نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
باباى ملت
مرورپښتون
23.07.2005
باباى ملت
ډيرددرناوي وړ ښاغلى محمدظاهر نن ورځ دملت بابا دى ،يا به په بله ژبه ووايم دملت دبابا په توگه گمارل شوى دى ،داچې يوبابا دملت په وړاندې څه دندې لري اوملت دده په وړاندې ،دااوږدبحث غواړي خودومره وئلى شم چې افغان ملت دنوموړي په وړاندې خپلې دندې په ډيره ښه توگه ترسر ه کړې دي ،خوداچې بابا بيا ترکومې کچې پدي لاره کې هڅې کړى ،يولړپوښتنې دسړي سره راولاړيږي .
ترټولودمخه داڅومره دخواشينۍ خبره د ه چې زموږ بابا!!! دخپل ملت يا په بله ژبه
دخپلواولادونوپه ژبه نه پوهيږي اوکله چې له هغوى سره گوري نو ژباړونکي ته اړوي.
دويمه داچې بابا دکوم فرمان له مخې نه ټاکل کيږي ،بلکې پخپله ملت ديوه چا دښو
کارونواوښه چوپړ ،دملت لپاره دايسار،دوطن سره دمينې اووفادارۍ له مخې دا
پريکړه کوي چې چاته دبابالقب ورکړي ،نن ورځ موږټول په ډير وياړسره اوپرته له
کومه فرمانه ،ستراحمدشاه (رح) ته بابا وايو،داده پخپله احمدخان (رح)يا بل کوم چافرمان نه ورايستلى چې هغه ته بايدبابا ووايو.
ډيردروندمحمدظاهر خان که غوښتلى چې دباباپه نوم وبلل شي نولږ ترلږه خوبه يي
داهڅه کړې واى چې پښتوزده کړي ،دده عمرتر ٩٠کالواوښتى دى ،که هره ورځ يي
يوټکۍ پښتوهم زده کړې واى نونن ورځ به يي ٩٠ ټکي زده واى ،اوکه هيڅ نه واى
له ملت يا اولادونوسره خوبه يي روغبړ دهغوى په ژبه کولاى شواى . خوخبره په بل
ځاى ده ،هغه دا چې ده دخپل ملت اوخپل ولس سره هيڅ ډول مينه اوعلاقه نه درلوده
ځکه يي ژبه هم نه زده کوله .
نوپدې وجه زه پکرکوم چې داحق هم په موږ نه لري چې بابا يي وبولو.
زه خووايم چې نه يوازې باباى ملت ،بلکې موږافغانان ياپښتانه بايددټولوهغو پښتنووروڼوپه وړاندې چې په قصدي توگه نه غواړي پښتوزده کړي ،ياددې لپاره
چې ځان عصري اومډرن وښئي ،په پارسي خبرې کوي اوياخوهم دپښتنودبي عزتى
لامل گرځي ،په کلکه مبارزه اوهاندوکړواوځانونه دلاستوڼي له دې مارانوڅخه
وژغورو.
ځکه که موږخپل تاريخ ته وگورونووينوچې دومره زيان چې موږته دغه ډول پښتنو
رارسولى دى ،بل هيچا ندى رارسولى اونه خوددې وس څوک لري چې موږته زيان
راورسوي .دغسې کسانوتل دپښتون په نوم دپښتنوپه وړاندې جفاگانې کړې دي او
موږپه خپل تاريخ کې ډيرې بيلګې لرو.
نوراځئ چې پښتانه ،پښتانه کړو اونوردغه گندله خپله کوره ،خپلې کوڅې اوخپل
څنگه ليرې کړو.
دسترافغان (پښتون)ملت دهوښياريدوپه هيله
مننه
په درناوي
_________________
زماپه دواړواوږوناستوپريښتووليکئ
وليکئ هرڅه چې ليکئ ،خوپه پښتووليکئ
Anonymous
22.08.2005
[quote:ef5709b736="کوشان"]****
که داسي کوم بل څوګ شته چه ټول ورباندی راټولېداۍ شۍ، نو ولي ناست دۍ ، خو رامخته دی شي چه مونږ ېۍ شاته ودريږو.*****.[/quote:ef5709b736]
کوشان جانه سلام مې درومنه، بېا :
پورته خبره کې دې حقيقت شته، خو
***[quote:ef5709b736="کوشان"]***** دغه يو په نوم پښتون، چه د باباېۍ ملت په نوم ېۍ احترام کيږۍ، دغه پسي هم ته پخپله بد ووايه،*****.[/quote:ef5709b736]
دلته درسره نه ېم : :wink: [color=yellow:ef5709b736]ېو دې وي خو کلک دې وي[/color:ef5709b736]
:wink: جاله وان