د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

په پښتو کی متل دی وای چی کری هغه به ریبی

خیریوسی
27.08.2005

ګرانومحترمو ورڼو او خوندو السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
کما تدین تدان
په پښتو کی متل دی وای چی کری هغه به ریبی راځی چی تر دی عنوان لاندی ودی متل ته ورته قیصی ولیکو چی پر چا باندی په ژوند راغلی او یائی لیدلی وی او یا اوریدلی وی او دهغو څخه پند واخلو:

متل :چی کری هغه به ریبی
د تقوی قیصه:
په تیره زمانه کی یو سړی په کښتي کی دیو وطن څخه پل وطن ته په سفر روان سو پر لاری کښتي طوفانی سوه کښتی غرقه سوه او ده یوه تخته په لاس ورغله پر هغه تخته يی ځان پسله ډیرو تکالیفو ویوی غونډی چی په دریاب کی وه ځان ورساوه که ګوری هلته یوه ډیره ښائسته پیغله ناسته سړی پوښتنه ځنی وکړه ته دلته څه کوی هغی خپله قیصه ورته وکړه چی زه هم دلته دیوی طوفانی کښتي څخه پر یوه تخته دلته راورسیدم سړی او ښځه دواړه پرهيږکاره وه هلته ئی د ملرغلورو په تلاښ شروع وکړه اود خپل ژوندانه قیصی یو وبل ته کولی څو چی يوه کښتي راښکاره سوه دوی وهغی کښتی ته اشاري کوی څو چی دکښتی دخلګو نظر پر ولګیدی او کښتي ئی ددوی وخاته راوستل او دواړه ئی پکښی سپاره کړل څو چی دپیغلی ووطن ته ورسیدل به وطن کی اوازه سوه چی دپلانی لور پیداسوه لور دسړی تقوی وخپل مور او پلار ته هغه قیصه چی پر دوی راغلي وه ټوله سر تر پایه وکړل سړی هم ددوی سره د میلمستیا په توګه شپی تیروی
مو او پلار دواړو پردی اتفاق وکړی چی لور په ودغه سړی ته ورکړو تر دغه ښه سړی به دلور دپاره چیری پیداکړو څو چی لور ئی وهغه سړی ته واده کړه دوی دواړه په ښه خوشحالی ورځی صبا کوی دوی سره دخوراک شیان تمام سول سړی خپلی ښځی ته وویل هغه ملغری چی ما او تا په هغه غونډی کی ټولی کړی وی هغه راوړه چی زه ئی وبازار ته یوسم چی څه ډوډی په رانیسم سړی چی هغه یوه ملغلره دکاندار ورښکاره کړه دوکاندارورته ویل ددی ملغری دقیمت پیسی زه نه لرم دا یوسه وپلانی تجار ته هغه به ددی د قیمت پیسی لری څوچی یوه دانه ئی خرڅه کړه هم داسی هغه ملغلری ئی یوه یوه خرڅولی ددوی تر مرګه ددوی ژوندانه اخراجات په پوره ډول کفایت کاوه

دنوی واده قیصه :
دواده تر مراسمو وروسته ناوی او زوم په اوله شپه وخپل کورته ولاړل او دخوب په کوټه کی په خندا او خوشحالی سره کښینستل دډوډی په خوړولو ئی شروع وکړه پسله څو دقیقو دروازه وټکیدل ناوی ولاړه سول په دروازه کی پوښتنه وکړه څوک ئی سړی په جواب کی ورته وویل سوالګریم څه ډوډی راکړی ناوی راغله زوم پوښتنه ځنی وکړه څوک دی ناوی په جواب کی ورته وویل سوالګر دی ډوډی غواړی سړی ته ډیر درد ورغلی دا وخت دډوډی دی نیمه شپه راروان دی ډوډی غواړی سړی ښه وواهه په سرو وینو ولړی زوم چی بیرته کورته راغلی دی هم خوږ سوی اودواده کالی ئی په وینورنګ وه وده داسی حال پیښ شو تا چی ویل پیران پر کښینته او دا مرض دده همیشه پاته سو سځی پسله 15کالو دیوبل سړی سره واده وکړی دواده تر مراسمو وروسته ناوی او زوم په اوله شپه وخپل کورته ولاړل او دخوب په کوټه کی په خندا او خوشحالی سره کښینستل دډوډی په خوړولو ئی شروع وکړه پسله څو دقیقو دروازه وټکیدل ناوی ولاړه سول په دروازه کی پوښتنه وکړه څوک ئی سړی په جواب کی ورته وویل سوالګریم څه ډوډی راکړی ناوی راغله زوم پوښتنه ځنی وکړه څوک دی ناوی په جواب کی ورته وویل سوالګر دی ډوډی غواړی سړی هغه ډوډی چی دوی خوړل واخستل ټوله ئی وسوالګر ته ورکړل او ناوی ته ئی وویل چی دده څخه پاته شی ما وتا به ئی وخورو ناوی په ژړاسول
سړی پوښتنه وکړل پر ډوډی ژاړی ؟
ناوی په جواب کی ورته وویل نه
سړی پوښتنه وکړل خوابدی شوی؟
ناوی په جواب کی ورته وویل نه
سړی پوښتنه وکړل نوڅه پیښه سول؟
ناوی هغه زړه قیصه چی ناوی توب په اوله شپه ورته پیښه سوی او لیدلی وه ټوله د سره او تر پاه و ورته وکړل
سړی پسله اوریدولو دقیصی په جواب کی ورته وویل چی هغه سوالګر هم زه وم دوی خپل ژوند ته په خوشحالی ادامه ورکړه


خیریوسی
27.08.2005

قیصه :
په تیره زمانه کی یوه تجار خپل مالونه په کښتي کی بار کړه دیو هیواد څخه وبل هیوادته دوړلو په نیت ناببره هوا زیاته شوه کښتي طوفاني شوه کښتي غرقه سوه سړی ته یو ه تخته پلاس ورغلل پر هغه تخته ئی ووچی ته ځان ورساوه ولاړی په یوه سماوار کی دډودی خوړولو دپاره کښینستي ډوډی خوری او ډیر خوابدی دی چی دډیرو پیسو مال ئی په دریاب کی ډوب سو لکه څنګه چی په هر نابلده ځای کی یو مسافر ښکاری چی دادبل ځای سه راغلی دی نو نو چهغ ځای یوه سړی پوښتنه ځنی وکره سړیه دکم ځای نه راغلی ئی تجار خپله ټوله قیصه ورته وکړه هغه سړی ورته وویل تا وقاضی ته درخواست نه دی ورکړی چی ستا مال په دریاب کی غرق سو
تجار په جواب کی ورته وویل زه وقاضی ته څنګه درخواست وکړم زما مال په دریاب غرق سو قاضی به څه په وکی سړی په جواب کی ورته وویل زموږ چی مال ورک ایا غرق سی موړ قاضی ته در خواست کووراځه چی زه تا بوزم وقاضی ته دواړه روان سوه وقاضی ته ئی درخواست ولیکی چی ددونه پیسو مال زما په پلانی ځای کی غرق سو
قاضی دده څخه پوښتنه وکړه:
ذکاة دمال ور کوی؟
جواب : هو
لمونځ کوی؟
جواب : هو
روژه دمیاشتی درمضان نیسی؟
جواب : هو
دمور وپلار حق ادا کوی؟
جواب : هو
سله رحم کوی؟
جواب : هو
دزوجی حق پر ځای کوی ؟
جواب : هو
د همسایه حقوق بر ځای کوی ؟
جواب : هو
سود کوی ؟
جواب : نه
او څو نوری پوښتنی حقوق دعبادو
قاضی ویل ستامال څنګه دریاب وخوړی چی ته داټوله پر ځای کوی ستا مال باید هیڅ شی هم ونه خوری را ځه دواړه راروان سوه ودریاب ته راغلل او قاضی ودریاب ته وویل اي دالله مخلوقه دغه سړی د الله حقوق ټوله پر ځای کوی تا ولی دده مال وخوړی دده مال بیرته سالم وسړی ته ورکړه دالله په امر هغه غرقه سوی کښتي بیرته دابو سرته راغلل اوسړی خپل مال سالم واخست
نو ئی دمال څخه یوه تحفه جوړه کړه وقاضی ته ئی تحفه وروړل قاضی پوښتنه ځنی وکره دا څه شي دی سړی ورته وویل تحفه قاضی پوښتنه ځنی وکړه که ستا مال وتاته پلاس نه درغلي تاوماته دا تحفه راکول سړی په جواب کی ورته وویل نه قاضی ورته وویل داخو رشوت سو ستاسو په وطن داسی تحفی او یا رشوت سته سړی ورته هو قاضی سوال ځنی وکی ستاسو په وژن کی باران کیږی سؤی په جواب کی ورته وویل هو قاضی ورته وویل دا عجبه ده چی تاسو رشوت اخلی او رشوت ورکوی اوپر تاسو وریځ باران کوی
قاضی دوریځی سه پوښتنه وکړه ته پر بلانی هیواد اوبه اوروی اودوی رشوت اخلی او رشوت ورکوی وریځی په جواب کی ورته وویل دا زه نه یم هغه یوه ړنده وریځ ده چی چی الله خپل حکمت پکښی لری پر هر ځای چی خوښه سی اوبه پر اوروی


خیریوسی
29.08.2005

قیصه
یوه ورځ یو خطیب پر منبر ولاړ دی خطبه وايی په خطبه کی ټوله دالله (ج) غذابونه بیانوی هغه داسی چی باید ټوله دبیری دالله (ج) دغذاب نه وژاړی لاکن خطبه اوریدونکی یو هم نه ژاړی په خطبه اوریدونکو کی یو دخدای دوست ناست دی ده چی دا حال ولیدی حیران سو چی خطبه خو ټوله د ژړا ده او یو سړی هم نه ژاړی نو عیب په خطیب کی دی ولاړی دخطیب کور ئی پیداکړی دروازه يی وروټکول
دخطیب ښځی پوښتنه ځنی وکړه څوک یی سړی ورته ویل زه مسافر یم لاکن یو سوال درڅخه کوم
دا ستا خاوند ډیر ښه سړی دی لاکن یو عمل پکښی سته زه تاته په خدای سره قسم درکوم چی هغه عمل چی په ده کی دی وماته راوښوی
ښځی په جواب کی ورته هغه دير ښه سړی دی لاکن یو عمل لری چی هر ماځګر یو قلاس شراب پر سر پورته کړی وایی الله ته غفور الرحیم ئی شراب وچښی نور عمل په هغه کی نسته دخدای دوست ورته وویل صبا چی دي قلاس پر سر پورته کړی دی وايی* یا الله ته غفور الرحیم *یی ته ورته ووایه و* هو القهار* بس صبا چی خطیب قلاس پر سر پورته کړی او وایی یا الله ته غفور الرحیم یی خپلی ښځی ورته وویل وهو القهار خطیب بر مځکه نسکروه وولیدی بیسده سو دډيری بیری وخدای ته توبه ګاره سو دهغه عمل څخه بله ورځ بیا په جمعه هغه دخدای دوست بیا وخطبی ته حاضر سو که ګوری خطبه اوریدونکی ټوله ژاړی نو دخدای دوست شکر ادا کړی پوه سو چی خطیب په اخلاص توبه ګار شوی دی

قیصه :
یوه ورځ دری کسه پر لار روان وه چی ناببره باران تیز شروع سو دوی په غره کی په یوه غار ننوتل باران نورهم تیږ سو دډیرو اوبو دبیدلو په سبب يوه لویه ډبره راولویدل دغار خوله بیخی بنده سوه چی ددوی بیچارګانو وتل دهغه غار څخه بیخی ناممکن سوه نو دوی فکر وکړی چی موږ نور ددی غار څخه نسو وتلای راسی چی هر چا هغه ښه عمل ئی کړیدی هغه یاد کړو او دعا وکړو چی دهغه ښه عمل په سبب موږ ددی مصیبت نه خلاس سو
اول نفر وویل:
چی زما یوه ښځه ډیره خوښه وه هر وخت به می په دی پسی کتل خو یوه ورځ په داسی ځای کی پلاس راغلل چی بیله ما او دی ښځی بل هیڅوک نه ؤ نو دی وماته وویل دخدایه نه بیریږي زه دخدایه وبیریدم توبه ګار سوم او دعا ئی وکړه یارب که داکارما خاص ستا درضا دپاره کړی وی ته موږ ددی مصیبته خلاص کړی ډبری لږ حرکت وکړی دوی صرف اسمان ولیدی
دوهم نفر وویل :
یوه ورځ ما کاریګر دکار دپاره راوستل دغرمی وخواته می بل نفر ته ضرورت سو یوبل نفر می راوستی هغه وروسته راغلي نفر تر ماښامه دهغو دوو نفر په اندازه کار وکی ما ده ته دنیمی ورځی مزدوری ورکړه هغه خوابدی سو او مزدوری ئی پریښودل ما هغه دده مزدوری واخستل په تجارت په شروع کی څو چی هغه څلویښت غواوی سوی پسله 33 کاله هغه سړی راغلی دخپلی مزدوري طلب ئی راڅخه وکړی ما وهغه ته هغه څلویښت غواوی ورکړی اوس داسړی دعا کوی
یارب که دا کار ما خاص ستا درضا دپاره کړی وی موږ ددی مصیبت نه خلاص کړه بیا ډبری لږ حرکت وکړی
دریم نفر وویل :
زه شفون وم پسونه می چړل زما یوه سپین سري مور او سپین ږری پلار ؤ چی ډیر دضعف په حالت کی وه ما ښام به می میږی ولوشلي او دوي ته به می شیدي راوړی هغو به وچښلي بیا به بیده سوه اوزه به هم بیده سوم یوه ورځ تیز باران ؤ رمله می تم کړه ناوخته راغلم چی شیدي می راوړی مور او پلار می بیده سوی وه به دیر ښه خوب بیده وه نو ئی وسرته په ادب کښینستم ماویل چی دوی راويښ سی شیدی به ورکړم څو چی سهار سو دوی دخوبه را پاڅیدل او هغه شیدي ما وهغو ته ورکړی دوی وچښلی اوس دی دعاکوی یارب که داکار ما خاص ستا درضا دپاره کړی وی موږ ددی مصیبت نه خلاص کړی هغه لویه ډبره داسی ګیل سوه لکه کاڼی دوی ټوله خوشحاله دغار څخه راووتل


خیریوسی
24.08.2006

محترمو لوستنکو السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

شیخ عبدالله دمبارک زوی روژه وه ناببره دکور په دروازه کی سوالګر ږغ وکړی وږی یم څه دخوراک شئ راکړی شیخ وخپل خادم ته وویل بل شئ په کور کی نشته هغه هګۍ ورته ورکړه خادم هم هغه واخستلی دهغو څخه یې نه دانې هګۍ وسوالګر ته ورکړی یوه دانه یې دځان او شیخ دروژه مات دپاره راوګرځوله کله چی لمر پر ولیدو سو په دروازه کی ږغ وسو اوویل یې دا کفه درواخلۍ خادم چی ورغلۍ که ګوری دهګۍ څخه ډکه کفه پرته ده کفه یې راواخستله وشیخ ته یې راوړه شیخ هګۍ حساب کړی په کفه کی 90 دانې هګۍ وی شیخ عبدالله دخپل خادم څخه پوښتنه وکړه چی لسمه هګۍ څه شوه ؟
خادم ورته وویل هغه ما دروژه مات دپاره دسوالګر څخه راوګرځوله شیخ عبدالله وخادم ته وویل چی زه دی لس دانی هګۍ جریمه کړم که تا وسوالګرته ټوله هګۍ ورکړی وای نو اوس به سل دانی هګۍ پوره وای

ابو محمود


خیریوسی
26.08.2006

محترمو لوستنکو السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

یوه سړی مریې رانوی نو یې دمریې څخه څو پوښتنی وکړی :

پوښتنه : څه ډول غذا خوری؟
جواب : هرډول غذا چی ته راکړی هم هغه غذا به خورم
پوښتنه :څه ډول کالی غواړی ؟
جواب : هرډول کالی چی ته راکوی هغه به اغوندم
پوښتنه : څه ډول داستوګنی ځای غواړی ؟
جواب : په هر ځای کی چی ته داستوګنی امر راته وکړی هم هلته به پاته کیږم
پوښتنه : څه ډول کارو تاته درکړم ؟
جواب : په دول کار چی ته امر راته کوی زه به کار کوم
زه مریې یم او ته مالک یې
نو دمریې مالک په ژړا سو اوویې ویل کاشکی زما دخپل بادار سره داسی معامله وای لکه ستا چی زما سره ده
مریې ورته وویل ایا مریې هم دخپلی ارادی او اختیار خاوند دی ؟
دمریې مالک ورته وویل اوس ته دخدای دپاره ما اذاد کړی اوس ته زماسره کښینه
چی زه ژوندی یم زه به ستا خدمت کوم او وتاته به نفقه درکوم

ابو محمود


خیریوسی
14.09.2006

محترمو لوستنکو السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
یو سپین ږیری سړی په یوه ځای کی ناست ؤ کتل یې چی یو ماشوم دکوره څخه راووتئ پاک کالې ئې اخوستې دی څوڼی یې غوړی کړی اوسترګی یې توری کړیدی په خپلو لوبو ئې شروع وکړه کله دخاورو کوټنئ جوړوی اوکله خاوری پر سر بادوی ښه یې ځان په لوبو ستړی کړئ ولاړی وکورته مورچی زوی په خاور لړلی ولیدی نو یې غسل په وکړی او نور پاک کالی يې په واغوستل څه شیبه وروسته بیا ماشوم دکوره څخه را ووتئ بیا یې په خاورو لوبی شروع کړی ځان یې په خاورو ولړی هم داسی دوه واره یې مور پاک کړی سپین ږیری ورته ګوری دریم ځل یې مورڅنی خوابدی سوه دروازه ورته وتړل ماشوم په دروازه کی ولاړدی مور یې دروازه نه ورخلاصوی او ماشوم په دروازه کی ولاړدی ژاړی موری دروازه را خلاصه مورېې ورته وایې دروازه نه درخلاصوم زه به نور کار نه لرم ته به کالی خیرنوی او زه به په تا کالی اغوندم ماشوم په دروازه کی ولاړدی ژاړی موری دروازه راخلاصه کړه موری دروازه راخلاصه کړه زما توبه بیا نه کوم او مور ورته وایې زه دروازه نه درخلاصوم ماشوم په زړا ځان ستخ کړی اخر دمور زړه پر خپل ماشوم وسوځۍ دروازه یې ور خلاصه کړه او په غیږ کی یې ونیوی پر مخ یې مچ کړی او ورته وایې کالی دی ستا بلا واخلی
سپین ږیری چی دماشوم او دمور حال ولیدی نو په ژړا سو دځان سره یې وویل که بنده پرخپلو ګناهونو نه پیښمانه شی او یواری په ژړا او زاري لاسونه دالله سبحان وتعالی و دربارته پورته کړی او ووایې(( یا غفار)) ته پخښونکی یې ماته بخښه وکړه ځکه چی الله هم غفار دی هم رحیم دی هم کریم دی

مینه


خیریوسی
01.01.2007

يوه ورځ يوسړی وسيدنا على کرم الله وجه ته راغلی او ډير خوشحاله ښکاریده و اوورته ويي ويل يا خليفة رسول الله ما كور ر انيولی دی غواړم چی ته یې په خپل مبارک لاس كواله راوليكي
سيدنا علي رضی الله تعالی عنه چی وسړی ته وكتل ویې لیدل چی د سړی په زړه كي دنيا ډیر ځای نيولی دي
نو يي وليكل :
الحمدلله رب العالمين وصلاة والسلام علي المرسلين اما بعد
په تحقيق سره رانيوی مړی دمړی څخه كور دغه کور واقع دي به ښار كی دګنهكارانو او په لاركی دغافلانو او هغه څلور جهته (طرفه ) لري اول جهت ختميږی ومرګ ته او او دوهم جهت ختمیږی وقبر ته دریم جهت ختمیږی وحساب ته او څلرم جهت ختمیږی وجنت او یا واور ته
سړی چی دا واوریدل دسړی دزړه څخه هغه ددنیا حجابونه پورته سول نو په ژړا سو او ډیر ډیریې وژړل
اوویې ویل یا امیر المؤ منین الله پر ما شاهددی چی دا کور به زه دخدای په لار کی خیرات کړم
بیا امیر المؤمنین دا قصیده وویل :
النفس تبكي على الدنياوقد علمت ان الســلامة فيها ترك ما فيها

لادار للمرء بعد الموت يسـكنها إلا التي كان قبل المـوت يبنيها

فإن بــناها بخـير طاب مسكنه وإن بنــاها بشـر خاب بانيها

أموالــنا لذوي الميراث نجمعها ودورنا لخـراب الدهـر نبنيها

كم من مدائن في الآفاق قد بُنيت أمست خرابا وأفنى الموت أهليها

الـمرء يبسـطها والدهر يقبضها والنفس تنشرها والموت يطويـها

----


خیریوسی
17.07.2007

یوه ورځ یوه ښځه وداود علیه السلام ته راغله او ورته ویې ویل یا نبی الله ایا ستا رب ظالم دی که عادل ؟؟؟؟؟؟
داود علیه السلام ورته وویل ویحک یاښځی دالله داسی عدل دی چی په هغه کی هیڅ ډول ظلم نسته
داود علیه السلام دښځی څخه پوښتنه وکړه چی ستا څه قیصه ده ؟
ښځی وویل : زه کونډه یم دری لوڼی لرم زموږ نفقه هم زما (غزل ) دلاس دجوړ سوی شی څخه ده نو کله چی داشی جوړ کړم وبازار ته یې یوسم هغه خرڅ کړم او دماشومانو دپاره نفقه په رانیسم
نن ما غوښتل چی بازار ته ولاړه سم او هغه جوړ سوی شی خرڅ کړم او ماشومانو ته نفقه په واخلم یو مرغه دهوا څخه راکوز سو او هغه جوړ سوی شی یې دسره ټوکر سره راڅخه یوړی
زه یې داسی پریشانه پریښودلم
زه به اوس وماشومانو ته نفقه په څه اخلم
ددوی خبری لا نه وی خلاصی سوی چی دداود علیه دروازه وټکیده
داود علیه السلام دداخلیدو اجازه ورته وکړه
که ګوری لس نفره سوداګر راغلل
دهر یوه په لاس کی 100 دیناره دی
اوویل یا نبی الله دغه پیسی وبیوزلو ته ورکړه
داود علیه السلام دسوداګرو څخه پوښتنه وکړه
څه سبب دی چی تاسو داخیرات کوی ؟
سوداګرو ورته وویل چی موږ په بیړی کی سپاره ؤ ناببره ډیره سخته هوا راغله نژدی چی موږ ټول هلاک سو ک موږ هر یوه وویل که موږ ددی افت څخه خلاص سو نو به موږ سل سل دیناره خیرات وکړو
که مو کتل یو مرغه راغلی وبیړی ته یې یو سور ټوکر راوغورځوی او په هغه کی (غزل ) ؤ نو موږ په دغه سره هغه دبیړی عیبونه سم کړه او بیړی دغرقیدو څخه په امان سوه
دغه 1000 دیناره واخله او په خپل لاس یې وبیوزلو ته ورکړه
داود علیه السلام وښځی ته1000 دیناره ورکړه او ورته ویې ویل وکوره دالله ج وعدل ته


خیریوسی
11.02.2009

یوه پاچا دری درې وزیران وخپل حضور ته راوغوښتل او هر یوه ته یوه کڅوړه پلاس ورکړه او دوی ته یې وویل تاسو زما شاهی باغ ( بڼ )ته ولاړ شی دهغه څخه وماته دغه کڅوړی دمیوو سبزیو .... ډکی راوړی او پام کوی چې دا کار په بل چا ونه کړی هر یودی کڅوړه پخپله ډکه کړی
وزیران هم وبڼ ته ولاړه لمړی وزیر په بڼ کې وګر ځیدي په ونه کې یې ښه میوه را وشکوله کڅوړه یې دښو میو څخه ډکه کړه
دوهم وزیر دځان سره ویل چې پاچا ومیو ته ضرورت نه لری دکڅوړی دکتولو وخت لا نه لری بس چې څه ومخ ته ورتلل اومې پخې ورستې هغه یې وکڅوړی ته وراچول
دریم وزیر څه واښه وشکول اوڅه یې دونو پاڼې وشکولې کڅوړه یې ډکه کړه
دری سره وزیران راغلل او کڅوړی یې ډکې وپاچا ته راوړی دوزیرانو دبند حکم وکړی چې دری سره وزیران په جلا جلا کوټه کې بندیان کړی او هر یوه ته خپله کڅوړه پلاس ورکړي امر یې وکړی چې یوه میاشت به نه و دوی ته خوراک ورکوي اونه به څوک ددوی ولیدنی ته پرېږدي وزیران دخپلو کڅوړو سره بندیان سول او هر یوه ته یې خپله کڅوړه پلاس ورکړه
لمړی وزیر چې ښی میوې یې راټولی کړی وی یوه میاشت یې هغه ميوی خوړلی تر څو چې دبند وخت یې پوره شو
دوهم وزېر چې څه ورستې څه اومې میوې یې راټولی کړی وی هغه میاشت په ډیر تکلیف او مشقت تیره کړه
دریم وزیر خپا واښه او پانې څو ورځې وخوړی او دلوږې څخه مړ شو
اوس نوته دځان سره فکر وکړه چې چې ته د دې فانې دنیا په بڼ کې دځان دپاره څه خوښوی ښه عمل که بد عمل او خپله توبره دڅه څخه ډکوی
کله چې اجل راشی او انسان په تنګ قبر کې بندې شی تر تورو خاورو لاندی شی نو هغه څه چې یې ددنیا دبڼ څخه په توبره کې راټول کړی وی هغه به یې په ښه ورځي
موږ اوتاسو ټولو ته دی الله جل جلاله دښه عمل توفیق راکړی چې خپله توبره( عمل نامه ) دښواعمالوڅخه ډکه کړ و چې په تیاره قبر کې مو په ښه راشی امین
_


خیریوسی
23.02.2009

یوه شتمن سړي اولاد نه درلودی د ډیرو ډاکترانو دروازی یې وټکولی او ډیری پیسی یې مصرف کړی خو څه فایده یې ونه کړه یوه شپه دده او میرمنی تر منځ خبری زور واخست ډیر ناکراره سو نو یې اودس تازه کړی په نیمه شپه مخ دمسجد پر خوا روان سو که ګوری یو سپین ږیری په مسجد کې دالله جل جلاله په ذکر او عبادت بوخت دی سپین ږیری وشتمن سړی ته وویل ځوانه خیر خو دی ډیر ناکرادی وینم سهار ته لا ډیر وخت پاته دی شتمن سړی خپل ټول حال وسپین ږیری ته ووایه ددیره وخته مې واده کړی دی اولاد نه لرم اوپر ډیرو ډاکترانو ګرځیدلی یم
سپین ږیری وشتمن ته وویل زما سره یوه نسخه شته که یې ته او میرمن اسعمال کړی زه په الله سره قسم اخلم او بیا قسم اخلم چې په نوموړی نسخه کې شفا ده ځوان وویل هغه کومه نسخه ده
سپین ږیری وشتمن ته وویل هغه دا چې ته اومیرمن دسهار تر اذان نه یو ساعت مخکې ویښ شی په نیم ساعت کې تهجد وکړی او پاته نیم ساعت استغفار ووایاست
سپین ږیری وشتمن ته دا ایات شریف ووایه
فَقُلْتُ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ إِنَّهُ كَانَ غَفَّاراً{10} يُرْسِلِ السَّمَاء عَلَيْكُم مِّدْرَاراً{11} وَيُمْدِدْكُمْ بِأَمْوَالٍ وَبَنِينَ وَيَجْعَل لَّكُمْ جَنَّاتٍ وَيَجْعَل لَّكُمْ أَنْهَاراً{12}

شتمن سړی او میرمن یې هره شپه دسهار تر اذان یو ساعت مخکې دتهجد لمونځ کوی او پاته وخت په اسغفار سره مشغوله وی میاشت لا هم نه وه پوره سوی چې دشتمن سړی په میرمن کې دحمل علامی څرګندی شوی
-


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more