د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

عجب رب العزت او عجب ئې کلام


ع کريم حليمي
18.10.2005

محترمو او قدرمنو وروڼو او خويندو :
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته !
رب العزت پرمايي : "فاغْسِلُواْ وُجُوهَكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ "چه پاڅيږي تاسي لمانځه ته نو پرېولۍ مخونه خپل او لاسونه خپل تر څنګلو پوري او مسحه وکۍ تاسي په سرونو خپلو او پښي تر پرکيو پوري
داعجبه ده چه الله په داسي يوه ترتيب فرمايي چه اول مخ پرېولی او بيا نو لاسونه
او انسانانو چه موضع ليکي ٠ نو داسي ليکي اول لاسونه پرېولۍ او بياموخونه
او بيا په بل ايات شريف کښي فرمايي چه : "الزَّانِيَةُ وَالزَّانِي " هغه ښځه چه زنا ئې کړې وي او هغه سړی چه زنائې کړې وي
او د زنا په موضع کښي ښځه او ياده وي
او په بل ايات شريف کښي پرمايي چه : "وَالسَّارِقُ وَالسَّارِقَةُ " او غل نارينه او غله ښځه ٠
غجبه ده چه په اودس کښي مخ اول او په زنا کي ښځه دمخه او په غلا کښي نر دمخه
يادوي ٠
بله عجبه ! الله ج فرمايي چه لاسونه پرېولۍ ٠ يعني فرض دي رېولل ئې
اوفقها وايي چه : د واړو لاسونو پرېمنځل دي تر مړوندونو پورې سنت دي
نوربيا



ع کريم حليمي
21.10.2005

محترمو او قدرمنو وروڼو او خويندو :
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته !
بسمه تعالی ٠ وَرَتِّلِ الْقُرْآنَ تَرْتِيلاً ٠ سوره مزمل ايه 4
ژباړه ٠ او ښکاره واضع لوله قران (په ښکاره واضح لوستلو سره )
تلاوت د قرآن په څه معنا ؟ قرائت د تلاوت څه فرق لري ٠ تلاوت د( تلو) دۍ
يعني يو په بل پسې ٠ داسي نه ويل کيږي چه درې اياته په اول رکاته ويلي بيا نو درې اياته د سر د خوا ويلي ٠ يعني يو په بل پسې ٠چه سورت القدر دي وويلۍ بيا نو ضرور ده چه تر دغه ورسته سورت به لولې يعني سورت البينه ٠ نه سې کولي چه سورت العلق ولولې لمونځ فاسدکيږي ٠
او دلته يو تدبر سته ٠ داخو ما يو قرآن مثال راوړۍ البته په ټولو علومو کي داسي ده
چه بايد محقق و اوسو او سطحی درس و نه ګورو يو څو تور د يوه کتابه يو څه د کتاب د سره يو څه د کتاب له پايه
بسمه تعالي ٠ أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ أَمْ عَلَى قُلُوبٍ أَقْفَالُهَا ٠ سورت محمد ٢٤
ژباړه ٠ ايا فکر نه کوي دوی په قران کښي قلفونه دي پر زړونو د دوی ٠
يعني فکر په کار دۍ په قران کښي ٠
مثال ډول څنګه فکر ؟
ګورۍ اول داسي فرمايي چه :
وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَاقَ بَنِي إِسْرَائِيلَ [color=darkred:b69a4848ec]لاَ تَعْبُدُونَ إِلاَّ اللّهَ [/color:b69a4848ec][color=green:b69a4848ec]وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَاناً [/color:b69a4848ec][color=blue:b69a4848ec]وَذِي الْقُرْبَى [/color:b69a4848ec][color=orange:b69a4848ec]وَالْيَتَامَى[/color:b69a4848ec] [color=violet:b69a4848ec]وَالْمَسَاكِينِ[/color:b69a4848ec] [color=blue:b69a4848ec]وَقُولُواْ لِلنَّاسِ حُسْناً [/color:b69a4848ec][color=green:b69a4848ec]وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ [/color:b69a4848ec][color=red:b69a4848ec]وَآتُواْ الزَّكَاةَ [/color:b69a4848ec]ثُمَّ تَوَلَّيْتُمْ إِلاَّ قَلِيلاً مِّنكُمْ وَأَنتُم مِّعْرِضُونَ ٠
اول شئ عبادت دخداي ٠ نو ترهر څه د مخه د خداي عبادت فرض سو په دغه ايات کښي ٠ او دوهم پر موږ نېکي د مور او پلار سره ٠ فرض سوه ٠ بيا نو دستان دي ٠٠٠٠٠٠
٠٠ بيا فرمايي چه لمونځ ٠ ولي ؟ طبيعت داسي دۍ چه هر څوک مال نه لري ٠ چون لمونځ مال ته ضرورت نه لري ٠ بيا که چه مال درلودلۍ نو زکات نو پر کوم ترتيب چه نازل سويدۍ نو په هغه ترتيت راباندي فرض دۍ ٠ يعني پلار دي پر لو لار پرې ايښی
د نور په خدمت کښي ولار دا نارواده ٠ ولي ترتيب قراني داسي نه دۍ
نو چه فرمايي ٠ فاغْسِلُواْ وُجُوهَكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ
نو د مخ ميځل اول دي بيا نو د مړوندو څه تر څنګلو پور
او د خپړي پرېولل سنت دي اول ٠ يعني خپړه په فرضو کي نه حسابيږي که فرض وای نو بيا عليه لسلام (کف) يعني خپړي پرېولل امر نه کاوه ٠ او نن به موږ سنت نه بلل ٠
نو بل مبارک ګوتمۍ په ګوته کول مهر نبوي ٠ او هيڅ داسي څه ندي ويل وي چه مبارک به ګوتۍ کښل او بيا به ئې اودس تازه کاوه ٠ ولي چه تر ګوتمۍ لاندي هم ګوته وچه پاته کيږي ٠
اما په غسل کي اودس سنت دي او د ټول بدن لنديدل تر مضمضه او استنشاق پوري
فرض دي ٠ که ګوته وچه پاته سي ، يا پزه دننه چه پاته سي د جنابت غسل صحيح نه سو ٠ او خوله چه ده ٠ که ترغسل ورسته ئې اوبه وچښلي هم صحيح کيږي ٠
نو که ښځه رنګي ناخو وهلې وي اودس صحيح کيږي ٠ نه د جنابت غسل ٠
او تقوا دا ده چه نوکان دي نه رنګه وي ٠
که وا يا ٠
نوبه د پنجوايي ښي لمونځونه کوي ٠ او د ټوله دنيا د ښارو ښځي به لمنځ نه کوي وايي نوکان مي سره دي اودس مي نه کيږي ٠ نو دابه کومه ورځ وي چه نوکان ئې نه وي سره
او بيا نو هغه مېرمن چه کار هم کوي ٠

٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ [color=white:b69a4848ec]افلايتدبرون[/color:b69a4848ec]



طالب جان
22.10.2005

محترمه مكرمه او قدرمنه وروره حليمي صيب :
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته .
امابعد, تاسي ليكلي : [quote:e0ab29b249]نوکه ښځه رنګي ناخو وهلې وي اودس صحيح کيږي ٠نه دجنابت غسل [/quote:e0ab29b249]
وروره لكه څنګه چي له جنابت نه وروسته دلمانځه لپاره غسل كول اړين دى نو همداسي له بې اودسي وروسته هم دلمانځه لپاره اودس كول اړين دي نو بيا ددواړو تر منځ فرق ښايي ولي وي ؟؟؟
دوهم داچي متأخرينو علماوو په ټولو فتاواوو لكه ( امدادالفتاوى, فتاوى محموديه ,امدادالمفتيين , احسن الفتاوى) اونورو كي ليكلي چي دنوكانو له رنګ سره اودس نه كيږي نو داچي تاسي يي روا بولۍ آياپدې اړه دوتلو علماوو كومه حواله لرۍ كه نه . كه حواله لرۍ او و موليكله مهرباني به مووي .



ع کريم حليمي
23.10.2005

محترمه مكرمه او قدرمنه وروره طالب جان صيب :
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته !
[quote:ecd2159e50]وروره لكه څنګه چي له جنابت نه وروسته دلمانځه لپاره غسل كول اړين دى نو همداسي له بې اودسي وروسته هم دلمانځه لپاره اودس كول اړين دي نو بيا ددواړو تر منځ فرق ښايي ولي وي ؟؟؟ [/quote:ecd2159e50]

اودس اوغسل دجنابت خېخي فرق لري ٠
دغسل سر اشارا داسي ده چه : وَإِن كُنتُمْ جُنُباً فَا[color=white:ecd2159e50]طَّهَّرُواْ [/color:ecd2159e50]
يعني غسل د طهارت د لپاره دۍ ٠ طهارت: پاکی، يو معنوی حالت چی د غسل، تيمم په خاطر حاصليږی او په غسل کي ( الغسل المضمضه واﻻستنشاق ) فرض دي يعني په پزه او خوله اوبه غړغړه کول اما دغه عمل بيا په اودس کښي ندې فرض ٠ دا زه نه وايم عليه اسلام فرمايلي دي ٠ بل دليل نه لرم
او دلاس پرېولل تر مړوندو پوري په اوداسه کښي هم عليه اسلام ويلي دي
او ډوله فقها د خپړي مينځلو ته سنت وايي
نوته راته ووايه چه کف پرېولل فرض دي ؟؟؟ پوهيږم چه ستاسو جواب به داوي چه
نه د کف پريمنځل سنت دي ٠ نو تاسو د چيشي حواله غواړي ٠
ايا تاسو ماته داحواله راکړه !!! چه په اوداسه کښي لاس د خپړي مينځل فرض دي ؟؟؟
که تاسو دا راته وليکل چه د لاس خپره فرض ده نو بيا تاسو حق لرۍ چه لمانه حواله و غواړۍ ٠
تاسو ټکي په ټکي کتاب ګورۍ ٠ او عبارت په ياده وۍ ٠ دانه ده سمه لار
څوجلا جلا کتابونه وګورۍ او تحقيق و کړي او خپله نتيجه را باسي !
عالم هغه دۍ چه کتابونه ئې کتلي وي او فقهه هغه ته ويل کيږي چه تحقيق ئې کړي وي٠ تاسو په زده کړه کښي زه شک نه لرم اما تحقيق نه کوۍ چه ولي ؟٠ پښتانه علما ډير لري ٠



طالب جان
23.10.2005

محترمه مكرمه او قدرمنه وروره حليمي صيب :
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته .
امابعد : كله چي تاسي په پورتنۍ مسأله كي دنورو علماوو كومه حواله نلرۍ نو څرګنده شوه چي تاسي په پورتنۍ مسأله كي تفرد كړى يعني دا چي دنوكانو له رنګ سره اودس كيږي او غسل نه كيږي دا ستاسي ځاني اند (فردي نظر) دى او اصل شرعي مسأله هماغه ده چي دنوكانو له رنګ سره نه اودس كيږي نه غسل او همدا دټولو متأخرينو فتوى ده .
والله اعلم باالصواب .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more