نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
وېي رغاونه Neologism
Hamim
28.07.2005
اوسنۍ نړيوالې هڅې:
ختېزه نړۍ:
• په جاپان كې (Asahi) نومې ورځپاڼې په تېرو لسو كلونو كې د نوې جاپاني ژبې پور وييونوته يوه ځانګړې پاڼه بېله كړې وه .
عربي نړۍ:
• ( وېي رغاونه او په ژبه كې درسنيو نقش) د صايغ فايز ليكنه ، سوريه ـ دمشق ـ فرهنگ مجله ۱۹۹۲م .
• ( عربي كول او ژبنۍ پلان جوړونه ) په سعودي عربستان كې دمصطلحاتو عربي كولو عملي زده كړه ، د سعد بن هادي القحطاني ليكنه ـ لومړى چاپ ـ بيروت ـ مركز الدراسات الوحدة العربية .
• (په عراق كې د عربي كولو بهير) د احمد مطلوب ليكنه ـ بغداد ـ د روزنې فرهنگ او عربي علومو ټولنه.
• (په عربي نړۍ كې وېي رغاونه) د نور قاسم عثمان ليكنه ، لومړى چاپ ۱۹۸۸م ، خرطوم پوهنتون .
الجزاير
په الجزاير كې ژبنۍ نظام يو پېچلي نظام دى ، ترفرانسوي ښكېلاك وړاندې په۱۸۳۰م. كې بېلابېلې ځايي لهجې وې، چې په هغو كې عربي ، بربري ، شفوي او فرانسوي ګډې وې ، ترهغې وروسته حكومت غوښتل چې هر څه په عربي ژبه دود كړي، خو له وسه يې پوره نه شوه او ورو ورو يې هر څه په عربي پيل كړل .
د (Full April) په نامه توكبنسټ د ۱۹۸۹ له جنوري څخه د ۲۰۰۳ ترديسمبر پورې ټولې هغه مياشتنۍ رانغاړي، چې په هغوكې نوي ويى جوړ شوي دي، د اپريل توكي نه يواځې په سوداګريز ډول،بلكې په ځاني توګه هم ستاسي لپاره شته .
وگورئ (www.udues.uce.ak) .
لوېديزه نړۍ:
كه اروپايي نړۍته ځير شو، جوته به شي، چې دوى هم له عربي نړۍ څخه كم نه دي ، بلكې د وېي رغاونې په بهير كې اوږه پر اوږه ورسره روان دي ، دبېلګې په توګه يې لاندې ساري راوړلاى شو:
• Loura Macbecd په ۱۹۹۷ـ ۹۶ كې په ادب، هنر، اونورو برخوكې دوېي رغاونې په اړه ليكنه كړې او همدارنګه Stev Lange په ۹۹ـ ۱۹۹۸م كې اوهم Keven Macleod Neologism ca ترسرليك لاندې په ۱۹۹۸م كې يوه ليكنه كړې ده .
د لا زياتو معلوماتو لپاره وگورئ www.incompetech
د ورځپاڼو متنونو كې نوې ويى رغاونه
په انګليسي كې له ۱۹۹۴م څخه تر ۲۰۰۳ پورې د نويووييولړۍ لپاره وگورئ (www.rdues.uce.ac.uk.neologism.shtml). دوى ليكلې دي :
د انګليسي ژبې د ښوونكو لپاره موږ ډېر سودمند گڼ شمېر نوي ويى جوړ كړي او دا كار مو د يوې ډلې په مشوره وكړ ،چې له موږڅخه يې بيابياد نوې ويى رغاونې غوښتنې وكړې ، هوكې ! په ورځپاڼواو نورو هغو لنډ مهالي متنونوكې هره ورځ نوې خبرتياوې راځي ، خوښوونكي ددې توان نه لري ،چې هره ورځپاڼه تر لاسه كړي او نوى څيز ومومي .
• (په امريكا كې د برېښليك او نننۍ وېي رغاونې يوڅوبېلګې) تر سرليك لاندې ډېر څه ليكل شوي دي.
( دچټك شوي فرهنګ لپاره كيسې ) چې له Mcjob Doughas اخيستى او Cygerspadce لهWilliam Gibson (Neuromance) څخه اخيستى د Lwis carrol شاعرJabbrswocky ته په شعر كې د وېي رغاونې پاچاويل شوى دى، ځكه چې ده پخپل شعركې په لسگونو نوي وېي جوړ كړي او په اوسنۍ انګريزۍ كې د Thomas Browne ۱۶۸۲ـ ۱۶۰۵ ليكنې د هېرولو وړځكه نه دي، چې د يوشمېر نويو وېيونو سر چينه ګرځېدلې ده .
نو پر دې اساس پرونۍ وېي رغاونې لكه پرونۍ خبرې داسې دي چې ، نننۍ اړينې وېي ټولګې بلل كيږي .
د افغانستان ځاییتابه پروګرام
کابل – افغانستان