نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دسنونګهم سره پېښه ،تصادف ؤکه سنجول شوې دسېسه وه؟
منتظرمسید
31.07.2005
گرانووروڼو،!
زما په انددسنونګهم سره چې کومه پيښه وشوه دادهغه چا دلوري يوه دسيسه وه چې غوښتل يي دپښتنونوم بد کړي ،کيداى شي ځينې کسان بيا ووايي چې دانود پښتنو پورې څه اړه لري ؟
خوزه بايد ووايم چې داټولواوله هغې ډلې نه زموږ غليمانوته هم پته ده چې په هند کې پښتانه دافغانان يادپټان په نوم پيږني اوورته ژوره درناوي هم کيږي يانې دوى پښتنوته ډيرزيات درناوى کوي اوپښتانه دميلمه پالواومېړنيوانسانانوپه توګه پيژني چې جوته خبره ده داځينوکسانوته چې زموږ دژبې ،زموږدکلتور ،زموږ د تاريخ اوزموږدښو اودبدوغليمانوته خوندنه ورکوي .ددغوکسانوزموږد هرڅه سره يوازې پدې غليمي اودښمني ده چې ولې خداى موږافغانان اوپښتانه پيداکړي يو . نوددې لپاره چې په هند کې دپښتنونيک اووياړلي نوم اودريځ ته زيان ورسوي ،دا کاريي ترسره کړى دى ،ځکه چې دوى پدې ډاډه دي چې له دې بدنامۍ څخه دوى ته ، ددوى نوم ته هيڅ ډول زيان نه وررسيږي ځکه چې اصلا دوى هلته څوک دافغان په نوم نه پيږني اوټوله بدنامي بياهم پښتنوته رسيږي.چي پدي کي پکرکوم چې درهين صيب چې دپښتنوډيرستر خيرغوښتونکى !!! دى هرومرو لاس وي . اوله بده مرغه چې داوار يي نودموږ په غيرت اونوم ښه کاري اوژورګوزاروکړ چې جبران به يي ډير له ستونزو ډک وي اوان شاه رخ خان ،امرخان ،اودهندنورنامتوخانان چې ترپرونه يي پدې وياړل چې پټان ،افغانان يا پښتانه دي ،هم دځان سره پکروکړي چې پدې ارزي که نه چې ځانته خان ووايي.
نوځکه له ټولوآحساس لرونکوپښتنواوافغانانوڅخه زما يوازنيى هيله داده چې دسترپښتون ملت دوياړنو،تاريخ ،نوم اوژبې دخونديتوب اوژغورنې لپاره مټې راونغاړي اونورنوهرکس اوناکس ته ددې اجازه ورنکړي چې زموږ دژبې ، او تاريخي وياړنوسپکاوى وکړي او دهغودبدنامۍ لامل وګرځي يايي هم دودې اوپرمختګ خنډ شي .
دپښتنودستر ولس دغوړيدو اونيکمرغۍ په هيله
په درناوي
منتظرمسيد