نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
Maraka with Usatad R.Sarrah له استاد رحیم الله صراح سره مرکه
Hamim
28.07.2005
بسم الله الرحمن الرحیم
• محترم استاد صراح صېب که خپل ځان په لنډه توګه راوپېږنﺉمهرباني به مووي؟
ځ- زما نوم رحيم الله ( صراح ) د وردګو ولايت د جغتو ولسوالۍ د كلاندې په (لوى كلي) كې په ۱۳۴۷هـ كال كې زېږېدلى يم.
• ولې موتردې كچې زده كړې وكړې او بياموبس كړې؟
ځ - داچې زما خپله كورنۍ له وړاندې څخه په ديني زده كړوشهرت لري نوله دغودود سره مو خپله لومړۍ زده كړه زما د تره مولوي عبد الواسع نعمانيار ترسيوري لاندې پيل كړه. او بيامودهجرت له بركته د حضرت امام ابي حنيفه په دارالمعلمين كې تر۱۴ټولګي پورې زده كړې وكړې په ۱۹۸۸م كال كې دفراغت څخه وروسته د جهاد سنګرونوته راغلم چې دوه كاله وروسته مودوهم ځل په پاكستان كې دعلومواوټيكنالوجۍ پوهنتون دسياست په پوهنځي كې خپل تحصيل پيل كړ ددوسمستروله تحصيل څخه وروسته اړكړاي شوم چې د افغانستان په داخل كې كاروكړم اود ليسانس مرحله مې نيمګړې پاته شوه.- داچه د۱۴ صنف د فراغت څخه وروسته ما دوه كاله دكويت دولت له يوې مؤسسې (لجنة الدعوة الاسلامية) سره دتعليمي او روغتيايي مركزونوپه پرانېستلوك چې هغه د پكتيكا، پكتيا، غزني، وردګو په ولايتونوكې زياتتې مرستې وكړي ند هغې مؤسسې د مسؤلينولخوا اړكړاي شوم،چې دوهم ځل افغانستان ته راشم او دهغوي د پروژوپه سمون كې مرسته وكړم پدې هيله،چې بېرته خپل تحصيل ته دوام وركړم.
• چېرې مودندې اجراكړې ستاسې د هغه وخت دكارانګېزه څه وه اوكارموڅنګه وو؟
ځ - زما دندې البته په پكتيكا، پكتيا، غزني، وردګو ولايتونوكې تېرې شوې دي،چې دلنډمهال لپاره مو د روزګان په ولايت كې هم دنده اخيستې وه، په ۱۹۸۹م كال كې موهلته دتعليمي پروګرامونولپاره يوه سروې وكړه او اړتياوې موپه ګوته كړې، د هغه وخت دكاركولوانګېزه زما اودهغه وخت دملګروسره د افغانستان په داخل كې دهغې سروې څخه وروسته داسې پيداشوه،چې دجهاد په جبهواوسنګرونوكې زموږزيات مجاهدين وروڼه بي تعليمه ووآن تردې چې زيات شمېر قوماندانان هم بې تعليمه وو اوپه هماغه چاپېريال كې اداره هم ددوي په لاس كې وه نو د اولس وګړي بې تعليمه پاتې كېدل ړومبۍ اړتاي زموږ سره تعليمي اوبياد روغتيا مساله وه.
• د لجنة الدعوې سره موله كله اوچېرې كارپيل كړ، اوپه كومودندومو كارورسره وكړ ؟
ځ - لكه څرنګه چې مخكې مو اشاره وكړه زما ددندې پيل په ۱۹۸۸م كال كې وشواودوه كاله موخپله استعفا وركړه تحصيل موپيل كړاوبېرته اړكړاى شوم،چې خپلې وظيفې ته راشم ، البته د وردګو، پكتيا ،پكتيكا،غزني، لوګر، پروان په ولايتونوكې موكارپيل كړپه تعليمي پروژوكې مو ځانګړى مسؤوليت درلود اوپه روغتايي پروژوكې د مشاور په توګه مودنده سرته رسولې .
• د كله نه مو دلجنې مسؤوليت ته غاړه كېښوده؟
ځ - د ۱۹۹۱م كال څخه تر۱۹۹۷م پورې مو د ځانګړوتعليمي پروژو مسؤوليت درلود،چې له هغوى څخه وروسته تر۲۰۰۳م كال پورې مود ټوليزه مسؤوليت دنده په غاړه لرله .
• لجنې ولې يوازې وردګوته خپله ډېره توجه وكړه اونورځايونه يې پرېښول؟
- ځ داچې لجنة الدعوة مؤسسې دنوروولايتونوپه پرتله د وردګوولايت ته زياته توجه درلوده، لكه څرنګه چې پښتومتل دى ( چې د زروپه په قدر زرګرپوهېږي)، نوپرته له مبالغې ويلى شم،چې د وردګوولايت دوخت اكثرو زمامدارانو ښه پوهه درلوده او عام اولس هم د تعليم اوپوهې سره زياته مينه درلوده او دنومورې مؤسسې سره زياته مرسته دجبهاتوقوماندانانوكوله په روغتيايي مركزونوكې يې خپل فني پرسونل درلود ، په تعليمي ساحه كې په ښونځيوكې يې ترليسانس درجې استادان لرل، ددې ټولوعكس العمل زموږ په مقابل كې ددې لامل شو،چې زياته توجه يې جلب كړه . او په نورورولايتونوكې وضع بل وړ وه، چې په دوه كاله كې هم موږ د يوښونځي په پرانېستلونه بريالي كيدو او زيات مشكلات يې پيداكول.
• هغه وخت خويوه واحده اداره نه وه تاسې څنګه كارپرمخ بولو؟
ځ - داحقيقت دى،چې هلته زيات مشكلات وو دپروژې پيل اوبيا دهغې دوام اوزيات مشكلات وو حتى تردې،چې يولوى كلي هم ځانګړى يوحكومت او ځانته حاكم درلود په ځانګړي تجربه اوطريقه يا دود به خبرو اوتفاهم ته ضرورت و، دخداى څخه راضي يم چې پدې باب موږ كافي تجربه دلوده، او داچه په خپله سېمه كې مسؤوليت په رښتياهم له كړاوونوډك وي خو زموږ دسېمې د ولايت په سطحه كه هرڅه وي خوبيا اولويت ټوليزه ګټوته وركوي،چې زموږ دهغې وخت عادي كاركوونكي په مؤسساتو او دولت كې لويې دندې پرمخ بېولې اوهغه پروژې يې ټولې ژوندى اوپياوړې ساتلې وې، په ظاهري لحاظ مسؤوليت يوه لنډه كلمه ده په اصلي معنى بياتېره په تعليم اوتربيه كې يو دروند مسؤوليت اوباردى . زموږد پروژو كه زيات صفت كېدلو موږخپل ځان نيمګړى بللواو دا زموږشعاروو.
• د ټولنې اداره خوهسې نه هم سخته وي داچې په خپله سېمه كې شي اوبيا سېمه ييزه وضعه هم بايد په پام كې ونيول شي نو ايا ستاسې لپاره دا مسؤوليت يا دنده سخته نه وه، چې پرمخ موبوله؟
ځ - په كوم پروګرام چې زموږكار كړى دى، اوپه يوه وظيفه كې د مسؤوليت په معنى يې منو هغه د فعلي مسؤوليتونواو دندو سره زيات توپيرلري هغه كه لوى وي ياكوچنى نشم كولاى تش په نامه دنده اجراكړ او مسؤوليت د خلكو او خداى په وړاندې په ذمه پاتې شي.
• تاسې دلجنې د بندېدو نه وروسته رسمي دندې بېخي پرېښودې لامل يې څه وو؟
ځ - كله كه يوڅوك دټولنې د ښه سمبالښت لپاره په حقيقي توګه كاروكړي داخاوره په رښتياخپله ټولنه يې خپله دهغې وګړي خپل وبولي فكركوم دا مينه په رښتيامينه وي زما زړه پدې زيات خوشاله دى،چې د كابل، كندهار، ننګرهار،هرات پوهنتونونه زموږ دهغو وروڼوځاى دى،چې داسې سالمه روزنه يې شوې ده،چې خپل استادان يې هم احترام كوي ، زه زيات پرې خوښ او ورباندې وياړم.
• خورا زيات ځوان محصلين او متعلمين له تاسې سره بې كچې مينه لري سبب يې څه بولئ، اوډېروځوانانوتاسې ته دپارلماني ټاكنوته د كانديدېدو هيله لرله اود سېمې دځوان كهول ترمنځ تاسې پراخ نفوذ هم لرئ نو خپل ځان موولې كانديد نه كړ ؟
ځ - د ځوانومحصلينواو متعلمينووروڼو په احترام زماپه فكرهغه وروڼه ،چې كانديد شوي دي، دهغوى وظيفه او مسؤوليت لومړى دادى ،چې خپله بيوګرافي او پېژندنه ټولنې ته روښانه كړي اوبيادې ته فكروكړې،چې قانون چاته اود څه لپاره اجازه اوحق وركوي اوبياخپله راتلونكې برنامه ټولنې ته واضح كړي فكركوم چې لاوخت شته دى چې دنيكۍ اوبدۍ حساب سره وكړو.
• يوه خاطره كه راته وواياست مهرباني به مووي؟
ځ - زما خاطره به البته بياخپل دمينې ساحل په ياد راولي هغه داچې په ۱۹۹۶م كال كې دپكتيكا، پكتيا، غزني ولايتونود متعلمينو او استادانو لپاره د ( ورورۍ) ترسرليك لاندې يوولس ورځنى سمينار،چې په داسې حال كې موجوړكړ خپل منځني اختلافات اوج ته رسېدلي وو د سمينار په ړومبيو ورځوكې دوه كسان هم يوې كاسې ډوډۍ خوړلوپه نژادي يافكري لحاظ يوځاى كېدل په وروستۍ ورځ چې كله سمينار پاى ته ورسېد، دخداى پامانۍ پرمهال د ژړا يولوى ځوږ پورته كېدا،چې د هغه سميناريوپه زړه پورې تجربه زماپه خاطركې په ياد پاتې ده.
• ځوانانوته څه پيغام لري؟
- ځ ځوانانوته زما پيغام دادى،چې له هرڅه وړاندې خپل تعليم ته زياته پاملرنه وكړي په ځانګړې توګه زماد پوهنتونونومحصلين وروڼه كله داسې كېداشي،چې تعليم پاتې ياخوټكنى شي اوځوانان د سياسي حلقاتوښكارشي هيله لرم خپله ټوله توجه تحصيل ته كړي،چې په راتلونكې كې د وطن خاورې ته په سياسي او ټولنيزوچاروكې لا زيات خدمت وكړاى شي.
• په آخركې كه د خپلوبچیانو په اړه څه راته وواياست؟
ځ - د اولاد په اړوند درته ويلى شم،چې اووه سره اولاد لرم ، دوه لوڼې او پينځه ماشومان: عبدالرحمن ، سيف الرحمن، خليل الرحمن، حبيب الرحمن، او محمد ادريس.
• صراح صېب له ستاسې څخه ډېره مننه چې موږ ته مو ددې خواږه بنډار وخت راكړ.
@@@@@@@@@@@@@@@@