وطن پال او نور ګټور شعرونه
غل مجاهد ته
Muhammad Hafeez
13.09.2005
غله مجاهد ته
هم منم چه مجاهد وي پرون
خپل انقلاب ته معتهد وي پرون
خو ډير ارمان دي چه بدل شولي ته
جهاد دي پريښودلو غل شولي ته
له خپل جهاد سره دي مات کړو تړون
له مونږ جدا ولاړي په لاره د بيلتون
د ناروا ګټي لپاره در نه هير شولو اسلام
ځکه دي خوښ شو د کافرو نظام
د خپل سنګر ملګري تا ووژل
تا په انګريز او امريکا ووژل
د توري بوړي مورچل تا وروښود
ځکه غليم لکه بريښنا وروخوت
کړل شهيدان ئي نازولي غازيان
په سر درو کي ټوکيدلي گلان
لکه وحشي ليوان داړل کوي تل
کله ټپوس مردار خوړل کوي تل
تا مي کابل په وينو ولمباوه
تا هر افغان په وحشت وژړاوه
د وطن خويندي بي پردي کړي تاسو
سيني پري پښي ئي اري کړي تاسو
تاسو انسان په اور کي وسيزلو
تاسو ئي ميخ په سر کي ټک وهلو
تاسو وطن راته ټکر ټکر کړ
د کابل ښار مو ټول کنډر کنډر کړ
حزب وحدت بل اتحاد او جميعيت په نامه
جنبش وه جوړ د قوميت په نامه
بيا د نظار شوري وبا غوندي وه
هر څه برباد ئي کړل بلا غوندي وه
له چهار اسيابه به مرمۍ راتللي
ښي په درزا ښي په مستۍ راتللي
اورونه بل ځالي به ئي سولي ځمونږ
لکه باران اوښکي به تللي زمونږ
بيا چه طالب درنه جامي وويستي
نو ټول جهان ته دي توبي وويستي
تيښته دي وکړه د شمال په لوري
سترګي دي ونيوي دجال په لوري
دجال مو راوست خر مستۍ دپاره
زمونږ د کور دبربادۍ لپاره
تا ورته لارښوده گودر دي ورښود
زما دفتر کور او سنګر دي ورښود
درته ئي درکړل شين وزر لوټونه
نامرده ور دي کړل د ژوند رازونه
اوس ګام په ګام ورسره مرستي کوي
ځکه د ننګ خبري سستي کوي
تاسو ځان وشرماوه وشرميدي
د روسوائي ډول ته چه وګډيدي
اوس چه خپل ځان ولس کي وارزوي
ټول کوي کرکه زياتي و نړيدي
دا چه استاد استاد بللي هرچه
دا خو کمال وه د جهاد او غزا
چه په فساد باندي اخته شوي تاسي
په مرده باندي اخته شوي تاسي
زما ګيله له کرزي نشته ګله
ځکه ګيله له اغزي نشته ګله
ګيله کومه له استاده ځيني
له کوڅه ډبه او غمازه ځيني
له سفيد پوشو رياکارو ځيني
تل د کفارو پرستارو ځيني
غل مجاهد خو جوړيدلی نشي
Darman
18.09.2005
ارماني مجاهد
مجاهد غل ته ويل کيدلی نشي
غل مجاهد خو جوړيدلی نشي
مجاهد ځان له يو ځانګړی مقام
له غل خاين خو نوميدلی نشي
چې مجاهد و د ايمان په خاطر
هغه په ډالرو خرڅيدلی نشي
چې يې ددين په خاطر کړی جهاد
له دين ايمان خو تيريدلی نشي
چې يې پيسو لپاره کړی دی جنګ
هغه هيڅکله مجاهد بلل کيدلی نشي
چې يې راوړلي سينې سورۍ په ګولو
هغه مقام ته هرسړی خو رسيدلی نشي
د شهيد کونډه به کړي چا ته فرياد
نور يې له سترګواوښکې تويدلی نشي
د يتيم سترګې دي له اوښکو ډکې
د پلار آرمان يي پورا کيدلی نشي
موندلی نشي د مجاهد د قبر څندې نن څوک
خو د خاين دکور و تعمير ته څوک ليدلی نشي
د شهيد وينه ارمانونه شو لاهو په اوبو
دخيانت په سمندرکې څوک موندلی نشي
مجاهد څوک و تا ته هم ما ته څرګند
لمر په ګوتو اخر خو پټـــيدلی نشي
دشهيدانو د آرمانونو قافلې تالا شوي
دغل اومجاهد ترمنځ توپير کيدلی نشي
دردمن پدې يم هر سړی شو نن مجاهد
دشهيد روح نور په جنت کې خنديدلی نشي