نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د توكبنسټ پازوال آرتابع-- د I Tپه اړه معلومات
Hamim
28.07.2005
د توكبنسټ پازوال آرتابع-- د I Tپه اړه معلومات
================================
د همیم وردګ ژباړه
†††††††††††††††††††††††
-----------------
Major Functions of a Database Administrator
د توكبنسټ پازوال آرتابع
( DBA)
د توكبنسټ پازوال () دندې په لاندې ډول دي:
دتوكبنسټ پازوال مرستې توكبنسټ سكښتنې ډگرونه، لښتيالونه ، او آرويى په گته اوراګډوي، بيا دا په ګوته كوي چې ، سرچينې په دويم زېرمه تون وزلې كې څنگه كارول شوي دي .
او څرنګه دوتنې ، او ريكارډونه زياتولاي شي ، او څرنگه يې له بايلولو وروسته بيا موندلاي او رغولاي شي .
غونډال شاتړ او بيا موندنه :
-----------------------
داومتوكو دبايلود په په توكبنسټ كې دهغو ماتېدنه په ټولنه لازمي اغېر كوي ، يو توكبنسټ غونډال ددې ود دى چې ، دغونډال ماتېدنه بيا ومومي .
(DBA) دې ته اړ دى چې غونډال د منظم شاتړ څخه ځان باوري كړي ، او د اومتوكو د پاتې كېدنې د مخنيوي لپاره د بيا موندنې پلانونه چټك كړي .
دكارن پالنې پاى او همعږوالى
--------------------------
يو توكبنسټ پازوال د كارن لاسرسي ځانگړتياوې او دمنطمو سرچينو ځانگړتياوې راز راز كارن ډلو ته څرگندوي كه چېرې رازراز كارن يو له بل سره لانجه ولري ( ډي بي اې ) ددې وړ دى چې څان باوري كړي چې يو غوراويز سامانوَنه ورسره جوړه ده .
توكبنسټ خونديتوب
-------------------
كولاي شي چې د توكبنسټ دخبرتياد مخنيوي او دتوكبنسټ د غونډال منظمولواو ساتلو لپاره راز راز كارنونوته ډول ډول لاسرسي څانگړتياوي په گوته كړي،د ساري په ډول ، يو ډول كارن پرېښل شوى چې اومتوكي بيا ومومي ، اوبل د اواك لري چې اومتوكي دا مهاليز او ريكارډونه ړنگ كړي .
د سرته رسونې ښودنه
-------------------
د توكبنسټ غونډال دپالنو د پاملرنې او باور وړ يوه منلې بېلگه ده .
د غونډال ليدنه كوي او ډول ډول توكبنسټ توكي كاروي چې ، پردې باوري شي چې غونډال دسمبالوونكي دخوښې او غوښتنې سره سم امستل شوى دى . DBA
دژبو پوښتنه
-----------
دژبو پوښتنه څه شي ته وايې؟
د ژبو پوښتنه يوه ساده انگليسي غوندې ژبه ده چې ، سمبالوونكې دې ته پرېږدي چې په چاپ شوي راپور ياپه پرده باندې د كومو اومتوكو دليدنې څانگړنه وكړي .
په عامو خبروكې دوه ډوله دژبو پوښتنه راځې:
جوړه شوې ژبپوښتنه ، او پر بېلگو يا ساري باندې پوښتنه .
جوړي شوې ژبپوښتنې
--------------------
جوړې شوې ژبپوښتنې په پراخه پيماه سره توكبنسټ ژبپوښتنه كاروي ، په ۱۹۸۵ م كې د امريكا دملي معيارونو ټولنې يوه كمېټه وروزله چې () صنعتي معياْرونه پر مخ بوځي ، چې نن هم ډېر د توكبنسټ غونډال د وړاندې بېونې ادارې دهغه ملاتړ كوي ، ۶ـ۶ ښودنه دجوړې شوې ژبيوښتنو له څرگندونو څخه يو سارى څرگندوي .
د ۶ ـ ۶ جوړه شوې ژبپوښتنې څرگندوي .
GPAوټاكه
له ــ شاگرد څخه
Gpa>=3,0چېرې ــ
سپارښتل شوى په ــ نامه كښې
په ساري سپارښتنه
( په ساري پوښتنه دوړاندې بېوونكي دجوړونې سره په دوتنه كې جوړېدونكي پوښتنې دډگر ونو دشتون او ښوونې سره مرسته كوي .
لنډيز:
-----
خبرتياوې په يو ملتون كې ډېرې پكار راتلونكي اوسود منې دي ، او دتوكبنسټ د وړاندې بېونې غونډال MIS دتوكوڅخه يو ډېرمهم توكى دى ، چې د ملتون خبرتياوې په ځير سره ترسره كړي ، د اومتوكود منظمولو او د توكبنسټ د وړاندې بېونې غونډالونو دپوهېدولاره د هغو كړنيزه اودډېرومهمومفكوروپه ډله كې راځي ښايې سړى ورباندې پوه وي .
د توكبنسټ ووړاندې بېونې غونډالونو په گډون دخبرتيايې ټيكنالوجۍ په ښه توگه كارونې سره وړاندې بېوونكى كولاي شي چې په ډراماتيكي توگه سودمندې لويې كړي او ونډملتون اړزښتونه اوخطرونه كم كړي .
اووم څپركى
اومتوكيزه اړيكې
============
په سوداگرۍ كې د امتوكواړيكو ارزښت مخ لا په زياتېدودى هغه توان چې خبرتيايې اړيكې چټكې كوي د خلكو د سوداگرۍ لارې ته بدلون وركوي چې يو دبل سره سوداگري وكړي ، نوي مخابراتي اومتوكي ټيكنالوجي غږ، انځوراو آن تردې چې وېډيوپرېښلي ، چې د جال له لارې واستولي شي ، ساري يې برېښناليك ، غږليك، لرغږونې خبرې اترې
جوړوَنه ، كښكوړي (فاكس) ، برېښنايې اومتوكې بدلون (EDI) ، په ليكه پالنې او نور داسې د حقيقت څرگندوي دي نور او نورې پالنې دجال له لارې په لاس راتلونكې دي ، ځكه په خبرتيايې لويه لار تېريدونكي دي .
گڼيالې نښې (digital) داټكلياله (analog) نښو په مقابل كې
گڼيالې نښې د ولټېج په خوځېدو پور ې مشخصې دي چې هغه بېټونه چې په يو ځاي كولوسره يې توري جوړيږي راښيئ ، دا ډول نښې په معموله توگه د سولگر په منځ كې كاريږي چې اومتوكي د برېښنايې توكو او ليكه شوو توكو تر منځ واستوي ، گڼيالې نښې د كوچنيو ليكه شوو بېلوونكونښو درلودونكې دي ، ( چې زياتره څوسره فټه دي ) او د دويال غونډال په پيل \او بندولو سره ښودل شوي .
ځايې سيمې جالونه ( LAN)معمولا د استولو لپاره گڼيالې نښې كاروي ، دا استونه په ليوي توگه تر يو ټاكلي ځاي ( لكه كوټه يا ودانۍ) پورې پېلې وي .
( اټكلياله نښې ) برېښنايې اوسپن كښه ( مقناطيسي ) غږونه جاري كوي ، او ددې توان مومي چې تر زښته ليرې ځايونو پورې والوزي او لېږدونې تر ليرې ځايونو پورې ددوي په مټ بهر ته وليږدوي . د ساري په توگه د (لرغږون) ټليفون ـ ليكو په مټ د غږ استول ، او دسولگر و ترمنځ د اومتوكو استول اټكلياله نښې كاروي .
گڼيال اومتوكي د اټكلياله اومتوكو په مقابل كې
اومتوكي دخامو موادو په شكل پېژنلاي شو چې، اومتوكي د وزلو تر منځ ولېږدي چې ، ښايې اومتوكي په ټاكلي بڼه وښيې . موږ داومتوكو دوه ډوله ښودنه لرو:
يوته ( گڼيال اومتوكي ـ) او بل ته ( اټكليال اومتوكي ) وايې .
د گڼيال اومتوكو بيا ښودنه دويال غونډال كاروي ، ( لكه ۱ـ او ـ ۰ ) تر څو هر اومتوكى بيا وښيى .
كولاي شو چې يوه شمېره ، يو ټكى ، يو انځور، يا آن يو وېډيو په دويال غونډال كې وښيو.
داټكليال اومتوكو نمايندگې پرله پسې نښې كاروي ، غږ ، انځورونه ، او وېډيو لكه اټكليال اومتوكي غوندې ښودل كېږي ، د وېډيو پټۍ وېډيو په اټكلياله نښو او په غږ نښو ثبتوونكى پټۍ اټلكياله كړنلارې كاروي .
اټكليال اومتوكي يا خبرتياوې كولاي شي په گڼيال او اټكليال ښوونو دواړوكې وښودل شي ـ دساري په توگه اوريز Audio ، په عامه توگه ، گڼيال اومتوكښودنه تر اټكليال ياقياسي اومتوكو د پرله پسې كارونې لپاره ډېره دقيقه او ټينگه ده ، په هر صورت گڼيال اومتوكښودنه د غږ او وېډيو لپاره د اټكليال اومتوكو په پرتله د ډېر خالي زېرمه ځاي غوښتونكى دى .
ګڼيال استونه transmission داټكليال استونې په مقابل كې
گڼياله استونه دواړه : ( گڼيالې او اټكليالې نښې ) كاروي ،چې خبرتياوې په گڼياله بڼه كښې واستوي ، دا پدې مانا چې ټول اومتوكي يا خبرتياوې مخكې له لېږلوڅخه گڼيال ښوونو ته اړول شوى وي ، د ساري په توگه يو انځور كولاي شي چې يو گڼيال دوتنې ته واړول شي او داټكليال نښو په مټ د وتلو ځاي ته واستول شي ، گڼيال استونه داوږدې تشې استونې لپاره د ارتوونكو آلو په ځاې تكرارووني بديله كاروي ، داد خبرتياوود استوني لپاره دښو رسېدلو لارده .
اټكلياله استونه اټكلياله نښو په مټ اټكلياله ښوونې كاروي ، دساري په توگه لرغږون خبرې اترې كولاي شي په اټكلياله ښوونه كې واستول او ( اټلكياله ) ياقياسي استونه وكاروي .
گڼيال ښودنه----- اټكلياله (قياسي )-- ښودنه
گڼيال استونه ---- بشپړې پالنې----- نشته
گڼيال جال--------- ISDN------------شته
اټكليال استونه----د موډېم كارَونه تر---دوديزه
دسولگردوتنې استول----- لرغږون غږونه
د مزيو په مټ مخابروي رسنۍ ډولونه
دمزيو په مټ درسنۍ استونې درى ډوله دي :
جوړه نغښتل شوى مزى ، غوړه مالي سيم ( مزي ) او رېښكۍ رڼا مزى ، لاندې برخې يې په ژوره پېمانه راپېژني :
جوړه نغښتل شوى مزى ( TPW)
دلرغږون زياتره تشكيلوونكي مزي د سوونو مسي مزيو يا سيمونو څخه جوړدي چې جوړه نغښتل شوى مزى TPWيې بولي .
TPW دغږ او اومتوكو دواړولپاره څوكاله دمنځنۍ استونې يوه منل شوې بېلگه وه ، په هر صورت ، اوس دډاډ وړ او پرمخ تللي نورو رسنيو ( لكه ريښكۍ رڼا مزي ) ددوي مخه نيولې ده . جوړه نغښتل شوي مزي ددوويا زياتو مسي جلاشوو مزيو ترغاړه كونه كوي ، يو دبل سره جوړه چاپېره دي ، بيا په پلاستيكي پټ پوښ كې جلاشوي ، په نړۍ كې له پخوا څخه جوړه نغښتل شوى مزى پالل شوى پدې كښې شك نشته چې دكلونو لپاره به په راتلونكي كې دغږيز پيغامونواو نويو سولگريزه اومتوكو استولو لپاره پكار شي ، په هر صورت ، به د برېښنايې مداخلې څخه په ښه توگه نه وي خوندي اوهم به ورو وي .
غوړه مالي مزي :
غوړه مالي مزي ته په عمومي توگه ( غوړه مالي ) وايې چې په مسي مزي سره جلا او تشكيل شوى ، د امزى د كلكو او چوټى شوو موادو په ډال كې نغښتل شوى ، او بيا يو بهرني پوښ لري ، غوړمالى مزى د ( TPW) څخه لويه سوروره كړۍ لري ، دا كړۍ دهغو اړيكو شمېر ښيى چې په يو مهال استولي وي .
يو غوړمالى مزى د TPW د استونې پراخوالى نږدې ۸۰ مهاله لري ، غوړمالي مزى ډېر ځله ددې لپاره كاريږي چې ديو سولگر د غونډال برخې په يوه ودانۍ كې سره پېوند كړي ، غوړمالى مزى زياتره دغوېږ په مخ نيوي كې له غبرگ نغښتلي مزي څخه ډېر ښه دى .
رڼا ريښكى مزى :
يو رڼا ريښكى مزى له څو سوونو وړو او نريو ښيښه يې غاړو څخه تشكليږي چې برېښنايې نه بلكې خوځېدونكې رڼايې پلوشې استوي ، داهره يوه غاړه د انسان د وېښتانو په شان ده ، چې كولاي شي په يو ثانيه كې په بېليونونو خوځېدنې واستوي ، هره يوه (فعاله) خوځېدنه يا نبض يو بېټ ښيى ، كله چې په ( ۰،۱۲) وړو انچونو كښې رڼا ريښكى غاړې سره يو ځاي شي ، كولاي شي چې يوه څلورمه برخه دنيم ميليون غږيز خبرو اترو سره په يومهال ملاتړكړي ، يا په بله وينا ، رڼايې ريښكى مزى په رڼايې ريښكى نښو مزيو كې يوه لويه سوروره كړۍ لر ي چې رڼا ييز غږونه دښيښه يې ټيوب له لارې استوي ، په عامه توگه ( FOC) د (TPW) په پرتله ) ( ۲۶،۰۰۰) ځله د استونې ظرفيت لري ، برسېره پردې ، ( FOC) پر ( TPW) او ( CC) څرگندليك دواړو اړونده ښېگڼې لري ، او دبرېښنايې مداخلې څخه خوندي مزي ډېر خوندي كوي ، اوهم له غوړمالي مزي څخه رڼا او لږ گران بيه او داومتوكو په استولو كښې د ډاډ وړ دي .
بې تاره مخابروي رسنۍ :
زياتره بې تاره مخابروي رسنۍ واړه غږيز او سپوږمكي غونډالونه دي ، سربېره پردې ، نورغونډالونه هم شته لكه نړيوال مقامي غونډال ، چوپړي ، او ژونكه لرونكي غږون غونډالونه .
كوچني غږيز غونډال :
واړه غږونه د رېډيو لوړ ډېر پښي غږونه دي چې د هوا په مټ په نېغو مزيو ځغلي ، ځكه د ځمكې دكږوالي پر مهال دوي بايد د ارتوونكويا تكراروونكو په مټ بدل او نوې نښې پيداكړي ، او ښايې چې په برجونو ، لوړو ودانيو ، او د غرونو په څوكو ولگول شي ، او سپوږمېۍ ( Satellites) كېداي شي چې د كوچنيو غږونو دهډې په شان وكارول شي ، ( ۱ـ۷ښودنه وگوره ) .
زيات شمېر لدې وړو غږونو څخه په يوه برابرټكي څرخيږي او دځمكې پر مخ تېزوالى پېداكوي ، اودې ته يې برابروي چې ولاړه بڼه څرگند شي ، اووكولاي شي چې دبدل شوې هډې په شان په اسمان كې نښې واستوي .
سپوږمۍ غونډال:
سپوږمۍ غونډال يوه ( اسماني اډه ) كاروي ، چې دځمكې پر سر ددوو ځايونو تر منځ نښې واستوي ، مخابروي سپوږمۍ له وړوغږونوڅخه عبارت دي ، چې دځمكې گرد چاپېر كې خپلې اډې بدلوي ، ( ۲ـ۷ ښودنه وگورئ) ، دځمكې پر سر په نمونه يې ډول سترغالى ( مدار) ۳۰۰.۲۲ ميله دى .
كله چې سپوږمۍ ( Satellite) دځمكې د چټكتيا سره سم وخوځيږي اوپه فضا كې ولاړه ( ساكنه ) غوندې څرگنديږي ، اودلمر دمنځنۍ تختې څخه ځواك ورته راځي ، هر كله چې سپوږمۍ دځمكې پرسر ديوې اډې څخه نښې ( سيگنالونه ) ترلاسه كوي هغه بېرته د ځمكې پرسربلې اډې ته استوي ، اوپه هره يوه سپوږمۍ كې څو مخابروي چينلونه يا اډې وي ، چې گڼيال او اټكلياله دواړې نښې د ځمكنې اډوڅخه تر لاسه كوي ، ځينې وخت كولاي شي چې ديوې سپوږمۍ څخه زياتې واخلي ترڅو پيغام وزيږوي .
نړيوال ځاي نيوونكى غونډال:
Global Positioning System
پخوانى GPSدلښكري موخو لپاره سكښتل شوى وو چې ، دې پروژې نېژدې ۱۰ بېليونه ډالره ارزښت درلود، اود ۲۴ ځمكني سپوږمكۍ سترغالي توان يې چې ، په ټنگاري توگه نښې يا سيگنالونه دځمكې څرگندوځايونو ته واستوي .
يو GPS لاسته راوړونكى كولا ي شي چې ، دڅلورو سپوږمكيو څخه پورته كړي ، ويې گڼي ، او اوږدوالى ، لنډ والى وزيږوي ، او لنډ والى په ښه اودقيقه توگه څوفټه ازاد كړي .
نوله دې وجهې غونډال د لښكري كارَونې لپاره سكښتل شويى وو چې ، سوداگريز كاريالونه بشپړ كړي ، بېلګې يې ديوې واردوونكې لارۍ په ليكه كول اود پلورونكي په خپله گرځېدل دي .
Pagers او گرځنده غږونه :
Pagers يا خبراوي( بيپونه ) ددې لپاره سكښتل شوي چې ، دبلې ډلې دغږونو شمېره تر لاسه كړي ، نو لدې كبله ( Pagers ) لرونكى كولاي شي چې ، په ناڅاپي توگه خبرې وكړي ، دا يوه داسې اړيكنه وزله ده چې ، له خبرې كوونكي ډلې سره غبرگون نشي ښودلاي ، خبروونكي پالنې اسماني واټن، نټ پاڼه ، او EMARC راگډوي ، ځينې خبروونكي كولاي شي چې ، ټول لومړني چلېدلي شمېريزمتن اونور اومتوكي واستوي .
گرځنده غږونه دلومړي ځل لپاره پر اواز د ژونكي غونډال په مټ اړيكنولو لپاره سكښتل شوى دى ، هر ه ژونكه دشپږضلعي په څېر ده چې ، په دوديزه توگه اته ميله يا په لږ كم پنډوالي كې ديو استوونكي يالاسته راوړونكې څلي په مټ پاللى دى .
بلونونه ( calls ) نېغه په نېغه ديو گرځنده لرغږون ونجون چاروځاي ( MTSO) ته استول كيږي ، او بيا ديو منظم لرغږون جال سره پيوسته كيږي ، كه چېرې اړيكنيواند ديوې ژونكې څخه بلې ته وخوځيږي ، تلونكى بلون به دبل ( MTOS) لاس ته ورشي ، نوې ټكنالوجي گڼيالې نښې پر ېښي چې ، د گرځنده غږونو په مټ واستول شي .
موډېمونه او نورې وزلې :
اوسنۍ اړيكيز جالونه غږ ، لوړې رسنۍ كاروي ، گڼيال نښو ته اړيدونكى خوځنده ولټېج تر زيات واټن پورې نشي الوتلاي ، د يو سولگر څخه جالونو ته دگڼيالونښو لېږلو پر مهال يوه ځانگړې وزله دې ته اړتيالري چې گڼياله نښِې په اټكلياله نښو بدلې كړي ، نو همداسې اټكلياله نښې كولاي شي چې خبرتياوې تر ډېر واټن پورې يوسي ، موډېمونه ددې موخې لپاره يوه وزله ده .
يو موډېم كولاي شي چې گڼياله نښې په اټكلياله نښو بدلې كړي كله چې اومتوكې استوي او اټكلياله نښې گڼيالو نښو ته د اومتوكو دلاسته راوړلو پر مهال اړوي .
په بله وينا، د اوسنيولرغږون جالونو پر مټ سولگريزه گڼيالې نښې كولاي شي چې اټكلياله نښو ته واړوي .
ځايې سيمې جال ( LAN) او دهغو كاريالونه :
يو ځايې سيمې جال ځاني اړيكيزجال دى چې ، يوه پېلې جغرافيوي سيمه رانيسي ، لكه دسولگر ازموينځي ملتون ، يو دكړنې چاروځاي ، يوه ودانۍ يا يو لړ يو ځاي شوې ودانۍ ، بريد په نمونه يې ډول له يوه ميل څخه كم يا همدومره دى ، د LAN ځاي پېژندنې له زنگ ، ستوري ، بس ، او دوه رگه څخه عبارت دي .
د يوLAN ( ځ ، س ، ج ) رغتوكي :
ووړ سولگر ( كاراډه )
يوLAN گڼ شمېر كار اډې راگډوي چې ، هر يو د پالنگر ،اډې ، واړه سولگر ، په شان كاريږي ، په ځايې سيمې جال كې يو پالنگر دجال ساوتري سمبالښت زېرمه كوي ، او دسمبالښت تابع پاي ته رسوي ، هله د LAN پالنگر و بېلابېل ډولونه دي چې ، په آرتابع باندې په يو پېرن سپارلې يا له پالنگره چاپېريال كې ژغورنه كوي .
يو چاپگر پالنگر چاپيزه پالنې نوروكار اډو ته چمتو كوي ، كله چې يو دوتنې پالنگر جال د جال لپاره ساوتري كاريالونه زېرمه كوي ، او نورې وزلې كېدلاي شي چې ، يو كښكوړٰ FAX ماشين ، ځير گر، يايو چاپگر راګډ كړي .