نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
خيانت او ر وابط ئې !!!
ع کريم حليمي
25.07.2005
درنو دوستانو ته سلام !
خيانت عشقي
يوه پټه رابطه ده ، احساسي او جنسي صميميت په منځ د دوو نفو چه يو ئې متاهل وي ٠ د خپل قانوني مېړه يا زوجې په غياب کښي احساسي يا جنسي ارطباط ، بازۍ
صورت ونيسي خيانت دۍ
خيانت حقوقي
هغه شخص چه د يو کار دحفظ د پاره ګومارل ،او امين پېژندل سوۍ وي
که په وظيفه ،کار کښي د حد او مرز قانوني څخه تجاوز وکړي ٠خاين بلل کيږ ي ٠
مصداق دخيانت عبارت دۍ !
چه حق د خلګ نه ورکوي ٠ يعني چه طبيعي حقوق ئې چه الله داد دي دئ يا دوۍ ئې سلب کړي ٠ ولي چه انسان خدای آزاد ،مختار خلق کړيدۍ ٠ د حق سلبول ئې مصداق دخيانت دۍ
دا که حزب وي که فرد وي خاين بلل کيدايسي
چه بعضو ته محکمه دخاين خطاب کولې شي ٠ او بعضي وخت ملت ،يا بې طرفه ليکوال چه تاريخ ليکي
تاسو څرنګه فکر کوۍ ٠ ؟؟؟؟؟ اوس نو راسۍ چه وګورو چه څوک د خاين په چوکاټ لوېږي
Anonymous
26.07.2005
حليمي صاب ایا هغه اشخاص چي دالله تعالی له لوري نه ده ټاکلشوي حدودونه تجاوز کوي له خپل خداي سره خيانت کونکي بللای شو ؟
ع کريم حليمي
26.07.2005
[quote:0ffbb751e3]حليمي صاب ایا هغه اشخاص چي دالله تعالی له لوري نه ده ټاکلشوي حدودونه تجاوز کوي له خپل خداي سره خيانت کونکي بللای شو ؟[/quote:0ffbb751e3]
هو طبيعي اصول خو داسي دي چه
د خدای سره خيانت مه کوۍ او نه ئې وکم ٠ د رسول سره خيانت مه کوۍ او نه ئې وکم
او بندګان چه کوم شئ امانت درکړي خيانت مه کوۍ او نه ئې وکړم
جامعه چه چاته سياسي وظيفه ورکړي او بيعت ترې واخلي ٠ چه د قانون او شريعت
ساتنه به کوې ٠ که ساتنه ونه کي ،تجاوز ترې وکړي ٠ نو بېله شکه څخه خيانت دۍ
نه چه دازه وايم ٠ بلکي اسلامي نۍ او غربي نړۍ متفق دي ٠
تر دې اندازې چه رئيس په هيځ وخت درواغ نه وايي ملت ته ٠ رئيس چه هره خبره يعني
څه چه وايي د کابنې يا استخباراتي موسسې د راپور څه ويل کوي ٠
که چيري خبره دراغ سوه چاچه خبر ويلۍ هغه محکمه کيږي ٠
نن پر درواغو محکمه روانه ده چه بوش ته ئې غلط راپور ورکړي وو
Anonymous
27.07.2005
محترمو لوستونکو ، ديني عالمانو اودقدروړ ميلمه !
دتعظيم سره بخښنه غواړم چې ستاسو په عالمانه بحث کی ځان شريکووم ٠ زه پوهېږم چې د ديني مسائلوڅېړنه به مې د عالمانو سره اوږه ونه وهي خودثواب کاريې ګڼم که يوه نيمه خبره مې خدايي کوم ځای ونيسي ٠
قدرمن ميلمه داسې پوښتنه کړې ده :
" ایا هغه اشخاص چي دالله تعالی له لوري نه ده ټاکلشوي حدودونه تجاوز کوي له خپل خداي سره خيانت کونکي بللای شو ؟ "
زماپه فکر کېدای شي چه لوی څښتن تعالی به اشخاص نه انتخابوي بلکه مأموروي او مقرروي يې خو د انتخاب په هکله کېدای شي چې د انبياوو په ټاکنه کی استثن ا ولري٠ انتخاب د رای ورکوولو سره مترادف دې نوخدای اشخاصو ته څه چې شايد خپلوانبياوته هم رايه ورنکړي بلکه هغوی ته امرکوي چې بنده ګان يې له فرايضو څخه خبر کړي ٠ دخدای (ج) سره خيانت او ديانت هم د فرائضو په ادأ کوولو او يا تخلف کی ترکتنې لاندې نيول کيږي٠ داچې خدای دعمل اختيار بنده ته هم ورکړې نوورسره اراده اوعزم هم ازاد شوي ٠ حدود د ارادې اوعزم لپاره د مشعل حيثيت لري٠ خدای (ج) خپلوبنده ګانو ته اختيار ورکړې چې په دنياوي اواخروي مسايلو کی له عزم او ارادې نه کارواخلي ٠
همدغه عزم او اراده داشخاصو په انتخاب کی هم رول لوبوي ٠ خودانتخاب نوعيت په حدودو پيمانه کيږي ٠
نوداچې الله تعالی انسان ته دارادې اوعزم ازادي ورکړې ، انسان کولای شي اراده وکړي ياعزم ولري چې انتخاب وکړي اوياانتخاب شي ٠ په سونتواوشرعي مسائلوکې هم ازادې رای او انتخاب ته ځای ورکړ شوې ٠ د بېلګې په توګه نکاح هم دسونتو اوهم د شرعي احکامو مطابق تړل کيږي خو رايه اوانتخاب ته دومره اهميت ورکوي چې که نجلۍ يا هلک رای ورنه کړي اويادژوند په ملګرتيا توافق ونه لري ، نکاح يې نه تړل کيږ ي ٠ داسې ډې زيات مثالونه شته چې خدای (ج) انسان ته اختيارورکړې چې فيصله پخپله وکړي٠
يوځل بيادغلطۍ معافي غواړم
په ډېره مينه
واحد
Anonymous
30.07.2005
واحد صاحب ،درنو لوستونکو سلام !
ملي خيانت :
د هر حزب يا شخص چه و خاوري ، استقلال ته خساره ورسوي خيانت دۍ
او ستره سياسي شتباه په ملي خيانت بدلېدای سي ٠ او ملي خيانت په ځان کښي
درجې لري ٠
ع کريم حليمي
30.07.2005
واحد صاحب ،درنو لوستونکو سلام !
ملي خيانت :
د هر حزب يا شخص چه و خاوري ، استقلال ته خساره ورسوي خيانت دۍ
او ستره سياسي شتباه په ملي خيانت بدلېدای سي ٠ او ملي خيانت په ځان کښي
درجې لري ٠
ع کريم حليمي
30.07.2005
ملي اعتماد خنثی کول يود ملي خيانتونوڅخه دۍ ٠ ولي چه جبران ئې اسانه نه دۍ
رقابت سياسي او کشمکش د اولسواکي حکومت جزو لاينفك دۍ ٠
دغه کشمکش او رقابت چه قانوني شکل ونه لري ٠ اعتمادملي لمنځه څخه وړي
ټوله خارجي اجنسۍ کوښښ کوي چه تمايزات (Differentiation ) قومي او مذهبي رامنځ ته کړي ٠ او خپل سوءاستفاده وکړي ٠
دغه کارته لمن وهل ،دلالي کول ملي خيانت دي ٠
که يو ملي ،سياسي سړی هم د Differentiation څخه په شعور کار واخلي خيانت دۍ ٠
Anonymous
11.01.2006
درندو عزيزانو په سلامونو مولمانځم !
[quote:474319d449]افسوس چي موږ (پښتانه)یو چي ملي قهرمانانو ته مو هم سپکي سپوري وایو٠
زموږ د وروسته پاتيکېدو لامل همدا دی وروره[/quote:474319d449]