د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

بې ثبتو وطنوالو ته بايد د ليکلو او نظر څرګندولو اجازه ورکړل شي!

م ن غروال
03.08.2005

محترم وطنمل صاحب!
تاسو به دا احساس کړۍ وي چې د ټول بحث خونو (فورمونو) څخه په زياته پيمانه ليکنې او نظر څرګندونې دلته ډيرې وې٠ ډيرو وطنوالو زړونه به مات شوي وي او د ټول افغان لوستونکي به مخ په کميدو شي٠
زه وړانديز کوم چې په دغه فورم کي بايد بې ثبته هېوادوال هم ونډه واخيستلای شي٠ نوره ستاسو خوښه!
په درناوې


ازادخيال
04.08.2005

محترم وطنمل صيب
زه دغروال صيب دوړانديز سره بشپړ موافق يم. دفورم دغه خونه دنورو په پرتله يوه ژوندۍ خونه وه او بحثونه يې خورا په زړه پورې اوخواږه وو اوهم دهرچا له پاره ورکې دنظرڅرګندولو شونتياموجوده وه. خواوس چې داسې نه ده ډير دخواشينۍ ځای دی او څنګه چې غروال صيب وايي دخلکو زړونه به مات کړي او هم به دلوستونکو په ترافيک کې څرګند کمښت راولي.
له عمرونو راهيسي زموږ درانه ليکوالان دحکومتي او ملايي حکمرانانودواکمنۍ او سانسور له لاسه دومره ځپل شوي دی چې تراوسه يې هم اغيزه ډيره ژوره ده اونشي کولای په ازادنه ډول ترخپل نوم لاندې اعتراضيه ليکنې وکړي. اوس چې دغه امکانات له نيکه مرغه د انترنيت په مټ شوني شوي دي اوټول افغان په دې باب تراوسه مخکښ رول لوبولی دی ، له منځه تلل به يې ډيرمايوسونکی وي.
که دليل داوي چې ځني خلک بد رد وايي، نو داخو دټول افغان نظر نه دی اودليکوال شخصي نظر دی نو دکوم تشويش ځای نه دی اوبل څومره چې موضوع دکشمکش
اوجنجال سره ملګري وي خوندوره اولوستونکی يي ډير وي. يوازې توصيفي او ملايي ليکني زموږ دردونه نشي دوا کولای اوډير ژرورڅخه خلک خسته کيږي.
اميددی چې وطنمل صيب خپل نظر ته بدلون ورکړي اودکوم نااهله له کبله نورو درنو ليکوالوته جزا ورنکړي..


ددرنو لوستونکو او ليکونکو په وياړ

ډاکتر وطنمل
04.08.2005

[color=blue:edfb3e9ce2]درنو او محترمو ورونو غروال صيب او آزاد خيال صيب او ګرانو لوستونکو ته سلامونه اوخپلې نيکي هيلې وړاندې کوم ![/color:edfb3e9ce2]

[color=cyan:edfb3e9ce2]مونږ خوښ يو چې ګران ليکونکي له نامه پرته ﻻ زياتې ليکنې کوي، خو که سره له دې هم د ټول افغان غړيتوب ولري تر دې به ﻻ زيات خوشحاله شو . نو مه پريږد ئ چې بي نومه ليکنې مو د غړيتوب سره مينه کمه کړي . تاسو ډول ډول امکانات لرئ چې هم پر خپل نوم غړيتوب ولرئ او هم ليکنې پرې وکړئ، تاسو په مستعار نوم هم غړيتوب لرﻻی شی او د مستعار غړي په توګه په هر فوروم کې ازادانه ليکنې کوﻻی شئ. تاسو د منطق پوهې او درناوي په فوروم کې په يوه مستعار نامه ليکنې کولی شئ او په پای کې بالکل بي نومه هم د پخوا په څير ليکنو ته دوام ورکولی شئ. په وروستي حالت کې به ښه داوي چې ليکنو ته مو يوه ثابته نمره ورکړئ او يا يې په الفبا يا A,B, C سره يې په ثابته توګه په نښه کړئ. يواځې ميلمه چې نه کوم توری او نه کوم لمبر ورسره غاړه وي ، بسنه نه کوي او د تيروتنو سبب ګرځي. ولې غړيتوب مو په تيره بيا کواندهغړيتوب مو د ټول افغان سره د مينې څرکندنه کوي او زمونږ د وياړسبب کرځي ، نو بايد له پا مه يې ونه غوځوئ.
نور په هر حالت دښاغلي ازاد خيال او غروال صيب وړانديځ به د درنو لوستونکو د خوښۍ له پاره په نږدې ورځو کې عملي بڼه خپله کړي . په درنښت . ستاسې
[/color:edfb3e9ce2][color=blue:edfb3e9ce2] وطنمل[/color:edfb3e9ce2][color=white:edfb3e9ce2][/color:edfb3e9ce2]


haq waiand
05.08.2005

وطنمله وروره له سلامونو او ګلونه وروسته دا دي دا مي هم د نوم ثبتول چه ته خوشاله شي٠ خو پخداي که څوک را نه د خير ورځ وګوري کوم چه ځانوته پروفيسران وايي اوبس په نورو وردانګي . ته اوس پتنګ ته وګوره چه څنګه ناوړه خبرې کوي ، نودا ته او خداي سړيتوب دي؟ ګوره پتنګ جانه په ادب غږيږه او تيری مه کوه کنه ولې مې تبيت خرابوي؟ باقي دي خوښه ده خو همدلته يم نور پوي شه نو .......
والسلام ، حق وياند
-----------------------------------------
حق ويانده وروره ټول افغان ته مو د راتګ هرکلی کوم ، زما سلامونه له نېکو هيلو سره ومنئ !
د پتنګ دواړه پارونکې ليکنې هم ړنګې شوې ، د راتلونکې له پاره ترې هم هيله کيږي چې که نيوکې هر څومره سختې کولی شي ودې کړي ، خو د شخصي تيري اود ناوړو ويزونو د کارولو اجازه ورته نشته او د تل له پاره دې پريږدي ! [color=white:193074df82] مونږ يواځې رغنده ليکنو ته ځای لرو[/color:193074df82] [color=red:193074df82]او بس ![/color:193074df82]


مړوند کوټه وال
06.08.2005

وطنمل صائب، دنوم ثبتولو کار مو د ټول افغان پاڼي د معياري ساتلو په اړخ يو ستر ګام بولم٠

برۍ مو په برخه

مړوند


haq waiand
08.08.2005

کوټه واله ولې خلک ازادو خبرو ته نه پريدې څه چل دی؟ ما خو ځان ثبت کړو دا نور به هم په قلاري قلاري راپيدا شي٠
وطمنل صيب مننه کوم ، خير دې وي درته، زما هرکلی دې وکړو ٠
بله خبره مې دا کوله کور دې له غنمو ډک شه، پريده چې خلک ازاد وغږيږي ولې خلک له ځان ځنې خپه کوي؟ کنځلو باندې ګلماله راکش کوه کنه ، نور نو څه کار لري؟
ګوره چه چخپيت مي نکړي٠ والسلام حق وياند



ع کريم حليمي
17.08.2005

د ټول افغان دمديريت و مقام ته په ډېر احترام يو پېشنهاد کوم
ډير محترم استاد وطنمل صاحب
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته !
زه ښه پوهېږم چه تاسو د لوړ تدبير څښتن ياست ٠ هرګز به ځانته اجازه ورنه کړم چه
ستاسو د تصميم مخالف سم
خو اخلاقي جرائت کوم ولي چه تاسو ليکلي وه چه :
[color=blue:4341bd90be]د ټول افغان سره د مينې څرکندنه کوي او زمونږ د وياړسبب کرځي ، نو بايد له پا مه يې ونه غوځوئ.
نور په هر حالت دښاغلي ازاد خيال او غروال صيب وړانديځ به د درنو لوستونکو د خوښۍ له پاره په نږدې ورځو کې عملي بڼه خپله کړي . په درنښت . ستاسې
وطنمل[/color:4341bd90be]

ستاسو په اجازه د مصلحت دنظام څخه وځم ٠ ستاسوتوجه د محترمو غروال صاحب ،ازاد نظرصاحب وليکني ته راګرځوم

[color=blue:4341bd90be]تاسو به دا احساس کړۍ وي چې د ټول بحث خونو (فورمونو) څخه په زياته پيمانه ليکنې او نظر څرګندونې دلته ډيرې وې٠ ډيرو وطنوالو زړونه به مات شوي وي او د ټول افغان لوستونکي به مخ په کميدو شي٠
زه وړانديز کوم چې په دغه فورم کي بايد بې ثبته هېوادوال هم ونډه واخيستلای شي٠ نوره ستاسو خوښه!
په درناوې
ازادنظرصاحب ليکلي چه :
زه دغروال صيب دوړانديز سره بشپړ موافق يم. دفورم دغه خونه دنورو په پرتله يوه ژوندۍ خونه وه او بحثونه يې خورا په زړه پورې اوخواږه وو اوهم دهرچا له پاره ورکې دنظرڅرګندولو شونتياموجوده وه. خواوس چې داسې نه ده ډير دخواشينۍ ځای دی او څنګه چې غروال صيب وايي دخلکو زړونه به مات کړي او هم به دلوستونکو په ترافيک کې څرګند کمښت راولي. [/color:4341bd90be]
او په اخير کښي بنده هم دوړانديز سره بشپړ موافق دې
په ډير احترام


م ن غروال
17.08.2005

محترم حليمي صاحب وروسته د سلامونو عرض کولو غواړم له تاسو مننه وکړم چې زما اند او خاطر مو وساته ٠
څوک چې د قلم ادب او دليکلو کلتور نلري او منطق يې په سپکو او توهينو او په بداخلاقيو وي هغه خو د يوه ويروس په څېر کيداي شي هر چيرته رازرغون شي چې بيلګه يې تاسو وليدل په سياسي ټولګي بحثو فورم کي!
چې نه مسلمان داسي وي او نه پښتون! او نه هم انسان! اما بيا هم د ښاغلي وطنمل صاحب خپله خوښه ده٠
البته غوره به دا وای چې هره ليکنه او هر ځواب د وطنمل صاحب له سترګو لومړۍ تيرېدای او بيا خپريدای خو دا وخت او ناستې ته اړتيا لري چې هره ورذ او چو ساعته به د کمپيوتر تر شا سړۍ ناست وي، که نه ښه خو به همداسي وای او له هر ډول ناخوښونکو او تېريو او سپکو به ډډه وشي٠
[color=blue:4ffe21a943]زما په اند د سپکو سپورو د مخنيوي لپاره له ټولو غوره او مناسبه لار دا ده چې ټول افغان د ليکونکي مکمل او درسته او صحيح پته او د کور د تيلفون نمره ولري٠ او داسي ژر ټول افغان ته ننوتل به نه وي لکه اوس چې دي٠ او که چا داسي شخصي تېرۍ وکړ او له بدو الفاظو يې کار واخيست کيدای شي قانوني هم ورڅخه پوښتنه وشي او ټول افغان به رسوأ کړي چې دا ځوان او دا يې هم د قلم ادب او د ککرۍ هم منطق! چې بي به د ګېلې کوم حق نلري ٠[/color:4ffe21a943]
بيا که په مستعار نوم ليکنې کوي او يا هم پخپل نوم، هغه به هيڅ پروا هم ونلري٠ البته دا به ټول له ټول افغان سره پټ ساتل کيږي او پرته د ټول افغان د مسئول څخه به بل هيچ چاته دا آدرسونه نه ښکارول کيږي ٠ که داسي وشول نو فکر کوم د دومره نهايت بې ادبيو مخه به هرومرو نيول کيږي ٠
هيلمن يم ټول افغان پدې هکله يو ځل له سره غور وکړي او د خويندو او وروڼو اند راټول کړي٠
په درناوې
م ٠ ن ٠ غروال


نقاد
17.08.2005

درنو او قدرمنو ورونو محترم حليمي صاحب ، ښاغلی غروال او ګرانو لوستونکو ته له سلامونو وروسته دا عرض کوم :
ښاغلي وطنمل صيب خو ستاسو او نورو منلو ليکونکو په غوښتنه ژمنه کړې چې پر منطق پوهې او درناوۍ د وﻻړو بحثونو فورم به بيرته د پخوا په شان آزاد کړي .
خو يو څه چې زه د بي نومه ليکنو له بندولو راهيسې وينم هغه دا دي چې په يوه ټاکلي نامه چې اصلي وي ا و که ستعار ، اوس ليکنې زياتې شوي دي . اوس لږ تر له د يوې ليکنې مسول مالوميږي ، حال داچې په بي نومه حالت کې به چا مستعار نوم هم نه کارولونو هر چا به د خپلې ليکنې د مسوليت پروا هم نه درلوده !
اوس که يو ليکونکی زياتی کوي ، نو پټوﻻی يې نشي ، اړوځي چې ځواب ووايي او د ادابوله چوکاټ څخه هم د وتلو زيات جرئت ونکړي ، مګر داچې خپله ليکنه له ړنګيدو سره مخامخ کړي .
خو بيا هم زه په خپل وار په نوموړي فوروم کې د بي نومه ليکنو د آزادۍ پلوی کوم
او تاييدوم يې ، خو لږ ترلږه دې هر سړی ځان ته يونوم يا يوه نمره غوره کړي !
که د روانې ونۍ تر پايه پورې په يوه مستعار نوم سره ليکنې پيل شي بده به نه وي . د وطنمل صاحب پاملرنه غواړو . والسلام !


Anonymous
22.08.2005

له وطنمل صيب څخه مننه کوو چې دغه فوروم يې بيرته په لومړي آزاد شکل پرانيست . هيله کوم هر څوک يو مستعار يا اصلي نوم او يا يو توری يا يوه ګڼه و کاروي ، څو چور بور بي نښې اوبي نښانه ليکنه ونکړي چې دځواب په وخت کې ستونزې رامنځته کوي .
درنو لوستونکو او ليکونکو دوستانو او عزيزانو!
بايد کلک په پام کې ولرو چې :
١[color=white:af10be55ea]ـ پر چا اندې دشخصي تنقيد له پاره دې څوک ليکل نه کوي
٢ـ بي معنی ، ګنګې او بي ثبوته ليکنې او ادعاګانې منع دی .
٣ـ وطنمل صيب بايد هره او د هرچا لي ليکنه ړنګه کړي چې بي نزاکتي په کې وي او يا د چا درناوی پکې له پامه غورځول شوی يا پايمال شوی وي ![/color:af10be55ea]
پر درنښت او سلامونو !


Anonymous
12.09.2005

غروال صاحب ليكي: (تاسو به دا احساس کړۍ وي چې د ټول بحث خونو (فورمونو) څخه په زياته پيمانه ليکنې او نظر څرګندونې دلته ډيرې وې٠ ډيرو وطنوالو زړونه به مات شوي وي او د ټول افغان لوستونکي به مخ په کميدو شي٠
زه وړانديز کوم چې په دغه فورم کي بايد بې ثبته هېوادوال هم ونډه واخيستلای شي٠ نوره ستاسو خوښه! )

محترم غروال صاحب كه فورم هغه مخكني حالت واړول ِشي ډیرښه به وی که څه هم ليكني لږوی
ابو محمود


Anonymous
12.09.2005

محترمو/ وطنمل صاحب ، حليمى صاحب ، نقاد صاحب ، اذاى خيال صاحب او درنو لوستنكو زه دوطنمل صاحب غوښتنه كوم چی فورم هغه مخكني حالت واړول ِشي ډیرښه به وی که څه هم ليكني لږوی لاکن چی هر یو دخپلی لیکنی مسئولیت په غاړه ولری تاسو خپل نظر څرګند کړی

ابو محمود


م ن غروال
12.09.2005

محترم وطنمل صاحب سلامونه ومنئ!
لکه څنګه چې ښاغلي ابو محمود ورور
[quote:29083f6b05]محترم غروال صاحب كه فورم هغه مخكني حالت واړول ِشي ډیرښه به وی که څه هم ليكني لږوی
ابو محمود[/quote:29083f6b05]
يادونه کړې ده ٠ زه نور څه نشم ويلۍ خو چې :
[quote:29083f6b05]غرواله ستړۍ مشې ، بيا دۍ وويشته أأأ،[/quote:29083f6b05]دغه ته به دمنطق او اخلاقو نوم ورکړم او دده شخصي کورنۍ تربيه، او که پښتون وي نو دا يې هم پښتونولي! او دا خو لا هيڅ هم ندي چې نورو خبرو ته سړۍ پام وکړي نو سړۍ به ووايي لکه چې کوم بل ځاي کي د نورو او په دا ډول ککړ شوؤ اخلاقو خلکو سره ناست يم٠
ددې حيأ نلري چې هېواد په کومو ناخوالو راګير دي او خلک په کومو غمو اخته دي او څومره بې ګناه يتيمان کونډې او معيوبين لرو او د ټول افغان پاڼه چې په ريښتيا د هېواد د سولې ثبات ملي يووالي او همدا ډول د پښتو ليکوالو او وروڼو او خويندو لپاره د افکارو او مختلفو اندونو د راکړې ورکړې يوه نړېواله په پښتو ښکلي ملي خپلواکه پاڼه ده، ورڅخه د معقوليت او علميت درسته او سمه ګټه پورته کړو، بس هسې بې ځايه به هغه ليکي چې هم ځان سپکوي او هم پښتو خوږې ژبې ته يو خيانت!
بعضو د ميلمه په نوم وروڼو ليکنې په واقعيت کي د ادب او اخلاقو او افغاني کلتوره وتلي هغه کلمات دي او داسي څه ليکي چې نه په موضوع اړه لري او نه يې هم نور څه په ککرۍ کي وي چې د منطق او استدلال له مخې په يوه موضوع کي ورسره بحث وشي٠ بس يوازې شخصي تېرۍ او نامرده عمل! که د پښتون ميړه وي نو بيا دې خپل اصلي نوم پته او نور پيژندګلوۍ څېره معلومه کړي بيا يې خوښه چې څه ليکي او څه هم نه ليکي٠
له ټولو مهم ما دا غوښتي ؤ چې بې ثبتو وطنوالو ته هم بايد د ليکلو اجازه ورکړل شي خو کله چې له دغه امتياز څخه پدغه شکل ګټه پورته کيږي نو غوره به وي چې بې ثبته ياران نور د ليکلو څخه منع کړاي شي٠
د ثبتولو په هکله هم بايد خپل اصلي نوم او مستعار نوم او پوره د اوسيدلو پته ورکړي ، که نه نور به ټول افغان ته ننوتل غير ممکن وي٠ او هغه هم داسي اتوماتيک نه، بلکه دده ثبتول به د ټول افغان د مدير او ستاسو د سترګو تيريږي وروسته له هغې به تاسو هغه ته د ټول افغانن ننوتې اجازه ورکئ او يا هم نه!
ډره به ښه وي که د تيلفون شمېره يې هم تاسو سره خوندي وي٠
څوک چې د ليکلو او د بحث استعداد نلري او منطق او علم يې هم يوازې بد رد ليکل وي نو تاسو ته به معلوم وي چې څوک څه ليکي او بس!
که نه نور ددغو خلکو مخ نيوۍ به محاله خبره وي٠
نو زه دلته د ابو محمود ورور سره نور بشپړ موافق يم٠
په درناوې
غروال


Anonymous
12.09.2005

ښاغلې غروال صېب سلام !

محترما ، زه فکر کوم چه فوروم بايد خپل ازاد خصوصيت وساتي او که ازادي پکی نه وي نو بيا سړې ولی خپل وخت ضايع کړي ٠

زه ستاسو د وړانديز مخالف يم اوددې فوروم د يوازاد غړي په حيث دخپل شخصي معلوماتو دخوندي ساتلو حق لرم ٠ هغه به کوم ساده وي چه خپل نوم ، کسب ، ادرس اودتليفون نمبر دی په هر فوروم کی ثبت کوي ٠ زما دوستان هيڅکله داسې کار نه خوښوي ځکه چه مونږ ټول فکر کوو چه که غلطي راڅخه وشي يا مو ليکنې د چاد سياست ، ذوق اوعقيدې سره برابرې نه وي نو کېدای شي د شخصي کينو اودوښمنيو سبب وګرزي ٠ نوښه داده چه پرته له ډاره بې ريا ليکنې وشي ٠
زه د هر چا ليکنې لولم ، ولو که هرڅوک وي او بهتره همداسې ده ٠
حق او عدالت هم دا اجابوي چه تر ټولو لوی جنايت کار هم موقع ولري چه د خپل ځان څخه دفاع او نظرڅرګند کړای شي اوترټولو لوی قاضي ورته غوږ شي ٠

په درناوي

امبارکوه


م ن غروال
13.09.2005

ښاغلۍ امبار کوه وروسته له سلامو!
وروره که د دې بحث په سر کي مو لوستي وي نو ما وغوښتل چې بې ثبته وروڼه هم بيا ليکل وکړای شي ٠
د منع کولو لپاره ډير علتونه شته، هغه دا چې له بده مرغه ځنې بې ثبته ياران داسي په نيغه شخصي تېرۍ وکړي چې نه انسانيت ته پاتي کيږي او نه هم پښتونولې ته!
او نه پکي د منطق څه وي او نه هم د استدلال! نه يې د بحث کولو ځاي معلوم وي او نه يې هم خبرو کومه اړيکه! نه نوم ليکي او نه هم ځاي! بس چې څه يې خوښه وه او هر چيرته يې چې خوښه وه او هر څه يې په زړه راتلل لګيا به وي نور نو نه يې په منفي اغېزو پوهيږي او نه يې هم د خپلې ژبې په درنښت!مونږه که د کومو ډلو مشران په ( خائين وطنپلورنکۍ قاتل )او په دا ډول نورومتهمو نامو يادوؤ، مهرباني دې وکړي دلايل دې وړاندي کړي د منطق بحث فورم دي او په منطق دې داسي ځواب راکړي چې خوله مو وازه پاتي شي سترګې مو روښانه شي او ککرۍ ته مو هم عقل راشي٠ داسي وړانديز مونږ تل درلودلای دي٠ نو بدو الفاظو ته څه اړتيا ليدل کيږي؟
[quote:be7e4f389a]مونږ ټول فکر کوو چه که غلطي راڅخه وشي يا مو ليکنې د چاد سياست ، ذوق اوعقيدې سره برابرې نه وي نو کېدای شي د شخصي کينو اودوښمنيو سبب وګرزي ٠ نوښه داده چه پرته له ډاره بې ريا ليکنې وشي ٠
زه د هر چا ليکنې لولم ، ولو که هرڅوک وي او بهتره همداسې ده ٠ [/quote:be7e4f389a]وروره په مستعار نوم دې يې ليکي خو د ده اصلي نوم بايد په ټول افغان کي د اصلي د پاڼې له مشرتابه سره پټ او د نه څرګندولو حقوق به يې په پام کي نېول کيږي خو که له بړستنې يې پښې اوږدې شوې نو بيا به ورته ويل کيږي چې مقابل لورۍ که دحقوقي پروسي غوښتونکۍ شي بيا به ګيله نه کوئ٠ دلته چې څوک څه ليکي نبايد وښکنځل شي او شخصي تېرۍ پرې وشي٠
او که دا مونږه وؤ او دا مو هم منطق چې پرته له شخصي تېريو او تهديدولو او سپکو سپورو نور څه د ليکلو لپاره ونلرو نو د ټول افغان مسئولين بله بوختيا او نور چاپېريال او کورنۍ مسئوليتونه لکه چې ژوند کي نلري بس ټوله ورځ بايد ټول افغان ته ناست وي او زمونږه بدبويه ګلان به راريبي؟ آخر پايله به يې دغه پښتو پاڼې ته څه وي؟ او داسو بې ادبيو ګټه به په څه کي وي؟ زمونږ د ليکنو او افکارو مخه به راونيسي؟ او ايا به د خپلو افکارو له امله سر څوک راڅخه پرې کړي؟ او يا به مو د قلم له ډګر څخه وشړلای شي؟
په هر حال ! له دغې پاڼې کيدای شي ډيره غوره مناسبه او ګټوره، معقوله علمي او څېړنيزه، ملي خپلواکه او د هېواد پالنې د جګړې د غندلو د جانيانو او قاتلينو او د ملي خائينانو د رسوأ او د هغوئ د محاکمې لپاره، او دداسو نورو د وطن سياسي او فرهنګي او اقتصادي چارو کي د ادب او مقابل درناوۍ په درلودو سره ترې يوه صحيح استفاده وشي٠
هيله کوم نور ليکوال وروڼه دې هم خپل وړانديزونه وليکي او ټول افغان به خپل تصيم ونيسي٠ زما يوازې وړانديز دي او بس! نوره نو ستاسو خوښه!
په درناوې
غروال


Anonymous
13.09.2005

درنو ليکوالو او قدرمنولوستونکو
زه دغفوري صيب دليکنې سره موافق يم. که داپاڼه څانته يوه ناپييلې او ازاده انترنيټ پاڼه وايي نوبيا دومره غيرشديد حساسيت ښکاره کول(خصوصا دچپي نظرياتو په باب) ډير ناهيلی کونکی دی. دغروال صيب ليکنې له بده مرغه که څه هم په ښکاره ځان دديموکراسۍ پلوی بولي خو په واقعيت کې دبنسټ پالنې له کرغيړنې روحيې نه ډکې دي. او وطنمل صيب چې له ليکنو څخه تراوسه ډير معتدل ښکارېده ښکاري چې د غروال صيب تر اغېزې لاندې راغلی دی.
دغروال صيب ډېرې تندې ليکني دحبيب منګل او بابک په وړاندې خورا نامناسبې وې. دبابک ليکنه دپرچميانو په نمايندګۍ نه ښکارېده خو دليکنې طرز يې په ملايي سبک نه و په کومه کې بايد څوځلې داسلام او اسلاميت نوم واخيستل شي (لکه چې ببرک کارمل په هره وينا کې د شوروي ددوستۍ نوم اخيست). نو له دې امله دغروال صيب حساسيت يې راوپاراوه ، خو پخپله دهغه دليکنې لهجه ډېره سپکه وه او بايد ليکنه يې د حبيب منګل په څېر ړنګه شوی وای خو داسې ونه شوه.
زه پرچمي نه يم ، له پرچميانو نه مې بد راتلل، په مايي شخصا ظلمونه کړې ،خو ددې سره سره مې له مجاهدينو نه مې ډېره کرکه درلوده. په دې کې شک نشته چې دخلق ديموکراتيک ګوند به په افغانستان کې ډير ظلمونه کړي وي خو دا بايد له ياده ونه ويستل شي چې ددوی په وړاندې دغرب او ای ايس ای تر مستقيمې ادارې لاندې پراخه خونړۍ جکړه روانه وه او هررژيم دڅانه ددفاع له پاره په پرمختيايي نړۍ کې دخشونت نه هم کاراخلي(که څه هم بايد داسي نه وای او زه يې په خلاف يم).

مجاهدينو که به يو روسی او يا افغن نظامي واژه نو په څنګ کې به يې لس ملکي وکړي په راکتونو او بمونو الوزول، دخلکو په کورو ننوتل او لوستي کسان به يې دکافرانو په نوم که څه هم به ګونديان نه و له تيغه تيرول. ډير دغسي دوستان مې دلاسه ورکړي او دهغوی دوحشت ډيرې بې شماره کيسې چې زما دسترګو ليدلي حالات دې اودتاويلې او ماويلې خبره نه ده په ياد کې لرم.

غروال صيب دخلق او پرچم ټول ګوند (د قاتلانو دګوند) په نوم بللی چې دايوه ناڅوانمردانه حمله ده . ډير پاک نفسه کسان هم په ګوند کې موجود و. داګوند دنړيوال سيستم (سوسيالستي بلوک) دهغه وخت يوطبعي انعکاس و چې په هرهيواد کې داسې ګوندونه موجودو . په افغانستان کې يوه نظم او نظام اواردو موجوده وه اونوردولتي او ټولنيز جوړښتونه هم فعال وو. برخلاف مجاهدينو څه وکړل؟ هرڅه يې دپاکستان داستخباراتو په دستور له منځه يونه وړل؟؟ که چپي حکومت داقتصادي – تولنيز نظام ديو خاص مودل له پاره هلې ځلې کولې ، ايا مجاهدينو کومه اجندا درلوده؟ دلسو نه زيات تنظيمونه داسلام په نوم څه مانا؟ لس اسلامه؟ ايا دوی رښتيا دهيواد ازادۍ مبارزين وواو که دقدرت وږي؟ دوی دغرب او پاکستان اجيران وو او که دازادۍ دلارې مجاهدين؟؟

که دکمونستانو لاسونه د مړوندو پورې په وينو سره دي نو دمجاهدينو ترڅنګلو. او که دانصاف په تله کې واچول شي نو د مجاهدينو جنايات څومرتبې درانده دي.
که نن دمجاهدينو دغه په نامه مشران چې لاسونه يې په وينو سره دي او نړيوال بشري سازمانونه يې نومونه هم اخلي په انتخاباتو کې اشتراک کوي نو بيا ولي پخواني چپي ګوندونه چې اکثره غړې يي لوړ تحصيلات لري دغروال صيب په نظر بايد له ټاکنو او سياسي ژوند نه محروم شي؟؟

اوس خو دکمونيزم او سوسياليزم نړيوال نظام هم نشته او نه له بهر نه تمويل کيدې شي. داکسان نوې مفکورې لري نوپريږدی چې سياسي ژوند ته راداخل شي او هيواد ته خدمت وکړي. چا که جنايت کړی وي هغه به اشخاص وي او يوه ورځ به ورسره محاسبه وشي که په ګوند کې وي او که بې ګونده.

غروال صيب وايي چې پرچميانو روسان راوستل. نه غروال صيب داسې نه ده. روسانو پرچميان راوستل. ببرک په روسي ټانک کې سپور راننوت. روسانو بريد وکړ او کارمل يې په تخت کيناوه.

غروال صيب اجازه ورکړی چې دافغانستان ټول وګړي بې له کومه توپيره په سياسي او ټولنيز ژوند کې برخه واخلي.باور وکړی چې يوازې په ملايانو او ږيرو رو داوطن نه اباديږي. هغوی ازموينه ورکړه او تراوسه په هيڅ کوم هيواد کې نه يوازې داچې دوی بريالي نه و بلکې داسلام په نوم يې هيوادونه بې اسلامه کړل. ايا ښه مثالونه يې دپاکستان اسلامې، دايران اسلامې او دافغانستان اسلامې نظامونه نه دي؟؟؟
ستاسې دليکنو داسې جملې لکه :( مسلمانو خويندو او ورنو... ) پس هندوان وطنوال مو څه کړل؟ بل ځای ليکی: (اسلامي محکمه...) مقصد مو څه دی ؟ ښه به نه وای چې مو دملی محکمې نوم اخيستی وای؟ تاسې دخپلو ليکنو په اخر کې ليکی چې : (اسلام دټولو نيک مرغيو ضامن دی) . غروال صيب که داسې وي چې موږ ټول نور علوم پريږدو او يوازې داسلام دزده کړو پسې شو. دادطالبانو نظر و چې هرڅه يې داسلام دنامه نه قرباني کول خو په دې فرق چې تاسې ورسره دديموکراسۍ ناره هم وهی، چې دواړه سره سم نه جوړيږي.
ښه به وای که مو خلک علم ته رابللی وای او پوهه مو دنيک مرغۍ ضامن بللی وای . موږ خو 1400 کلونه مسلمانان يو. ايا دا بنيادګرۍ ته د خلکو درابللو مانا نه لري؟؟

غروال صيب ! کله چې طالب جان ديولسم د سپتمبر بې ګناه قربانيانو وژل شرعي وبلل نو تاسې هم مخالفت وکړ، هو دا کرکې وړ يو نظر و خو کله چې هغه دټول افغان څخه ديوې مودې له پاره بستره بار کړه نو تاسې ورپسې ډېر خپه شوی او له هغه نه مو وغوښتل چې بيرته راشي. کله چې يې سر اوکله بيا راووته نو تاسې ورته تودهرکلی ووايه. نو ايا دچپيانو ليکنې دطالب جان ددې ليکنې نه هم بدې دي چې تاسې يې په کلکه مخالف ياست؟؟؟ داسې ښکاري چې دننه دزړه په تل کې اخواني او طالب ډول افکار و سره مينه لری ، خو که کوم چپي تيپه ليکنه وګوری نو سانسور، دخلکو د نومونو سبتولو او کنترولولو ته وطنمل صيب رابولی. داهم ديموکراسي؟ دا ديموکراسۍ کوم ډول دی؟ بابک ته مو په ديکتاتوري ژبه دځواب ويلو 24 ساته مهلت ورکړ. په کوم حق؟؟ زه بابک نه پيژنم خو ليکنې يې يو نوښت و او زما خوښې شوې چې ورباندې بحث وشي که څه هم دمحتوياتو سره يې پوره موافق نه وم.

رابه شم وطن مل صيب ته. هغه ليکي چې دخلق ديموکراتيک ګوند لا تراوسه دملي او نړيوالو محکمو نه براإت نه دی اخيستی نو له همدې امله تراوسه دډيرووژنو او ورانيو مسول ګنل کيږي. وطن مل صيب! ګناه ګار هغه څوک دی چې محکمه يې حکم وکړي.خو تراوسه داسې کوم حکم نه دی شوی نه څنګه تاسې هغه مجرم بولی؟ او که داسې وي نو بيا بايد طالب جان ته هم دليکنو حق ورنه کړی او هم نورو تندلارو ته چې دبيلابيلو ګوندونو استازيتوب کوي.
پورته ليکنه مې په دې مانا نه ده کړې چې زه ګوندې دخلقيانو او پرچميانو پلوی يم. ولي نني حالات دا ايجابوي چې بايد په سړه سينه او زغم سره ديوپراخه سياسي پلوراليزم کلچر په افغانستان کې رامنځ ته شي او هرجنايت کار په انفرادي توګه محکمې ته کش او دخپلوجرمونو ځواب ووايي. ډله ايزه اتهامات دګټې په ځای تاوان رسوي او وضعه لا کړکيچنه کوي. او که خبره ډله ايزه شي نو بيا کومه ډله له ګناهونو خالي ده؟؟
په درنښت



ع کريم حليمي
14.09.2005

درنو ليکوالو او قدرمنولوستونکو سلام
تاسو(ش ي)ته ښې هيلي !
[quote:83ccea51f7]زه دغفوري صيب دليکنې سره موافق يم. که داپاڼه څانته يوه ناپييلې او ازاده انترنيټ پاڼه وايي نوبيا دومره غيرشديد حساسيت ښکاره کول(خصوصا دچپي نظرياتو په باب) ډير ناهيلی کونکی دی. دغروال صيب ليکنې له بده مرغه که څه هم په ښکاره ځان دديموکراسۍ پلوی بولي خو په واقعيت کې دبنسټ پالنې له کرغيړنې روحيې نه ډکې دي. او وطنمل صيب چې له ليکنو څخه تراوسه ډير معتدل ښکارېده ښکاري چې د غروال صيب تر اغېزې لاندې راغلی دی. [/quote:83ccea51f7]
نه داسي نده ! اول دلته ډيموکراسي مطرح نه ده ٠ دازادۍ خبره ده٠
غربي ټولني ډيموکراس نظامونه لري ٠ او مطبوعاتي ،دبيان ازادي هم لري ٠
د کلام ،خبرو ازادي بياهم اصول ،قانون اخلاق لري ٠
د خلق ،پرچم ملي حزبونه نه وه اونه دي ٠ ! تاسو هم اشاره ورته کړې ده ((داګوند دنړيوال سيستم (سوسيالستي بلوک) دهغه وخت يوطبعي انعکاس و چې په هرهيواد کې داسې ګوندونه موجودو ))
راسئ وليکۍ چه روسئ نظام يو د ښونظاموڅخه وو ٠ نوبه خبري پر وکړو
دې ته وايي بحث !
او که يو پرچمی يا خلقی را ولاړيږي اوتنوير ،تبلغات حزبي کوي ٠ او ټول افغان ويب
پاڼه استعمالوي ٠ که د ټول افغان اداره تاسوته اجازه درکوي ٠ نو خپل ارزښت به دلاسه ورکړي ٠ که چيري پرچميان غواړي چه تنوير وکي ٠ نو مصرف ، وخت دي ورته
کښېږدي ځانته دي د د پرچم ،خلق ويب پاڼه چوړه کړي !
او که اداره د ليکوالو اندته په ښه سترګه ونه ګوري ممکن تاسو او د ټول افغان اداره
به يوازي پاته سۍ ٠
[quote:83ccea51f7]دغروال صيب ډېرې تندې ليکني دحبيب منګل او بابک په وړاندې خورا نامناسبې وې. دبابک ليکنه دپرچميانو په نمايندګۍ نه ښکارېده خو دليکنې طرز يې په ملايي سبک نه و په کومه کې بايد څوځلې داسلام او اسلاميت نوم واخيستل شي (لکه چې ببرک کارمل په هره وينا کې د شوروي ددوستۍ نوم اخيست). نو له دې امله دغروال صيب حساسيت يې راوپاراوه ، خو پخپله دهغه دليکنې لهجه ډېره سپکه وه او بايد ليکنه يې د حبيب منګل په څېر ړنګه شوی وای خو داسې ونه شوه. [/quote:83ccea51f7]
ما نه غوښتل چه ستاسو په ليکنو ،بحث کي در ګډ سم ٠ په ليکنو کښي کفر ،الحاد
ښکاريدۍ ٠ (اعدام چه حد شرعي دۍ ) تاسو يا پرچمي ليکول د اعدام حکم کمبله ټولول غوښته ٠
دا د بابک ليکني ټولي خزبي تنوير وو نه بحث !
يوه پوښتنه کوم ٠ که تاسو يو ملي مجلس جوړکړي وي ٠ داسي نفر ته به وخت ورکړي
چه ستاسو د مايکرافونه څه ستاسو د وخت څه استفاه وکي اود پرچم د کنګرې
قطعه نامه قرائت کړي ؟
او هغه خلګ چه تاسو ودې ملي مجلس ته راغوښتي ٠ دغه خلګ د مجلس به تاسو ته
د دوهم مجلس د پاره بيا حاضر سي ٠ ؟؟؟ تاسو ته به سامعان دمجلس په کومه سترګه وګوري ٠ زه وايم چه مجلس به پرچميانو پهنامه ياد سي ! که څه هم ستاسو مجلس ، جلسه به ملي وي
چپئ فکر لکه تور رنګ چه زر واره سپين رنګ په ګډسي نه سپين کيږي !
حبيب منګل ،٠٠٠٠ دي بحث ته راسي نه تبلغ ته ٠ تبلغ دي په خپل ويب کښي کوي
او بحث دي زموږ سره په ټول افغان کښي ٠ نو به دانشمند غروال صاحب تندي ليکني
نه کوي ٠ نامناسبي ليکني بايد داسي جواب سي ٠ لکه ځواب شوي چه دي ٠
وليچه دا سايټ د پرچم د پاره ندۍجوړ شوۍ ٠ د ملي يا د ملي خلګو د پاره ځای په کښي سته نه ، او پرچميان او خلقيان دي بحث وکړي نه تنوير، او د کنګرو اعلانونه !
[quote:83ccea51f7]زه پرچمي نه يم ، له پرچميانو نه مې بد راتلل، په مايي شخصا ظلمونه کړې ،خو ددې سره سره مې له مجاهدينو نه مې ډېره کرکه درلوده. په دې کې شک نشته چې دخلق ديموکراتيک ګوند به په افغانستان کې ډير ظلمونه کړي وي خو دا بايد له ياده ونه ويستل شي چې ددوی په وړاندې دغرب او ای ايس ای تر مستقيمې ادارې لاندې پراخه خونړۍ جکړه روانه وه او هررژيم دڅانه ددفاع له پاره په پرمختيايي نړۍ کې دخشونت نه هم کاراخلي(که څه هم بايد داسي نه وای او زه يې په خلاف يم). [/quote:83ccea51f7]
هو پرچمی نه ياست ٠ اما خوشبينه رامعلومېږي ٠ د ليکني څخه
او هغه وخت رژيم د دفاع حق لري چه منتخب رژيم وي ٠ هغه رژيم چه کوديتا کړې وي
دفاع ته ئې دفاع نه ويل کيږي ٠ قدرت او نظام خلقيانو په نامشروع ډول ترلاسه کړۍ
ملي او د اقوامو حکومت خلقيا نو چپه کړي ٠ ملت دفاع کوله !
[quote:83ccea51f7]مجاهدينو که به يو روسی او يا افغن نظامي واژه نو په څنګ کې به يې لس ملکي وکړي په راکتونو او بمونو الوزول، دخلکو په کورو ننوتل او لوستي کسان به يې دکافرانو په نوم که څه هم به ګونديان نه و له تيغه تيرول. ډير دغسي دوستان مې دلاسه ورکړي او دهغوی دوحشت ډيرې بې شماره کيسې چې زما دسترګو ليدلي حالات دې اودتاويلې او ماويلې خبره نه ده په ياد کې لرم. [/quote:83ccea51f7]
ايا ستاسو سره ئې حل وو چه ملکي افراد نوای مړه سوي ٠
چه خلق او پرچم خلګ په بلدوزر پر ژوندي خلګو چلاوه او تر خاور ئې لاندي کول
کومه اجازه وه ورسره يا يو اګر مګر
ملي او اسلامي مقاتلينو خو يو شرعي اګر مګر درلودۍ ٠ اما نن ئې بيا نه لري
هغه خلګ دي ٠ نن په غارونو کښي دي ٠ که لږ مشروعيت څوک ولري ٠ نوبيا هم يو څه سترګي به لري ملت ته ٠
[quote:83ccea51f7]غروال صيب دخلق او پرچم ټول ګوند (د قاتلانو دګوند) په نوم بللی چې دايوه ناڅوانمردانه حمله ده . ډير پاک نفسه کسان هم په ګوند کې موجود و. داګوند دنړيوال سيستم (سوسيالستي بلوک) دهغه وخت يوطبعي انعکاس و چې په هرهيواد کې داسې ګوندونه موجودو . په افغانستان کې يوه نظم او نظام اواردو موجوده وه اونوردولتي او ټولنيز جوړښتونه هم فعال وو. برخلاف مجاهدينو څه وکړل؟ هرڅه يې دپاکستان داستخباراتو په دستور له منځه يونه وړل؟؟ که چپي حکومت داقتصادي – تولنيز نظام ديو خاص مودل له پاره هلې ځلې کولې ، ايا مجاهدينو کومه اجندا درلوده؟ دلسو نه زيات تنظيمونه داسلام په نوم څه مانا؟ لس اسلامه؟ ايا دوی رښتيا دهيواد ازادۍ مبارزين وواو که دقدرت وږي؟ دوی دغرب او پاکستان اجيران وو او که دازادۍ دلارې مجاهدين؟؟ [/quote:83ccea51f7]
د مالګي په کان چه هرشئ ورننوځي مالګه کيږي ٠
هغو خلکو چه په ښکاره ناره کړې چه نور زه پر چمی يا خلقی نه يم نو هغه دي ووايي
نو بيا د ملت خوښه ده٠ چه قاتل ئې بولي که نه ٠
هغه خلقيانو چه ولسواکۍ ته غاړه کښې ښول ٠ که شاعر دۍ که ليکوال ٠ملت ئې اشعار ، ليکني په خوندلولي ٠
اجماع سوې وه چه احزاب دي ١٠ يا ٠٠٠ وي که يوخزب وای نو kgb لار پکښي پيداکول ٠

[quote:83ccea51f7]که دکمونستانو لاسونه د مړوندو پورې په وينو سره دي نو دمجاهدينو ترڅنګلو. او که دانصاف په تله کې واچول شي نو د مجاهدينو جنايات څومرتبې درانده دي.
که نن دمجاهدينو دغه په نامه مشران چې لاسونه يې په وينو سره دي او نړيوال بشري سازمانونه يې نومونه هم اخلي په انتخاباتو کې اشتراک کوي نو بيا ولي پخواني چپي ګوندونه چې اکثره غړې يي لوړ تحصيلات لري دغروال صيب په نظر بايد له ټاکنو او سياسي ژوند نه محروم شي؟؟ [/quote:83ccea51f7]

د ټولو سره يوډول چل حکومت کوي ٠ هر چا چه اولسواکۍ ته ورډانګلي هغه ئې منلې ، که طالب دې که پدرام
چه ولسواکي نه مني داواړه په حکومت کښي ځای نه لري ٠ يا په غاروکښيدي يا په غارونو کښي ٠

[quote:83ccea51f7]غروال صيب وايي چې پرچميانو روسان راوستل. نه غروال صيب داسې نه ده. روسانو پرچميان راوستل. ببرک په روسي ټانک کې سپور راننوت. روسانو بريد وکړ او کارمل يې په تخت کيناوه. [/quote:83ccea51f7]
سمه ده چه هغه ته وايي هغه دي صحيح ٠ ببرک راوستل ٠ ايا يو چا په پرچميانو کښي
نارې کړي ٠ حدلاقل ٠ چه دا ملي خيانت دۍ ؟؟؟

[quote:83ccea51f7]دخپلو ليکنو په اخر کې ليکی چې : (اسلام دټولو نيک مرغيو ضامن دی) . [/quote:83ccea51f7]
ډير ښه ليکي ٠ ولي چه اخلاق اول دي بيا علم ٠ علم سره چه اخلاق (اسلام ) نه وي
هغه علم نيم وي ٠ بيم علم په درد نه وري

که چيري د ټول افغان اداره وحزبي او طالبي (حرکت )ته د تنوير اجازه ورکړي ٠
نوره نو د ټول افغان پاڼه نه بلل کيږي ٠ نوبه حزبي ويب وي ٠
او د بحث له پاره بايد هرحزبي هر طالب اجازه ولري !
هو که هر حزب ، حرکت د پاره ليکنه په ټول افغان کښي څوک وکړي يا د بل سايټ څه کاپي کړي که حزبي شکل ولري ٠ دمحترم استاد وطنمل صاحب ، ادارې څه
خواهش کووچه ليکني په عاجله سره ړنګي کړي ٠ بېله تأْخيره
په ډير احترام


م ن غروال
14.09.2005

محترم حليمي صاحب سلامونه په عرض رسوم!
له تاسو څخه په ډيرې مننې سره هيله کوم د ښاغلي ش ي ليکنه نبايد ړنګه شي٠ او دد ه ليکنه يوه ځواب ته اوتيا لري چې زما په قلم بايد ورته وليکلي شي ٠
ښاغلۍ ش ي!
ستاسو د خبرو ځواب د ( د ښاغلي ش ي خبرې ) تر عنوان لاندې پرتې دي هلته يې په زحمت ولولئ٠
دلته مناسبه دا وه چې د بې ثبتو يارانو په هکله مو خبرې کړې وای چې بې ثبته خلک بايد نوره منع شي او که نه؟
په درناوې


نقاد
14.09.2005

ښاغلي ش ي ورور ته ښه راغلاست وايم!
تاسو ليکلي چې

[quote:1761ab1ef0]کله چې طالب جان ديولسم د سپتمبر بې ګناه قربانيانو وژل شرعي وبلل ـ ـ ـ نو ايا دچپيانو ليکنې دطالب جان ددې ليکنې نه هم بدې دي ـ ـ ـ؟؟؟[/quote:1761ab1ef0]
هو ! کومې ليکنې چې ړنګې شوې دي د چپيانو شخصي نظر نه بلکې د پرچميانو ګوندي تبليغات ؤ، حال داچې د طالبجان نظر دهغه يو فردي نظر و چې د يوې پيښې دشرعي بڼې په هکله يې بحث ته وړاندې کړی و. که طالب جان هر څوک و، موضوع يې د شرعي بحث مو ضوع وه نه کوم ګوندي سياسي پروګرام . حال داچې سرور منګل او حبيب منګل يو ګوندي پروګرام ، د ټول افغان د لوستونکو له پاره هم نه ،بلکې خپلو ګوندي غړو ته په داخل او خارج کې رسول غوښتل اود نورو سره يې پرې بحث کول هم موخه نه وه .
سر بيره پردې طالبجان يو مستعار نوم دی او ترې نه ثابتيږي چې نوموړی د طالبانو کوم لوړ پوړی سياستوال و ، نو جنايات يې هم مالوم نه دي او له ليکنو څخه يو غښتلی متقي ديني عالم بريښي ، خو نوموړي حبيب اوسرور منګل دې هر څوک له جناياتو سره پيژني . زما پر اند دا به د ځمکې او اسمان تر منځ فرق وي .
بله دې هم دا چې طالبان يوعلني غورڅنګ و چې قدرت ته ورسيدل او د يوې کودتا له لارې يې قدرت نه و غصب کړی ، خو د خلق او پرچم قدرت د يوې خونړۍ کودتا زيږنده وه .
طالبانو د يوه ستمي ملا د واکمنۍ نادودې او د نورو پاټکيزم پاې ته ورساوه .
خو خلقيانو د محمد داود په څيرد هيواد يونجيب ملي زعيم وواژه او د وينو ويالې يې وبهولي .
خلق او پرچم په افغانستان کې کفر او الحاد وزيږاوه او د پردي کلتور چوپړيان ؤ، خو طالبانود کلمت الله د عزت او لوړولو له پاره جدو جهد وکړ .
ددواړو شريک ټکی ديکتاتوري او د يوه پردي هيواد چوپړ و، په دواړو کې يوه پردي هيواد پټ ﻻس درلود خو پرچم په دې سربېره د شوروي اتحاد پوځي يرغل او په مستقيمه توګه د افغانستان اشغال هم رامنځته کړل .
طالبانو د هيواد په ٩٥ ٪ برخه کې امن او امنيت رامنځته کړ خو پرچميانو ٩٥ ٪ ځاوره کې جګړه رامنځته کړه او ان د کابل ښار په څنډو کې هم امنيت ورک شو !
خو دواړه ضد ملي او ضد دموکراتيک ديکتاتوري رژيمونه و، يويې سخت عقبګرا ، پر ښځو ظالم او سوله ساتی رژيم ، او بل يې سخت مترقي ، وينه بهونکی او جګړه راوړونکی رژيم و.

[quote:1761ab1ef0]رابه شم وطن مل صيب ته. هغه ليکي چې دخلق ديموکراتيک ګوند لا تراوسه دملي او نړيوالو محکمو نه براإت نه دی اخيستی نو له همدې امله تراوسه دډيرووژنو او ورانيو مسول ګنل کيږي. وطن مل صيب! ګناه ګار هغه څوک دی چې محکمه يې حکم وکړي.خو تراوسه داسې کوم حکم نه دی شوی نه څنګه تاسې هغه مجرم بولی؟ [/quote:1761ab1ef0]
ما ته چې څوره مالومه ه وطنمل دمجرم وييز نه بلکې دتورن وييز او پو هيز کارولی دی، حال داچې دخلق او پر چم د سياسي مشرانو ﻻسونه (پښې اودماغونه ټول ) د ٣ ميليونو شهيدانوپه وينو سره شوي دي ، ددوی جرم صرف دمحاکمې لړۍ نه ده تيره کړې ، څود محکمې له خواهم مجرم وګڼل شي او پرسزا ورسيږي! دا سې بريښي وطنمل صيب پوهيده چې تاسو به د خلکو د وجدانې محکمې له حکم څخه د قضا يې اوعدلي محکمې حکم ته ټوپ وهئ چې نوموړي تورن شوي بنديان يې ﻻ محکوم کړي نه دي. داپړاو به هم راشي چې هم طالب مشران ، ځينې په نامه مجاهدين خو وطن ورانونکي خاينان اوهم د شوروي مزدوران به محکمې ته را کاږل شي او په خپلې سزا به و رسيږي . هو طالبان په وطن کې شهيدان شول او په ګوانتانامو کې عذيب او شکنجه شول ، که ملي ولسواکۍ ته تن کيږدي ، نور پرې څه نشته ، خو که خلق او پرچم دې ته تن هم کيږدي، له محاکمې او سزا څخه نشي خلاصيدلای .
تر کومه ځايه چې د چپيانوپر ليکنه د بنديز خبره ده نو له ګوندي تبليغ پر ته پر چا بنديزنشته ، که سرور او حبيب منګل ګوندي ليکنې نه وای کړې، نومونه به يې نه وای بلاک شوی، او داسې ښکاري چې وطنمل صيب دبابک نوم له غړيتوب څخه
نه دی غورځولی، خو که د پورتنيو دوه ښاغلو له نيټ څخه ليکل کوي، ښايي د هغوی په بلاک شوي نيټ کې دئ هم ښکيل پاتې وي . والسلام


Anonymous
29.09.2005

عزتمن ښاغلي نقاد ته سلامونه او ښې چارې،
ستاسو پورتنئ ليکنه ډيره منطقي او اثرناکه ده ،زه ورسره بيخي همنوايم٠ که اجازه وي زه به ئې يوازې د اخيرنئ برخې په هکله خپله مشخصه نتيجه اخيستنه بيان کړم٠

[quote:7068c450e7="نقاد"] ، که سرور او حبيب منګل ګوندي ليکنې نه وای کړې، نومونه به يې نه وای بلاک شوی، او داسې ښکاري چې وطنمل صيب دبابک نوم له غړيتوب څخه نه دی غورځولی، [color=yellow:7068c450e7]خو که د پورتنيو دوه ښاغلو له نيټ څخه ليکل کوي، ښايي د هغوی په بلاک شوي نيټ کې دئ هم ښکيل پاتې وي [/color:7068c450e7]. والسلام[/quote:7068c450e7]

نو اوس چې دومره وخت تير شو او هغه ځما دې ګومان څو تنه ليکوالان؟ :!: په يوه بلاکبند سره ټول ورک شول او په شمول د بابک نور ځان نه راښکاروي، دا ادعا ثابتوي چې هغه څو لړلې ليکنې د نفيسه ب٠ پاني، فريد اوخيار او ٠٠٠ هم د ده وې همدارنګه منګل صاحبانو او دستګير پنجشيري به کوم بل چيرته خپلې ليکنې کړي وي خو ټول افغان ته ئې د خاص غرض سره بابک په څو نومونو را کاپي کړي٠
اوس هغه دۍ په فارسي ٠رو کې هم همدا لوبه چلوي ، هلته د فرخ نامه لاندې دپښتنو په ضد ډيرې بدې ليکنې کوي٠
وائي علت ورکيږي، عادت نه :!:
په درنښت ، اجالا


نقاد
29.09.2005

اجلا جانه وروره نيکې هيلي او سلامونه مې ومنه !
تاسې پخپله په زړه پورې ليکنې کوئ، تر اوسه پورې خو مې ستاسې ليکنې ډيرې خوښې شوې دي، که د ولسواکۍ سره د لوستونکو دمينې پيداکولو او اشنا کولو له پاره د خپل قلم له پياوړتيا څخه نور هم زيات کار واخلئ، ډيره ګټه به ولري. پښتانه له يوې خوا له ولسواکۍ پرته ژوند نشي کولی او په ښو دودونو کې يې ژوره ريښه لري، او له بلې خوا د ولسواکۍ له اصولو او عملي قواعدوسره بلديت نه لري او آن ډير باسوده او د لوړو تحصيلاتو خاوندان يې هم په دې برخه کې سختې ستونځې لري او په بحث کېژر احساساتي کيږي . دا د وروسته پاتې والي يوه بيلګه ده چېد دموکراسۍ د حلاجي کولو او هزولو په وړاندې خنډ ګرځي .
د بابک او نورو ليکنو په اړه ستاسو خبره بالکل سمه ده ، ما پرې هم همدغه ګمان کاوه ، خو داچې ددوی د نوموړي بانډ ترمنځ ښايي پر اړوندو جعلياتو باندې توافق موجود و، ځکه يو پر بل يې په غه تړاو نيوکې هم نه کولې، نو تر قانوني غندلو او بندولو ﻻ ندې هم نه راتلې . دا ښه و چې له يوه نيټ څخه د ټولو داړې را وتلې وي نو د وطنمل صيب پر يوه څوک د ټولو زامنې ماتې هم شوې او د ټول افغان له پاڼې څخه له څيلمې ورک شول !

په مينه او درناوي !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more