وطن پال او نور ګټور شعرونه
زوړ کمونيست او نوې کته
      Darman
      10.09.2005
    
زوړ کمونيست اونوې کته
آخر زه خو هم افغان يم ٠٠  که مړ څه هم په وجدان يم
دقدرت تل په ارمان يم ٠٠ ملامت که په هر شان يم
يمه بې حياقدرت ګټل  غواړم
نه   لرمه  شرم بيا کابل غواړم
زه پوهيږم چه مې کړي ډير ظلمونه ٠٠ هم توې کړي دبيګناهو ډيرخونونه
له حيادارو مې ټول کړي څـــادرونه٠٠  هم کلي او وران کړې مې باغـــونه
دغه ظلمونه  تکرارول  غواړم
نه لرمه  شرم بيا کابل  غواړم
زه هماغه کمونيست يم ٠٠ په رګ وينه سوشلست يم
جام پياله لا په دست يم ٠ ٠ تراوسه لا هم مست يم
دغه ژوند ځان  له  تل  غواړم
نه لرمه  شرم بيا کابل غواړم
لا بچی هماغه  دلنن  يم ٠٠ وفادار دامين لعين  يم
له درد يې ډير غمګين يم٠٠ ناخــبر له خپل دين يم 
په  شــرابو چې لمـبل غواړم
نه لرمه شرم بيا کابل غواړم
کــه غـــــواړي آزادي ٠٠ د بــــی ديــــنو آبادي
دکولتوردين بربادي٠٠ واړه ما ته دي عادي
زه  چوکۍ يو ځل  بل غواړم
نه لرمه شرم بيا کا بل غواړم
ته  پوهيږی چه  زه څــوک  وم٠٠ نه د قام نه د کوم تــوک وم
مسخره يا خوکوم جوک وم ٠٠ د ژول شوي ګني پوک وم
دځان پشان راسره  مل غواړم
نه لرمه شرم بيا کابل غواړم
د انـــقلاب له بـــرکته ٠٠ دلنـــن له ډير صفــــته
برخوردار شوم له عزته ٠٠ ګنې نه مې لره کته
ورځ  دغوي  زردری  سل غواړم
نه  لرمه  شرم بيا کابل  غواړم
 په ټانک چه به زه  سپور وم ٠٠ کلي کور لره پيغور وم
مزدور د بــــــل د کور وم ٠٠ ملامت د خپـــــلې مور وم
يو ځل تکرار دغه عمل غواړم
نه لرمه شــــرم بيا کابل غواړم
مست به نه يم چه رانکړه چا سزا  ٠٠ دظلمــونو چه مې کړي وو هر ســبا
نوی سازنوی آندازهم  زړه زما صدا٠٠ راوتی ځکه يم ميدان ته  زه نن بيا 
خاورې په سترګواچول غواړم
نه  لرمه  شرم بيا کابل غواړم
پروانشته چه مې ختم باداران ٠٠په جهان مخ  توري مې  ياران
له حقيقته دی خبر دا ګرد جهان٠ ٠ ما نيولې لا لکۍ ده په آرمان
په خوله کلک يو څنګل غواړم
نه لرمه شرم بيا کابل غواړم
 (درمان) بس کړه نور نه کړي  کلام٠٠ له حقــيقــته چې خبر خاص و عام
  چې  يې قلم ته  خپل  وکړ لږ  پام  ٠٠ډک  ديتــــيم د اوښــــکو شو جام
زړه کـتــــــــه د ظلم نن څـــنډل غواړم
نه  لــرمه شــــــــرم بيا کابــــل غواړم
له ستاسو څخه مننه
(درمان)
      خیریوسی
      13.09.2005
    
ته  بیا هغه ظلمونه تکرارول  غواړی
روغ شئ نشته چی هغه نړیدل غواړی
بس کړه وګوره په خپل ګریبان کی ته  
سردی لږ ټیټ کړه  خپل رب سبحان ته
کرم ئی ډیر دی صرف لاس پورته کیدل غواړی
دخپل زوړ عمل  توبه په اخلاص کښل غواړی
ژور فکر وکړه وخپل حال وعیال ته
هغه تیرو ورځو شپو  وهغه ډار ته 
پیرږده یتیم دکنډوالو جوړیدل غواړی
دخپل پلار قبرو هډوکو لټول غواړی
کرم ئی ډیر دی صرف لاس پورته کیدل غواړی
دخپل زوړ عمل  توبه په اخلاص کښل غواړی
      اجالا
      13.09.2005
    
[quote:857670c3f5="[color=green:857670c3f5]ابو محمود[/color:857670c3f5]"]
ته  بیا هغه ظلمونه تکرارول  غواړی
روغ شئ نشته چی هغه نړیدل غواړی........[/quote:857670c3f5] 
[color=blue:857670c3f5]او د درمان کلام :[/color:857670c3f5]
....يمه بې حياقدرت ګټل غواړم 
نه لرمه شرم بيا کابل غواړم ....
په تاسو دواړو دې رحمت وي، [color=olive:857670c3f5]کورونه مو ودان، قلمونه مو تانداو غمونه مو ورک٠[/color:857670c3f5]
خوشاله او بريالي اوسئ،