نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ماسټر پلان
ranzoor
31.07.2005
سلامونه ټولو هغه دوستانو ته چې د ټول افغان سره همکارې کوی خصوصا ددی فورم کارکونکو ته٠
محترم دوستانو له ستاسو هيله لرم چې هغه ماسټر پلان باندی رڼا واچوې کوم چې د مرحوم سردار داود خان هيله لرله٠
ستاسی ورور رنځور٠
ع کريم حليمي
10.08.2005
رنځور صاحب سلام !
وروره داود خان داسي يو ليونۍ پلانونه درلوده چه دغه حال ئې غوښتي لکه دانن چه راروان دۍ ٠ هغه ايران چه ٢ وه بليونه ورکول هم دغه مطلب وو چه د روس لاسونه
په پرې کړي ٠ دادۍ لاسونه ئې پرې سوه ٠ او د راسته لاس افغانانو هم دغه غوښته
چه نن کيږي ٠
اوداود خان چه خدای پيداکړي وو د شهيد ډير پلانونه تطبق کړه ٠
اول ماسټر پلان دا وو کله چه والي سو په کندهار کښي ٠ دښار ابادي ئې شروع کړه
اول کار ئې دا وو چه يو چارسو بازارچه احمدشاه غازي جوړ کړي وو ٠ پوښلۍ چارسو وو چه څلور سړکانو لار ورته درلوده ٠ چه نن به يولوئ تاريخي اثر وای
هغه ئې د ابادۍ يا ماسټر پلان د پاره ونړاوه ٠
احمدشاه غازي يوه قلعه جوړه کړي وه چه قلعه احمد شاهي وه ٠ و پر ټوله ښار راګرځېدلې وه ٠ وئې نړه وله ٠ داهم يو ماستر پلان وو ٠ که ئې نوای نړولې نو دابه هم
داسي يو تاريخي اثر وای لکه د چين دېوال ٠
او څلور شاه برجه ئې درلوده ٠ او تر سقاو تر وخته لا احمد شاهي ښار څلور غټي دروازې درلودې ٠ او دا قلعه چه موږ کلا ورته ويل ٠ او د دې کلا سر ډير برداره وو
يعني موټرهم په اساني پر ګرځېدلی سولی ٠
د پاچا د کورنۍ يوه سړي ته ويلي وه که موږ ولاړو تاريخ هم زموږ سره ځي ٠
ډير رشتيا ئې ويلي وه ٠ ددوی د تلو سره هغه دۍ ټول تاريخي اثار ولاړه ورک سوه
اثار چه ولاړه ليکلئ تاريخ نو دومره ارزښت نه لري ٠ لکه عرفي قباله