د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

استشراق يا ختيځ پوهنه

زلمى مسافر
23.10.2005

دهيواددرنو پوهانو اومفكرينوسلامونه اونيكى هيلى ګرانوغواړم يوه مهمه موضوع دلته مطرح كړم البته داموضوع ماته ډير اهميت لري اوزه په خپله ډيره دلچسپي ورسره لرم دا موضع استشراق يا ختيځپوهنه (orientalisam) ده لومړۍ به په دى وګړيږو چي استشراق يا ختيځ پوهنه څه ته وايي او مستشرقين يا ختيځ پوهان څوك دى ؟دا غورځنګ كله پيل شوى ؟څه موخى لري اووتلى څيري يي څوك وى او كومى دى ؟اودا چى داسلام اومسلمانانو په خلاف يي څه کړي دى ؟دټول افغان ويب پاڼى له درنو ګډونكوونكونه هيله كوم چى په دي برخه كى خپل معلومات ونه سپموى (ورورمو خوازك)[/b]



ع کريم حليمي
27.10.2005

زلمی مسافر وروره سلام

الاستشراق يو درسي او بحثي انجمن وو د ارت ، ادب چه غربي فنون ئې تر مطالعې
لاندي نيول ٠
اوپه اتلسمه او نونسمه پېړي کي اغلب داسي ګمان کيږي چه استعمار ي قدرت دا درسي او بحثي اجتماع استخدام يا اختطاف يا خلع کړه او مفهوم ئې السلبي سوو
او شرق ئې تر مطالعي لاندي و نيوۍ او يو حامض او ترش،تند نظام ځيني جوړ سوو
او ويل کيږي چه د اسلام په خلاف ئې فعاليت شروع کړي ٠
اوديوبل تاريخه ٠په عصور الوسطى کښي هم دغه مشکل د اروپا اوافريقا اسلامي درلودۍ که څه هم اسلامي نړي ته ئې خسارې رسيدلي او په بل اړخ کي ګټي هم پر بنا سوي دي ٠ استعماري قدرت دروازې خلاصي کړي ٠ او معرفت پيداسو
او تجارت د کښتۍد لاري شروع سو سيراميك (ceramic خټه چه په کوره کښي پخه کړي اومخ ئې چيني وي لکه مزاری چيلم ) يا کاښي خښتي
او ورېښموتجارت لار جوړه سوه چه موږ فغانانو ته يې ډير لوی عايدات راوړه
هو داسي هم پېشه ده چه تر چين او هند او افريقا پوري ئې مسحيت ورساوه ٠

اود نن ورځي مستشرقين او د عصور الوسطى ډ ير فرق لري ٠ نن ورځ کوښښ کوي
چه اقتصادي قدرت ترلاسه کړي ٠ نو په ډيره اساني سره پرهره مذهبي جامعه کاميابي تر لاسه کوي ٠
نوټ : د عربو او شرق اختلاف تر تر څلور زره کاله (د موسی ع )دوخته را روان دۍ
يو نبيان لري او بل نن ورځ صناعت لري ٠ پخوا مستشرقين وه نن ئې کروسېډر بولي


استشراق

زلمى مسافر
27.10.2005

ښاغلى حلىمى صيب ښاد اباد اوسوكاله اوسى داستشراق په اړه ستا معلومات ډير دلچسپ او په زړه پورى دى خو ناپوره او كم دى ځكه شايدتاته بهتره معلومه وى چى داډيره اوږده اوسوروره موضوع ده خوبياهم كور ودان ورووروبه يي سره راسپړوكيدى شى په دامنځ كى يو بل قلموال هم راپيداشى اوپه درنه اوعلمى توګه په دى موضوع رڼا واچوى څو داموضوع په درنه اوسنګينه توګه پر مخ بوځو باوروكړه زه خو دټول افغان پاڼى ته نوى راغلي يم له دى ځينى شاغلونه ډير زيات ويريږم هسى نه چى په خپلو مهربانيو(شكنځلو)مى ونمانځى ځكه داډول مهربانه ځوانان دلته ډير ليدل كيږى كله چى وخت پيدا كړم په دى موضوع به زه هم يوڅوګوډى ماتي كرښى وليكم انشاءالله


استشراق

زلمى مسافر
27.10.2005

استشراق څه ته وايي؟داستشراق توري چى له كومى كلمى نه توږل شوى هغه په عربي ژبه كى اصل لري چى هغه د(شرق )كلمه ده چى دلمر ختلو په معنى كى كارول كيږى لكه عرب وايي :شرقت الشمس شرقا وشروقااذاطلعت داپه هغه صورت كى چى دى تورى ته دعلم الصرف له زاويي نه وكتل شى خو اصلا چى د(استشراق )تورى نن په كومه معنى كى كارول كيږى ددى اصل دعربي ژبي په زړو معاجمو كى نه تر ستر ګو كيږى نودامعنى چى داستشراق تورى له اره په اصلي عربي ژبه كى شتون نه لرى بلكى دادمولدى عصرى عربي تركيب دى اوداخبره معاصروعربوپوهانوهم كړى ده نواوس ددي تورى دوى داسى معنى كوى :استشراق دختيځ دعلومواوژبوتر لاسه كولو ته ويل كىږى چى مرادپه دى سره اروپايي پوهان دى .ناويلي دى نه وى پاتي چى دپښتو دسوچه كولوله يون نه په اغىزمن كىدلوسره ما داستشراق معنى په (ختيځپوهنه )سره كړى ده چى شايدډيره به بيځايه نه وى دختىځپوهنى تعريف : علماو اوپوهانودختيځپوهنى ډير تعريفونه كړى دي چى تقريبا يوه بل ته نږدى دى او غورچاڼ يي موږداسى رااخلو :ختيځپوهنه هغى پوهى ته وىل كىږى چى دلوىدىځ پوهان يي دمسلمانانوددعلومو،تاريخ ،ژبو،ګروهواوتمدن دترلاسه كولوله پاره په كار اچوى اويا خوختيځپوهنه هغو اكاډمىكوڅيړنوته ويل كىږى چى نامسلمان پوهان يي دمسلمانانو دعقيدى ، شريعت ،ژبواو تمدن په اړه دمعلوماتودترلاسه كولو له پاره په دى موخه كوى څوپه دى دين دشك پيدا كړى اوخلك له دى دىن نه لرى كړى داخلك دا معلومات په ټاكلى توګه دختيځ او اسلام په اړه ترلاسه كوى دلته بايد ووايو چى هر څوك چى په دى علومو بوخت وى كه هغه دلويديځ وى كه دختيځ هغه ته مستشرق يا ختيځپوهه ويل كىږى (اوس همدومره اوپه ګانده كى به داستشراق په تاريخ اوموخو وګړيږو )


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more