نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
باباى ملت!!!!!!!!!!!
مرورپښتون
22.07.2005
بابsize=18اى ملت[/size]
ډيرددرناوي وړ ښاغلى محمدظاهر نن ورځ دملت بابا دى ،يا به په بله ژبه ووايم دملت دبابا په توگه گمارل شوى دى ،داچې يوبابا دملت په وړاندې څه دندې لري اوملت دده په وړاندې ،دااوږدبحث غواړي خودومره وئلى شم چې افغان ملت دنوموړي په وړاندې خپلې دندې په ډيره ښه توگه ترسر ه کړې دي ،خوداچې بابا بيا ترکومې کچې پدي لاره کې هڅې کړى ،يولړپوښتنې دسړي سره راولاړيږي .
ترټولودمخه داڅومره دخواشينۍ خبره د ه چې زموږ بابا!!! دخپل ملت يا په بله ژبه
دخپلواولادونوپه ژبه نه پوهيږي اوکله چې له هغوى سره گوري نو ژباړونکي ته اړوي.
دويمه داچې بابا دکوم فرمان له مخې نه ټاکل کيږي ،بلکې پخپله ملت ديوه چا دښو
کارونواوښه چوپړ ،دملت لپاره دايسار،دوطن سره دمينې اووفادارۍ له مخې دا
پريکړه کوي چې چاته دبابالقب ورکړي ،نن ورځ موږټول په ډير وياړسره اوپرته له
کومه فرمانه ،ستراحمدشاه (رح) ته بابا وايو،داده پخپله احمدخان (رح)يا بل کوم چافرمان نه ورايستلى چې هغه ته بايدبابا ووايو.
ډيردروندمحمدظاهر خان که غوښتلى چې دباباپه نوم وبلل شي نولږ ترلږه خوبه يي
داهڅه کړې واى چې پښتوزده کړي ،دده عمرتر ٩٠کالواوښتى دى ،که هره ورځ يي
يوټکۍ پښتوهم زده کړې واى نونن ورځ به يي ٩٠ ټکي زده واى ،اوکه هيڅ نه واى
له ملت يا اولادونوسره خوبه يي روغبړ دهغوى په ژبه کولاى شواى . خوخبره په بل
ځاى ده ،هغه دا چې ده دخپل ملت اوخپل ولس سره هيڅ ډول مينه اوعلاقه نه درلوده
ځکه يي ژبه هم نه زده کوله .
نوپدې وجه زه پکرکوم چې داحق هم په موږ نه لري چې بابا يي وبولو.
زه خووايم چې نه يوازې باباى ملت ،بلکې موږافغانان ياپښتانه بايددټولوهغو پښتنووروڼوپه وړاندې چې په قصدي توگه نه غواړي پښتوزده کړي ،ياددې لپاره
چې ځان عصري اومډرن وښئي ،په پارسي خبرې کوي اوياخوهم دپښتنودبي عزتى
لامل گرځي ،په کلکه مبارزه اوهاندوکړواوځانونه دلاستوڼي له دې مارانوڅخه
وژغورو.
ځکه که موږخپل تاريخ ته وگورونووينوچې دومره زيان چې موږته دغه ډول پښتنو
رارسولى دى ،بل هيچا ندى رارسولى اونه خوددې وس څوک لري چې موږته زيان
راورسوي .دغسې کسانوتل دپښتون په نوم دپښتنوپه وړاندې جفاگانې کړې دي او
موږپه خپل تاريخ کې ډيرې بيلګې لرو.
نوراځئ چې پښتانه ،پښتانه کړو اونوردغه گندله خپله کوره ،خپلې کوڅې اوخپل
څنگه ليرې کړو.
دسترافغان (پښتون)ملت دهوښياريدوپه هيله
مننه
په درناوي[size=24:73fdc05b54][/size:73fdc05b54]
feroz
09.10.2005
ګرانه وروره ډير خوشحاله سوم ستا مضمون ډير خوندور ؤ.
په أينده کي هم ددي نوي پيدا سوي بي دينه او عياش بابا باندي مضمونونه وليکه.
ډيره مننه.
ghafar
21.10.2005
ګرانه وروره، ستاسو له ليکنې څخه داسې ښکارې چې که دملت بابا په پښتو غږيدلای وای نور هر څه به سم وای٠خو بايد هېر نشي چې دبابا ،ملت په پښتو سر بېره په نو رو ژبو لکه دري، ازبکی، ترکمنی، بلوڅي او نورو ژبو هم غږېږي ٠ نو که داسې وي نو د ملت دنورو ژبو خاوندان هم دا حق لری، چې له بابا څخه دا ګيله وکړي چې ولې د هغو په ژبه نه غږېږي.پرته لدې د ملت د بابا لقب هغه ته دکوم فرمان له لارې نه بلکه د لويې جرګې د پرېکړې له لارې ورکړئ شو٠ په لويې جرګې کې د هېواد له شرايطو په پام سره د ملت استازو برخه اخيستې وه٠ په درناوئ