د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ټول دردیدلي افغانان ديې وگوري(ويديو)

hotak
30.07.2005

گرانو وطنوالو! هوتک بوړه یم چي دادومره وخت ورک وم. خداي شته په فورم کي مي له اوتوبوتو نه نور زړه تور وو. بله داچي ادې مي غواړي په راتلوني مياشت کي مي دواده زولنې پښو ته راواچوي.
خووالله چي که اوس مي واده هم زړه غواړي.
په هرحال تاسي دغه ويډيو وگورۍ. یوازاد افغان زلمی دامريکايانو اودهغو دسپوله لوري په ډيره بیرحمۍ سره وهل ټکول کیږي. دغه افغان هیڅ گناه هم نلري. زماله آنده یوازینی جرم به یی داوي چي يابه يی تربور ددروغو شيطاني کړي وي؛ اويابه هم په هیوادکي دغه اوسنۍ ډيموکراسي چي زه ورته د.....اصطلاح په کارولوکي هیڅ شرم نه وینم,مخالف وي.
داسي بریښي چي دغه ازاد اوپه ناموس مین ځوان خپله پیغله خور دامريکايانو اډې ته دټوليزي بی پتۍ لپاره نده وروستلي ځکه خودامريکايانو سپي(داخلي دسپي زامن) ورسره دغسي بیرحمانه چلن کوي.
په ویډیوکي يوافغانی بی ناموسه وگورۍ چي برچه دځوان په سينه کي خښوي اوامريکايي سرتیرهغه له دی کاره راگرزوي.
زه داحساساتوترتاثیرلاندي يم که مي سپکه ژبه کارولي وي ومي بښۍ البته دغو دسپي له زامنوسره تردی هم سپکه ژبه کمه ده .
پاملرنه: دکمزورو زړونو والاخلک دي دغه ويډيو نه گوري.
که غواړۍ چي دغه کلیپ مو نیغ په نیغه سسټم ته کاپي شي نوپه لینک باندي مږه ودروۍ,دمږي ښي لاس ته بټن ووهۍ او Save target asیی کړۍ.
[url]http://www.qazqaz.org/uploader/files/mojahd.rar[/url]


خاټول
31.07.2005

هوتک جانه وروره مينه اوسلامونه
وروره رښتياهم چي ډيره دردونکی صحنه ده او مزدوران دخپل بادار دخوشحالولو دپاره تر بادار لا زيات دوحشت اوحیوانيت څرګندونه کوي الله تعالی دي له دوينه دمظلومانو کسات واخلي


hotak
31.07.2005

یادونه: پورتنی ویدیویی کلیپ څنگه چی دحجم له پلوه دروند دی ځکه یی نودهغه دحجم دسپکولو لپاره په وین رارپروگرام کی ځای پرځای کړی.
هغه دوستان چی پخپل کمپیوټرکي دغه پروگرام نلری له لاندیني لینک نه دې وړیا کښته کړي .............مینه اومننه نصیراحمد هوتک
[url]http://www.download.com/WinRAR/3000-2250_4-10350955.html?tag=lst-0-1[/url]


م ن غروال
31.07.2005

ښاغلۍ هوتک ورور سلامونه ومنئ!
دا درديدلۍ ويديو ما وليد او لدې نور داسي اسناد شته چې حتی په انساني کرامتو او حرمتو هم د خپلو افغانانو لخوا چې هم ځانو ته مسلمان وايې او هم له بده مرغه مجاهد، تر سره شوي دي٠
اوس مهال هم له بده مرغه په افغانستان کي لا د تيري کوونکو او د کورنۍ جګړې اور بلوونکي او پښتون ضده توپکوال شته چې په هيڅ هم صرفه نکوي٠ مونږ همدا وايو چې راشئ له هغو پښتنو وروڼو سره چې د چا په وينو يې لاسونه ندي سره، هر اړخيزي مرستې وکړو او له جګړې نور لاس په سر شو٠ تر څو وکولائ شو يوه اردو او پوليس ولرو او هم په حکومت کي او پارلمان کي په پوره اندازه څوکۍ، چې له دغو جناياتو وکولائ شو حقوقي دفاع وکړو٠ دا ډول نظامي عمليات او چارې چې امريکايې سرتيرې سر ته رسوي روسانو ندي کړي٠ روسانو د حکومت سره يو ځاي به عمليات کول او هيڅ وخت په يوازې توګه په کورو ندي ننوتي لکه امريکايان! اما اوس له بده مرغه هغه تر سره کيږي چې د افغان پتمن له کلتور سره په ټکر کي دي٠
د هېواد په لاس کي هيڅ هم نشته٠ دوئ به د نهايت مجبورۍ له امله ډيرو ناخوالو ته په پټو سترګو ګوري٠ دوئ پدې پوهيږي چې هيڅ يې هم د لاسه ندي پوره٠ که مونږه په صلح ايزه ډول د اولسواکۍ پر اوصولو د حکومت واکې تر لاسه کړې دغه ډول ناخوالو ته به د مخنيوي ټکۍ وکولای شو کښيږدو او که بيا د چا نيول ؤ او کوم کور هم تلاشي وه او يا هم کوم نظامي عمليات، دا به ټول د اصولو او مقرراتو پر اساس مخ ته بيول کيږي٠ له دا ډول خودسريو به تر ډيره حده مخه ونيول شي٠ لا اقل دا د ګلم جم ډلې او رباني خان ډلې (توپکوال) به د تېريو او نورو غير انساني اعمالو او حکومتي صلاحيتونو خلع شي٠
ډير وطنوال دي چې ستاسو د يادونې په اساس د توربور او نورو شخصي دښمنيو پر بنسټ نيول کيږي او تر څو چې کوم حق او باطل معلوميږي د ډيرو ځوروَنو او زندانو شپې به يې سبا کړي وي٠ لا اقل ددغه مخه به ونيول شي٠
اوس مهال چې هر چا حتی کوم تنقيد هم که ولري د طالب او القاعده ټاپه پرې وهل کيږي او زندان يې ور په برخه وي٠ مونږه ډيرې داسي حکومتي نيمګړتياوې لرو چې امريکايې سرتيري د يوه حکومت د مقرراتواو اصولو قانون د پښو لاندې کوي٠
مونږه له بده مرغه ډير بې وځله او ډير تش لاسه شوي يو او ډير مو هم د اسلام په نوم داسي ګلان کرلي دي چې نن به مو پرته د زغم کار او په صلحه ايزه توګه د حکومت او پارلمان څوکۍ ګټلو نور هيڅ هم په وس نه وي پوره٠
خير : خبرې او دردونه خورا ډير دي له کومه درده او پرهاره به سړۍ وژاړي او کومه وړۍ به شړۍ کړي٠ داسي در په در او خاورې په سر يو چې هر يوه چې هر څه خوښه وه هغه يې راباندې وکړل او کوي يې٠ او البته دا ټول له پيله او تر ننه پورې ټولې ناخوالې زمونږه د خپلو افغانانو لخوا دي٠ او اوس پرته له لويه خدايه به نور چاته سړۍ د څه ډول مرستې مخ واړوي٠ او له چا به سړۍ څه ډول اميد او توقع وکړي٠
بس آخري کلام دا دي چې لوي خبير او مقتدر الله جل جلا له دې د افغان مظلوم ولس سره مرسته وکړي او معقوليت او وطنپال دې خداي راپکي وزيږوي٠ او د امن ملي يووالي او ګران هېواد افغانستان ته د يوه ريښتيني خدمت ټول اسباب، وسايل او امکانات دې خداي ج را ته مهيأ کړي اوخداي ج مو دې د يوه سرلوړي او خپلواک اولسواکه اسلامي افغانستان لايق وبولي، او د حضرت محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم ټول امت دې ، چې د بې ګناه انسانانو په وينو يې لاسونه ندي سره، د هر ظالم مفسد منافق کافر ملحد خداناترسه او تيري کوونکو څخه پخپل امن او امانت کي وساتي٠آمين
په درناوې
محمد نادر غروال



څاروان
01.08.2005

۱-۸-۲۰۰۵

هوتك صيب
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
هوتك صيب دغه ويډيو كليف مي وكتلو ، د زړه زخمونه يي راته تازه كړه. [color=white:87be8d00fd]دا ويډيو كليف له هغه فلم څخه راخيستل شوي چه د پيښور د مهاجرينو په كيمپو كې د يرغلګر په نوم مشهور دي. [/color:87be8d00fd]
په ذكر شوي فلم كې ډير زړه دردونكې صحني شته لكه يوه همدا او بله [color=darkblue:87be8d00fd]د صليبي سرتير لخوا د يو كور د تالاشي پر مهال يوه افغاني ميرمني په داسي حال كې له مټ څخه نيسي او يوي خواته يي غورځوي او بيا ورته په زوره وايي چه چپسه چپسه چي د هغي وړوكي ماشوم ځوي هم په غيږ كي دي او د وحشيانو له ويري څخه ژاړي او وطن پلورنكې ورته په غټو،رډو او زيړو سترګو ورته ګوري..[/color:87be8d00fd]
كه هر بااحساسه افغان دغه فلم وه ګوري نو په دي ورته پوهيدل ګران نه دي چه د صليبي يرغلګرو څخه افغاني مزدوران يي ډير ظالمان او ناروا اعمال تر سره كوي. [color=darkred:87be8d00fd]دا كار خو دوي ځكه كوي چه د صليبيانو لخوا ورته اچولي شوي اوربشي ځانته حلالي كړي.[/color:87be8d00fd]
زه په همدومره ليكنه بسنه كوم ځكه ددي كليف په كتلو سره راته د يرغلګرو د فلم ټولي صحني سترګو ته وده دريدي. او دومره احساساتي شوي يم چه په ليكنه كې به د انصاف له پولي واوړم.

د صليبي يرغلګرو او د قوم د غدارانو د تباهي په هيله

يوسف څاروان


pattang
01.08.2005

هوتکه سلام عليکم !
وروره زه څلور اونۍ په افغانستان کې وم او حالات ډير خرابه دي ٠
دهوټل له شاګرده څخه څه ګيله ? اورميږ (مندو)يې لکه د سوډر دومره غټ شوی او دبيناموسي هغې لوړې رتبې ته دا ټول بيناموسان ختلي دي ٠
مړه دې وي ټول بيناموسان، دهيواد دښمنان دپښتنو دکلچر تبا کونکي
په پښتني مينه پتنګ


hotak
02.08.2005

یارانو سلامونه اومینه!
غروال صیب له یوه وطنپال اودینداره افغان نه دهمدغسي معقولو څرگندونوتمه کيدای شي.
څاروان صیب اوپتنگ صیب ته هم مینه اومننه وړاندي کوم.
خاټول خورته خولکه تړلی چرگ په یوه پښه ولاړیم وۍ له ډاره....


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more