د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

وطن وايي

جاويدشينوارى
21.08.2005

زما د ابا دۍ لپاره پورته شئ اوچت شئ
مــــــلا وتړئ زلــــــــمو
ﻻسونه سره ورکړئ ټول په مينه يو قوت شئ
مــــــلا وتړئ زلــــــــمو

* * * *
زما په هره تيږه کې د سرو زرو قيمت شته
په قدر يې که پوه شئ
زما په دوړه خاوره کې اکثير غوندی حکمت شته
په قدر يې که پوه شئ
دپو هې رڼا واخلئ چې ښه پوه په حقيقت شئ
مــــــلا وتړئ زلــــــــمو

* * * *
زما د غرونو ګيډې د لعمونو خزانې دي
که دی ستاسو لپاره
د جګو غرونو څوکی مې د غزم نښانې دي
که دی ستاسو لپاره
هر ناو، هر دره مې د ننګو نو افســــا نې دي
که دی ستاسو لپاره
نو ر مه کښينئ را پا څئ مټورو يو غيرت شئ
مــــــلا وتړئ زلــــــــمو

* * * *
زما په هر يو بو ټی کې دارو شته د رنځونو
صحت به ستا سو ښه کړي
زما اخــــزی ښه وګڼئ د نورو له ګلو نو
صحت به ستا سو ښه کړي
زما خوږی ميوې مو که روزی شي د بڼو نو
صحت به ستا سو ښه کړي
نصيب پسې به څو ګرځئ په خپله خپل قسمت شئ
مــــــلا وتړئ زلــــــــمو

* * * *
زما روښانه لمر ، خوږی او به ښکلی هوا ده
که پوه شوئ ښکلی ژوند دی
فضا د ازادۍ مې څه عجبه شـــا ن دنيا ده
که پوه شوئ ښکلې ژ وند دی
روان په ســـــمه ﻻره د ورورۍ او د وحــــدت شـــې،
مــــــلا وتړئ زلــــــــمو

****
ٌ حافظ ٌ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more