اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
طریقت څه شئ دی
خیریوسی
12.09.2005
محترم حلیمی صاحب
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
زه هر وقت وتاته لږ تکلیف درکم زما مقصد هم صرف دادی چی زه او لوستنکی ستاسو دعلم څخه برخمند شو او و تاته رب العزت ثواب درکړی
که ما او لوستونکو ته دطریقت به باره کی څه معلومات راکړی
امام ابو حنیفه رضی الله تعالی عنه په اخیر وقت کی دعمر ولی وویل :
(لو لا سنتان لهلک نعمان )سره ددی چی دی امام دمذهب دی
جزاك الله خير
ابو محمود
ع کريم حليمي
15.09.2005
محترم ابو محمودصاحب او درنو لوستنکو سلام !
وروره ! داسي پوښتنه تاسو کړې چه حقيقت هغه چاته معلوم دۍ چه د طريقت له ﻻري حقيقت ته رسېدلي وي ٠
وروره ! په اسلامي اصولو خو يوه لار ده چه شريعت دي او بس
الله فرمايي چه :- يَا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءكُم بُرْهَانٌ مِّن رَّبِّكُمْ وَأَنزَلْنَا إِلَيْكُمْ نُوراً مُّبِيناً
سورت نسا ١٧٤
لار بيله روښنايي هيڅ څوک نه سي پيدا کولي ٠ اوبل بيله رهنما
داسي ويل کيږي ،يا د طريقت استادان وايي چه طريقت حضرت ویس قرنی څخه را شروع شوي او ويس قرني بيا د حضرت علی کرم الله وجهه ٠ ثم پر ثم
اوس نو لاري دوې سوې چه يو شريعت سوو او بل طريقت سوو
اصلأ په سلام کښي لار يوه ده چه شريعت دۍ ٠
اوس به کوښښ وکړم چه يوڅه وليکم پر طريقت ،عارفانو ، حقيقت
دا بحث اول توضيح ته ضروت لري ٠ ايا عرفان طالبان د حقيقت دي ٠
ايا دوئ د حقيقت وکمال ته رسولي ،ايا عارفان ادعا کولې سي چه حقيقت ته ورسېدل ،ايااصلأ حقيقت ته څوک رسېدلي شي ؟ ايا طبيعت داسي دۍ چه هر څوک
حقيقت پېداکړي ؟
مقصد د حقيقت دغه حقيقت عرفاني او معرفت الهی څخه دۍ ٠ چه تعبير ئې د خدای پېژندل دي ٠ نو ايا څوک چه د طريقت د لار حقيقت ته ورسيږي
وبل چاته انتقالکولی شي ؟
عارفان په دې معتقد دي چه حقيقت په يوځای کي څوک نه شي پيداکولی٠
او حقيقت قابل د افاضه او تضوع کيدو شئ نه دۍ ٠ يعني حقيقت هر څوک ځانته کسب به وي ٠ نو د حقيقت درک کول په نزد دهر سړي فرق لري ٠ هو حقيقت د عارفانو په مينځ کښي يو مشترک مفهوم دي ٠ اوهرسړی دخپل حال برابر ،تناسب سره يو حقيقت درک کوي ٠ نو فکر کوي چه حقيقت ته و رسېدم٠ حال داچه کمال حقيقت نه دي٠ د مرتبو څه ئې يوې ضعيفي مرتبې ئې رسيدلی وي ٠ درجه پر درجه لوړېدل لري
او حقيقت انسان قطعأ کمال ته نسي رسولي امکان نه لري ٠
مبارک چه حبيب د خدای دي هم ئې په انساني حد ،کمالي انساني يي حقيقت درک کړي ٠ الله فرمايي چه : - قُل لا أَقُولُ لَكمْ عِندِى خَزَائنُ اللَّهِ وَ لا أَعْلَمُ الْغَيْب وَ لا أَقُولُ لَكُمْ إِنى مَلَكٌ إِنْ أَتَّبِعُ إِلا مَا يُوحَى إِلىَّ قُلْ هَلْ يَستَوِى الاَعْمَى وَ الْبَصِيرُ أَ فَلا تَتَفَكَّرُونَ(50) انعام
نو معلومه سوه چه حقيقت نسبي دي ٠
نو داسي معلويږي چه په عوام الناس کښي ذهنيتونه ډير کښته او سطح سته چه سطح خلګ هم حقيقت ته رسيږي ٠ مولانا د موسی ع نقل کوي په مثنوي کښي
(مولانا د حال سړی دي او د طريقت استاد، او حقيقت يې پېداي ) چه شبان په يو شکل د اښکالو د خدای سره خبري کولې ٠ او موسی ع د دده خبري واوريدې ٠ اواعتراض ئې پر وکړي ٠ چه داڅنګه خبري کوئ د خدايه سره ٠ نو شبان ورته ويل چه
ولي مي خوله راګنډې ٠ نو وحي موسی ته وسوې چه ولي دي زما بنده راڅخه جلا کړۍ ٠
نو هغه حقيقت چه شبان درک کړي وو ٠ نو هم ښه حقيقت وو ٠ نو داسي ويلې سو چه خداي ته لاري په تعداد دانسانانو دي ، حقيقت هم په تعداد د اسانانو سته
نو هر څوک د خپل حال سره حقيقت پيداکوي ٠ خو بعضي پر ځان ظلم کوي او په حقيقت پسي نه ګرځي ٠ او الله فرمايي چه : - ثمَّ أَوْرَثْنَا الْكِتَب الَّذِينَ اصطفَيْنَا مِنْ عِبَادِنَا فَمِنْهُمْ ظالِمٌ لِّنَفْسِهِ وَ مِنهُم مُّقْتَصِدٌ وَ مِنهُمْ سابِقُ بِالْخَيرَتِ بِإِذْنِ اللَّهِ ذَلِك هُوَ الْفَضلُ الْكبِيرُ(32)
يعني درې ټوله انسانان سته يوه ډله په حق پسي ځي بله ميانه روه ده او بله ظالمان دي ٠ هر څه کوي چه لاس ئې پر بر سي ٠
نو عارفان وايي چه خير دا دۍ چه انسان په حقيقت، معرفت پسي هڅه وکړي ٠
او مولانا داسي وائې چه :
انسان بايدلکه ماهی چه په اوبونه اوبيږي ٠ بايدچه په ياد او ذکر دخدای اوبه نسي
وليچه درياب ناپايه دۍ ٠ او حقيقت هم ناپايه دي ٠ اوکه څوک اوبه سوو (سير )٠
نو مطلب داسي سو که چافکر وکړۍ چه د طريقت د لري و حقيقت ته ورسېدم
نو انا الحق سوو ٠ حال داچي انبيا په ټول عمر په ذکر او عبادت نه دي سير سوي
نو لنډه ئې دا چه هر سړی دي لار د شريعت ټنګه کړي ٠ چه اصلا شريعت ښه طريقه ده
الله فرمايي چه د غه(قرأن ) نور (روښنايي ) ده چه لار د حقيقت ده ٠ لږ اوږ ده ده خطر
نسته پکښي ٠ يَا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءكُم بُرْهَانٌ مِّن رَّبِّكُمْ وَأَنزَلْنَا إِلَيْكُمْ نُوراً مُّبِيناً
سورت نسا ١٧٤
او د طريقت لار لنډه ده ٠ پسته ده ٠ خو خطر اشد پکښي سته
او مهمه خبره خوداده چه څوک پر شريعت برابر نوي ، په شريعت پوه نوي ٠
طريقت پاي ډير بد دۍ ٠٠٠
طريقت څخه نن خورا لوی تجارت جوړ سوۍ ٠
نن زه ژوندی پير طريقت نه وينم او نه درويشان سته (د حقيقت دروېش دارالوطن )
هر څوک چه سبق پوخ کړي نوبيا بايد دروېش دارالوطن سي ٠ او داسي نور سخت شرطونه لري ٠ خو په 19 پېړي کښي داسي پيران پيدا سوه٠ د برکت خلګ ئې بولي صاحب د برکت دي نه سبق سته اونه ذکرنه خانقا،او نه پر شريعت برابر
پيران نن مخلصان لري يعني مريدان نه لري ٠ لکه په کندهار کښي مرچ اغا اوبس ٠
هغه د بلخ د وختونو شيرن اغا ډير دي ٠ چه ورکه شيريني د شيرين اغا
دغه شيرين اغا په اهل تشيع کښي تر اهل تسنن ډير دي په تيره بيا هزاره ګانو کښي
او پاته سوه د امام ابو حنیفه رضی الله تعالی عنه خبره چه ويلي ئې دي چه :
لو لا سنتان لهلک نعمان ٠ يعني که هغه دوه کاله نوای نو تبا وو نعمان
مطلب سم ترې اخستلي نسم ٠ ممکن ليکنه اوږده وي موضع د مبتدا اوخبر څه ښه معلوېدالي سي٠ مطلب مي دا دۍ چه هيڅ نه پوهېږم !
ع کريم حليمي
16.09.2005
دصوفيانو او عارفانو فرقې ،سلسلې
اول : - قادريه سلسله
قادريه طريقه د عبد القادر گيلانى په نامه ياديږي او دغه طريقت تاكيد پر حفظ د سنت اوشعائر ډير کوي
ترتيب د ذکر ،رياضت او تربيت ئې ډير دۍ او په محبت او خدمت مشهره ده
او په افغانستان کښي پېروان ، مريدان لري ٠
سهرورديه سلسله : -دا د شهاب الدين سهروردى طريقت دۍ ٠ دا د تصوف په طريقو کښي ډيره معتدله طريقه ده او فرايض د دين ئې مقدمه او وصول د حقيقت حسابوي
او په ځان کښي نور شعبې هم لري ٠ او دا طريقت زكرياى مولتانى په هند کښي رواج کړي ٠ او افغانستاته هم له هنده راغلې ده
نقشبنديه سلسله :- دا په خواجه بها ء الدين محمد نقشبندي اړه لري او پاي ئې پر حضرت تركستان دريږي ٠ دې سلسلې مغولو په عصر کښي په هند کښي پېروانان پيدا کړه ٠ په اول سر کښي ئې شروع ، طرفداري په زهد ،فقري کړې وه ٠ او په ورسته کښي ئې د مالدارۍ مدح شروع کړه ٠
چستيه سلسله :- معين الدين چشتى پيداکړې ده ٠ او لوی پير د دې طرقې نظام الدين اولياء دۍ ٠
مولوي سلسله :- چه په جلال الدين محمد بلخى رومى چه مشهوره په مولوى دۍ
او مختصات د دې طريقت ترانې ويل دي ٠ او په عثماني عصر کښي ئې نفوذ ډېر وو نو کله چه ترکيي ته جمهوريت راغلۍ نو نفوذ ئې دلاسه ورکړۍ ٠
او نن ورځ هم بعضي خلګ په افغانستان کي د مولوي پر اشعارو راټوليږي ٠ په خانقا وو کښي ٠
خیریوسی
16.09.2005
محترم حلیمی صاحب
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
دالله (ج) څخه مو دصحت په جامه کی تاسو واهل بیت غواړم
تاسو دمعومات څخه مننه چی زحمت مو ایستلی دی او معلومات مو ولوستکو ته را غونډ کړی دی
حليمي صاحب ليكي :او د طريقت لار لنډه ده ٠ پسته ده ٠ خو خطر اشد پکښي سته
او مهمه خبره خوداده چه څوک پر شريعت برابر نوي ، په شريعت پوه نوي ٠
طريقت پاي ډير بد دۍ ٠٠٠
هم داسی ده لکه تاسو چی فرمایلي دی
قال الله تعالی {وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ }العنكبوت69
رسول کریم صلی الله علیه واله وسلم چی به دجهاد څخه راغلی نو صحابه کرام رضی الله تعالی عنهم ته به یی وویل تاسی راغلاست دکوچنی جهاد څخه ولوی جهاد ته چی هغه جهاد دنفس دی ( والله اعلم)
مګر جهد باید چی په متابعت دسرور دکونینو وی نه په طریقه د ملحدانو( لهو ولا ) اکثره وخت به رسول اکرم صلی الله علیه وسلم مهار داوښ په غاړه کی واچوی او ویل به یی امتی امتی
قال الله تعالی [ فَتَمَنَّوُاْ الْمَوْتَ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ }البقرة94
چی حجاب د بنده او رب سبحان وتعا لی ژوند دانسان دی نو هر سالک تمنا دمرګ کوی ولی دغه حجاب چی هغه ژوند دی که لری شی نو دسالک و مطلب ته ورسیږی
قال رسول صلی الله علیه واله وسلم [ الموت جسر یوصل الحبیب الی حبیب ]
ژباړه :مرګ یو پول دی چی رسوی یو حبیب وبل حبیب ته
کله چی مرګ صوری نه حاصلیږی نو دی دمرګ معنوی کوښښ کوی چی دهغه موږ ادراک نه شو کولای هغه حال چی دده ورب سبحانه وتعالی په منځ کی دی لکه شاعر وایی :
فردا که هست وعده دیدار با خدای---- یالیت که امروز بود روز قیامت
هغه مرګ معنوی چی دوی یی غواړی وهغه رسیدل ډیر مشکل کار دی ولی تر حد زیات خطر ناکه لار ده هیڅوک تر دغه خطر تیریدلای نه شی مګر په لاس نوی د مرشد کامل چی مرشدکامل یی تر دغه خطر ناکه لار تیر کړی او مقصد به هم یو الله سبحانه وتعالی وی نه کشف وکرامت که مرشد کامل نه وی او مقصد یی هم کشف وکرامت او یا جاه وعظت وی نو هغه به ګمراه او دشیطان تابع شی
حليمي صاحب ليكي :انسان بايدلکه ماهی چه په اوبونه اوبيږي ٠ بايدچه په ياد او ذکر دخدای اوبه نسي
وليچه درياب ناپايه دۍ ٠ او حقيقت هم ناپايه دي ٠ اوکه څوک اوبه سوو (سير )٠
مرګ معنوی نه حاصلیږی بیله نفی واثبات ( لا اله نفی الالله اثبات ) او نفی واثبات نه حاصلیږی
بیله څلور ( سیره )چی هغه :
اول :سیر من الله
دوهم :سیر الی الله
دریم :سیر فی الله
څلرم : سیر مع الله
او دغه څلور سیره نه شی تي کولای بیله دی چی پر اوه نفسه قدم کښینږدی
ستاسو خادم ابو محمود
ع کريم حليمي
16.09.2005
محترم ابو محمود صاحب سلامونه او ښې چاري
په اصطلاح دقرآن مجيددرې نفسه (اماره ،لوامه ، مطمئنه )دي
او تاسو و اوو نفسوته اشاره کړې ٠
[quote:f3bcc5f485]پر اوه نفسه قدم کښینږدی [/quote:f3bcc5f485]
د امکان په صورت کښي که د اوو نفسو په باب څه موږ ته وليکۍ ٠ مننه
ع کريم حليمي
19.09.2005
محترم ابو محمودصاحب او نورو درنو وړنوته سلامونهاو ښې هيلي !
ابو محمودصاحب ورور داسي يو دښايستواياتونو څه ليکلۍ
بسمه تعالی :- {وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ }العنكبوت69
او هغه څو چه جاهدُ (کوښښ ) کوي دوۍ د شپې او ورځي فِينَا په مونږ کښي يعني
په روښانه کولو د دين خامخا به و ښيو لاري خپلي چه موږته پر راځي او بېشکه الله
د نېکو کارانو سره دۍ ٠
په دغه ايات شريف کښي جَاهَدُو راغلۍ ٠
او دغه ايات شريف د جهاد تر فرض کېدو د مخه نازل سويدۍ ٠ په حواله د القرطبي
في طلب مرضاتنا وقال السدي وغيره: إن هذه الآية نزلت قبل فرض القتال قال ابن عطية: فهي قبل الجهاد العرفي وإنما هو جهاد عام في دين الله٠٠٠٠
يعني جهاد د ځان سره په دين کښي کوښښ ٠ يعني عبادت مخلصانه !! اوعالمانه !!
نو دلته خبره د طريقت ته دريږي ٠
دطريقت وال داسي وايي چه :- شريعت په مثال د جسد او طريقت په مثال د روح دۍ
بيا وايي چه د عارف عبادت عاشقانه وي او د اِلْزام او تعهد د پاره عبادت نه کوي
قصد د زاهد او مصداق داوي چه د جهنم د ترسه ،او د جنت په شوق عبادت نه کوي
د خپل عشق له پاره عبادت کوي ، د قرب الهي د پاره يعني غرض ئې قرب دۍ و الله ته ٠ بل عرض نه وي پکښي ٠ خلص او مخلص وي
عارف او زاهد ترک دنيا، ترك عقبی وي اوحقيقي عارف هغه څوک وي چه هيڅ بل عرض ،قصد ونلري ٠ صرف دالله سره دوسي لري ٠ او عبادت ئې کوي او د عبادت بنا
ئې عشق وي ٠
نوټ :- هغه څوک چه عشق نه لري ٠ نو عبادت شکل ئې داسي وي چه دعا کوي نو په ګوتوټکان هم کوي يا د عا په وخت کښي ګوتي په ږيره کښي وهي ، دعا کوي او شاوخوا ګوري په خوله دعا اوپه زړه کښي چورت وړي وي چه نن لمانځته خوراډير
خلګ راغلي او هغه فلان نسته چه ولي ٠
خیریوسی
20.09.2005
مرشد کامل (صالحین ) دمرشد ناقص څخه څنګه پیزندل کیږی :
د شپی دوه رکعة لمونځ وکړه او دادعا ووایه
یارب دلنی علی الصالحین من خلقک دلنی علی من یدلنی علیک ویطعمنی من طعامک ویسقینی من شرابک ویکحل عین قربی بنورقربک ویخبرنی بما رأی عیانا لا تقلیدا*
ابو محمود
ع کريم حليمي
21.09.2005
سلامونه او ښې چاري !
په طريقت کښي اول کار توبه ده !
A- توبه واجبه ده پر هر انسان باندي ٠ عاصي بايد د خپل معصیت څخه توبه وکړي او مطيع بايد په طاعت غرور ونکړي !
٢ ) تر جهل بل معصيت نسته
3) لوړترين مقام هغه دۍ چه خپل بد خوۍ په بېک خوۍ بدل کړي
4 )انسانان دوو شيانوهلاک کړه طلب د قدرت او بېره د غريبۍ
5 ) انسان چه خضوع وه درلوده د شيطان څه خلاص سو
6 ) پنځه شيان د نفس ملغلري pearl دي پر دروېشۍ مقاوت ،پر لوږه مقاومت ، پر بدۍ نېکي کول ،په مشکلاتو حوصله او د شپې لمنځ ، او د ورځي روژه
B - اول او بدترين معصيت د حق هېرېدل دي
د انسان تر زړه عزيز ترين ځاي بل خداي نه دۍ خلق کړي ٠ او په زړه کښي ئې معرفت
د حق ايښۍ ٠
داسي ورځ نسته چه الله ږغ نه وي کړي پر انسان ٠ چه اې زمابنده انصاف وکه ٠
زه تا يادوم ٠ هره ورځ دي د مځکي د بلاوو خلاصوم اوتازه هېر کړي يم ٠ او په ګناه وو
اخته ئې ٠ نو په قيامت به راسې کوم عذر به ولرې ؟؟
C - هيڅ زړه ته ژوندی نه ويل کيږي چه تر څو ئې نفس او هوا نه وي وژلي
نو په ټولو مخلوقاتو کښي د چا شناخت ښه دۍ ؟؟؟
د عارفانو ٠ په څه خاطر ؟ هيڅ شي ته په درنه سترګه نه ګوري [color=blue:f730e17416] الاحق [/color:f730e17416]
ع کريم حليمي
22.09.2005
د عارفانو کلام
رابعه فرمايي چه :
خپل د نېکۍاعمال پټوۍ داسي لکه خپلي بدۍ چه پټوۍ !
الهي په دنياکښي چه دي هر څه زما په قسمت کړي و خپلو دښمنانوته ئې ورکه او هر څه دي په آخرت کښي زماپه قسمت کښي ليکلي خپلو دوستانو ته ئې ورکه ٠
الهي تاسو زما لپاره بس ياست
او د عارف مناجات
باري خدايه ! که صبا ما دوږخ ته واچوې نوبه فرياد وکم ٠ چه يوازي دوست مي تاسو واست ٠ د دوست سره داسي کوې ؟
نو و رابعې ته هاتفي ږغ وسووچه : پرما بدګمان مه کوه ٠ ما ته پخپلو دوستانو په جمله کښي راوستلې يي ٠ زما خبري ماته مه کوه
داسي معلوميږي چه ښځه هم د پيري مقام ترلاسه کولي سي ٠ او ښځه هم عالي مقام ته رسيږي ٠
د رابعې څه چا پوښتنه وکړه ٠ د جنت سره ستاسو شوق څرنګه دي ٠
ځواب ئې ورکړي ٠ چه اول ئې د همسايه لپاره غواړم بيا د ځان له پاره !
يوچا پوښتنه ورڅه وکړه
د کم ځايه راغلې يي ؟
ځواب ٠ د هغي دنيا څخه !
بيا ئې پوښتنه ځني وکړه
نو چيري ځې ؟
ځواب ئې ورکړۍ ٠ چه هغې دنياته !
پوښتنه ئې بيا ځيني وکړه ٠ په دې جهان کښي څه کوې ؟
ځواب ٠ په دې جهان کښي پښيماني، توبه ګار، افسوس کوم !
پوښتنه څنګه ؟؟
جواب - ډوډۍ د دې جهان خورم او کار د اخرت کوم
طالب جان
26.09.2005
محترمو مكرمو قدرمنو وروڼو او پتمنو خويندو :
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته .
عزتمن حليمي صيب ليكلي : [quote:ddc04adfef]اوس نو لاري دوې سوې چه يو شريعت سوو او بل طريقت سوو
اصلأ په سلام کښي لار يوه ده چه شريعت دۍ [/quote:ddc04adfef]
له دې نه داسي انګيرنه كيږي چي ګواكي دحليمي صيب په اند شريعت او طريقت دوه بيلي لاري دي , خو داسي نه ده بلكه شريعت او طريقت سره لازم او ملزوم دي ځكه چي شريعت دظاهري او باطني احكامو دمجموعې نوم دى او طريقت يواځي احكام باطنه و ته ويل كيږي نو له دې نه په ډاګه شوه چي طريقت دشريعت يوه څانګه ده .
زمونږ ډير كړه وړه لكه څنګه چي په ظاهري اعضاو تر سره كيږي په همدې توګه ډير څه دزړه يا قلب له لوري هم پاي ته رسيږي كومو ته چي اعمال باطنه ويل كيږي .
نو لكه څنګه چي په ظاهري اعمالو كي ځيني فرض,واجب روا او ناروا دي همداسي باطني اعمال هم دقرآن او سنت له مخي ځيني فرض ,واجب روا او ناروا دي روا كارونه يي لكه تقوى ,له الله تعالى سره مينه ,اخلاص ,توكل ,صبر ,شكر ,عاجزي ,قناعت , سخاوت ,صله رحمي ,حيا او داسي نور ..چي دېته (فضايل) يا اخلاق حسنه ويل كيږي . او ناروا كارونه يي لكه :تكبر ,غرور, ريا ,له دنيا سره مينه ,له څوكۍ سره مينه ,بخل ,بزدلي, كينه ,سخت زړه والى اوداسي نور ... چي دېته (رذايل) يا رذيل اخلاق ويل كيږي .
كه څه هم دفضايلو او رذايلو تړاو تر قلبي احوالو او دننني كيفياتو پوري دى خو كه لږ ځير شو نو راته څرګنده به شي چي ددې قلبي احوالو تړاو هم په حقيقت كي تر ظاهري اعمالو پوري دى , ځكه چي په ظاهري غړيو چي مونږ هريوښه ياناوړه كار كوو نو هغه په حقيقت كي دباطني (فضايلو يا رذايلو) پايله وي .ځكه نو ټولو علماوو او فقهاوو ويلي چي له رذايلو ځان ژغورل او فضايل ترلاسه كول په هر عاقل بالغ باندي فرض دي .ردالمحتار مع درالمختار 40 مخ لومړى ټوك . همدې فريضې ته ((اصلاح نفس , تزكيه نفس, تزكيه اخلاق يا تهذيب الاخلاق )) ويل كيږي .
طريقت نور نومونه هم لري لكه : (علم القلب ,علم الاخلاق ,احسان ,سلوك ,تصوف )اوداسي نور . دتصوف په اړه دلا معلوماتو لپاره دا پيوند كيكاږۍ :
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=248
ع کريم حليمي
26.09.2005
محترمو مكرمو قدرمنو وروڼو او پتمنو خويندو :
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته .
عزتمن طالب جان صيب ليكلي :
[quote:12b7d8d66f]له دې نه داسي انګيرنه كيږي چي ګواكي دحليمي صيب په اند شريعت او طريقت دوه بيلي لاري دي , خو داسي نه ده بلكه شريعت او طريقت سره لازم او ملزوم دي ځكه چي شريعت دظاهري او باطني احكامو دمجموعې نوم دى او طريقت يواځي احكام باطنه و ته ويل كيږي نو له دې نه په ډاګه شوه چي طريقت دشريعت يوه څانګه ده . [/quote:12b7d8d66f]
مننه عزتمن طلب جان وروره ! که چيري يوار بيا پر راغبرګ سې زما پر ليکنه او وئې لولې ٠ نو زما دغه جمله چه
[color=white:12b7d8d66f]اوس نو لاري دوې سوې چه يو شريعت سوو او بل طريقت سوو
اصلأ په سلام کښي لار يوه ده چه شريعت دۍ [/color:12b7d8d66f]
که چيري ما دلار ي د لغت پر ځاي اصول يااصول كلي ليکلي وای نو ستاسو اعتراض به پر ځای وای ٠
ع کريم حليمي
12.10.2005
محترمو مكرمو قدرمنو وروڼو او پتمنو خويندو :
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته .
خرقه په لغت کښي Forked (مُفَرَّع ،مُتَشَعِّب )ته ويل کيږي ٠ او په اصطلاح کښي د
صوفیانه لباس دۍ ٠ چه په خاص اداب د شيخ د لاسه و مريد ته ورکول کيږي ٠
چه مرقعه هم ورته ويل کيږي ٠ د خرقې اغوستل په نزد د صوفيانو يو رسوم دۍ ((طَرِيحَةٌ (by a candidate for a degree or a proposition to be proved ))
مراد داسي دۍ چه حکم ته تسليم د پير يا شيخ داسي تسليم لکه مړ چه ژوندو ته تسليم دۍ ٠
د صوفیانو خرقه د اعتبار په لحاظ پر دوه ډوله ده ٠ يوه د تبرک خرقه ده ٠ چه شيخ ئې و مريد ته ورکړي ٠ او يوه هغه چپنه يا خرقه ده هر پير ئې چا ته ورکړي
معمولأ صوفیان د خرقي سلسله و نبي عليه السلام ته رسوي ٠
او وايي چه خرقه اغوستل د ولايت مقام دۍ ٠ او داسي تعبير ځيني اخلي ٠
وايي چه خرقه ئې واغستل بايد توجه وکړي ٠ چه د ډيرو کارو څخه بايد لاس پر سرسي
او هغه ښايسته کارونه چه ئې د مخه نه کول د خرقي داغوستلو سره په ښايسته اخلاقي کارونو شروع وکړي ٠
وايي اعتبار د خرقې په اغوستلوکي ندي بلکي د جانان (ص ) په عشق سوځل
نقل کوي ٠ و ابو الحسن خرقاني ته يو سړی راغلۍ ٠ ورته وئې ويل چه غواړم خرقه واغوندم ؟
ابوالحسن خرقاني ورته وويل چه مسئله درڅه پوښتم که جواب راکړې نو ممکن لايق به د خرقې يي ٠
پوښتنه ٠ که سړی د ښځي پوړنۍ پر سرکي ښځه کيږي ؟٠
ځواب ٠ وئي و يل يا
بيا ئې و پوښتل ٠ که ښځه د نر لباس واغوندي نر کيږي ؟٠
ځواب ٠ وئي و يل يا
نو شيخ ور ته وويل که په دې ﻻر کي نر نه ئې ! نو د خرقې په اغوستلو نه نر کېږې !!!
ع کريم حليمي
14.10.2005
محترمو مكرمو قدرمنو وروڼو او پتمنو خويندو :
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته .
مراتب او درجې په تصوف کښي
مريد په شاګردي کښي څو دورې لري
تدرب (عادت ) پيداکول بيا دروېش منتقل ته رسيږي او بيا د مجذوبۍ درجه ده ٠
او بيا داسي مجذبه چه ټول وجد ئې د دروېشۍ په لارکي ډوب اومجذبه سي
او ورسته د درک درجې ته رسيږي او نفس ئې له غروره لويږي او زړه ئې له دنيا وشکېږي اوخوشحالي او رضا په قناعت کښي پيدا کړي
نو دلته نو داصلي دروېشانو حلقې ته داخل سي
اوس نو اوله مرحله د مبتدی شروع کيږي دا هغه څوک دي چه درضا درس ئې زده کړي دۍ ٠ دوهمه مرحله ئې متدرج ده دا هغه درجه ده نفس ئې تر فرمان لاندي سي
او دريمه مرحله يا مرتبه د شيخ ده چه پخپله دئ استاد يا ښوونکي د طريقت سي
او څلورمه مرتبه او اخرينه د قطب ده ٠ چه عالي ترينه درجه ده د صفيانو په هستي کښي ٠ البته ماخو په ډيره ساده ډول وليکل اما هره مرتبه ئې د کلونو لار ده !!
اوس نو بيا مقامونه لري
اول د توبې مقام : پښېماني پر ګناهونو او راسخ عزم د کناهونو پر ترک
دوهم ورع (تقوا ) داسي تقوا چه تر دې حده چه د هيچاحق پر پاته نسي
درېيم زهد : چه د هر ډول تهمت ،افترا ،عيب ويلو خلاص ،بې اعتنا او بې پروا وي
په نسبت کي د دنيا دوستو !!
فقرۍ مقام : د خدای فقر چه فرايض اونوافل کوي يعني دخداي د دربار فقر وي يوازي
د صبر مقام : چه تحمل کوي پر ټولو ناخوښو د دنيا ، بلاوو او صبر بيا پر دوه ډوله دۍ ٠ صبر پر هغه چه امر الله کړي او صبر پر نهي د خدای
د توکل مقام : عبارت دي چه خپل دنفس تدبير شاته و غورځوي او د خپل قدرت او قوت واګذاره (لاس پر سر ) هر څه خدای ته پرېږدي يعني هر څه چه کيږي الله ئې ښه کوي !!!
د رضا مقام : هغه مقام دۍ چه زړه ارام پيدا کړي
او بيا نو حالتونه دي
د قرب حال :
د محبت حال :
د خوف حال :
د رجا حال :
د شوق حال :
د وصل حال :
خیریوسی
18.10.2005
محترم استاذ حلیمی صاحب
السلام علیکم ورحمة الله وبر کاته
تاسو کولای شی چی د تصوف په باب دلاندی پیوند څخه په اسانه طریقه تر لاسه کړی او وموږ لوستنکو ته ئی پخبله مورنې ژبه ترجمه کړی
http://www.arabray.com/index.htm
دټولو مسلمانانو دروژی وعباداتو دقبول په هیله
ابو محمود
دعلماؤ خادم
ع کريم حليمي
20.10.2005
محترم ابو محمود صاحب
السلام علیکم ورحمة الله وبر کاته
التصوف علم وعمل
علامې د عارف څه شي دي ؟؟؟ ٠ په ځګرکي منطق ولري (مشروح)
او زړه ئې مجرح وي ٠ او بدن ئې مطر وح وي ٠
اوس نو عارف څوک دۍ ؟
چه الله ئې پېژندلی وي ٠ په قران سره ٠ او عمل کوي په امرنو د الله ٠او منکراتو ځان ساتي ٠ او په زاريو وي الله ته ٠ نو داغه سو عارف
صوفي څوک دي ؟؟
چه ودنيا ورته اور وي او خلف وي دعقبی او رنج وړي له نفس څخه او د طمعي سره جفا کاره وي ٠
اوس نوتصوف يعني څه ؟؟؟
چه تعظيم د أمر الله کوي ، او شفقت پر بنده ګانو لري ٠
تر تصوف لوړ درجه ؟؟
جفا عن الكدر، وخلص من العكر، وامتلأ من الفكر، وتساوى عنده الذهب والمدر
(خاکساري کوي ،ترسب ئې کړيوي ، دکفران څه لاس پر سر وي ،خاوري او زر پر يو ي )
وقال رسول الله صلى الله عليه وسلم: "ومن سلك طريقا يلتمس فيه علما سهّل الله له به طريقا إلى الجنة" الحديث رواه مسلم.
ژباړه : چاچه لار پيدا کړه ته او علم ئې حاصل کړ ۍ نو الله د جنت لار ورته اسانه کړه
خیریوسی
09.11.2005
محترم حلیمی صاحب اول دتیر کمکې اختر مبارکی درته وایم الله (ج) دی روژی تراویح ټوله عبادات قبول او مقبول کړی سره دټولو مسلمانانو
تاسو ډیر ښه حديث شریف راته لیکلي دی خو په مطلب یی ښه نه پوهیړم
وقال رسول الله صلى الله عليه وسلم: "ومن سلك طريقا يلتمس فيه علما سهّل الله له به طريقا إلى الجنة" الحديث رواه مسلم.
ومن سلك طريقا: یعنی هغه سِر ( نور)دي چی پسله څه عمر دذکر کولو دمؤمن په زړه کی پیدا کیږی او په هغه سره لار وینی دټولو منکراتو څخه نفرت کوی او وعباداتو رغبت حاصلیږی که دشریعت او سنت څخه یو قدم خلاف کښیړدی هغه سِر پټ شی بیا به ډیره مجاهده او ذکر سره بیرته حاصلیږی
يلتمس فيه علما : یعنی هغه علم چی وهغه علم( لدني) وایی او که هم دغه ( سِر ) دی چی مؤمن لار په وینی
مینه مننه
ابو محمود
خیریوسی
25.11.2005
قال حسن البصری رحمه الله تعالی :یوما بینما انا اطوف فی ازقة البصرة وفی اسواقها مع شاب عابدا فاذا انا بلغنا بطبیب وهو جالس علی الکرسی بین یدیه رجال ونساء وصبیان بایدیهم قواریر فیها ما ءوكل منهم يستوصف دوآء لدائه فقال فتقدم الشاب الی الطبیب فقال یا ایها الطبیب هل عندک دواء
يغسل الذنوب ويشفي مرض القلوب فقال نعم هات فقال خذ منی عشرة اشياء قال خذ عروق شجرة الفقر مع عروق شجرة التواضع واجعل فیها هلیلج التوبة والطرحه فی هاون الرضاء واسحقه بمنجار القناعة واجعله فی قدر التقی وصب علیه مآء الحیآ ء واغله بنار المحبة والجعله فی قدح الشکر وروحه بمروحة الرجاء واشربه بملعقة الحمد فانک ان فعلت ذلک ینفعک من کل دآء وبلا ءفی الدنیا والاخرة ۰
ژباړه : حسن البصری رحمه الله تعالی وایی چی یوه ورځ زه ګرځیدمه په کوڅه کی دبصری او په بازانود هغی کی دیوه عابد ځوان سره چی ناببره ورسیدولو ویو طبیب ته چی هغه ناست و پر چوکې او دهغه ومخ ته ډیر خلق وښځی وماشومان وه او په لاسو کی ئی بوتلان وه په هغوکی اوبه وی او هر یوه ته یی دخپل مرض علاج ورښاوه
دغه عابد ځوان پوښتنه ځنی وکړه
پوښتنه : ای طبیبه ایا ستاسره داسی دوآء سته چی ګناهونه پاکوی او دزړه مریضی جوړوی
دطبیب جواب : هو
عابد ځوان : راکه
طبیب ورته وویل : ته زما څخه لس شیان واخله
ویل واخله ريښی دونې دفقر کډی یی کړه دبیخونو دونې دتواضع سره او ورواچوه په دوي کښی ایرې دتوبې او وایچوه په هاونګ کی درضاء او ویی سولوه په لاستی دصبر او وایچوه په کټوکی دپرهیز ګارې او ورواچوه اوبه دحیاء او جوش ورکړه په اور دمحبت او وایچوه په پیاله کی دشکر او باد یی که په پکه دامید وارې او ویی چیښه په کاچوغه دثنا سره
که دغه شیان تاوکړل نو بیله شکه به وتاته نفعه ورسوی دهر مرض او بلاء نه په دنیا او اخرت کی
***منبهات ***
خیریوسی
26.11.2005
عن جمهور العلمآء ان الفكرة على خمسة اوجه
ژباړه : دجمهور عالمانو نه چی فکر ونه په پنځه قسمه دی
1-فكرة فى ايات الله يتولد منها التوحيدواليقين
ژباړه : فکر کول په آیاتونو دخدای تعالی کښی چی پیداکیږی ترینه توحیدو یقین
2-و فكرة فى الآء الله يتولد منهاالمحبة والشكر
ژباړه:او فكر كول دی په نعمتونو دخدای تعالی چی پیداکیږی ځنی محبت و شکر
3- وفكرة وعد الله تعالى يتولد منها الرغبة
ژباړه: او فكر كول دی په وعدی دخدای تعالی کښی چی پیداکیږی دهغه څخه رغبت
4- وفكرة فى وعيد الله تعالى يتولد منها الهيبة
ژباړه: او فكر كول دی په وعیددخدای تعالی کښی چی پیداکیږی دهغه څخه هیبت
5- وفكرة فى تقصير نفسه عن الطاعة مه احسان الله اليه يتولد منها الحيآء
ژباړه: او فكر كول دی په تقصير دنفس خپل کښی له طاعت نه سره داحسان دخدای تعالی نه له ده سره چی پیداکیږی دهغه څخه حیاء
فرق په مابین دوعد اووعید دادی : چی خدای تعالی په باب دبخښني کښی فرمایلي دی وهغه ته وعده وایی او هغه چی په باب دعذاب ئی فرمایلی دی هغه ته وعید وایی
***منبهات ***
خیریوسی
26.11.2005
عن عبدالله بن عمرو بن العاص رضى الله تعالى عنهما خمس من كن فيه سعد فى الدنيا والاخرة
ژباړه :روایت له عبدالله زوی دعمر زوی د عاص رضی الله تعالی عنهما پنځه کاره دی چی په چا کشي موجود وه نیکبخته شو په دنیا په دنیا او اخرت کی
اولهآ ان يذكر لا اله الا الله محمد رسول الله وقتا بعد وقت
ژباړه : اول دهغو څخه دا چی يادوی لا اله الا الله محمد رسول الله په هر وقت كښی
2 واذا ابتلى ببلية قال انا لله وانا اليه راجعون ولا حول ولا قوة الا بالله العلى العظيم
ژباړه :او هر کله چی ګرفتاره شی په کومه بلا او مصیبت نو ووایی انا لله وانا اليه راجعون ولا حول ولا قوة الا بالله العلى العظيم
3واذا اعطى بنعمة قال الحمد الله رب العالمين شكر نعمة
ژباړه : او چی ورکړی شی ولره کوم نعمت نو ووایی الحمد الله رب العالمين دپاره شکر دنعمت
4واذا ابتداء فى شئ قال بسم الله الرحمن الرحيم
ژباړه: اوچی شروع کوی په یو شي سره ووایی بسم الله الرحمن الرحيم
5واذا افرط منه ذنباً قال استغفر الله العظيم واتوب اليه
ژباړه : اوچی وشی ترِنه ګناه ووایی استغفر الله العظيم واتوب اليه
خیریوسی
02.12.2005
قال عمر رضی الله تعالی عنه من ترک فضول الکلام مُنِحَ الحکمة ومن ترک فضول النظر مُنِحَ خشوع القلب ومن ترک فضول الطعام مُنِحَ لذة العبادة ومن ترک فضول الضحک مُنِحَ الهیبؤ ومن ترک المزاح مُنِحَ البهآء ومن ترک حب الدنیا مُنِحَ حب الاخرة ومن ترک الاشتغال بعیوب غیره مُنِحَ الاصلاح بعیوب نفسه ومن ترک التجسس فی کیفیة الله تعالی مُنِحَ البرآء ة من النفاق
ژباړه : ویلی دی حضرت عمر رضی الله تعالی عنه که چا پریښودلی عبث خبری ورکړل شوه ورلره حکمت که چا پریخودی عبث کتل ورکړل شوه ولره ویره او خوف دزړه که چا پریښودی خوراک تر حاجت زیات ورکړل شوه ولره خوند دعبات که چا پریښودل عبث خندا ورکړل شوه ولره هیبت که چا پریښودلي عبث ټوقی ورکړل شوه رڼا که چا پریښوي محبت ددنیا ورکړل شوه محبت داخرت که چا پریښودله مشغوله کیدل دبل چا په عیبونو ورکړل شوه جوړښت دعیبونو دنفس خپل که چا پریښودله لټونه په کیفیت معلومولو دخدای تعالی ورکړه شوله ولره خلاصیدل دنفاق نه
وعن عثمان رضی الله تعالی عنه انه قال علامات العارفین ثمانیة اشیاء قلبه مع الخوف والرجاء
ولسانه مع الحمى والثناء وعیناه مع الحیآء والبكا ء وارادته مع ترک والرضآء یعنی ترک الدنیا وطلب رضآ ء مولاه
ژباړه : روایت دی دحضرت عثمان رضی الله تعالی عنه څخه دعارفانو علامې اته څیزونه دی زړه دده له ویری او امید سره وی او ژبه یی په حمد او ثناء ویلو سره مشغوله وی او سترګي یی د حیاء او په ژړا سره وی او اراده دده دپریښودولو او رضا سره وی ( ترک کول ددنیا او طلب رضامندي دمولا خپل
*منبهات *
خیریوسی
22.12.2005
قال ابو بکر الصدیق رضی الله تعالی عنه ان ابلیس قآ ئم امامک والنفس عن یمینک والهوی من یسارک والدنیا عن خلفک ولاعضآء عن حولک والجبار فوقک یعنی بالقدرة لا بالمکان فالا بلیس لعنه الله تعالی یدعوک الی ترک الدین والنفس تدعوک الی المعصیة والهوی یدعوک الی الشهوة والدنیا تدعوک الی اختیار ها علی الاخرة والاعضآء تدعوک الی الذنوب والجبار یدعوک الی الجنة والمغفرة قال الله تعالی والله یدعو آ الی الجنة والمغفرة فمن اجاب ابلیس ذهب عنه دین ومن اجاب النفس ذهب عنه الروح ومن اجاب الهوی ذهب عنه العقل ومن اجاب الدنیا ذهب عنه الاخرة ومن اجاب الاعضآء ذهبت عنه الجنة ومن اجاب الله تعالي ذهبت عنه السیئات وقال جَمِیعَ الخیرات ۰
---------------------------------------------------------------------------
ژ باړه : ویلی دی سیدنا ابو بکر الصدیق رضی الله تعالی عنه بیشکه چی ابلیس ولاړ دی ستا په مخ کښی او نفس دی وښي طرفته او هوی ده وکیڼ طرفته او دنیا ده وروسته ستا او اندامونه چاپیره له تانه او زورور خدای دپاسه ستا یعنی په قدرت نه په مکان سره نو ابلیس چی دی لعنت دی پر وکړی الله تعالی غواړی دی تا وپریښولوته ددین او نفس غواړی تا وګناه ته او هوی غواړی تا وشهوت ته او دنیا غواړی تا چی ته ئی غوره کړی دا دنیا پر اخرت باندی او اندامونه غواړی تا وګناهونو ته او زورور خدای غواړی تا وجنت ته او بخښني ته
فر مایلی دی الله تعالی الله تعالی بلنه کوی طرف ته دجنت او مغفرت ته
نو چاچی خبره ومنله دابلیس نو ولاړ به شی دده څخه دین او چاچی خبره ومنله دنفس نو ولاړ به شی ځنی روح او چاچی خبره ومنله دهوی نو ولاړ به شی ځنی عقل او چاچی خبره ومنله ددنیا نو ولاړ به شی ځنی اخرت او چاچی خبره ومنله داندامو نو به ولاړ شی ځنی جنت او چاچی خبره ومنله دخدای تعالی نو ولاړ به شی ګناهونه ( پاک به شی ګناهونه دده) او پیدا به کړی ټولی نیکې
* منبهات *
خیریوسی
03.01.2006
قال عثمان رضی الله تعالی عنه ان المؤمن فی ستة انواع من الخوف احد ها من قبل الله تعالی ان یاخذ منه الایمان والثانی من قبل الحفظة ان یکتبو علیه ما یفتضح به یوم القیمة والثالث من قبل الشیطان ان یبطل عمله والرابع من قبل ملک الموت ان یا خذ فی غفلةٍ بغتةً والخامس من قبل الدنيا ان يغتر بها وتشغله عن الاخرة والسادس من قبل الاهل والعیال ان یشتغل بهم فیشغلونه عن ذکرالله تعالی عنه *
---------------------------------------------------------------------------
ژباړه : ویلی دی حضرت عثمان رضی الله تعالی عنه چې مؤمن په شپږ ډوله ویره کی راګیر دی یوه ویره خو له خدای تعالی نه ده چی وابخلی تر نه ایمان او دوهمه له طرفه دملایکو ساتونکو نه ده چې وبه لیکي پر ده باندی هغه څه چې وبه شرمیږی په هغه سره په ورځ دقیامت کی او دریمه له طرفه دشیطان نه ده چې خراب به یې کړی عمل دده او څلرمه له طرف دملک الموت نه ده چی روح به یې واخلي په غفلت کی نا څاپه او پپنځمه د طرفه ددنیا نه چې وبه غلیږی په دادنیا او مشغوله به یې کړی له اخرت نه او شپږمه له طرفه داهل وعیال نه ده چې مشغول به شی په داعیال سره نو مشغوله به یې کړی له ذکره دالله تعالی *
* منبهات*
ع کريم حليمي
04.01.2006
ډير محترم ابو محمودصاحب او درنو لوستونکو سلام !
محترم ابو محموده وروره ٠ يوه نړۍ مننه ستاسو له ليکنو ٠
نن کال ٢٠٠٦ دۍ او د نوې کال مبارکي تاسوته وايم ٠ هر کال چه دۍ که چنايي ، يهودي او که هجري ټوله د خدای کلونه دي
تاسو ليکلي چه حضرت عمر رضی الله عنه ارشاد فرمايلۍ چه :
[quote:7fa5b0e2db]ژباړه : ویلی دی حضرت عمر رضی الله تعالی عنه که چا پریښودلی عبث خبری ورکړل شوه ورلره حکمت که چا پریخودی عبث کتل ورکړل شوه ولره ویره او خوف دزړه که چا پریښودی خوراک تر حاجت زیات ورکړل شوه ولره خوند دعبات که چا پریښودل عبث خندا ورکړل شوه ولره هیبت که چا پریښودلي عبث ټوقی ورکړل شوه رڼا که چا پریښوي محبت ددنیا ورکړل شوه محبت داخرت که چا پریښودله مشغوله کیدل دبل چا په عیبونو ورکړل شوه جوړښت دعیبونو دنفس خپل که چا پریښودله لټونه په کیفیت معلومولو دخدای تعالی ورکړه شوله ولره خلاصیدل دنفاق نه [/quote:7fa5b0e2db]
[quote:7fa5b0e2db]چا پریښودلی عبث خبری ورکړل شوه ورلره حکمت [/quote:7fa5b0e2db](حضرت عمر رضی الله عنه ارشاد )
او محمدصلی الله عليه وآله وسلم فرمايي چه : آتَاهُ اللَّهُ حِكْمَةً فَهُوَ يَقْضِي بِهَا وَيُعَلِّمُهَا ٠
او پاک رب فرمايي چه :
بسمه تعالی -[color=white:7fa5b0e2db]كَمَا أَرْسَلْنَا فِيكُمْ رَسُولاً مِّنكُمْ يَتْلُو عَلَيْكُمْ آيَاتِنَا وَيُزَكِّيكُمْ وَيُعَلِّمُكُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَيُعَلِّمُكُم مَّا لَمْ تَكُونُواْ تَعْلَمُونَ [/color:7fa5b0e2db]
داسي معلوميږي چه حکمت د ښولو شئ دي ٠ او چه کتاب ؤ نه لولي
حکمت ورته نسته ٠ د عبث خبرو په پرېښولو څرنګه دئ د حکمت خاوند کيږي ؟؟؟
[quote:7fa5b0e2db]که چا پریخودی عبث کتل ورکړل شوه ولره ویره [/quote:7fa5b0e2db]
او بېره يا وېره خو هم په علم سره پيداکيږي ٠ بې علمه (بې حکمته )
خلګ خوبېره نه پېژني ٠
کتل او بېرېدل کومه لاره سره لري ؟؟؟
[quote:7fa5b0e2db]که چا پریښودلي عبث ټوقی ورکړل شوه رڼا[/quote:7fa5b0e2db]
عبث کار خو يو عبث شئ دۍ ! ښه خبره ده
او راځم ټوقو ته داسي حديث خونسته چه مبارک ويلي وي چه ټوقي مه کوۍ ؟؟
او نور هم هغه وخت په انسان کښي پيدا کيږي چه کتاب ورته راسي د رسول
احاديث ولولي لکه الله چه فرمايي
بسمه تعالی - يَا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءكُم بُرْهَانٌ مِّن رَّبِّكُمْ وَأَنزَلْنَا إِلَيْكُمْ نُوراً مُّبِيناً
[quote:7fa5b0e2db]پریښودله لټونه په کیفیت معلومولو دخدای تعالی ورکړه شوله ولره خلاصیدل دنفاق نه [/quote:7fa5b0e2db]
د خدای په ذات کښي تر يو حد پوري فکر کول خو ښه دي ٠ څنګه چه ٩٩ صفات مو راټول کړه له کتابه ٠ که مو فکر نوای کړي نو هرڅه مو منلي وای
نو د صفات نفی به مو هم منلي ؟؟؟؟
او داسي نوري پوښتني ٠
ستاسو د جواب په هيله
خیریوسی
04.01.2006
ډیرمحترم حلیمی صاحب السلام علیکم ورحمةالله وبرکاته
محترم حلیمی صاحب که ستاسو محترم موخه دحضرت عمر رضی الله تعالی عنه دقول تحلیل وی زه کم علمه جاهل کله کولای سم چی تحلیل یې ولیکم
زه غواړم څه ستاسو څخه ذده کړم ستاسو او ستاسو په شان نور و عالمانو دعلم فیض ته همیشه ضرورت لرم الله دی موږ ستاسو دلیکونو څخه محروم نه کړی
مینه او مننه
ابو محمود
ع کريم حليمي
05.01.2006
ډېر مکرم او محترم ابو محمود صاحب
السلام عليکم ورحمه الله و برکاته !
وروره ! د ډېره وخته داسي پېښه ده ٠ خلګ کتابونه ليکي او حوالې ورکوي چه ابو دردا(رض)داسي ويلي،حضرت عمر (رض )داسي ويلي ٠ اوبعضي سپېڅلي انسانان
چه ئې ولولي او د حضرت عمر رض نوم ور سره وويني نو هيڅ شکاو شبهه
نه په کښي کوي ٠ ولي چه د حضرت عمر صفت مبارک داسي کوي چه :
حَدَّثَنَا عَفَّانُ، حَدَّثَنَا وُهَيْبٌ، حَدَّثَنَا خَالِدٌ الْحَذَّاءُ، عَنْ أَبِي قِلَابَةَ، عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ، عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ أَرْحَمُ أُمَّتِي بِأُمَّتِي أَبُو بَكْرٍ [color=white:6caed36e79]وَأَشَدُّهُمْ فِي دِينِ اللَّهِ عُمَرُ[/color:6caed36e79] وَقَالَ عَفَّانُ مَرَّةً فِي أَمْرِ اللَّهِ عُمَرُ وَأَصْدَقُهُمْ حَيَاءً عُثْمَانُ وَأَفْرَضُهُمْ زَيْدُ بْنُ ثَابِتٍ وَأَقْرَؤُهُمْ لِكِتَابِ اللَّهِ أُبَيُّ بْنُ كَعْبٍ وَأَعْلَمُهُمْ بِالْحَلَالِ وَالْحَرَامِ مُعَاذُ بْنُ جَبَلٍ أَلَا وَإِنَّ لِكُلِّ أُمَّةٍ أَمِينًا وَإِنَّ أَمِينَ هَذِهِ الْأُمَّةِ أَبُو عُبَيْدَةَ بْنُ الْجَرَّاحِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ أَجْمَعِينَ.
نوبه کوم مسلمان دا ووايي چه نه داخبره سمه نده ٠ حيا دريږي و مسلمان ته
په پورته نبوي حديث کښي د هر صحابي صفت موږ ته معلوم دۍ
تاسوچه ليکنه کړې ٠ ماته دغه نه ده معلومه چه د کوم کتاب څخه را اخستل سوې ده ،او ليکونکۍ
د دې کتاب څوک دۍ ٠او د کتاب ليکونکي بيا په کومه حوال داليکي ٠ چه
همدغه خبري د حضرت عمر رض دي ٠
موږ ته مبارک فرمايلي چه : چه حديث واورۍ که د کتاب الله سره ئې سر نه
خوړلي هغه زما حديث نه دۍ (د حديث ادبيات زمادي )
نو که موږ د حضرت عمر خطابه ولولو او د نبي د احاديثو سره سر و نه خوري
نو وايو چه دا د حضرت عمر رض بيانيه ياخطابه نه ده
دا داسي د حزبي عرب ليکنه رامعلوميږي ٠ چه مسلمانان ځوانان په ړانده او کاڼه
کړي ٠ او هيڅ دلائل او بحث ونکړي ٠ او د جنت کيلي ور په غاړه کړي ٠
او ور وائې ستوي ٠
اسلام څوک نسي خرابولي خو مسلمانان ئې در په دره کړه ٠
او درواغ په نبي پوري تړي ، حضرت عمر رض پوري تړي ٠
او په هغه نيم في صد ځوانانو پسي ګرځي او اسلام په نامه د عمر په نامه ئې غولوي ٠
ممکن د داسي خبرو،کتابونو ،ليکنو سر د ٠٠٠٠ په لاس کښي وي ٠
دغه عمر رض کوم عمر دۍ ٠ د غه عرب ليکوال چه د عمر په نامه ليکنه
کړې ٠ ډير چالاکۍ څه ئې کار اخستۍ ٠ د عمر په نامه ډير اصحاب سته
خو يو ئې عمرخطاب دۍ ، عمرو بن زيد ، عَمْرِو بْنِ جَرِيرٍ،عمر بن الخطاب،
عُمَر، ٠٠٠٠٠٠٠٠ او نور د عمر په نامه اصحاب هم سته
وګوره دي پخې خبري ته چه درې ځايه کښي درواغ اجازه لري
سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم رخص في شيء من [color=cyan:6caed36e79]الكذب الا في ثلاث [/color:6caed36e79]الرجل يقول القول يريد به الإصلاح والرجل يقول القول في الحرب والرجل يحدث امراته والمراة تحدث زوجها.
چه د غه اياتشريف سره سر لګوي
انما المؤمنون اخوة فاصلحوا بين اخويكم واتقوا الله لعلكم ترحمون ٠
وګوره وروره ! کلام د خداي او احاديث د نبي ٠ چه ورځ پر تېريږي تر پخوا نور
پسي ريشتياکيږي
قران وايي چه اسرافيل عليه السلام به په تروم کي فوف کړي دنيا به خرابه سي
او غرونه به ريچې ريچې سي ٠ ( نفخ في الصور )
که فکر سر سرکي وکړو ٠ خو په دغه ږغ بايد خلګ کاڼه سي ، يا له وهم (منَ الخَاطِر ) ئې زاره وچوي ٠ غرونه ولي ټوټه ټوټه ؟؟؟
نن امريکا يو مشين جوړ کړي ٠ چه په اواز ډبري ماته وي يعني اوړه کوي ئې
د انسان پښتورګي کښي چه ډبره پيداسي ٠ هغه ډبر د ږغ په امواجو مېده کوي
لکه اوړه ٠ مشين د سړي څخه يو فټ (١٢ انچه ) ليري پروت وي او ډبري ئې
په پښتورګي کښي ور اوړه کړي ٠ سبحان الله
کومي خبري ته چه په اسلام کښي ګوته نيول کيږي ٠ هغه خبري په اسلام ، نبي ، او اصحابو پور تړل سوي دي ٠
خبري مه کوه حکمت به خدای درکړي ، د چا پر ليکنه مه نقاد کيږه ٠ خپل عيبونه
به دي پټ سي ، او په خدای کښي فکر مه کوه ٠ نفاق به درڅخه ورک شي ٠
هو خود به نفاق ورک سي ٠ دئ به راته ووائې چه دابم په ځان پوري وتړه
زه به ورته ووايم چه ولي نه ٠ ولي چه دئ د جنت کيلي راکوي
له دغو ليکني څخه د منتر (منسر ) کار ترې اخلي او بس