وطن پال او نور ګټور شعرونه
جانان
خوستی
23.07.2005
--------------------چې هر څه د جانان تر عاشقۍ لوګی کوم
--------------------دا ځان خو به مې خود ورته لوګی لوګی کوم
--------------------د بل څخه ترس نه کړم وايم زه به يې نظر کړم
-------------------پټ پټ ورته له ځانه سپېلنی کوګی کوم
-------------------هر رنګ د پسرلي وينم د يار په سپين رخسار کې
-------------------نو ځکه ورنه ز ه هم پسرلی لوګی کوم
-------------------چشمان ابروان څه چې زه به ځان ترې صدقه کړم
-------------------په مينه کې چې زه ورنه زړګی لوګی کوم
------------------خوستی زه شمس الله يم جانان هم زما خوستی دی
-----------------له خپل خوستي جانانه هر خوستی لوګی کوم
خوستی
26.07.2005
په سترګو د بللی په رخسار د يم وژلی
د مينې لېونی ومه زه خوار د يم وژلی
په زلفو د تړلی يم د زړه پر پيوندونو
په تکه سپينه ورځ په سمه لار د يم وژلی
په اوښکو بلېدمه لکه شمعه ويلېدمه
تا هسې بيړه وکړه په مزار د يم وژلی
که خپله د وژلی وی په مرګ به خفه نه وم
په خوب کې به درځم چې په اغيار د يم وژلی
باران ستا د يادونو چې په ما را ورېدلو
اوس پښې راباندې ږده لکه غبار د يم وژلی
تا ويلې لکه شمس کړم سهار دلته ماښام هلته
ديدن د يم وژلی انتظار د يم وژلی
خوستی
26.07.2005
له سلامونو او نېکو هيلو څخه وروسته
د ښاغلي شمس الله شعرونه زه تاسو ته د هغه د يو کتاب څخه چې [color=red:1adffba328]د دردونو د تاړاک [/color:1adffba328]په نو ياديږي ليکم
٠
جانان مې هسې پدې ځان يادوي
زما تر مخ چې رقيبان يادوي
بل لېونی به ترېنه نه وي خلکه
چې لېونو لره زندان يادوي
مينې يې داسې کړم هر چا ته معلوم
چې اوس مې هر ځای ماشومان يادوي
يادوي هر څوک د خپل ځان مشغولا
مليار ته ګوره چې ګلان يادوي
ټول ښه او بد يې راته داسې ياد دي
لکه حافظ چې خپل قران يادوي
نور يې څه نه اورم خو دومره پوه شم
چې دا خوستی شمس الله جان يادوي