د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د روژې فرضيدنه

ډاکتر وطنمل
15.10.2005

ښاغلي شين دمنطق او درناوي په فوروم کې ﻻندينۍ پوښتنې د (( روژه ولې نيسو)) تر سرليک ﻻندې مطرح کړي دي ، خو هلته يې بشپړ ځواب ناشونی و، له دې کبله دلته مطرح اود ديني عالمانو له خوايې بشپړ ځوابونو ته سترګې په ﻻره يو!
نوموړی وايي:
(( دګېده زما اووک يې دملا ترموضوع لاندې خورا ګرم بحث روان دی خوماته هم کله کله چې روژه مې واخلي اوډيروږی او يا تږی شم نووايم کاشکې داروژه لږه لنډه وای او دمياشتې په ځای 15 ورځې يا کمه وای اوبيا داسې سوالونه هم په فکرکې راپيداشي چې:
1 دروژې نيولودنيوي فضيلتونه او ګټې کومې دي.؟
2 ولي يوه مياشت، ولي فرض کړه يوه هفته نه؟
3 ايا دطب له نظره روژه ګټه لري که تاوان؟
4 ددنيات ښونکي به راته ويل چې روژه نيسي نو دغريبانو داحوال نه خبريږي، خو زه پخپله ډيرغريب يم نو زه دچا داحوال نه خبرشم؟ولي داوبو څښلو اجازه نشته، اوبو خو دخدای وړيا نعمت دی اوپه هرځای کې پيداکيږي، غريبان يي هم وړياترلاسه کولی شي. پس دروژې فلسفه په څه کې ده؟ اوولي خدای تعالی په موږ روژه فرض کړې ده. په غريب اوبډای له ديني عالمانو هيله لرم چې روشني واچوي )) .



ع کريم حليمي
16.10.2005

محترمو مكرمو قدرمنو وروڼو او پتمنو خويندو :
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته .

د مبارکي روژې په باب ډيري ښي ليکني د اسلام په خونه کښي (دمباركي روژې فضيلتونه اوبركتونه) ترعنوان لاندي . ما ،مکرم طالب جان ،ښاغلي Kliwal ،عادل وطنمل ليکلي چه هلته ئې لوستلي سۍ ٠

شين رشتيا يوه ډيره ښه پوښتنه کړېده ٠ چه ضرور بايد ځواب ورته وليکل سي چه هغه دا ٣ نمبر پوښتنه ده ٠
[quote:f72f44e41d]3 ايا دطب له نظره روژه ګټه لري که تاوان؟ [/quote:f72f44e41d]
همېشه بايدموږ دطب ډاکترانو په توصيه دوا وخورو ٠
اما نه هر وقت ! ولي ؟؟
که زه د سر درد ولرم ٠ او ډاکتر ماته ووايي اسپرو وخوره ٠ دايو عادي د سر درد دۍ
نو زه د ډاکتر په خوله نه کوم ٠ ولي چه ما هم اسپرو خوړلې ده او هم مي تارنول
او همېشه زماسر درد په تارنول ښه سوۍ دي ٠ يعني ډاکتر هغه دي چه پر ورغلي وي
اوس زه د داسي چاد خولي څه تاسوته ليکم چه نه ډاکتر دي او نه ډاکتره ٠
اونه مسلمان دي او نه مسلمانه ٠ څه چه پر ورغلي او کټه ئې کړې ٠
د روژئ طبي او صحي کټي داسي ليکي ٠ سبحان الله
وائې چه دامريکا دروعتيا وزارت ډېرپه پاک او صاف ډول ويلي چه امريکايان ٩٠ %ده په مَسْدُودو کولمو ګرځي (لوي کولمې)
د فيزلوجي علم له نظره ډکي کولمې معادلې دي د ښارونو د مرارو اوبو د پايفوسره
( sewer systems ) نس معادل دۍ د مرارو اوبو د څاه سره (cesspools )
چه د چرک څخه ډک وي ٠ اوهيڅ نه وي تخليه سوي ٠
بلديه په مليونوډالره خرڅ وي دغه سيسټم پاک وساتي ٠
نو د انسان دغه سيسټم پاکېده غواري او مصرف نه غواړي ٠ دوا ته ضرورت نهلري
روژه ئې علاج دۍ ٠
نو په نتيجه کښي ليکي ٠ روژئ نيولو داسي طبي پايدې راورسولې

روژئ کوليسټرول راکښته کړۍ٠ په تجربه سره ثابته د ٢١١ څخه ئې ١٦٤ ته
ldi يعني بد کوليسټرول د ٢١١ څخه ١٦٤ راکښته کړي ٠
...........................................................................................................................................

د تغذې متخصص ته که څوک ورسي ٠ همېشه اوله دوا چه مريض ته ورکوي هغه روژه ده ٠
او روژه د immune system عښتلي کوي ٠
دانسان د صحت له پاره لوي خطر چاغښت دۍ ٠ او روژه يوه بهترينه لار ده چه وزن په کميږي ٠
نن ورځ چه ډاکتران د رژيم غذائې سمنارونه جوړه وي ٠ او خلګو ته توصيه کوي چه هيڅ قيسم دوا مه خورۍ د ډنګرېدلو له پاره ٠ لږ ډوډۍ خوړل بهترين رژيم دي
چه دغه پخپله نبوي طب دۍ

وحشي حيوانان چه مريض سي ٠ طبيعت ياinstinct ( شعور حيواني ) روژه په نيسي ٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more