اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د پنځه ګوني لمونځونو حقيقت
طالب جان
23.10.2005
محترمو مكرمو او قدرمنو وروڼو او پتمنو خويندو :
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته .
دسهار دوه ركعته لمنوځ تر ټولو ړومبى حضرت آدم عليه السلام ادا كړ او هغه هم داسي چي : كله چي الله تعالى حضرت آدم عليه السلام نړۍ ته راښكته كړنو تكه توره تياره وه آدم عليه السلام ډېر پرېشانه شو چي پدې توره نړۍ كي به څنګه شپې ورځي سبا كوم څه مهال وروسته پالونكي څښتن دسهار نور وځلاوه او صبح صادق پيل شو, نو حضرت آدم عليه السلام تر لمرراختلو مخكي دنور دليدو له امله دوه ركعته شكرانه لمونځ اداكړ يو ركعت يي دتيارې دتلو له امله , او بل يي درڼايي دراتلو له امله , دا دوه ركعتونه دالله تعالى دومره خوښ شول چي په محمدي امت يي فرض وګرځول .
2-دماسپښين لمونځ ترټولو ړومبى حضرت ابراهيم عليه السلام هغه مهال اداكړ كله چي دحضرت اسماعيل عليه السلام په ذبح كولو كي بريالى شو , لومړى ركعت يي په نوموړي ازموينه كي دبرياليتوب له امله ,دوهم ركعت يي ددې له امله چي دحضرت اسماعيل عليه السلام دذبح كولو په ځاي پالونكي څښتن جنتي څاروى راوليږه, دريم ركعت له دې امله چي الله تعالى حضرت ابراهيم عليه السلام ته مخامخ خطاب كړى او فرمايلي يي دي چي اى ابراهيمه بيشكه تاسي خپل خوب ريښتينى ثابت كړ ,او څلورم ركعت ددې لپاره چي ابراهيم عليه السلام ته خداي جل جلاله دومره صبر كوونكى زوي وركړى وو .
دپالونكي څښتن دا لمونځ دومره خوښ شو چي په محمدي امت يي فرض وګرځاوه .
3-دمازديګر لمونځ ترټولو ړومبى حضرت يونس عليه السلام اداكړ ,كله چي هغه الله تعالى دكب له ګيډي نه ژوندى را وايست نوددې لپاره چي الله تعالى له څلورو تيارو نه وژغورلو دشكراني په ډول يي څلور ركعته لمونځ اداكړ , يوه دكب دګيډي تياره , دوهمه داوبودتل تياره , دريمه دوريځي تياره ,او څلورمه ددشپې تياره دپالونكي څښتن دا لمونځ دومره خوښ شو چي په محمدي امت يي فرض وګرځاوه .
4-دماښام درى ركعتيز لمونځ تر ټولو ړومبى حضرت داود عليه السلام ادا كړ كله چي له حضرت داود عليه السلام نه خلاف اولى كار تر سره شوى وو نو الله تعالى ورته وفرمايل (فغفرنا له ذلك , مونږ تاته دهغو بښنه كړيده) نو حضرت داود عليه السلام دڅلورو ركعتونو نيت وكړكله چي يي درى ركعتونه ادا كړل نو دخپلي تېروتني داحساس له امله دومره ژړا ورغله چي څلورم ركعت يي ادا نكړاي شواي , نودالله تعالى دا لمونځ دومره خوښ شو چي په محمدي امت يي فرض وګرځولو .
5-دماخوستن لمونځ تر ټولو دمخه حضرت موسى عليه السلام ادا كړ ,كله چي له حضرت شعيب عليه السلام سره دلسو كلونو تر تېرېدو وروسته مصر ته په تلو شو نو حضرت موسى عليه السلام له څلورو غميزو سره لاس او ګرېوان وو . يوه دا چي سفر خورا اوږددى څنګه به يي لنډوم ,دوهم داچي دخپل ورور حضرت هارون عليه السلام په اړه هم غمجن وو , دريم داچي دفرعون وېره هم وه ځكه هغه يي ځاني دښمن وو , دريم داچي دحضرت موسى عليه السلام ماشوم هم دپيدا كيدو والاوونو دهغه فكر هم ورسره وو .
نو پدې مهال دالله تعالى له لوري حضرت موسى عليه السلام ته نبوت وركړل شو نو څلور واړه غميزي لري شوې او حضرت موسى عليه السلام دهري غميزي دلري كيدو له امله يو يو ركعت ادا كړ نو دا لمونځ دپالونكي څښتن دومره خوښ شو چي پدې امت يي فرض وګر ځاوه . دبذل المجهود په حواله .