هنر،ادب او پښتو نحوه
املاء
جاويدشينوارى
08.08.2005
[size=18:a65b09d458]املاء[/size:a65b09d458]
[[size=18:a65b09d458]املاء اوملاء په لــــــــــــــغــــــــــــــــــــــت کښې مـــــــــــــهلت ورکولو او ډکولــــــــــو تـــه وايی.
په ادبی اصطلاح خپلې خبرې يا د بل خبرې په صحيح ډول ليکل دی که څوک له ځانه
څه نه شی ليکلی مګر د بل ليک له مخی نقل کولی شی دغـــــــسې نقل ته املاء نشو ويلی.
د املا ء خاوند بايد داټکي په نظر کښې ونيسی.
١ :_ څه چې ليکی با يد د صحيح تلفظ له مخی ئې وليکی او په غلط تلفظ پســــې ﻻړ نه شی
په هره ژبه کښې د عوامو تلفظ او صحيح تلفظ يو څه فرق لری .ځينې الفاظ شــــــته چه په
ويلو کښې يو راز او په ليکلو کښې بل راز دی لکه په فارسی ژبه کښې (او) ويل کــــــــيږی
او(اب) ليکل کيږی په پښتو کښې هم (الک) وايی او هلک ليکی.
٢ : _ د الفاظ په ليکــــــــــــــــــــلو کښې د ګرامر (صر ف ، نحو) مراعت ډير ســــــم کار دی.
ځينې جملې په وينا کښې دومره لنډې شوی دی چې يوې کلمې غوندې وی لــــــــــــــــــــــــــکه
( څېکی ) چه با يد د ګرامر له مخې (څه ئې کوې) ولېکل شی.
دا راز مخففات په نو رو ژبو کښې هم شته چه په ليک کښې نشته لکه چه په فارســـــــی کښې
(مچم) وايی او (من چه ميدانم) ليکی.
٣ :_ دوه بيلې کلمی به يو له بله په ليکلو کښې نه نښلو و يعنی دا راز کلمـــــــــــــــــــــــــــــــــات
(ټول سړی) (لوی کور) بايد داسې ونه ليکو (ټولسړی ) (لويکور) .
٤ : _که له دوو کلمو څخه يوه کلـــــــــــــــــــــــــــمه جوړه شــــــــــــــــــوې وی لکه (ټوليمشر)نو بيا ئې
په ليک کښې بيلول ښه نه دی.
همدغه شان به (ټولواک ) د يوی کـــلمی غوندې ليـــــــــــــــــــــــــــــــــــــکو او واک به له ټول نه بېلوو.
ددغه اساس له مخې بايد د (بيلتانه)کلمه د جدائې په معنی داسی و نه ليــــــــــــــــــــکو لـــــــــــــــکه
چه (بې له تا نه) .
٥_دکلماتو په ليکلو کښې دا مراعات هم ضرور دی چه يوه کلمه د يوی بلې کـــــــــــــــــــــلمــــــــــــــــې
په شان ونه ليکو او څومره چه کيدی شی د الـــــــــــــــتباس او اشتــــــــــــــــــبا مـــــــــــــــــــــــــخه و نيسو.
مثلاًَ( پوښتنه) د تپوس په معنی او (پښتنه) د پـــــــــــــــــــــــــــــــــښتون مونثه کلمه با يد په ليکلوکښې
فرق ولری.
همدا رنګه (ګوډ) او (ګډ) بايد يو شان و نه ليـــــــــــــــــــــــکو او نه (پريښی ) لکه (پری ايښی)
وليکو.(نوې) دجديدپه معنی او (نه وی) د نباشد په مـــــــــــــــــــــــــــعنی په ليکلو کښې با يد فـــرق ولری.
په عربی، فارسی او پښتو ليک کښې داسی کلمات شته چه د لــــــــــــــــــيک له مـــــــــــــــــــــــــخې يې له
ځينو نورو کلماتو نه فرق نشې کـــــــــــــــــــــــــــيدای لکه (شير_شير) چه يوه کـــــــــــــــــــــلمه د پيو (شودو)
په معنی ده او بله د(زمری ) په معنی چه د محل او مقام له مخې ېئ معنی معـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــلوميږی،
مګر په پښتو ليک کښې دغسې التباس او اشتباه نسبتاًَ لږه پيښيږی ځکه چه په پښــــــــــــــــــــتوکښې
معروفه او مجهوله (ی) فرق لری يعنی (تېر) لکه (تير) نه ليکی.
همدا رنګه غړی لکه (غړۍ) نه ليکل کيږی او د تا نيــــــــــــــــــــــــــــــــــث (ی) مخصـــــــــــــــــــــــــــــوص
شکل لری . سره له دی بيا هم ځينی کلمات شته چه بايد د محــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــل او مقام له مخې يې
معنی معلومه کړو لکه : ( خوله ،خوله، خوله) په دی جملو کښې.
خوله يئ په وسوه _ په خوله کښــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــې ئې خبره نه دريږی_ خـــــــــــــــــوله ئې وکړه.
٦_ په پښتو کښی د نفی توری او د نهی توری ( نه _ مه) له افعالو څخه جدا ليـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــکل
کيږی لکه ( نه ځی،نه کوی _ نه وينی _مه وايه_ مه کوه_ مه ځه _ مه غواړه) مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــګر په
(نه شی، نشته، نکړی _مه شه_مکړه_ناخــــــــــــلی) کښـــــــــــــــــــــــــــی يې زياتر ه متصـــــــــــــــــــــــــــــــــل ليکی.
٧_ پښتو توری:
په پښتو کښی ځينی توری شته چی په فارسی کښې نشته.
ددغو تورو ځای پيژندل او په خپـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــل محل يې ليکل په پښتو املاء کـــــــــــــــــــــــــــــښې ډير
اهميت لری چه هغه دا دی :
ښ:- دا تو ری ځينې پــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــښتانه لکه : (خ) ته نزدې ادا کوی او ځــــــــــــــــــــــــــــــــــــينې يې
داسې تلفظ کوی چې اواز يې (ش) غوندې وی .
نو دغه دوه يا درې مختلف غږونه چه يو ځای بل ځای د لهجې د اختـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــلاف په
وجه د ځينو لغاتو په تلفظ کښې شته په ليک کښې ددغه توری په ليــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــکلو دغه اختلاف
له منځه تللی او د ليک يو راز ولی يې ساتلی دی .
دا توری په داسی لغاتو کښې ليکل کيږی : ( ښه _ لوښی _ اوښ ) چه څــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــوک يې
يو راز او څوک يئ بل راز تلفظ کوی .
کومه کلمه چې يوازی د ( خ ) يا يوازی د ( ش ) اواز لری هلــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــته دغـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه توری
نه ليکل کيږی لکه : ( خټه_ خاوره _ شګه_ شــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــولی ) په دغه اساس با يد ( خندل )
( خ ) او شندل په ( ش) ( وليکو او ښندل په ) (ښ) وليــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــکل شی چه په دريو اړو کلمو
معنا ګانی وسا تو .
ږ : _ دا توری هم ځينی پــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــښتا نه لکه ( ژ) او ځينـــــــی يې لکه ( ګ ) ادا کوی ، نو
ځکه په هغو کلما تو کښې ليکل کيږ ی چه د لهــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــجو د اختلاف په وجه دغه دوه اوازونه
ولری لکه ( ږلۍ _ لږ _ کوږ ) دغه توری هم په پښتو املاء کښې د لهجو د اختـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــلاف
مخه نيولی ده او د ليک يوالی يې ساتلی دی .
کوم کلمات چه يوازې د ( ګ ) يا يوازې د ( ژ ) اواز لری ، هلته دا تـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــوری
نه ليکل کيږی او هما غه ( ګ ) يا ( ژ ) ليکی لکه ( مالګه _ ګوړه_ ژبه _ ژرنده ) .
ځ : _ ددی توری اواز له ( ز) نه لږ غوندی دروند دی چه په ځينو پښتو کلما تو کښـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــې يې
ليکل ډير ضروردی لکه ځان ، ځنډ ، او داسی نور .................
په پښتو کښې ځينې کلمات شته لکه ( ځه ) چه د تللو امر دی چه په پښتو ( ځ ) ليـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــکل
کيږی ، که دا کلمه په ( ز ) وليکو نو ( زه ) د متکلم ضمير ترينه جوړيږی . همدغه شـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــان
( ځوړ ) که په ( ز ) وليکل شی نو د ( زوړ) سره مشتبه کيږی.
دا توری د پښتو په پخوانی رسم خط کښې ډير استعمــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــاليده اوس يې په ځينو
لغاتو کښې ځای ( ز) نيولی دی لکه :
زما،زغمل ،زمری ، زوی ، ګرزيدل او داسی نور ، دغه تغير او تــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــحول ته چه ګورو
داا ټکل کيدی شی چه څه زما نه وروسته به دغه توری له منځه ﻻړ شی او خــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــپل ځای به
( ز) ته پری دی ځکه چی ددی دواړو تورو تر منځ په تلفظ کښې دومره واضــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــح فرق نشته
چه هر څوک پورې پوه شی او له يوه کــــــــــــــــــــــــــــلی قانون ﻻندی را شی دلته چه کومه قاعده يو څه تطبيق
پيدا کوی هغه داده چه :
کوم کلمات چه په فارسی کښی په ( ج ) ويل کيږی او په پښتو کښې په ( ځ) نو هلتــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه با يد
همدغه پښتو ( ځ ) وليکو لکه :
ځوان _ ځان ، ځنګل او داسی نور ، سربيره په دې په هغو کلماتو کښې هــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــم ليکل ضرور
دی چه که په ( ز ) و ليکل شی ، نو له يوه بل پښــــــــــــــــــــــــــــتو لـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــغت سره التباس پيدا کوی
لکه ځړيدل ، زړيدل .
ځ : _ دا هم پــــــــــــــــــــــــــښـــــــــــــــــــــــــــــــــــــتو توری دی چه په فارسی او عربی کښې نشته تلفظ يې ( س ) ته
نږدې دې او ځنی کـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــسان يې په ځای د ( س ) توری استعما لوی که ددغه توری په ځای
( س) وليکل شی ، نو د ځـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــينو کلما تو معنی بدليږی لکه ( څټ_ څوک ) چه ( سټ _ سوک )
تری جوړيږی .
ډ،ړ ، ټ :_ دادرې توری په پښتو املاء کښې ډيره زيـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــاته برخه لری چه ځای
پيژندل يې ډير ضرور دی او صحيح تلفظ يې پکار دی لکه يو ليــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــکوال په ليکلو
کښې او ويونــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــکی په وينا کښې ( ټ) په (ت) او (ړ) په (ر) يا (ډ) په ( د) بدل کړی
د املا ء او دغه تلفظ صحيح نه ګڼل کيږ ی او په ځــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــينو لغاتو کښی د معنی د تغير موجب
کرزی لکه : وړ، ټول . ډار چه ( ور _ دار ) ترې جوړيږی .
ڼ _ : دا توری له ( ن) څخه دروند ادا ء کيږی لکه : ( مڼه ، بڼ ، تڼۍ ) پخوا نو لــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــيکوالو
او اوس ځينو ليکوالو دا توری داسی ( نړ ) ليـــــــــــــــــــــــــــــــــــکلی دی چه دوه توری ( ن ـ ړ) يئ يو ځای کړي دی
او د يو توری نوم يې پری ايښی دی د ا توری بايد په بســـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــيط ډول ( ڼ ) وليکو ځکه
چه په مرکب ډول يې ليکل په ځينو کلماتو کښې مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــشکلات پيښوی لکه : ( نړۍ ـ خونړۍ
کونړ ــ نړول ــ نړيدل ــ نړ ) او داسی نور :
و : ــ په پښتو کښې ځي کلمات شته چه ( و ) په کښې ليــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــکل کيږی او ويل کيږی نه
لکه : ( غونډ ـ لونګۍ ) چه ( و ) د لومړی توری پيښ ښــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــکاره کوی او په تلفظ کښی
برخه نه لری.
ځينی نور کلمــــــــــــــــــــــــــــــــــــات دی چه ( و ) پکښی نيـــــــــــــــــــــــــــمګړی غوندی ادا کيږی او د مجهول ( و )
په نا مه ياديږی لکه : (لور) د طرف په مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــعنی ، دغه راز (و) له معروف ( و) څخه فرق لری
او که د يوه لغت معنی لکه : (لور )چه په معروف (و) د دخـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــتر په معنی دې او په مجهول
ډول دطرف معنی پيدا کوی .
همدا رنکه ( سور ) او ( سور ) يا ( توره ) او ( توره ) بېل بـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــېل لغاتونه دې او بېلې معنی
ګانې لری .
ی ـ : دا توری په پښتو کښې په پنځه ډو لــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه دی چه نومونه يې دا دی : ( ملينه يا،
معروفه يا، مجهول يا ، تانيثی يا ، ثقيله يا ) دا پنځــــــــــــــــــــــــــــه ډوله يا ګانې پدی کلما تو کښې و ګوریء :
سړی ( مفرد ) سړې ( جمع ) ( مستې ــ خولۍ _ وا خلیء ) ددغو يا ګــــــــــــــــــــــــــــــــــانو په بد لـــــــــــــــــــــــــــــــون
کله يو لغت په بل لغت بد ليږی او په معنی تغير راځی لکه :
(مېنه ــ ميـــــــــــــــــنه ـ غړی ـ غړۍ ـ شړی ـ شړ ۍ _ وينی و ينیء ) ددغــــو يا ګا نــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــو
بر خه په پښتو ګرامر کښې هم ډيره زيا ته ده يعــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــنی مفرد جمع _ مذکر او موء نث فعل
او اسم ، غايب او مخا طب د همدغو يا ګا نو په وجه معلوميږی .
که دا يا ګانی په ليــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــکلو کښې فرق و نلری ، نو ( وړی ) او ( و ړیء ) به يو راز ليکو او
( راځی _ راځې _ ښی ـ ښۍ ) به په ليک کښې يو ډول وی .
ليکوال ګل پا چا ٌ الفـــــــــــــت ٌ
انتخاب جاويد شريف شينواری
نـــيټــه ( وخت ) ٨/٨/ ٢٠٠٥
[/size:a65b09d458][/size]
پښتون ځلمی
31.10.2005
سلامونه او نېکې هيلې
ډېره مننه ، ډېره پۀ زړۀپورې ليکنه ده او د املا اصول پۀ کې پۀ لنډو ټکو څرګند کړی شوي دي . زۀ يو څو پوښتنې لرم :
_ ډېر داسې وييزونه شته چې پۀ بېلو بېلو لهجو کې پۀ بېلو ډولونو تلفظ کېږي ، نو دا به څنګه ليکل کېږي؟ د چا پۀ لهجه؟ او موږ به څنګه پوهېږو چې کومه لهجه سمه (د ليکلو) لهجه ده؟ لکه : (موږ / مونږ) درواخلئ چې ډېر خلک يې مونږ تلفظ کوي، داسې برېښي چې موږ به سم وي خو بيا هم ...
يو څو نور لغتونه لکه شودې ، مستې ... موږ شودۀ او ماستۀ وايو . شودۀ خو به خير نور ډېر پښتانۀ نۀ وايي خو ماستۀ ډېر خلک وايي ، نو دا به څنګه ليکو؟
- لکه څنګه چې ما پورته پۀ دويمه کرښه کې (پۀ کې) ليکلی دی ، دا نا سم دی او (پکې) ليکل کېږي؟
- د (کې) او (کښې) ستونزه به څنګه شي، نن سبا ډېري ليکوالان ، کتابونه او رسنۍ (کې) ليکي او د مغربي لهجې خاوندان ښايي (کښې) و ليکي، نو يو ښوونکی به خپلو زده کوونکو ته کوم يو ور زده کوي؟ دواړه سم دي؟ مشرقي وال دې - کې - ليکي او مغربي وال دې - کښې - ليکي؟ کۀ څنګه؟
- (کړای شوی) او کۀ (کړی شوی) . کۀ (کړای) ليکل کېږي ، بيا به نو (ليکلی ، خوړلی او راغلی) هم (ليکلای ، خوړلای ، راغلای) ليکل کېږي ؟ او کۀ داسې ده چې پۀ ( ...ی) او (...ای) کې کوم ګرامري توپپر شته دی؟