اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
طالبان او پرچميان
Ghairat
29.09.2005
درندو لوستونکو ، نيکې هيلې مې ومنئ!
ښاغلي نقاد د يوه ځواب په ترڅ کې کمونستان او طابان سره پر له کړي دي، ماته يې ليکنه جالبه وبريښيدله،
که د اسلام د فوروم ليکونکي او لوستونکي پرې هم خپل نظر څرګند کړي او هغه له خپله انده څخه وارزوي ، ښايي ﻻ بشپړه او د لوستونکو د ﻻ زياتې ستفادې وړ شي ..
نقاد ليکلي :
[color=white:836e459886]ښاغلي ش ي ورور ته ښه راغلاست وايم!
تاسو ليکلي چې [/color:836e459886]
[quote:836e459886]کله چې طالب جان ديولسم د سپتمبر بې ګناه قربانيانو وژل شرعي وبلل ـ ـ ـ نو ايا دچپيانو ليکنې دطالب جان ددې ليکنې نه هم بدې دي ـ ـ ـ؟؟؟[/quote:836e459886]
[color=white:836e459886]هو ! کومې ليکنې چې ړنګې شوې دي د چپيانو شخصي نظر نه بلکې د پرچميانو ګوندي تبليغات ؤ، حال داچې د طالبجان نظر دهغه يو فردي نظر و چې د يوې پيښې دشرعي بڼې په هکله يې بحث ته وړاندې کړی و. که طالب جان هر څوک و، موضوع يې د شرعي بحث مو ضوع وه نه کوم ګوندي سياسي پروګرام . حال داچې سرور منګل او حبيب منګل يو ګوندي پروګرام ، د ټول افغان د لوستونکو له پاره هم نه ،بلکې خپلو ګوندي غړو ته په داخل او خارج کې رسول غوښتل اود نورو سره يې پرې بحث کول هم موخه نه وه .
سر بيره پردې طالبجان يو مستعار نوم دی او ترې نه ثابتيږي چې نوموړی د طالبانو کوم لوړ پوړی سياستوال و ، نو جنايات يې هم مالوم نه دي او له ليکنو څخه يو غښتلی متقي ديني عالم بريښي ، خو نوموړي حبيب اوسرور منګل دې هر څوک له جناياتو سره پيژني . زما پر اند دا به د ځمکې او اسمان تر منځ فرق وي .
بله دې هم دا چې طالبان يوعلني غورڅنګ و چې قدرت ته ورسيدل او د يوې کودتا له لارې يې قدرت نه و غصب کړی ، خو د خلق او پرچم قدرت د يوې خونړۍ کودتا زيږنده وه .
طالبانو د يوه ستمي ملا د واکمنۍ نادودې او د نورو پاټکيزم پاې ته ورساوه .
خو خلقيانو د محمد داود په څيرد هيواد يونجيب ملي زعيم وواژه او د وينو ويالې يې وبهولي .
خلق او پرچم په افغانستان کې کفر او الحاد وزيږاوه او د پردي کلتور چوپړيان ؤ، خو طالبانود کلمت الله د عزت او لوړولو له پاره جدو جهد وکړ .
ددواړو شريک ټکی ديکتاتوري او د يوه پردي هيواد چوپړ و، په دواړو کې يوه پردي هيواد پټ ﻻس درلود خو پرچم په دې سربېره د شوروي اتحاد پوځي يرغل او په مستقيمه توګه د افغانستان اشغال هم رامنځته کړل .
طالبانو د هيواد په ٩٥ ٪ برخه کې امن او امنيت رامنځته کړ خو پرچميانو ٩٥ ٪ ځاوره کې جګړه رامنځته کړه او ان د کابل ښار په څنډو کې هم امنيت ورک شو !
خو دواړه ضد ملي او ضد دموکراتيک ديکتاتوري رژيمونه و، يويې سخت عقبګرا ، پر ښځو ظالم او سوله ساتی رژيم ، او بل يې سخت مترقي ، وينه بهونکی او جګړه راوړونکی رژيم و.[/color:836e459886]
[quote:836e459886]رابه شم وطن مل صيب ته. هغه ليکي چې دخلق ديموکراتيک ګوند لا تراوسه دملي او نړيوالو محکمو نه براإت نه دی اخيستی نو له همدې امله تراوسه دډيرووژنو او ورانيو مسول ګنل کيږي. وطن مل صيب! ګناه ګار هغه څوک دی چې محکمه يې حکم وکړي.خو تراوسه داسې کوم حکم نه دی شوی نه څنګه تاسې هغه مجرم بولی؟ [/quote:836e459886]
[color=white:836e459886]ما ته چې څوره مالومه ه وطنمل دمجرم وييز نه بلکې دتورن وييز او پو هيز کارولی دی، حال داچې دخلق او پر چم د سياسي مشرانو ﻻسونه (پښې اودماغونه ټول ) د ٣ ميليونو شهيدانوپه وينو سره شوي دي ، ددوی جرم صرف دمحاکمې لړۍ نه ده تيره کړې ، څود محکمې له خواهم مجرم وګڼل شي او پرسزا ورسيږي! دا سې بريښي وطنمل صيب پوهيده چې تاسو به د خلکو د وجدانې محکمې له حکم څخه د قضا يې اوعدلي محکمې حکم ته ټوپ وهئ چې نوموړي تورن شوي بنديان يې ﻻ محکوم کړي نه دي. داپړاو به هم راشي چې هم طالب مشران ، ځينې په نامه مجاهدين خو وطن ورانونکي خاينان اوهم د شوروي مزدوران به محکمې ته را کاږل شي او په خپلې سزا به و رسيږي . هو طالبان په وطن کې شهيدان شول او په ګوانتانامو کې عذيب او شکنجه شول ، که ملي ولسواکۍ ته تن کيږدي ، نور پرې څه نشته ، خو که خلق او پرچم دې ته تن هم کيږدي، له محاکمې او سزا څخه نشي خلاصيدلای .
والسلام [/color:836e459886]
Re: طالبان او پرچميان
Durkhanai
30.09.2005
غیرت لیکي:
[i:7e13856a6c]"هو ! کومې ليکنې چې ړنګې شوې دي د چپيانو شخصي نظر نه بلکې د پرچميانو ګوندي تبليغات ؤ، حال داچې د طالبجان نظر دهغه يو فردي نظر و چې د يوې پيښې دشرعي بڼې په هکله يې بحث ته وړاندې کړی و. که طالب جان هر څوک و، موضوع يې د شرعي بحث مو ضوع وه نه کوم ګوندي سياسي پروګرام . حال داچې سرور منګل او حبيب منګل يو ګوندي پروګرام ، د ټول افغان د لوستونکو له پاره هم نه ،بلکې خپلو ګوندي غړو ته په داخل او خارج کې رسول غوښتل اود نورو سره يې پرې بحث کول هم موخه نه وه .
سر بيره پردې طالبجان يو مستعار نوم دی او ترې نه ثابتيږي چې نوموړی د طالبانو کوم لوړ پوړی سياستوال و ، نو جنايات يې هم مالوم نه دي او له ليکنو څخه يو غښتلی متقي [b:7e13856a6c][color=red:7e13856a6c][u:7e13856a6c]دیني عالم [/u:7e13856a6c][/color:7e13856a6c][/b:7e13856a6c]بريښي ، خو نوموړي حبيب اوسرور منګل دې هر څوک له جناياتو سره پيژني . زما پر اند دا به د ځمکې او اسمان تر منځ فرق وي . "[/i:7e13856a6c]
محترم غیرت صاحب اسلاموعلیکم!
سمه ده چه د پرچمیانو/خلقیانو او د طالب جان د ویناومقصد او اثر یو نه ده، خو د دوئ د ښه او بد د فکر تله یو رقم ځانګي٠ د معصومه او بې ګناه خلکو وژنه به هیڅ ریښتینئ دیني عالم شرعي وه نه بولي٠ قران د یو بې ګناه وژل د ټول بشر د قتل سره برابروي٠
الله مو مل شه!
Re: طالبان او پرچميان
اجالا
30.09.2005
[quote:edea58b9e5="Durkhanai"]غیرت لیکي:
[....![/quote:edea58b9e5]
پتمنۍ درخانئ، سلامونه درومنئ،
که دغيرت صاب ليکنۍ ته څه نورهم ځير شئ، نو په اسانئ سره به ومومئ چۍ هغه يواځې د محترم نقاد ليکنه د موضوع د اهميت او تړاو له امله يو وار بيا تر دغه نوي عنوان (طالبان او پرچميان) لاندۍ راوړۍ، ستاسو څرګندونۍ دغيرت صاب نه بلکه د ښاغلی نقاد د ليکنۍ په اړوند دی٠
خوشاله او کاميابه اوسئ،