نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د نړۍ تر ټول حياناكه پېغله انتخاب شوه.
Anonymous
26.07.2005
د نړۍ تر ټول حياناكه پېغله انتخاب شوه.
د ستر او حيا نړيوال كميسيون د څېړلو او پلټنو له مخې د جلال آباد بريښنا د نړۍ تر ټول ستره او حياناكه پيغله ده.
دغه كميسيون پخپل كلني راپور كې وايي، سره له دي چې دغه پيغله نږي دوه ميليونه پتنګان لري خو بيا هم په تيره لسيرزه كې يوازي د بي خوبۍ ناروعانو تازه دم مينان او د هندي فلمونو ملنګان د هغي په يونيم ديدن بريالي شوي د پورتنيو بختور له خولي ويل كيږي چي [color=white:e7ca88c135]بريښناګله كله كله د شپي په دولسو بجو د درونټي له محل سر راښكاره كوي او په دوه بجو بيرته خپلي ارامګاه ته ستنيږي[/color:e7ca88c135] دغي ټولني تيره مياشت د ملګرو ملتونو د سرمنشي له منظورۍ ورسته د جلال اباد بريښنا ته د ستر او حيا غاړه كۍ ورپه غاړه كړه خو ځيني كينه كښان پدغه ټولنه تور لګوي چي په څيړنو كې يي غونډاري ويشتي رښتيا دا دي چه له يوي خوا دغه پيغله د خپل ښايست له زوره د زړه په ناروغۍ اخته شوي او له بلي خوا يي ډيري چارواكي د وينځيتوب دعوه كوي.
له ښاښۍ مجلي څخه په مننه.