نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
پر مطبوعاتي اصولو کره سمينار : له کرملين سره د تره کی ، امين او کارمل د اړيکو توپير،څيړنه او ارزونه .
نقاد
30.07.2005
درنو لوستونکو اسلام عليکم و رحمت الله و برکاته !
د هيواد د تاريخ هضمول په اصولي، علمي ا و تفکيکي څيړنو سره شوني دي .
له کرملين سره د تره کی امين او کارمل اړيکو زمونږ د هيواد له پاره
بيدريغه پايلې رامنځته کړې . له دې امله يې يې څيړل د مطبوعاتي اصولو او معيارونو په چوکاټ اړين بريښي. خو که څوک نوموړي اصول او معيارونه په پام کې نشي نيولی ، نوله سره دې په بحث کې ونډه نه اخلي .
له ښاغلي وطنمل صيب څخه هيله کوو چې دبحث مطبوعاتي اصول وڅاري او د جزي ترينې سرغړونې په حالت کې په اړونده ليکنه ماله راکاږي اود ليکونکي نوم يې هم د بحث کونکو له ليکې څخه وباسي . يواځې په دې توګه کيدایشي ګټور ې ليکنې ګرانو لوستونکو ته وړاندې شي . قلمونه مو تاند مو غواړم .
م ن غروال
31.07.2005
ښاغلۍ نقاد ورور سلامونه ومنئ!
د اړيکو په اړه به څه وليکم تقريباً ټول محرم ؤ اما ډير شيان ؤ چې هغه د دوئ د سياست له امله او د دوئ د شاه کاريو له برکته د افغان مظلوم ملت ته څرګندې شوي دي٠ دوئ خو دا ادعا هم لري چې د غويي کودتا هم يو سور انقلاب ؤ او کرملين نه ؤ پرې خبر٠ خو په هر حال اوس هغه ډرامې تېرې شوې او څوک به ونشي کولای چې له دوئ څخه د وطنپالنې په حيث دفاع وکړي٠ د همدغه د غويي ناورين وروسته ورځ په ورځ ګران هېواد افغانستان لا تر اوسه آرامه شپه نده ليدلې٠ دا ټول د دوئ د سياست برکت او ثمر دي چې نن يې افغانستان ريبي٠
له تاسو سره نورو دوستانو پدې ټينګ ؤ چې امين يو ملي خائين ؤ، سره لدې چې تاسو هغه هم ظالم او جبار او د افغان بې ګناه ولس قاتل معرفي کړ اما بيا هم د خلکو مزاج دا هم ونشول زغملائ چې نور پرې سړۍ بحث ته دوام ورکړي٠
له تره کي څخه نېولې تر نجيبه پورې د کرملين مستقيم کنترول لاندې وؤ او دهغوي په مستقيم هدايت به هر څه تر سره کيدل٠ خائينان خو ټول ؤو اما توپير يې له تاسو سره دومره دي چې امين د کارمل په تناسب دومره خائين نه ؤ چې امين سړۍ ملي خائين ونموي ٠ځکه چې هغه بهرنيو ځواکو يا روسانو ته يې د راتګ اجازه ورنکړه٠
خير رابه شو ملي خيانت ته؟ د هېواد واکمن چې د ملت په سرمايه په خاوره لوبې کوي او د ملت د کاملې تباهۍ او وژنې او د ملت د بربادۍ مؤجب ګرځي، زما په آند دا به ټول د ملي خائينانو په قطار کي راځي٠
او که داسي سمه نه وه نو روسان خو چې راننوتل امين عام او تأم د حکومت لومړۍ واکمن ؤ چې روسانو ته يې د راتګ اجازه ورکړه که نه روسان به نشول راننوتلۍ٠ درې شپې او ورځې د روسانو الوتکې وې چې يوه به ناسته نه وه بلې به يو بېرته والوته٠ او امين له روسي مشاورينو سره د راتلونکو په پلانو بوخت ؤ٠ امين خو روسانو د کابل په وخت په درې بجو د ډوډۍ پر مهال مسموم کړ٠ امين هم د کارمل په څير د کرملين کامل تابع ؤ، دا چې روسانو وخوړ دا نو دده بدبختي وه٠
اميني افسران امين ته ورغلل چې امينه روسان ډير شول نشي چې په کونډو دې کړي؟ اما يو مغروره ککرۍ وه ويې ويل چې پروا نشته٠ دا سمه ده چې امين به روسان نه غوښتل او روسان هم پدې پوهيدل اما خبره دا ده چې بيا هم امين ؤ چې روسانو ته يې د ننوتو اجازه ورکړه٠ او امين ؤ چې د روسان د قواؤ راتګ يې لاس ليک کړۍ دي دا اسناد به لاتراوسه په بهرنيو چارو وزارت کي وي٠ ځکه دۍ هغه مهال د بهرنيو چارو وزير ؤ او له دغه تړون سره بايد موافق وائ٠
زما په اند مونږ به ونشو کړائ چې امين ته پدغه اړه برأت ورکړو چې ګواکي د روسانو له راتګ سره مخاف ؤ او يا هم ده نه غوښتل٠ او دا هم غواړم چې زياته کړم چې امين روسان راوستل او روسانو کارمل راوست٠ او که روسانو امين ته څه نه وای ويلي نو امين به هم د کارمل په څېر د روسنو د توپک سيورې لاندې پاتې وای٠
دا چې روسانو امين پسې واخيست دا معنی به نه ورکوي چې ګواکي امين روسان نه غوښتل٠ زما اند له روسانو سره دده مشکل د کارمل په راتګ ؤ نه د دروسي قواؤ شتون په افغانستان کي٠
بيا هم که د امين او دهغه د ډلې سره کوم د وطنپالني احساس موجود وای نو د زرګنو بې ګناه افغانانو به ظالم قاتلين نه واي٠
ځکه زه امين هم د کارمل په څېر د افغانستان د ملي خائينانو له جملې شمېرم او د يوه ملي خائين په صفت يې هم پيژنم٠
په درناوې
نقاد
04.08.2005
د زړه له تله سلامونه !
د محترم حليمي صاحب ليکنه او د ګران ورور غروال صاحب لاندينيۍ جملې زما پوښتنو ته د قناعت وړ ځوابونه بولم او د زړه له کومي مننه ورڅخه کوم :
[quote:2d857e5e79]زما په اند مونږ به ونشو کړائ چې امين ته پدغه اړه برأت ورکړو چې ګواکي د روسانو له راتګ سره مخاف ؤ او يا هم ده نه غوښتل٠ او دا هم غواړم چې زياته کړم چې امين روسان راوستل او روسانو کارمل راوست٠ او که روسانو امين ته څه نه وای ويلي نو امين به هم د کارمل په څېر د روسنو د توپک سيورې لاندې پاتې وای٠
دا چې روسانو امين پسې واخيست دا معنی به نه ورکوي چې ګواکي امين روسان نه غوښتل٠ زما اند له روسانو سره دده مشکل د کارمل په راتګ ؤ نه د دروسي قواؤ شتون په افغانستان کي٠ بيا هم که د امين او دهغه د ډلې سره کوم د وطنپالني احساس موجود وای نو د زرګنو بې ګناه افغانانو به ظالم قاتلين نه واي٠ [/quote:2d857e5e79]
بيا هم ﻻزمه بريښي ددغو دريواړو کمونستي رهبرانود سياست په اړه په تفکيک سره تر جزئياتو پورې لوستونکي (په مستعار نومونو [color=white:2d857e5e79]هم[/color:2d857e5e79] ) خپل مالومات وړاندې کړي .
په درناوي .
ع کريم حليمي
04.08.2005
ډېرو درندو او ښاغلو ، دانشمندانو نقاد صاحب ،غروال صاحب
السلام عليکم !
د څو ورځي مي د لړزې کميس په تن وو ٠ چه د نقاد صاحب او غروال صاحب
راڅه ګيله من شوي دي ٠ تاسو اوافغان ملت ماته ډير قدرمن ياست
او عيني وخت کښي تراصولو هم نسوالی تيريدلی ٠ دا زما د پاره لويه خوشبختي ده
چه تاسو له مانه نياست خوابدي سوي ٠ الحمد الله
نو انشاالله د خيره بحث به کوو ٠ وبه ئې شنو
نقاد
05.08.2005
درنو لوستونکو ته له سلام وروسته:
د نوموړو ٣ کمونستي مشرانو کرکټر ، دريځ او رول سره زيات توپير درلود :
١ـ حفيظالله امين : د بهرنيو، په تيره يا لويديځوالو رسنيو امين يوناسيونالست باله ، او تل به يې ناسيونالستي شعارونه او بيانيې ورکولې. دااټکل د امين له پخوانيو کواندتياو څخه چې ګوند ته ﻻ نه و شامل شوی ، ان د ابن سينا د ليسې د مديريت په وخت کې لرل ، هم څرګنديږي. ده هغه وخت د هيواد په پلازمينې کابل کې د پښتونستان په نامه ډير فعاليتونه کول . داود خان ته يې له همدې امله درناوی هم درلود .
د تره کي دريځ د پښتونستان په اړه کومه ځانګړتيا او ډاګيزه بيلګه نه لرله .
کارمل د د ټولګړې تيرويستنې (عوامفريبۍ) لپاره د پښتونستان د غوښتنې پلوی کاوه او ځان يې پرې ملي سياستوال معرفي کول غوښتل .ده د پښتونستان په جشن کې آن د ظاهرخان د حکومت په دوره کې هم په خاصو مراسمو سره ونډه اخيستله او ځان يې د ارواښاد خان عبدالغفارخان سخت پلوی ښوده. خو دا ټول له تظاهر پرته بل څه نه وو. [color=white:70914c8731]تاسو ه په دې اړه پوره نظر او مالومات لرئ ، لطفأ هغه درنو لوستونکو ته وړاندې کړئ. والسلام[/color:70914c8731]
pattang
05.08.2005
نقاد ګله سلام عليکم !
ترکاڼي د بيزو کار ندي ! طالبي او پښتونولي د هر چا کار ندي او هرڅوک يې نشي
کولي، دواړه هم ارومرو ديوه انسان خواص نشي کيدلي ، جدا جدا دي ٠ البته ډير به وائي چې دواړه جهالت دي لاکن داسي ندي دواړه بايد ديوه چارپيريال تابع اوسي ٠
اوس په ډګر :
ناڅوناليزم دخپل قدرت له پاره او که په يوه پاکه پښتني جامه کي دپښتنو لپاره ??
دامين صيب ډير شيان ما ليدلي دي چې هغه دپښتنولې نه لري وه : دمسال په ډول يوه ورځ يوه پښتنه ښځه ورته راغله او عرض ئي ورته وکړ :
زما ميړه جنرال xy ورک دي که معلومات راکړي نوکه چيرې مړوي چې خيرات ورپسې وکړم ? دامين صيب ځواب : محترمې ميړه دي په افغانستان کې نشته
اوورځه بل ميړه وکړه او خپل ژوند وکړه ٠ ښځه : پښتنې ښځي نور ميړون نکوي .
- دسيمينار خبرې :
په تيرو مردارو اوس ضرورندی چې سيمينار پرې جوړ شي اوس لازمه او ضروري ده چې دکرزي دحکومت او دهغه دحکومت درشوت خوړلو ، دافغانستان اشغال دامريکايانو له خوا اودهغوي دجنايتونو په هکله او دهغوي اړکي له جنګسالارانو سره او ډيرې نوري مرداري وڅيړل شي او دحل لاره يې پيداشي.
نقادجانه زه طالبې نشم کولي ٠
دپښتونولي په مينه ستاسوپتنګ
نقاد
05.08.2005
[quote:9b6d017b9f]نقاد ګله سلام عليکم ! [/quote:9b6d017b9f]عليکم سلام پتنګ جانه ! هلکه دا څه د يورپ د زړو ښځو کانې مو راخيستي چې يو ه بلې ته تل نجلۍ وايي ، که زه تاته پتنګ جان او ته ماته نقاد ګل وايې ، دا د چا پيښې دي او له دې څخه هدف څه دی؟
خو دا پوښتنه ماته ځکه نه راجع کيږي، چې په اول اول کې پيل تاسو کړی و .
اوس به را شو اصلي موضوع ته :
[quote:9b6d017b9f]دامين صيب ډير شيان ما ليدلي دي چې هغه دپښتنولې نه لري وه : دمسال په ډول يوه ورځ يوه پښتنه ښځه ورته راغله او عرض ئي ورته وکړ : زما ميړه جنرال xy ورک دي که معلومات راکړي نوکه چيرې مړوي چې خيرات ورپسې وکړم ? دامين صيب ځواب : محترمې ميړه دي په افغانستان کې نشته اوورځه بل ميړه وکړه او خپل ژوند وکړه ٠ ښځه : پښتنې ښځي نور ميړونه نکوي . [/quote:9b6d017b9f]
پتنګه وروره که امين ستا په اند سم پښتون وای بايد څه يې ورته ويلي وای ؟
نيوکه هغه سمه وي چې بديل يې ولرې ، نو دامين دځواب ته پياوړی بديل پيدا او هغه وړاندې کړه څو ستا د نيوکې مفهوم او مقصد روښانه شي ، که نه تر هغه به دې دا نيوکه بي اعتباره پاتې او بالاخره بيځايه وګڼل شي .
[quote:9b6d017b9f] دسيمينار خبرې :
په تيرو مردارو اوس ضرورندی چې سيمينار پرې جوړ شي . [/quote:9b6d017b9f]
متأسفانه چې ذهنونه له تاريخي مرداريو څخه په څيړنو ، روښانه کولو او
د د ټولو د قناعت حاصلولو پواسطه پاک نشي ، نو د محکمو او محاکمو پواسطه يواځې به هم تر هغه پورې افغانان ملي ورورۍ او ملي همکاريو ته سره حاضر نکړې! دا په هره ټولنه او هر ملت کې له جګړو وروسته د ملي پخلاينې يو فکري او معنوي شرط دی . زور زياتی په هيرولو نه ورکيږي ، بلکې په تثبيتولو ، عدالت اوداو طلبانه بښلو هير او ورک کيدای شي او بس !
[quote:9b6d017b9f]اوس لازمه او ضروري ده چې دکرزي دحکومت او دهغه دحکومت درشوت خوړلو ، دافغانستان اشغال دامريکايانو له خوا اودهغوي دجنايتونو په هکله او دهغوي اړکي له جنګسالارانو سره او ډيرې نوري مرداري وڅيړل شي او دحل لاره يې پيداشي[/quote:9b6d017b9f] دا دواړه موضوعات نه يواځې يو دبل مخه نه نيسي، بلکې آن يو د بل څيړل ﻻزموي ، د تير خت دتحليل رڼا د اوس مهال له پاره څراغ دی ، او که د اوس مهال ستونزې څيړو او بايې حلوو، ريښې به يې ضرور پخواني وخت ته هم ورسيږي . همدااوس د بيلابيلو ډلو له پلويانو سره دخلق او پرچم د ډلو په شمول بايد څه وشي ؟ آيا ملي پخلاينه بايد يواځې له طالبانو سره وشي ؟ که له ټولو ډلو سره د خلق او پرچم په شمول ؟ آيا د هرې ډلې ټول غړي مجرمين دي ؟ آيا د مجرمينو تر منځ فرق او توپير نشته؟ د خلق او پرچم بي ګناه غړي به پخپله د خپلو نوموړو بامبړانو ( مشرانو) ناوړه کار نامې محکمې ته وړاندې نکړي ؟ دا ټولې اړينې پوښتنې دي !
[quote:9b6d017b9f]نقادجانه زه طالبې نشم کولي [/quote:9b6d017b9f]
چا درته ويلي چې طالب شه او بي ګناه خلک وژنه ؟
دغه جهالت وردانګل درڅخه څوک نه غواړي، خو د بيزو ګانوسپين سترګي او جهالت پيژندل او ځان ترې ساتل در باندې د ټولنې حق دی . جهالت که په طالبۍ کې وي ياپه کوم بل څه کې وي، تل د يو چاپيريال [color=white:9b6d017b9f]د محدوديت محصول [/color:9b6d017b9f]دي . طالبي دکليوالي چاپيريال او شپانه ژوند د محدوديت هغه زيږنده ده چې پاکستان د خپل هدف له پاره القاح کړې ده ، که نه کليوالي ژوند به پخپله نه وه راوړې . که ترکاڼي وي نو هغه پاکستان کړې او که د بيزو ار وي نو هغه ملا عمر او پلويانو يې کړې ده . که ته په دې خفه يې چې دغه د بيزو کار طالبي هم نشې کولې ، نوله دې خفګانه دې خدای مه خلاصوه ! مونږ خو پرې خوښ يو چې دغه تاريخي جنايت نشې کولی ، معذرت دې له ملا عمر څخه وغواړه !
زه نه پوهيږم دغه اعلام مو د چا او د کومې پوښتنې ځواب دی ؟ او که هم سوال خپله کوئ او هم ځواب ؟ ،
که غواړې چې دطالبانو چاپيريال ته ورشې ، مخه دې نه چا نيولې او نه يې نيولی شي. ور ودانګه ، وردانګه همدا دې وخت دی ، نه داچې ناست دلته يې او زړه دې په کندو کې دی، نو ورځه همغه چاپيريال ته چې شهادت خو دې په برخه شي ! والسلام .
haq waiand
06.08.2005
وطمنل صيب زما ليکنه دي ولې ړنګه کړې ده؟ :oops: ګناه کار او بې ګناه نه ګورې؟
ګلملې له دي چشمي واخله :roll:
داسي نده چه څه دي خوښه وي هغه به کوي لږ د خلکو تبيت ساته کنه پخداي چه خوږ دي ګړم....... :D
والسلام حق وياند
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
وطمنل صيب زما ليکنه دي ولې ړنګه کړې ده؟ :oops: ګناه کار او بې ګناه نه ګورې؟
ګلملې له دي چشمي واخله :roll:
داسي نده چه څه دي خوښه وي هغه به کوي لږ د خلکو تبيت ساته کنه پخداي چه خوږ دي ګړم....... :D
والسلام حق وياند
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
وروره صرف ددې له پاره چې د پتنګ دوه ليکنې چې ستا ليکنه هم د هغوی ځواب و ، ما ړنګې کړې، نو هم دې د ليکنې لامل نور له منځه تللی و او هم دې د ليکنې اړوند او ارتباط د خپلې موصوع سره لوستونکي ته نشو مالوميدای ، دريم داچې نور لازمه نه وه چې په يوه شخصي موضوع دې اصلي موضوع نوره هم وځنډيږي ، هغه دې اخلال کړي اوپرهغې د بحث کولو نوره هم خنډ وګرځي .
هو ، ستاسو په زغم او خبرتيا : وروسته له دې چې زما دغه ځواب ولولئ، بايد ستا سو پوښتنه او خپل دا ځواب هم ړنګ کم ، څو د اصلي موضوع پرله پسې لړۍ او تسلسل پرې نکړي . په مينه او سلامونو !
نقاد
06.08.2005
د امين په اړه.
په تير پسې :
٢ ـ د امين ناسيو ناليزم ده ته اجازه نه ورکوله چې د پاکستان شوروي پلوه کمونست ګوند د پښتنو په سيمه کې هم په رسميت او کمونستي ورورۍ وپيژني . ده به ويل د افغانستان د خلک دموکراتيک ګوند دافغانستان په څير د ټول پښتونستان هم يواځينی انقلابي ګوند دی او د لرې پښتونخوا پښتانه بايد په دلته غړيتوب واخلي ، نه د پاکستان په کمونيست ګوند کې . بايد ووايم چې تر يرغل مخکې په سيمه کې د ايران د تودې ګوند او د پاکستان د کمونست ګوند پر افغانستان باندې د امين د رژيم پر ضد خو د پرچم سره د ملاتړ له پاره شوروي ته د يرغل په اړه خپله مثبته رايه او د پوره ملاتړ ژمنه ورکړې وه ! ډاګيزه بريښي چې په لرو پښتوکې د امين د فعاليت اړيکې د پاکستان د پنجابيانو کمونست ګوند ته د سترګو اغزی ښکارېده .
په داسې حال کې چې خان عبدلغفار خان ته شوروي د هغه د سياسي مقاومت او سور پوشانو د غورځنګ له امله چې په هند کې يې د انګليسانو پر ضد په کار غورځولی و، په درنده سترګه کتل، خو د پاستان له جوړې دو او ثبات ميندلو راهيسې يې دومره ارزښت نه ورکاوه ، يو او بل له دې امله چې رقيب کار مل ورسره ښې اړيکې لرلې، تره کي به هغه (غفار خان ) ته دوه سری خان وايه ، خو امين د هغه په اړه له دغسې څرګندونو څخه ډډه کوله او ويل کيږي چې د لرو پښتنو له نورو قومي او ګوندي مشرانو سره يې هم د نږدې اړيکو پلوی کاوه.
که دا خبرې رښتياوي ، نو دا ټول اړخونه يواځې د يوه شخصي غرور په تنګ چوکاټ کې نه ځاييږي او دملي غرور لوښه او ظرفيت هم غواړي ، سره له دې چې غرور که ملي وي او که شخصي ، ډير والی يې له تنګ نظرۍ ، ړوندتيا او ځان غولونې پرته بل شی نه بولم . ستاسو نظر څه دی؟ . نور بيا ... په درنښت او سلامونو !
ع کريم حليمي
07.08.2005
د امين او تره کي حزب (خلق )
تره کي د ملي خلکو په بغل ورننه وتۍ ٠ هغه وخت چه دامريکې څخه راغلۍ ٠
د وزارت خارجې په تاريخ دوه کسه په بد نامي راغوښتل شوي ٠ يو تره کي د امريکا
او ډاکتر هاشميان له لندن څخه ٠
تره کي په کندهارکښي د وښوزلميانو (چه مشران ئې محمد انور خان اڅکزی ، قاضي عبدالصمد کاکړ ) پورته کښته کېدۍ او د دغه حرکت خبرورنه ئې روسته رسول ٠ او روس بيانور دوستان د افغان په حکومت کښي درلوده ٠ کله چه تره کي رسوخ پيداکړي ٠ روس په غيري مستقيم ډول هغه ملي حرکت له منځه يو وړ
يعني د ويښوځلميانو مشران ئې په زندانوکي ختم کړه ٠
کله چه د ويښو زلميانو چاره ئې وکړه ٠ نو تره کي د خلق بېرق پورته کړي
مطلب داسي دۍ ٠ چه د خلق د حزب خښته داسي ايښودل سوې چه ملي خلګ ئې د منځه وړل ٠ لکه معلومه چه هم سوه ٠ او دغسي عملونه په پښتونستان کښي په
عيني شکل روان وه چه ملي مشران ئې وږل ، کوروته ئې ﻻسي بمونه وراچول ٠
چه د دغه کارو دپاره دلاس دستمال امين او تره کۍ وه ٠
د خارج نوکري ، چوکري ملي خيانت دۍ ٠
دېته هيځ وخت نشوويلي چه دپښتانه اثر دي پکښې وو ٠ ( treachery, perfidy يعني بې ديني او خيانت )
نقاد
07.08.2005
[color=white:32b084c3c8]((د وزارت خارجې په تاريخ دوه کسه په بد نامي راغوښتل شوي ٠ يو تره کي د امريکا او ډاکتر هاشميان له لندن څخه ))٠[/color:32b084c3c8]
قدرمن حليمي صاحب، په سلامونو مو نمانځم .
د تره کي بدنامي چې پرې له امريکا څخه راوغوښتل شو ، څشی وه ؟ ايا دئ صدارت ته د داود خان د رسيدو په وخت کې راغوښتل شوی
و او له هماغه وخته يې له داود خان سره کينه اخيستې وه او د پښتونستان له خوځښت سره يې هم مينه نه درلوده ، که څنګه ؟
[color=cyan:32b084c3c8]له راستنيدو وروسته داود خان تره کي ته ولې څه ونه ويل ، بندي هم نه کړ او مخ يې ترې واړاوه ؟[/color:32b084c3c8]
[color=white:32b084c3c8]آيا لکه څنګه چې ويل کيږي د ابداليانو او غلځيو تر منځ سياسي شخړې هم دتره کي او ملا عمر په ذهنونو کې د قامي غچ اخيستنې په بڼه اغيز درلود چې ښايي ر وسانو دده په سياسي روزنه ، هڅونه اولمسونه کې ترې کار اخيستی وي ؟[/color:32b084c3c8]
[color=yellow:32b084c3c8] د ويښ ځلميانو په وخت کې ده څه کول ؟ [/color:32b084c3c8]
لطفأ که زحمت نه وي په تفصيل او سړه سينه مو له خپل ارزښتمن مالومات څخه برخمن کړئ .
د خلق دموکراتيک (؟) ګوند په جوړولو کې اصلأ داود خان کورنی(داخلي ) او شوروي بهرنی ﻻس درلود، خو اساسي قانون داود ته دسياسي فعاليت اجازه نه وه ورکړې ، نو ديوبل تن په مشری يې رامنځته کاوه : وايي چې ببرک کارمل موسسې غونډې ته د غبار د رابللو سره مخالفت کاوه، تره کی هم د مشرۍ له پاره په نظر کې نه و، خو د مجبوريت له مخې پرې د لنډ مهال له پاره هوکړه وشوه ، ځکه چې ، لکه څنګه چې تاسو ورته نغوته وکړه، نوموړي د شورويانو په مرسته د ليکوال په توګه شهرت موندلی و( زندګي نوين هم دده خپل اثر نه ، بلکې د تاجکستان يوه کمونست دده په مستعار نوم نظر زاده کښلی و ) . درانه لوستونکي دې پرې رڼا وغورځوي .
په درنښت .
ع کريم حليمي
08.08.2005
دانشمندنقادصاحب سلام !
او په احترام عرض کوم٠
څه چه تاسوته ليکم ممکن څه ئې په تاريخونو کښي درج وي اوڅه ئې ممکن زه د لمړي ځل لپاره ليکم د هغه چا لخولې شاهد حال وو اودۍ ٠ دحزب خلق د اولي ورځي
بيا تر نن ورځ
[quote:4b490f1c7c]د ويښ ځلميانو په وخت کې ده څه کول ؟ (تره کۍ )[/quote:4b490f1c7c]
تره کۍ د ويښو ځلميانو په حزب کي رسمي غړي وو د کابل د حوزې
تقريبأ لس (زيات او کم پکښي تاريخ ته مراجعه وکړۍ ) کاله ورسته د خلق حزب چوړ سو ٠ او اول ٢٧ نفره سره يو ځای سوه ٠ مجلس جوړ سوو
تاسو اشاره ورته کړې چه غباردې مجلس ته نه وو ورغلۍ ٠ وليچه غباراو ببرک نه سره چلېدل ، او غبار حزب وطن درلودۍ ٠ ضرورت ئې نه در لودۍ وخلق ته
[quote:4b490f1c7c]د مجبوريت له مخې پرې د لنډ مهال له پاره هوکړه وشوه [/quote:4b490f1c7c]
نه داسي نه وه ٠ لنډ مهالي سړی ادم خان ځاځی وو ٠ او د عصر سپين ږيری هم وو
او په٢٧نفروکښي انتخابات وکړه ٠ پسله اوږده مجلس ،مقالو ٠٠٠٠٠
ځاځي ادم خان اعلانوکړۍ چه د ٧ وو نفرو نومان وليکۍ ٠هرچاچه په ٧ کښي ډېري
رايي يووړې هغه به اول منشي وي هغه نور ٦ ثم پر ثم منشان به وي
تره کي اول منشي سوو ،ببرک ،طاهربدخشاني ٠٠٠٠٠٠٠٠ تر٧م پوري
کال په شاوخواکښي ١٣٤٣ ه ش
اوپه دغه وخت کښي عبدالرحمان محمودي د نيدا خلق درلودۍ ، چه ورسته بيا د د محمودي فاميل حزب شعله جوړ کړۍ ٠
[code:1:4b490f1c7c]د تره کي بدنامي چې پرې له امريکا څخه راوغوښتل شو ، څشی وه ؟[/code:1:4b490f1c7c] دوه سري چوک خبري دي ٠ يو دائې چه د kgb سره ئې کتلي وه
او بل وائې چه interview ئې يوه امريکايياخبار ته ورکړې وه
او داسيئې و يلي وه چه په افغانستانکښي يوه کورنۍ پاچاهي کوي ٠ حقوق بشر ، ازادي نشه ٠
[quote:4b490f1c7c]زندګي نوين [/quote:4b490f1c7c]
مانه دۍ لوستۍ ٠ خو لوستونکوئې راته ويلي چه په داسي فارسي ژبه ليکل سوۍ دۍ ٠ د تره کي په ډول ، فکر نه کوي چه تاجکستاندي دي ليکلۍ وو او په ايران کښي چاپ سوۍ وو
او خوږه خبره داده چه : تره کی دامريکا ترتلو دمخه ويښ زلمی دي
حکومت چه ويښ زلميان دمنځه وړي ٠ داسي کوي چه
څوک بنديان کوي او ځينو ته په خارجکښي کار ور کوي ٠او ځيني په داخل کښي پر کار کوي ٠
بېنوا هند ته استوي او تره کۍ امريکاته استوي
خادم ،الفت ته په داخل کښي کار ور کوي ٠ محمد عالم بڅرکۍ ويلي چه زه والفت او خادم ورغلم چه دا څرنګه کار دۍ ٠ موږ بنديان سوو تاسو کار ونه شروع کړه .........
......... نور د مرحوم بڅرکي اثر وګورۍ
نقاد
08.08.2005
محترم استاد حليمي صيب ته سلامونه او درناوی !
[quote:212f40d700]يو وائې چه د kgb سره ئې کتلي وه او بل وائې چه interview ئې يوه امريکايياخبار ته ورکړې وه او داسي ئې و يلي وه چه په افغانستانکښي يوه کورنۍ پاچاهي کوي ٠ حقوق بشر ، ازادي نشه ٠[/quote:212f40d700]
ښايي دا دواړه تورونه په خپل ذات کې سم او پر خپل پرځای او سي. وي ،ځکه امريکې ته دده له تګ وړاندې هم ويل کيده چې :
[quote:212f40d700]تره کي په کندهارکښي د ويښوزلميانو (چه مشران ئې محمد انور خان اڅکزی ، قاضي عبدالصمد کاکړ ) سره پورته کښته کېدۍ او د دغه حرکت خبرورنه ئې روس ته رسول ٠ او روس بيانور دوستان د افغان په حکومت کښي درلوده ٠ [/quote:212f40d700] نو په شاهي کورنۍ يې د KGB له مشورې اوملاتړ پرته داسې سخته نيوکه نشوه کولی. داچې له راتګ وروسته ورته داود خان هم څه ونه ويل، داسې بريښي چې دغه سړي رښتيا هم د شورويانو کلک ملاتړ له ځانه سره درلود . يو عالم مننه !
pattang
15.08.2005
نقادخانه سلام عليکم !
لنډ ه :
ګيله دي منم خو که ملې طالبان راغله پتنګ به ئي په سر کې روان وي ٠
**** دګوډاګيانو پلوي چې باډيګاردان ئي امريکايان او په خپل ملک کي دخپلواطباعو لپاره خپله قضا نلري اويادهغوکسانو پلوي چې مشاورين ئي پنجاپيان اويا نور خارجيان وي دپتنګ په خټه کې هيځ وخت ځاي نلري او نه ئي ندرلود. ( تاسو څه فکر کوۍ ??? دا کار غلط دي ??? )
**** زما تيوري : يا ملت ته مستقيل کار کول او که نه استعفا، ملت ته حقيقت ويل اوله ملت سره ځان تړل دازادۍ لپاره، نه رشوت او ٠٠٠٠
امين :
**** دپښتنانه ځواب : خورې ستا ميړه ،که مړ وې خدای پاک دي وبخشي او که ژوندی وي ر وغتياورته غواړم په اولادونو دي پام کوه زه مرسته درسره کوم چې اولادونه دي ښونځی ته لاړ شي اوښونځي خلاص کړي .
**** دديموکراسي ټيکداري ، د BBC او نورو غربي جرائد و خبرونه پريږده يو وارې اشغال شوي ملت ته ورشه ، هلته خلک وګوره ، په ستر ګواحوالات وګوره بيا قضاوت وکړه٠
**** زه په دي عقيده لرم چې ستا فلسفي ليکنې او نور ميتوديک قضيه نشي حل کولي څکه چي پورتني شيان په يوه خاص سيستم پورې تړلي دي او په افغانستان کې اوس نه سيستم شته او نه څوک سيستم غوا ړي يواځني هدف داشغالګرو دپښتنو اوپښتونولي سرټيټېد ل ،داسلام له منځه وړل او په دالرو اخستل دي او بس٠
**** تيوريسني په افغانستان کې کومه نتيجه نده ور کړې ، د خلکو له روحياتو او عنعناتو سره سمه ژوندۍ افغاني فلسفي ته ضرورت ده چې عمل ته نږدي او عنعنوي
بازس ولري ..................................
د پښتنولي په مينه ستا سو پتنګ .
نقاد
16.08.2005
ګران پتنګ خانه سلامونه مې ومنه !
[quote:64a6f2d64b]که ملې طالبان راغله پتنګ به ئي په سر کې روان وي [/quote:64a6f2d64b]
١ ـ طالبان به ولې ملي وي ؟ او چې ملي وي ، بيا به ولې راځي اوڅنګه به راځي ؟
ځکه د ملي طالبانو خو به لومړی دوښمن پاکستان ، بيا روسيه او بيا ايران وي ،
نو له دوی سره به څوک مرسته کوي څو په قدرت راشي ؟
٢ـ هغه څوک ملي وي،ايا طالبۍ ته به هم اړه ولري ؟ چې ښه مسلمان وي او ښه افغان وي بس به نه وي؟ ايا طالبي د پاکستان د چاپلوسۍ اويا د خپل وطن د وګړو د غولولو لپاره ؟
[quote:64a6f2d64b]اويادهغوکسانو پلوي چې مشاورين ئي پنجاپيان اويا نور خارجيان وي دپتنګ په خټه کې هيځ وخت ځاي نلري[/quote:64a6f2d64b]
د هيڅ پښتون په خټه کې ځای نه لري، له دې امله به ستاسو په خټه کې هم ځای ونه لري . مونږ خو ځکه وايو چې طالبان ملي نه و او په پښتونولۍ کې يې شک دی !
[quote:64a6f2d64b]دپښتنانه ځواب : خورې ستا ميړه ،که مړ وې خدای پاک دي وبخشي او که ژوندی وي ر وغتياورته غواړم په اولادونو دي پام کوه زه مرسته درسره کوم چې اولادونه دي ښونځی ته لاړ شي اوښونځي خلاص کړي . [/quote:64a6f2d64b]
امين د هغې ښځې ميړه وژلی و، ايا په دې حالت به يې پورتنۍ خبرې تزوير او
سوچه دروغ نه وو؟ امين ورته دروغ ونه ويل او دبل ميړه توصيه يې ور زياته کړه .