القرآن بأصواتكم
حدثنا محمد بن بكر، حدثنا صدقة بن أبي عمران، عن علقمة بن مرثد، عن زاذان أبي عمر، عن البراء بن عازب، قال سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: [حسنوا القرآن بأصواتكم فإن الصوت الحسن يزيد القرآن حسنا
يعني حسن ، زيبايي د قران په د قاري په اواز کي ده
حدثنا عبد الله بن صالح، حدثني الليث، حدثني يونس، عن ابن شهاب، قال أخبرني أبو سلمة بن عبد الرحمن، أن رسول الله صلى الله عليه وسلم كان يقول لأبي موسى وكان حسن الصوت بالقرآن لقد أوتي هذا من مزامير آل داود
پښتون ځلمی
30.10.2005
سلامونه او نېکې هيلې ، جزاکم الله خيرا
زۀ لۀ ډېرې مودې را هيسې دغه اندېښنه لرم چې ولې د ډېري مساجدو امامان، پۀ تېره افغانان او پاکستانيان (نور ما ډېر نۀ دي ليدلي) د قرآن کريم سم تلاوت (غږ او تجويد) نۀ شي کولای او بيا هم امامت کوي . کلونه کلونه امامت کوي، ټولې زده کړې يې کړې وي خوبس دا يو تجويد ترې پاتې وي ، چې دا به ولې؟ مهم نۀ دی او کۀ د دوی به ورته پام نۀ وي؟ دومره خو به څوک وي چې غږ پورته کړي او و ويايي چې امام صيب او ياهم ټول امامان بايد تجويد زده کړي . ما خو لوستلي چې تجويد بېخي واجب (او يا هم فرض کفايه؟) دی . چې دومره مهم هم دی ، نو بيا ولې مولوي صاحبان پرې خواري نۀ کوي . چې بېخي د واجب درجه هم و نۀ لري ، يو امام سره ښايي چې هغه پۀ ښۀ غږ او ښۀ تجويد تلاوت و کړي . پۀ خپله ماته او زما غوندې نور ځوانان به هم وي چې هغو ته د ځنو امامانو اقتدا بېخي خوند نۀ ورکوي پۀ هم دې سبب .
کۀ پوخوا خلک نا خبره ول ، اوس داسې کوم کوښښونه روان دي کۀ نه چې د امامت لپاره تجويد زده کول اړينه / مهمه و بولي؟
ع کريم حليمي
31.10.2005
درنو اومکرمو وړونو ته سلام
د ملا محمد عمر (لوی ملا صاحب ) په وخت کي هر سړي کوښښ کاوه چه څه کتابونه وګوري او ځان ملا ملا کي ٠ يو څوان وو چه ملا يي ئې له وسه نه وه پوره
نو دا لس ورقي کتاب د تجويد ئې پر يوه ملا ولوستۍ ٠ نو کله چه به خبري د ملايې راغله نو ځوان به ويل ياره ملا صاحب ما چه د درس ويلۍ نو دا دتجويد درس ډير سخت وو ٠ خو اخير مجويد سوم ٠
نورو بګړۍ تړلي وئ چه درس ئې په کلو لوستي وو ٠ او دی په لس ورقو کتابچه
ځانته مجويد وايه ٠ او د نورو د ملايي سره ئې جنګوله ٠ دا يوه قصه راپياد سوه
زما چه پياديږي هغه وخت چه زه په کندهار کي وم ٠ په کومو مسجدو کي چه مدريس
ملايان وه ٠ هغو چنداني جماعت نه ور کاوه ٠ په طالبانو کښي به يوه يوه طالب پر يوه شهوره قاري (لکه قاري مصرئ ، قاري ساقزئ )، ٠٠٠٠د سهار تر لمانځه ورسته قرات ويلي ٠ چه نيمچه قاري به وو ٠ نو دغه طالب به په لمانځه کي د مخه کېدۍ ٠
يعني تجويد (خروف به ئې خپل مخرج ته رسول ، او د فقهي درس خو ئې هم وو )
نو شرعا تر مولوي صاحب د طالب حق وو چه تر مخه سي ٠ زما په وخت کښي دغه سي وه ٠ دغه د تيرو دېرش کالو په حال نور زه خبر نه يم
او چه په اسانه ا و ساده ډول تجويد درته ووايم داسي ده چه :
عربي حروف پر دوه ډوله دي ٠ يو ئې زموږ د ژبي سره يو ډول تلفظ کيږي او نور ځانته تلفظ لري ٠ او زده کړه غواړي ٠ او د اواز تمرين غو اړي د پښتو سره چه مشترک نه دي دغه دي (ح ع غ ط ص ض ذ پ ظ و )
کله چه دغه حروف زده سي ٠ نو بل بياقرائت دۍ چه قاري چيري ودېږي ( وقف )
هغه نو هر پښتو ترجمه قران چه څوک را واخلي په اخيره کښي ئې ټوله
په پښتو ليکلي چه دا وقف لازم او دا وقف مطلق او دا وقف جائز
او پښتون ځلمی وروره !
استاد قاري برکت الله سليم (مجويد ، قاري ، عالم او د ډير ښايسته اواز هم لري )
اواز عطا د خدای ده ٠
محمد عليه السلام فرمايي چه : " زَيِّنُوا الْقُرْآنَ بِاَصْوَاتِكُمْ " (برکت الله سليم اواز)
هو هر څوک خپل انتخاب لري ٠
کټوازی
09.11.2005
[color=indigo:90a5eac390]
محترمو استازانو مولوي صيب طالب جان اومولوي صيب حليمي او نورو درنو مشرانو ،ګرانو ورورڼو او خوږو خوېندو،
د زړۀ له کومې درته احترامات او تسليمات ډالۍ کوم !
خدای(ج) دې وکړي چې نېکمرغه کمکی اخترمو پۀ خوښۍ سره تېر کړی وي !
اما بعد! د امامت پۀ هکله يو څو پوښتنې طرح کوم ، که ورته ځواب وواياست ،مهرباني به مو وي
١ ... څرنګه چې د حنيفي فقهي له مخې هغه چاته د امامت اجازه او رتبه نه ورکول کېږي ،چې کومه بدني او يا اروايي نيمګړتيا ولري ،يا پۀ بل عبارت چې پۀ بدني او يا اروايي لحاظ معيوب او معلول وي ياني ګوډ ،ړوند ،کوڼ ،ګونګ او يا لېونی وي او دې ته ورته نور ې اروايي او بدني نېمګړتياوې ولري ،نو اياهغه چاته چې پۀ پاس يادسوو نيمګړتياوو کې يوه هم ولري پۀ هيڅ يوۀ صورت کې هم د امامت چارې نۀ سي سپارل کېدای ؟؟؟
٢.... پۀ اسلامي شريعت کې د نارينه ؤ تر څنګ ايا ښځې هم کولای سي د امامت چارې سمبال کړي ، يا ني ايا ښځې کولای شي د ښځو او نارينه ؤ او يا يوازې د ښځو د جماعت او امامت چارې سمبال کړي ؟
او که بيا ښځه د ځانګړيو ښځينه فطري ،بدني او اروايي خاصيتونو او نزاکتونو پۀ درلودلو سر ه نۀ شي کولای چې د نارينه ؤ د جماعت او امامت چارې سمبال کړي ،نو ايابيا د کوم حکمت او فلسفې له مخې اجازه ورکول کېږي چې له نارينه ؤ سره يو ځای پۀ جماعت سره لمونځ وکړي ؟( پۀ نوموړي صورت کې د ښځو ځانګړي ښځينه ،فطري خاصيتونه او نزاکتونه بيا ولې له پا مه غورځول کېږي ؟ )
٣..... داچې پۀ هسپا نيا ،چين او ځينو نورو دولتونو کې ښځې جوماتونو ته ځي ،د جماعت او امامت چارې پر غاړه اخلي ، پۀ اسلامي شريعت او حنيفي فقه کې يي جواز شته او که يه ؟ که يي چېرې پۀ اسلامي شريعت کې جواز موجود وي ،نو ايا د ګران پېغمبر صلی الله عليه وسلم له وخت څخه رانېولی تر نورو اصحاب کرامو پورې پۀ يوۀ وخت کې هم ښځو ته پۀ ورته شکل او يا پۀ بل شکل د امامت او جماعت د چارو سمبالښت او مسؤليت ور پر غاړه سوی ، او که يه ؟؟؟
که چېرې جواب يه، ياني پۀ نفي کې وي نو پۀ نوموړو دولتو کې د اسلام د کومې فرقې علما ،د کوم اجتهاد له مخې ښځو ته اجازه ورکوي ،چې پۀ جوماتونو کې د امامت اوجماعت چارې سمبال او پر غاړه يي واخلي ؟؟؟ [/color:90a5eac390]
طالب جان
11.11.2005
محترمه مکرمه او قدرمنه وروره (اسد الله صمیم کټوازی) صیب :
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
امابعد : ستاسي پوښتنو ته به په لاندي ډول ځوابونه ویل کیږي :
1- د معذورینولکه (ړوند, شل ,گوډ ) امامت مکروه دی البته دا هغه مهال که تردوی کوم پوه عالم شته وو . خو که دا کسان پخپله عالمان او تر دوی نور پوهان نه وو نو بیا دداسي کسانو امامت بې له کومه کراهیته روا دی .
(قید کراهیة امامة الاعمی فی المحیط وغیره بان لایکون افضل القوم فان کان افضلهم فهو اولی ....لاستخلافه صلی الله علیه وسلم ابن ام مکتوم وعتبان علی المدینة وکانا اعمیین ,لانه لم یبق من الرجال من هو اصلح منهما ) فتاوای شامي 560 مخ لومړی ټوک .
2-دمېرمنو امامت نارینه وته نه صحیح کیږي , همداراز د مېرمنو امامت مېرمنو ته هم د امام ابو حنیفه رحمه الله په اند مکروه تحریمي دی .
(و) یکره تحریما (جماعة النساء .......فلعدم صحة اقتداءالرجال باالمرأة) در المختار مع الشامي 565 مخ لومړی ټوک .
3-داچي په هسپانیه , چین او نورو هیوادونو کي مېرمنو ته د امامت اجازه ورکړل شوي نو دلیلونه دې هم له اجازه ورکوونکو نه وغوښتل شي په مونږ یي ځکه د دلیلونو ویل اړه نلري چي داکار زمونږ دمذهب(حنفي فقهي ) خلاف دی .
والله اعلم باالصواب .
ع کريم حليمي
12.11.2005
تر هرڅه د مخه و ګران او مکرم مولوي صيب طالب جان ته سفر په خير وايم
محترمه او قدرمنو ورورنو (کټوازي) صیب او لوستونکو
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
قدرمن ورورمي بې اندازې ښايسته جوابونه تاسوته ليکلي ٠ د مکرم طالب جان په
اجازه به زه هم يو څو کرښي تاسوته وليکم ٠
امامت يو ډير لوړ مقام دۍ ٠ په انسانانوکښي ٠ تر امامت (رئيس جمهور ) بله لوړه
درجه نسته ٠ په نن عصر کي !
الاسلام والسلطان اخوان توامان، لا يصلح واحد منهما الا بصاحبه، فالاسلام اس (اى: اصل البناء)، والسلطان حارث، وما لا حارث له يهدم، وما لا حارث له ضائع
دغه عربي جملې په ( الديلمى، كنز العمال ) راغلي فکر نه کوم چه حديث نبوي به وي ؟
خو ښه اصول دي ٠
ژباړه :- اسلام او قدرت سره وړونه دي خو يو بې بله نسي اصلاح کېدای او اسلام
بنياد دۍ او قدرت محافظ دۍ ٠ او د هر شي چه بنياد نه وي هغه خرابيږي يا رنګيږي او چه محافظ ئې نه وي ضائع کيږي
او مبارک د ٧ نفرو به باب کښي فرمايي چه يو ئې امام عادل دۍ : اخبرنا سويد بن نصر، قال انبانا عبد الله، عن عبيد الله، عن خبيب بن عبد الرحمن، عن حفص بن عاصم، عن ابي هريرة، ان رسول الله صلى الله عليه وسلم قال " سبعة يظلهم الله عز وجل [color=white:0f779613c9]يوم القيامة يوم لا ظل الا ظله امام عادل[/color:0f779613c9] وشاب نشا في عبادة الله عز وجل ورجل ذكر الله في خلاء ففاضت عيناه ورجل كان قلبه معلقا في المسجد ورجلان تحابا في الله عز وجل ورجل دعته امراة ذات منصب وجمال الى نفسها فقال اني اخاف الله عز وجل ورجل تصدق بصدقة فاخفاها حتى لا تعلم شماله ما صنعت يمينه ".
او عمار (رض ) فرمايي چه : ثلاث لا يستخف بحقهن الا منافق مبين نفاقه الامام المقسط ومعلم الخير و [color=blue:0f779613c9]ذوالشيبه فی الاسلام [/color:0f779613c9]
ژباړه :- چه درې کسان دي د هغوۍ بې عزتي به څوک نه کوي [color=white:0f779613c9]لکن که ښکاره منافق وو هغه به ئې کوي [/color:0f779613c9] چه هغه درې دادي ١ [color=cyan:0f779613c9]امام عادل[/color:0f779613c9]
٢ [color=blue:0f779613c9]معلم يعني استاد دخير [/color:0f779613c9]٣ [color=white:0f779613c9]په اسلام کښي چه څوک سپين ږيرتوب ته رسيدل یوي[/color:0f779613c9]
او قيس بن عباد وايي چه : د عادل امام د يوې ورځي [color=cyan:0f779613c9]عمل [/color:0f779613c9] بهتر دۍ له عمله د يوه تاسو چه شپېته کاله ئې کوۍ
اوعمررضی الله عنه وايي چه اسلام بيله اتفاقه نه سي راتلی او اتفاق بغير له اميره ،امامه نسي راتلی او حکومت بېله اطاعته نسي راتلی (درامی فی باب
ذهاب العلم )
امامت شروط
د مجتهدينو پر دې اتفاق دۍ چه اول شرط دا دۍ چه مسلمان به وي ٠
يوه ټوکه ٠ سترګي مي په مسلمان پسي ووتې ولاکه درې مسلمانه ليدلی وي
صحي مکلف به وي تر څو تصرف د امورو د خلګو وکړي ٠ اصيل به وي (پراصول ولاړ وي )او ستاره ولري او خلق حيا ځيني کوي
که عادل نه پيداکېدۍ نو هغه به وي چه فسق ئې لږ وي لکه دانن ورځ
سترګي ،غوږونه ، ژبه به ئې سالم وي ٠ که معيوب وي نو بيا پټ پټ کيږي ٠
او د رعيت سره په يوه اسانه نه ګوري ٠ چه سالم وي نو احوال د رعيتو اخلي او
هره لحظه د ملت سره کښېني او حل او فصل د اموروکوي ٠
او د تدبير خاوند به وي يعني تجربه کاره به وي ٠ چوپاني ډوله تجربه لري ٠
يو عالم شرائط لري چه بعضی ئې اتفاقي دي او بعضی ئې اختلافي دي
نور بيا
کټوازی
12.11.2005
محترمو استازانواو قدرمنو مشرانو ،محترم او مکرم مولوي صيب طالب جان ، محترم او قدرمن مولوي صيب عبدالکريم حليمي ،
اسلا م عليکم ورحمتۀ اللۀ و برکاتۀ !
هيله لرو چې روغ او جوړ به ياست ،
اما بعد! ستاسې له ښې رهنمايي څخه د مننې پۀ څرګندولو سره ،يو څو پوښتنې نورې طرح کوم ،پۀ دې هيله چې ځواب به يي کړئ !
١ .... څرنګه چې تاسو يي يادونه کړې ،د مېرمنو امامت نارينه ؤ ته نه صحيح کېږي ،اوهمدا ډول د مېرمنو امامت پخپله مېرمنو ته هم د امام اعظم صيب پۀ اند مکروه تحريمي دی ، ښايي حکمت يې د ښځو ځانګړی ښځينه ،فطري ،بدني او اروايي جوړښت وي،چې له نارينه ؤ سره پۀ اختلاط کې اغېزمن کېږي ، نو ايا پۀ هغه صورت کې چې ښځې د نارينه ؤ پۀ امامت کې لمونځ اداکوي ( د بېلګې پۀ توګه به د حج پۀ مراسمو کې له نارينه ؤ سره د مېرمنو يوځايي لمونځونه ياد کړو ) ولې نوموړي فطري احتياجونه له پامه غورځول کېږي ؟
٢...کله چې يو امام ،د امامت چارې پرغاړه اخلي ،نو خپل نېت دې څرنګه حاضر کړي ( د خپل زړۀ حضور بايد څرنګه وښيي ؟) او که يي و نه ښيي کوم کراهت لري او که يه؟
يادونه :: محترم مولوي صيب طالب جان ! تر دې پخواليکنه کې مې دا پوښتنه ،چې ولې پۀ هسپانيا ،چين او ځينو نورو دولتو کې ښځو ته اجازه ورکول کېږي ،چې د امامت او جماعت چارې پر غاړه واخلي ، تاسو ته يوازې تر هغه بريده متوجه ده ،چې رهنمايي مو وکړئ ، دا د کومې فرقې خلک دي ؟ او د اسلامي شريعت د څلورو واړوامامانو د اجتهادي نقش له مخې يي حيثيت څۀ شی دی ؟ خدای وکړي چې رانه خوابدي سوي نه ياست !
[quote:7ef580caca]الاسلام والسلطان اخوان توامان، لا يصلح واحد منهما الا بصاحبه، فالاسلام اس (اى: اصل البناء)، والسلطان حارث، وما لا حارث له يهدم، وما لا حارث له ضائع [/quote:7ef580caca]
محترم مولوي صيب عبدالکريم حليمي ! د اسلامي شريعت پرافاقي او فطري مقام مو څومره حيرانوونکې رڼا اچولې !!! ښايي د هغو ناخبره مسلمانانو لپاره پکې د فکر کولو يو لوی دعوت پروت وي ،چې اسلامي شريعت هم د نورو شرايعوپۀ څېر تعبيروي !!! اوبس
طالب جان
13.11.2005
محترمه مکرمه او قدرمنه وروره کټوازی صیب :
السلام علیکم ورحمة الله برکاته
امابعد:پتمنه وروره : د حج په مهال نارینه د ښځینه و امامت کوي چي دا څه دامام ابو حنیفه رحمه الله په اند هم روا دي , داچي هلته اختلاط وي نو وروره امام صیب بیا هم د اختلاط اجازه نه ورکوي خو څنگه چي هلته گڼه گوڼه ډیره وي ځکه نو خلک هلته دامام صیب په وینا کړنه نشي کولای .
2- قدرمنه وروره نیت په زړه کي د کومي خبري تیریدو ته وايي چي په ژبه د نوموړو تورو ویل اړین نه بریښي . د ساري په توگه یو سړی د مازدیگر لمونځ کوي نو د هغه لپاره یواځي دا اړینه ده چي په زړه کي دا خبره ور تیره کړي چي گوا کي دی دمازدیگر لمونځ کوي په خوله د تورو (چي نیت مي کړی د لمانځه د مازدیگر ......) ویلو ته هیڅ اړتیا نشته . والله اعلم باالصواب .
ع کريم حليمي
13.11.2005
قدرمنو او درنو لوستونکو ، کټوازی صاحب
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته !
زه پوهېږم چه ستاسوپوښتني د امام يعني امير په باب نه ده ٠ زه علاقه لرم چه اول د امير په باب
ليکنه وکړم ٠ ولي چه داسي احاديث سته چه هيچاړونا نه ده پر اچولې ٠
او ډير خلګ ئې په تاريکه کښي ساتلي ٠ غواړم چه روښنائي ته ئې راوباسم ٠
وحدثني عثمان بن ابي شيبة، حدثنا يونس بن ابي يعفور، عن ابيه، عن عرفجة، قال سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول " من اتاكم وامركم جميع على رجل واحد يريد ان يشق عصاكم او يفرق جماعتكم فاقتلوه " .
صحيح مسلم ، كتاب الإمارة او باب حكم من فرق امر المسلمين وهو مجتمع
ژباره :- [color=white:37fd0fa9ab]واي چه ما واورېدل د رسول الله صلی الله عليه و سلم څخه ويل ئې چه
څوک تاسوته راسي په داسي حال کښي چه تاسو په يوه شخص متفق ياست
او ورستنی شخص ستاسود اتفاق لکړه (عصا) ماته وي ياماتوي (شق )
او دا اتفاق مو ټوټه ټوټه کوي تاسو دا شخص قتل کړۍ [/color:37fd0fa9ab]
دغه حديث شريف دۍ چه بعضي ملايان ئې دې ته پارولي دي چه انتخابات نه مني ٠ جمهوريت نه مني ،
تاسو ټولو ته معلومه ده چه ټوله چهار يار کبار په شهادت رسېدليدي ٠ يو هم په خپل وخت نه دي مړه سوي ٠
ولي چه اميريت ته ئې وخت او ميعاد نه وو ايښۍ ٠ او نه ئې ميعاد منلۍ ٠
د پورته حديث په اساس ٠
د حديث معنا دانه ده چه ٠ نن مو فلان امير دي ٠ نوبل سړی دي نه راولاړيږي
چه ږغ کړي چه نور نوزه غواړم چه امير سم ٠
هو د دې حديث معنا داده که څوک راولاړسي ٠ او د منتخب او برقرار امير په
مقابل کښي کودتا ،يا توپک ته لاس کړي مرګ ئې روا دۍ ٠ که حکومت ژوندی
نسولی نيولای ٠ که ژوندی نيول کېدای سولې نو بايد محکمه سي ، او حکومت دمصلحتي
قصاص حق لري ٠
نور بيا
کټوازی
15.11.2005
[color=cyan:e04136eb42] .................................. د لوی او بښونکی خدای جل جلالۀ پۀ نامۀ ![/color:e04136eb42]
محترمو استازانو ،درنو مشرانو، هر يوستر ديني شخصيت قدرمن مولوي صيب طالب جان ،محترم اومکرم مولوي صيب عبدالکريم حليمي او نورو ګرانو وروڼو او پتمنو خوږو خوېندو ،
اسلام عليکم ورحمتۀ الله وبرکاتۀ !
هيله لرو چې تردې ساعته به د لوی څښتن پۀ فضل او مهرباني روغ ،جوړ او خوښاله ياست ،پۀ راتلونکی کې مو هم د خوښۍ او روغتيا پۀ هيله يو !
امابعد ! قدرمن مولوي صيب طالب جان : څرنګه چې تاسو يي يادونه کړې ،د حج پۀ مراسمو کې د زياتې ګڼې ګوڼې يا اژدهام له امله خلک نۀ سي کولای چې د امام صيب له حکم څخه پيروي وکړي ، ګنئ د امام صيب پۀ اند د نارينه ؤ او ښځينه ؤ ترمنځ اختلاط پۀ هيڅ وخت او هيڅ شکل هم روايت او مشروعيت نه لري ، نو بيا د اختلاط پۀ صورت کې د حج د مراسمود پرځای کولو شرعي حيثيت به څۀ شی او څرنګه وي ؟ ياني د يوۀ حکم د پرځای کولو لپاره د بل حکم ماتول به شرعا څۀ حيثيت ولري ؟ [color=indigo:e04136eb42]( سره له دې چې د لمړي حکم (حج) چې د خپل اصالت له مخې کوم ټولنيز حيثيت هم نه لري ،د پرځای کولو لپاره پر ته له دې چې بل حکم مات شي ،هم زمينه مساعدېدای شي ياني چې شرعي او اجتماعي حيثيت يې د لمړي پرتله خورا ارزښتمن هم دی )[/color:e04136eb42]
همدا ډول محترم مولوي صيب حليمي ! تاسې د يوۀ حديث شريف پۀ استناد ليکلي :
[quote:e04136eb42][color=white:e04136eb42]ژباره :- واي چه ما واورېدل د رسول الله صلی الله عليه و سلم څخه ويل ئې چه
څوک تاسوته راسي په داسي حال کښي چه تاسو په يوه شخص متفق ياست
او ورستنی شخص ستاسود اتفاق لکړه (عصا) ماته وي ياماتوي (شق )
او دا اتفاق مو ټوټه ټوټه کوي تاسو دا شخص قتل کړۍ [/color:e04136eb42]
دغه حديث شريف دۍ چه بعضي ملايان ئې دې ته پارولي دي چه انتخابات نه مني ٠ جمهوريت نه مني ،
تاسو ټولو ته معلومه ده چه ټوله چهار يار کبار په شهادت رسېدليدي ٠ يو هم په خپل وخت نه دي مړه سوي ٠
ولي چه اميريت ته ئې وخت او ميعاد نه وو ايښۍ ٠ او نه ئې ميعاد منلۍ ٠
د پورته حديث په اساس ٠
د حديث معنا دانه ده چه ٠ نن مو فلان امير دي ٠ نوبل سړی دي نه راولاړيږي
چه ږغ کړي چه نور نوزه غواړم چه امير سم ٠
هو د دې حديث معنا داده که څوک راولاړسي ٠ او د منتخب او برقرار امير په
مقابل کښي کودتا ،يا توپک ته لاس کړي مرګ ئې روا دۍ ٠ که حکومت ژوندی
نسولی نيولای ٠ که ژوندی نيول کېدای سولې نو بايد محکمه سي ، او حکومت دمصلحتي
قصاص حق لري ٠ [/quote:e04136eb42]
[color=cyan:e04136eb42]پۀ دې تمه چې موضوع به د ګران هيواد روان سياسي بهير ته د ملي او شرعي حيثيت او مشروعيت د ورپۀ برخه کولو پر چورليځ راونه څرخي او پۀ نا پېيلې توګه به د اتحاد او يوالي پر ارزښت باندې دليل شي ، پۀ ناپېيلي ډول د يوې پوښتنې کولو زړورتيا کوم .
ياني دا بايد پۀ دې مانا واخلو ،چې هر هغه څوک چې پۀ هر نوم او هر شکل ملي يوالی او اتحاد ماتوي داسلامي شر يعت د حکم له مخې پر مرګ محکومېږي !!!
که داسې وي [color=cyan]( يواځې د تنوير پۀ موخه يي پوښتم )[/color:e04136eb42] نو پۀ ګران هېواد کې د ډېموکراسۍ او سياسي ازادۍ پۀ نا مۀ ډ راماټيک سياسي بدلونونه او خوځښتونه چې د افغان ملت د ملي يوالي د ړنګ کړای سوي کور لا د مزيد ړنګېدا پۀ موخه، را منځ ته کېږي به پۀ دې تله کې څومره وزن يا تول ولري ؟ او له دې لارې رامنځ ته کېدونکې اداره به رښتيا هم د پاس نبوي حديث پۀ استناد ملي او شرعي حيثيت ولري او ورڅخه سرغړوونکي به يي پر مرګ محکومېږي ؟ [/color]
بېرته اصلي موضوع ته راګرځم :
قدرمن مولوي صيب حليمي :: لکه څرنګه چې تاسو يي يادونه کړې ، د مجتهدينو پۀ اتفاق ، د امامت پۀ شرايطو کې د ځينو نورو شرطونو ترڅنګ ، يو شرط داهم دی چې امام به د ستوري څښتن وي ، خو ډېر ملايان چې موږ ليدلي خلګ هيڅ حيا نه ورکوي ،او ورپسې خاندي [color=white:e04136eb42]( دا زما پخپل کلي کې د سترګو ليدلی حال دی ،چې خلکو به پۀ يوۀ او بل نامۀ پۀ ملايانو پسې مسخرې کولې تردې چې پۀ بدو نومونو به يي يادول )[/color:e04136eb42] نو پۀ داسې حال کې که زۀ ووايم چې پۀ دې پلاني ملا پسې زموږ لمونځ نه صحيح کېږي ، ايا کوم کراهت به ولري او که يه ؟
او يا که فرضا زۀ پخپله د يوۀ امام پۀ توګه پۀ نوموړي حالت کې قرار ولرم ،زما امامت به زما مقتديانو ته څرنګه وي ؟
.............................. ستاسې د رهنمايي پۀ هيله !
ع کريم حليمي
16.11.2005
ښاغلې اسدالله صميم کټوازی صاحب
اسلام عليکم ورحمتۀ الله وبرکاتۀ !
زه هم هيله لرم چې تردې ساعته به د لوی څښتن په فضل او مهربانۍ روغ ،جوړ او خوشحاله ،اوهم دارنګه په راتلونکی کي دي د خوښۍ او روغتيا په هيله يم!
زه قضاوت ستاسو د قلم پر ژبه کوم ٠ نو ډير قدرمن شخص دي پېژنم ٠
اصول داسي دي ! د ليکني ، کلام ، عمل جزا داسي وي چه :
که نېکي و کړې د ځانه سره ئې کوې ٠ او که څوک چاته بد وائې اصلا ئې ځانه وايي
بسمه تعالی : [color=white:a3a4d8ae29]ان احسنتم احسنتم لانفسکم وان اساتم فلها [/color:a3a4d8ae29]لیسوووا وجوهکم ولیدخلوا المسجد کما دخلوه اول مرة ولیتبروا ما علوا تتبیرا
(سوره بنی اسرائیل آیه7 )
کوم ښايسته ،پاسته،خواږه الفاظ چه تاسو موږته ليکلي نو اول الحمدالله وايم
او دوهم ستاسو څخه مننه کوم
[quote:a3a4d8ae29]د مجتهدينو پۀ اتفاق ، د امامت پۀ شرايطو کې د ځينو نورو شرطونو ترڅنګ ، يو شرط داهم دی چې امام به د ستوري څښتن وي ، خو ډېر ملايان چې موږ ليدلي خلګ هيڅ حيا نه ورکوي ،او ورپسې خاندي ( دا زما پخپل کلي کې د سترګو ليدلی حال دی ،چې خلکو به پۀ يوۀ او بل نامۀ پۀ ملايانو پسې مسخرې کولې تردې چې پۀ بدو نومونو به يي يادول ) نو پۀ داسې حال کې که زۀ ووايم چې پۀ دې پلاني ملا پسې زموږ لمونځ نه صحيح کېږي ، ايا کوم کراهت به ولري او که يه ؟
او يا که فرضا زۀ پخپله د يوۀ امام پۀ توګه پۀ نوموړي حالت کې قرار ولرم ،زما امامت به زما مقتديانو ته څرنګه وي ؟ [/quote:a3a4d8ae29]
شرعا خبره داسي ده ! (د مسجد له باندي ،خارج تر مسجد)
اخلاقا چه څوک له مخه کيږي ٠ اول بايد تر شا و ګوري ٠ که چيري ئې په اول صف کښي يو راسخ عالم په سترګه سؤ ٠ لازمه ده چه يوه اخلاقي اشاره په لاس ورته ورکړي چه د مخه سۍ ٠ يا به هغه له مخه سي او يابه دغه راسخ عالم په
لاس اشاره ورته کوي چه خير دۍ تاسود مخه سۍ ٠
او په مسجد کښي نن ورځ ډير غلط اصول شروع دي ٠
١ ) ٠ احمد که ښه دۍ او که بد او پيسې ولري ٠ که يو ځای مسجد چوړ کړي ٠
او دمخه سي ٠ نو ملا صاحب سؤ اوبس
٢ )٠ محمود که پيسې ولري او مسجد جوړ کړي ٠ هر څوک چه ئې د امامت له پاره راوستۍ نو امام سؤ ٠ اوبس
دا ولي چه په افغاستان کښي هيڅ مرجع نسته ٠ چه څوک د امامت حق لري
اوکوم عمل ئې وکړي نو له امامته پسي اخستل کيږي ٠
دغه سبب دۍ چه که ستور لري يانه ،علم لري يانه ،
که تاسوليدلي وي په کلي کښي دوې ډلي خلګ په ملا صاحب پسي
و لاړ وي له مجبوريته ٠ يوه ډله ئې په امامت خوشحاله وي بله نارازه
په هر مسجد کښي چه دغسي حال وي ٠ نو په دغه امام پسي لمونځ نه دۍ روا
يعني که پر امام اختلاف سره پيدا سؤ نو لمنځ نه دۍ پسي روا
داسي هم راغلي چه : په هغه چا پسي دي مقتدي لمونځ کوي ٠ وئې ويني چه څوک دۍ ٠
او که يوه مقتدي يا دوو په ملا پسي بد ويل نو بيا هغه غيبت کوي ٠ او غيبت
بد دۍ ٠ مخفي او مستور عيب بايد د هچا ونه ويل سي ٠ او بيا چه پېش امام وي ٠
او که څوک حکومتي امام (حاکيم ) وي ٠ نوکه عيب ولري نو بيا لازمه ده چه که
ظلم کوي ٠ حال ئې پرميدان کړي ٠ نو چه په ظلم ئې خبر وي او ږغ نه لري
دغه سری د ډير ضعيف ايمان خاوند دۍ ٠
ع کريم حليمي
12.06.2006
اشتباه وسوه! ډيره ډېر و بخښۍ