اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
خپل ماشوم څنګه تربیه کړو
خیریوسی
17.10.2005
محترمو ورڼو او خوندو
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
وموږ ته الله (ج) یو امانت راکړيدي(ماشوم) او د هغه تربیه او تعلیم ئی پر موږ واجب کړي دی
يقولُ اللهُ تعالى: {يا أيها الذين ءامنوا قوا أنْفُسَكُم وأهليكُم ناراً وقودُها الناسُ والحجارة}. جاءَ في الحديثِ المُتَّفَقِ عليهِ من طريقِ أبي هريرةَ رضيَ اللهُ عنهُ: "كلُّ مولودٍ يُولَدُ على الفِطْرَةِ" ومعنى قولِهِ"يُولَدُ على الفِطرَةِ" أي على مُقْتَضَى العَهْدِ الذي أُخِذَ عليهِ يومَ أَخْرَجَ اللهُ أرواحَ بَنِي ءادَمَ من ظهرِ ءادَمَ عليهِ السلامُ فاستَنْطَقَهُم قالَ: ألسْتُ بِرَبِّكُمْ قالوا: بَلى لا إلـهَ لنا غيرُكَ.
تر هر څه دمخه یوه مهمه خبره داده چی دماشوم داسلامی تربیی او دماشوم داصلاح دپاره پر والدینو(مور وپلار ) دا واجب ده چی هر ځه خوری هفه د نفقی حلالی څخه وخوری او وماشوم ته هم دحلالي نفقي څخه خوراک ورکړی
تربیت دماشوم دډیرو ضروری کارو څخه دی د مور وپلار دپاره ماشوم یو امانت دی چی وتاسو ته درکول شوی دی او زړه د دماشوم یو جوهردی چی پاک دی دهر رنګ نقش څخه دغه پاک زړه دهررقم نقش قابلیت لری که ښه وی او که بد وهغه ته اسلامی ښوونه اخلاق حسنه ښودل دهغه دپاره ددنیا واخرت خیر غوښتل دی او هغه څوک چی دده په تعلیم کی برخه واخلي که مور وی که بلار او که استاذ هغوي به دده دښو کارو په صواب به ورسره شریک وی او که هغه وخپل سر ته پریږدی صحح تعلیم ورنکړی چی دهغه هر بد کار صادریږی مور او پلار به دهغو کارو په ګنا ورسره شریک وی
وماشوم ته اخلاق حسنه ، ادب ، حیاء ،او تعلیم ددین او دنیا کول خاصتا په نن زمان کی ډیر ضروری دی
وهغه تر اندازی زیات نعمتونه مه ورکوي او هغه په جامه ډیر مه ښائسته کوي او هغه ته دزړه محبت ټوله مه ښکارکوی هر څه وهغه ته په اندازه ورکړی ولی که لوي سی دهغو شیانو په طلب کی به ژوند برباد پر تیرسی او دماشوم ټوله حرکتونه تګ ، خبری او دماشومانو سره لوبي تعقیب کړل شی او هر غلت اول په اول اصلاح شی
که ماشوم څه کارونه کول اوڅه ئی پریښودل اوبعضی کارو کی حیا (شرم ) کاوه نو دا دمور او پلار دپاره بشارت ( زیری) دی ددی څخه داسی ښکاری چی ماشوم معتدل اخلاق غوره کوی او په زړه صاف دی او دبلوغ پر وخت به انشاءالله اخلاقي حيا ناكه عاقل سړی جوړ شی
اول کار چی ماشوم دوو یا درو کلو شی وهغه ته دخوراک طریقه او اداب دخوراک ښودل دی
یعنی اول لاس منځل دی، خوراک په راسته لاس کول دی، خوراک په بسم الله سره شروع کول، او دخپل طرف نه خوړل ، کوچني ګوله کول دی، ډوډی ښه ژوول دی، ونورو ته نه کتل خپله ډوډۍ دی خوری
لاس دی په کالو پوری نه موږل ، ډوډی دی کرارکرار خوړلؤ تر مشرانو دمخه په ډوډی شروع نه کول
یوه ورځ صرف ډوډی و شلومبي او یا اوبه ورکول داسی نه چی دسالن عادت یی سی ادب ناکه ماشوم په لږ خوراک هم کفایت کوی تر مړیدو وروسته الحمد لله ویل ، لاس منځل .
وماشوم ته سپین کالی اغوستل او دهغو کوچنیانو سه لری ساتل چی دفخر کالی یی اغوستی وی او سرونه ئی رقم په رقم جوړ کړی وی
که کوچنی داول څخه دهغه ناسته ولاړه لوبي خوراک چښاک تعقیب شی نو وهغه ته داخلاق حسنه وادب جامی واغوندي
وروسته چی کوچنی وسن ته دتمیز ورسیږی وماشوم ته تعلیم ددین کول
1: شئ چی ښودل دی ( تنزیة الله) پاکوالی دالله په مشابهت سره دمخلوقاتو
2:امنت بالله ور یادول
3: د ښپږو کلیمو ښودنه
4: ماشوم ته درسول کریم صلی الله علیه وسلم رسالت ښودل
5: احکام د طهارت( پاکۍ) اودس ، غسل ، تیمم
6: د لمانځه ښوونه
7 : امر کول په روژه نیولو سره
8:او هغه ته حلال او حرام ښودل
9: دعقیدی مسائل ښودل
10 : ددرواغو څخه منع کول
11 : دچغلي وغیبت څخه منع کول
12 : دبل ماشوم دشئ داخستلو څخه منع کول
13: وماشوم ته دعاوی ښودل
14 : یوه قیصه دورځی د انبیاء علیهم الصلاة وسلام و صالحینو و اولیاء الله اورول
15 : وماشوم ته دانی اوبه ورکول چی ومرغانو ور واچوی
16 : دماشوم پلاس ومسکین ته خیرات کول که امکان وی دهغه دخپلو پیسو څخه دا بهتره ده
17: وماشوم ته عورت پټول ښودل
18 : وبیت الخلا ته تګ په چپه پښه او راوتل په راسته پښه ښودل
19 : وبیت الخلا ته یوازی تګ داسی نه چی د دنورو ماشومانو سره یو ځای بیت الخلا ته ولاړسی
20 :په وخت دکالو اغستلو باید ټوله بدن لڅ نه شی وهغه ته داو ښودل سی چی دعورت لڅیدل عیب دی او ملا ئكي دی وینی ژر بدن پټ کړه که مخالفت وکړی یو وار هغه معاف کول او بیا وهغه درد سره دهغه کار څخه منع کول دی
21 : ماشوم دبیکاره خبرو او ښکنځولو څخه منع کول
22 :او ماشوم ته دمور وپلار و استاذ او مشرانو سره دادب واحترام ښودل
23 : و ماشوم طریقه د سلام ښودل
24 : دمور وپلار استا لاس مچول او دهغو سره په احترام کراری خبری کول
25 : ماشوم ته داښودل چی دادنیا صرف څو ورځی الله (ج) موږ پیدا کړی یو دهغه دعبادت دپاره او بیا تګ دی و اخرت ته چی هغه همیشه ژوند دی بیا مرګ نسته که دچا ښه عمل وی همیشه به دجنت په نعمتو کی وی او که بد عمل دوزخ په غذابوکی به مبتلا وی
26 : ترخوب دمخه وهغه ته ویل ته دهغه الله ذکر نه کوی چی ته یی پیدا کړی یی ووایه په خپل زړه کی بیله دی چی ژبه وښوروی : الله عالم بی ( الله په ما خبر دی ) الله ناظر الي( الله ماته ګوری) الله شاهد ( الله حاضر) دی چی ددغه کلیمو ویل دماشوم په زړه کی یو حلا وة پیداکوی
27: ماشوم د پیسو په ټولیدو مه امر کوی ولی ددنیا محبت ئی په زړه کی ولیږی
28 : قرآن شریف ور ذده کول او څو کوچنی ایاتونه یادول
29 : په پرتوک کی د کشک پر ځای پرتوګاش اچول
30 : وماشوم ته رخچینه ولنګوټه او انجلې ته پوړني پر سرکول
31: ادب دمسجد ښودل او دخپل ځان سره ومسجد ته بیول
32: په اوداسه قرآن شریف ویل وادب دقرآن ویلو او رااخستلو ښودل
33: وښونځې ته تګ راتګ ښودل
ستاسو ددعا په هیله
ابو محمود
Hamim
27.03.2006
طالب جانه وروره له هرڅه وړاندې سلامونه او نېکې هیلې ومنه
ستا له زیار نه ډېره مننه چې داسې ښکلې موضوع مو اختیار کړې، هیله ده دې لړۍ ته دوام ورکړﺉ.
په دې اړوند ما غوښتل چې یو څه معلومات راټول او یو ښکلی کتاب د ( په اسلام کې د اولاد روزنه) سرلیک لاندې کتاب خپورکړم، خو کله مې چې وکتل یو کتاب مې په ۳ ټوکونو کې پیدا کړ چې ټولټال مخونه یې تر ۱۵۰۰ اوښتل نو بیا مې زړه ورته ونه نیو، خو بیاهم اندېښمن نه یم ، بلکې غواړم دا کتاب له عربي څخه پښتو ته وژباړم ترڅو مینه وال ترې ښه ګټه پورته کړي.
همیم