وطن پال او نور ګټور شعرونه
غل مجاهد خو جوړيدلی نشي
Darman
18.09.2005
آرماني مجاهد
مجاهد غل ته ويل کيدلی نشي
غل مجاهد خو جوړيدلی نشي
مجاهد ځان له يو ځانګړی مقام
له غل خاين خو نوميدلی نشي
چې مجاهد و د ايمان په خاطر
هغه په ډالرو خرڅيدلی نشي
چې يې ددين په خاطر کړی جهاد
له دين ايمان خو تيريدلی نشي
چې يې پيسو لپاره کړی دی جنګ
هغه هيڅکله مجاهد بلل کيدلی نشي
چې يې راوړلي سينې سورۍ په ګولو
هغه مقام ته هرسړی خو رسيدلی نشي
د شهيد کونډه به کړي چا ته فرياد
نور يې له سترګواوښکې تويدلی نشي
د يتيم سترګې دي له اوښکو ډکې
د پلار آرمان يي پورا کيدلی نشي
موندلی نشي د مجاهد د قبر څندې نن څوک
خو د خاين دکور و تعمير ته څوک ليدلی نشي
د شهيد وينه ارمانونه شو لاهو په اوبو
دخيانت په سمندرکې څوک موندلی نشي
مجاهد څوک و تا ته هم ما ته څرګند
لمر په ګوتو اخر خو پټـــيدلی نشي
دشهيدانو د آرمانونو قافلې تالا شوي
دغل اومجاهد ترمنځ توپير کيدلی نشي
دردمن پدې يم هر سړی شو نن مجاهد
دشهيد روح نور په جنت کې خنديدلی نشي
د وطن د هغو شهيدانو او غازيانو په نامه چې خپلې وينې يې وطن د آزادۍ او ددين د سرلوړۍ لپاره توې کړي.