د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

ابو ریحان البیروني پیژني؟؟؟

صدیق الله صداقت
21.09.2005

ابو ریحان البیرونی
نوم محمد په ابو ریحان البیروني مشهور دی. په (۹۷۳)میلادي کال د خوارزم په (بیرون) نومې ځای کې زیږیدلی دی. د پلار نوم یې احمد وه د ریاضي د لوی عالم ابو منصور شاګرد وه د خپل لوړ استعداد له مخې په دې بریالی شو چې د ځوانۍ په لمړیوکې کتابونو کې تالیف او تصنیف کړي. کله چې سلطان محمود غزنوي خوارزم ونیو هغه یې د غزني د واکمنۍ جز وګرځاوه. له نورو عالمانو سره یو ځای یې البیروني هم غزني ته راووست. دهغه درناوی یې کاوه او ور څخه یې مشورې اخیستلې. البیروني په نجوم کې هم پوره معلومات درلود.وایي یوه ورځ سلطان محمود غزنوي په خپل فیروز نومی باغ کې ناست وه . البیروني یې راوغوښت او ورته یې وویل چې ته د خپل نجوم له مخې معلومه کړه چې زه به نن له دې باغه څخه په کومه دروازه بهر ته ووځم؟ البیروني فکر وکړ چې لمر خاته خواته دیوال کې سوری وکړي چې زه پرې بهر ته ووځم خلکو همداسې وکړل بیا یې د البیروني کاغذ راوغوښت چې په کې لیکل شوي وه پاچا به نن له یوې دروازې څخه هم نه وځي لمر خاته خواته به دیوال سوری کوي په هغې به ووځي. او داسې نورې پیښو وړاندوینه کړه. البیروني په سغدي، فارسي،خوارزمي،عربي ،عبراني،سریاني او سانسګریټ ژبو پوهیده او په (۱۵۹)په شاوخوا کې تالیفات یې درلودل. دا نومیالی عالم ،مورخ او منجم د رجب په دوویمه ۶۶۰ ه ق کال د جمعې په ورځ په ماښام په غزني کې مړ شو او هملته ښخ دی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more