د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د راتلونکی پارلمانی ټاکنو کی چا ته رایه ورکړو؟؟؟

musafir
18.07.2005

د راتلونکی پارلمانی ټاکنو کی چا ته رایه ورکړو؟؟؟

د راتلونکو پارلمانی انتخاباتو په هکله هغه مسلمان او پر خپل وطن مین افغانان پوښتنی کوی چی د هیواد د آزادی لپاره د مقاومت تر څنګ په نورو لارو چارو هم غور کوی او غواړو په هر محاذ کی د دښمن مقابله و کړی او دسیسی یی شنډی کړی. دوی غواړی پوه شی چی په پارلمانی انتخاباتو کی کوم دریځ غوره کول د اسلام او هیواد په ګټه دی، پدی کی برخه نه اخیستل ګټور دی او که برخه اخیستل ؟ که برخه اخلی نو چاته رأی ورکړی ، د کوم کاندید او د کومو انتخاباتی شعارونو ملاتړ وکړی؟ د دوی په ځواب کی زمونږ عرایض دادی:

د افغانستان اوسنی حالت همغسی دی لکه د شورو ۍ ځواکونوداشغال په وخت کې ،زمونږ هیواد د پرون په څیر د اشغالګروځواکونو په واک کی دی، پردی ورباندی حکومت کوی،امریکایانو د خپلی خوښی کرغیړنه او خونړی نظامی دیموکراسی پری مسلط کړی،د افغانانو دغولولو لپاره یی داسی افغانی څیری صحنی ته را ایستلی چی په ظاهر کی افغانان بریښی خو په اصل کی دامریکایانوما مورین دي،دامریکا دتابعیت کارتونه لری او د ا مرېکا د ګټولپاره کارکوې وزېران افغانې امرېکاېان دې خو د وزارتونو واک د امرېکائې مشا ورېنو په لاس کې دې۰ اوس غواړې خپل نظا مې حضور او دافغانستان دائمې اشغال توجیه کړې ،نړېوال ته وښېې چې افغانان د دوې په حضوراعتراض نلرې بلکې د دېموکراسې راوستلولپاره د د وې شتون ضرورې او مفېد ګڼې که داسې نه واې نوخپله وسله به ئې د ښمن ته نه سپارله !!اود دوۍ دجازونوتروزرلاندې به ئې په انتخاباتو کې برخه نه اخیستله !!په دې حالت کې داسلام حکم اودهېواد د آزادی یوازینی لار دا ده چی افغانان یو ځل بیا جهاد ته ملا و تړی او اشغالګران له خپل هیواد نه وتلو ته اړ کړی، باید پدی پوه وو چی آزادی او خپلواکی د انتخاباتو له لاری نه بلکی د جهاد له لاری تر لاسه کولی شو.
انتخابات هسی د نورو غولوونکو لوبو په څیر یوه خندونکی ډرامه ده، پدی سره امریکایان غواړی خپل نظامی حضور او خپل لاس پوڅی حکومت ته مشروعیت ورکړی. د اشغال په حالت کی انتخابات له دی پرته بله معنی نه لری چی د پردیو د مټو ، وسلو او پیسو په زور مسلط شوی څیری به د ولس د نمایندګانو په نامه پارلمان ته لار مومی او د امریاکایانو خوښی کابینی ته به رأی ورکوی.
دوی په خپله وایی چی د عادلانه انتخاباتو لپاره باید مسلح ډلی بی وسلی شی، دا ځکی چی وسله والی ډلی د انتخاباتو پر نتایجو منفی اغیز کوی او پارلمان ته د دوی د راتلو سبب کیږی!! که دا خبره سمه وی نو د امریکائې مسلح ځواکونو شتون به ولی انتخابات تر خپل اغیز لاندی نه راولی، پداسی حال کی چی د ځواکونه مخالفین نیسی ، عام ولس په وسلو او بمباریو ویروی او بی ضمیره نا انسانان په پیسو اخلی، د چا په لاس کی چی هم وسله وی، هم پیسه وی، هم اخبارونه، مجلی ، راډیوګانی او تلویزوینونه وی، هم زندانونه ، هم هوائی میدانونه وی، هم خلک نیولی او وژلی شی او هم ئی په پیسو اخیستلی شی، معلومه ده چی د داسی اشغالګرو ځواکونو تر وزر لاندی انتخابات به څنګه او نتیجه به څه وی؟!
دی حقیقت ته په پام سره باید ووایو : که په کومی سیمی کی ستاسو مقاطعه د امریکائی ډرامه شنډولی شی نو غوره دا ده چی په انتخاباتو کی برخه مه اخلئ ، خو که وضعیت داسی نه وی چی عمومی مقاطعه اعمال شی او رأی اچونه په هر صورت کی تر سره کیږی نو بیا پکار ده چی کاندیدان په لاندی ډلو وویشئ:
۱.هغه چی د روسانو ملګرتیا ئی کړی او د خپل ولس په ضد د شوروی افسرانو ترقومندی لاندی جنګیدلی او اوس هم په سیاسی او فکری لحاظ په مسکو پوری تړلی دی.
۲.هغه چی کمونستان نه وو خو له روسانو او کمونستانو سره ملګری شول او دهغوی د ګټو لپاره ئی ائتلافی جبهه جوړه کړه او د پردیو په اشاره ئی په هیواد کی د نوی جګړی اوربل کړ.
۳.هغه چی هم له روسانو سره مالګری شول او هم له امریکایانو سره ،پرون د مسکو په ګته جنګیدل او نن د واشنګټن په ګټه.
۴.هغه غرب پالونکي لاابالي عناصر چې نه دین او مذ هب لري او نه اخلاق او شرافت،په اخلاقي فساد کې ترسوتنې غرق دي او کمالې دادي چې د جهادپه دوران کې غرب ته اوتښتېدل،خپل ملي هویت ئې تر لاسه ورکړ او له کاباره ئې افکارو او اخلاقو سره هغه وخت هیواد ته را ستانه شول چی امریکایانو ځمونږ هیواد اشغال کړ، اوس پدی ټینګار کوی چی زمونږ په هیواد کی د امنیت د تأمین لپاره دغو اشغالګرو ځواکونو نظامی حضور تر اوږدی مودی ضروری دی .
۵.هغه چی منافقین دی ، دین په دنیا خرڅوی ، ځان ته مسلمان وایی خو د اسلام په ضد له هر دښمن سره لاس یو کوی، او خطرئی اسلام او مسلمانانو ته تر هر بهرنی دښمن هم زیات دی.
۶.هغه چی د افغانستان د تجزیی لپاره هڅه کوی، قومی او ژبنی تعصباتو ته لمن وهی، په هغو ګاونډیو هیوادونو پوری تړلی دی چی خپلی ګټی د افغانستان په ورانولو او د افغانانو په ویشلو کی لټوی.
۷. د غو شپږو ډلو او پدی پوری تړلو کاندیانو ته له رأی ورکولو نه ډډه وکړی، په انتخاباتو کی د دوی ناکامی په اصل کی دښمنانو د توطئو شنډولو دی، د دوی د ناکامولو لپاره داسی چا ته رأی ورکړی چی مسلمان وی، د هیواد په آزادی ، خپلواکی او یوالی باور لری، او له هیواد نه د ټولو بهرنیو ځواکونو د عاجل او بلاقید و شرط وتلو حامی وی.
هر با ایمانه افغان د خپل ایمان په رڼا کی پوهیږی چی پدی حساسو ظروفو او شرایطو کی د ده ایمان څه حکم کوی او د ده اسلامی مسئولیت څه دی، د چا په ملګرتیا او ملاتړ مکلف دی او د چا له ملګرتیا منع شوی، پیغمبر علیه السلام فرمائی:
من مشی مع ظالم لیعینه و هو یعلم أنه ظالم فقد خرج من الاسلام.
څوک چی د یو ظالم سره پدی خاطر درومی چی د هغه ملاتړ او مرسته وکړی، پداسی حال کی چی پوهیږی هغه ظالم دی، یقینأ د اسلام نه ووت.
زه خپل مؤمن او مجاهد اولس ته اطمئنان ورکوم چی انشأالله خیرالماکرین خدای به د اشغالګرانو ټولی توطئی شنډوی ،
زمونږ له هیواده به یی وتلو ته هرومرو اړ کوی، د دوی ناولی او خونړی دیموکراسی به د کمونیستی رژیم په څیر نسکوریږی او په آزاد او خپلواک افغانستان کی ستاسو د خوښی اسلامی نظام راځی، د دغه مقدس ارمان د تحقق لپاره د هر غیرتی او با ایمانه افغان د خپل ژوند تر وروستی سلګی او د خپل شاجور تر وروستی مرمی جهاد کوی. والله علی کل شئ قدیر
ستاسو ملګری
مسافر


م ن غروال
19.07.2005

ښاغلۍ مسافر ورور سلامونه ومنئ!
ستاسو ليکنه لږه اږده ده او هر څه مو ډير ښه په وضاحت ليکلي دي چې تقريباً ټول اړخونه د رائې ورکول روښانه شوي دي٠ زما په اند نور به تفصيل ته دومره اړتيا نه وي٠
هغه څه چې زه يې په لنډيز ډول غواړم عرض کړم هغه يوازې زما کتنه او اخيستنه له اوسني حکومت څخه او د هېواد راتلونکي لپاره دي٠ او هغه څه چې بعضي د جګړې او جهاد او غلامۍ او وغيره چې ستاسو د ليکنې محتوأ کي تر سترګو کيږي غواړم يو څو کلمې په عرض ورسوم چې ستاسو له اند سره به هرمرو اړخ لګوي٠
محترم مسافر! هېواد له ډيرو بدمرغيو او جګړو وروسته اوس داسي يوه حال کي موقعيت لري چې ګام په ګام هېوادوالو ته د يوه نوي سوله ايز او اولسواک حکومت جوړولو امکانات ورکوي٠ غوره تر ټولو او په ړومبي ګام کي هر وطنپال افغان ته دا ده چې هېواد نور د جګړې اور ته ورټيل نکړي٠ رايه که ورکوي او يا نه، هغه به دومره ارزښت ونلري لکه له جګړې څخه لاس اخيستل!
نن هر هيواد وال خپل سياستوال له نږدې او په ټولو سياسي خصوصياتو پيژني او پوهيږي چې څوک په کومه سياسي تګلاره روان او هېواد او هېوادلو ته څه غواړي او څه خدمت به وکولای شي وکړي٠
په ګران افغانستان کي نن ډير داسي سياسيتوال تشريف لري چې له بهر ملکو بيرته هېواد ته راستانه شوي دي او هدف يې په هېواد کي سوله او اولسواکه اسلامي حکومت جوړول دي او بس! هر هغه افغان سياستوال چې لاسونه يې د بېګناه افغان په وينو ندي سره، او مسلمان دي او په هېواد کي د سولې او افغاني اتحاد غوښتونکۍ دي او د هيڅ ډول نژادي مذهبي قومي او ژبنيز کوم ډول تبعيض نلري د هر وطنپال افغان لپاره د کانديد وړ دي٠
مهمه دا نده چې چا چيرته زدکړه کړې او يا يې په پخواني رژيم کي دنده تر سره کړې او له کومه هېواده راستون شوۍ او يا يې په جيب کي څه دي ، بلکه مهمه دا ده چې قاتل او متعصب نه وي او سوله وحدت اواسلامي اولسواکي يې د سياست تګلاره وي٠
د يوه پښتون په صفت بده نده که ووايم چې پښتنو ته په نني حکومت کې د نورو قومونو په پرتله د زياتې ونډې اخيستل به اغيزمن ځکه وي چې پښتانه او دهغوي سيمې په پوره اندازه په تېرو دوؤ لسزيزو کي له ټولو زيات تاوانونه او بدرنګې شپې ګاللي دي او په پوره اندازه او تر ټولو زېات شهيدان په خپل لست کي لري٠ اوس مناسبه او معقوله دا ده چې د ونډو په اخيستنو کي به د پارلمان ډيريزې څوکۍ د دوئ وي او له خپلو ستونزو او نيمګړتياؤ به حکومت له نږدې څخه خبروي او له خپلو مسلموحقوقو به په اغېزمنه توګه دفاع کوي٠ چې له بده مرغه په تېرو څو حکومتونو کي د پښو لاندې شوي ؤو٠ که چيرته دپخوا په شان نورو ته ورپريښودل شي، نو د تېر په شان به تل پښتانه له هر څه محرومه پاتي وي او تل به د جګړو په اور کي سوځي لکه چې وسوځېدل٠ او د معقوليت او دسولې او پارلماني مرمۍ قوت او اغېز به د شاجورې له مرمۍ په زرګنو مراتبو زياته او پاي به يې هرمرو او انشأالله تعالی د (بري) په پوله وي٠
په درناوې
غروال


نقاد
20.07.2005

[quote:10dc649c44="musafir"]د راتلونکی پارلمانی ټاکنو کی چا ته رایه ورکړو؟؟؟

د راتلونکو پارلمانی انتخاباتو په هکله هغه مسلمان او پر خپل وطن مین افغانان پوښتنی کوی چی د هیواد د آزادی لپاره د مقاومت تر څنګ په نورو لارو چارو هم غور کوی او غواړو په هر محاذ کی د دښمن مقابله و کړی او دسیسی یی شنډی کړی. [/quote:10dc649c44]
ښاغلي مسافر صيب او درنو لوستونکو ته سلامونه!
[color=yellow:10dc649c44]((هغه مسلمان او پر خپل وطن مين افغانان پوښتنی کوی چی د هیواد د آزادی لپاره [/color:10dc649c44][color=white:10dc649c44]د مقاومت تر څنګ [/color:10dc649c44][color=yellow:10dc649c44]په نورو لارو چارو هم غور کوی))[/color:10dc649c44]
ايا مسلمان اوپر وطن مين افغانان يواځې مقاومت کونکي ( طالبان ) دي (؟) او که برعکس د پاکستان د پنجابي اسلام په اړه کي (تلک) کې ښکيل شوي مختوري کسان وطن ته خاين دي ؟
[quote:10dc649c44]دوی غواړی پوه شی چی په پارلمانی انتخاباتو کی کوم دريځ غوره کول د اسلام او هیواد په ګټه دی، پدی کی برخه نه اخیستل ګټور دی او که برخه اخیستل ؟ [/quote:10dc649c44]
ايا د جمهوري رياست په ټولټاکنو کې برخه اخيستل ټول ملت تاييد نه کړه (؟) اوله پنجابي مشربه طالب او ملاپرته بل چا په هغوی کې ګډون بد ګڼلی دي؟ آيا پښتنو و نه ښودله چې دوی د هيواد په رغنده سياست کې ټاکونکی رول لوبوي او لوبولی يې شي او ولسواکي ددوی د بري يواځينی چانس دی؟ نو د شوراپه ټولټاکنو کې به ولی ټاکونکې برخه نه اخلي ؟
[quote:10dc649c44]که برخه اخلی نو چاته رأی ورکړی ، د کوم کاندید او د کومو انتخاباتی شعارونو ملاتړ وکړی؟ [/quote:10dc649c44]
دا هم په ډاګه روښانه ده چې ملتپالونکي، ولسواک او مسلمان کانديدان او همدغسې شعارونه به غوره کړي . بنسټپالنې ، پنجابي طالبيزم ، تحجر او پاکـُستانيزم ته به په افغانستان کې څوک رايه ورکړي؟
[quote:10dc649c44] د افغانستان اوسنی حالت همغسی دی لکه د شورو ۍ ځواکونوداشغال په وخت کې [/quote:10dc649c44]
هو کنه ،ستاسو په اند خو هغه وخت ديکتاتوري نه وه ، هم دغسې په عامو ، آزادو او مخفي رايوسره انتخابات کيدل، جمهور رئيس او پارلمان د خلکو له خوا ټاکل کيده ، همدغسې په سلګونو ازادې جريدې او خپرونې نشريدلې او آن شخصي تلويزيونونه هم لکه اوس موجود وو؟ د بيان او قلم آزادي له اوس نه هم پرمانه وه ، د خلق ـ پر چم له ګوند پرته نور ډير ګوندونه موجود او آزاد فعاليت يې کاوه کنه ؟ دومره ازادي خو ګواکې د طالبانو د پنجابي حاکميت په وخت کې هم نه وه ، که څنګه ؟ اوکه نا ، يواځې په سترګو ړانده به دا فرقونه نه ويني که څنګه ؟.
[quote:10dc649c44]،زمونږ په هیواد د پرون په څیر.. پردی حکومت کوی،امریکایانو د خپلی خوښی کرغیړنه او خونړی نظامی دیموکراسی پری مسلط کړی [/quote:10dc649c44]
مهرباني وکړئ تاسو کومه ديموکراسي غواړئ، که تاسو ملي او اسلامي ولسواکي منلای نو غم به څه و؟ په ولسواکۍ خو د پاکستان ﻻس زمونږ له هيواد څخه لنډيږي او د پنجابي اسلام سياسي ﻻسوهنې هم ختميږي، نو ځکه دتور سونټو پنجابيانو بسټپاله مريان ملي اسلامي ولسواکي په افغانستان کې نه مني !
[color=blue:10dc649c44]څنګه چې د ملګروملتونو له پروګرام سره سم د بهرنيانوشتون په افغانستان کې داسلام او اسلامي مناسکو دادا کولو مخه نه نيسي نو پر ضد يې جهاد جواز نه لري . داخبره د اسلام په فوروم کې محترم استاد حليمي صاحب
وختي په کراتومراتو سپينه کړې ده او بيايې تکرار ته اړتيا نه ليدل کيږي ![/color:10dc649c44]که څوک په ظاهر کې [quote:10dc649c44]افغانان بریښی خو په اصل کی دامریکایانوما مورین دي،دامریکا دتابعیت کارتونه لری او د ا مرېکا د ګټولپاره کارکوې وزېران افغانې امرېکاېان دې خو د وزارتونو واک د امرېکائې مشا ورېنو په لاس کې دې۰ [/quote:10dc649c44]. او هغه ډلې چې د پاکستان د ګټو له پاره خپل وطن ورانوي له هغوی سره څه کوې ؟ د امېيکايي کارتونو مخه خو ملي شورا نيولی شي ، د غلام دغلامۍ کارتونه چې لري له هغوی سره به څه کوې، هغوی خو نه شورامني او نه قانون ، صرف پاکستانی اسلام ، پاکستاني امرونه او پاکستانۍ ګټې پيژني . داچې شورا د پورتنيو فسادون مخه مخه نيولی شي ، نو نر شئ اوشورا ته خپل ولسي استازي وليږئ ،دا به مو سم سياسي جهاد او مبارزه وي او دبري چانس يې هم شته!
په درنښت .[color=white:10dc649c44][/color:10dc649c44]

]


pattang
01.08.2005

ته به کله په خبره اوپه حالاتو ځان پوه وي ?? يې دغسي او که کوي دغسي ??
يو څو ورځي افغانستان ته لاړ شه وګرزه او تحليل وکړه ، دپوهنتون له خيال پلو څخه ځان خلاص کړه او خپلې تيورې ته په ټولنه کې عملي جامه ور واغونده .
ستا سو دويښيدو په هيله پتنګ


نقاد
03.08.2005

ولې پتنګ جانه، دا په لکونو افغانان بايد د ځان خبرولو له پاره پخپله افغانستان
ته ﻻړ شي او بيرته راشي ؟، او که نه له نړيوالو رسنيو ، ورځپاڼو راديو ګانو لکه بي بي سي اونورو له ﻻ رې هم ځانونه پوره خبرولای شي .
بل ، زه خو کومه تيوري نه لرم، بلکې يوه ميتود ، چې د حکومت کولو نړيواله ميتود ده او هغې ته ولسواکي وايي. که غواړې چې نه مرتجع اوسې ، نه د تور
(مذهبي) او نه د سره ( کمونيسي ) سياست په ﻻر ﻻړشي ، د اسلام ساتنې او ملت پالنې سره دولسواکۍ سياسي ميتود او طريقه يواځينۍ ﻻر ده او بس ! د بهرني حاکميت پر ضد له يوې خوا او دداخلي طالبيت پر ضد له بلې خوا مبارزه د ولسواک غورځنګ په توګه شونې ده او د بريالي کيدو ښکارندويه بريښي . والسلام


نقاد
04.08.2005

درانده سلامونه او بيا:
ښاغلي مسافر صيب په زړه پورې ليکنه کړې ده او شپږ ډلې يې د ټاکلو وړ نه دي بللي، زه يې هم د هر بيطرف لوستونکي په څير تاييدوم . خو په ٧ ـ مه ډله کې يې د ټاکلو وړ ډله خپله داسې معرفي کړې د چې د ځيرنتيا وړ يې بولم :

۷ ((. ... داسی چا ته رأی ورکړی چی مسلمان وی، د هیواد په آزادی ، خپلواکی او یوالی باور لری، او له هیواد نه د ټولو بهرنیو ځواکونو د عاجل او بلاقید و شرط وتلو حامی وی.
[color=white:d165b4685b]هر با ایمانه افغان د خپل ایمان په رڼا کی پوهیږی چی پدی حساسو ظروفو او شرایطو کی د ده ایمان څه حکم کوی او د ده اسلامی مسئولیت څه دی، د چا په ملګرتیا او ملاتړ مکلف دی او د چا له ملګرتیا منع شوی، پیغمبر علیه السلام فرمائی:
من مشی مع ظالم لیعینه و هو یعلم أنه ظالم فقد خرج من الاسلام.
څوک چی د یو ظالم سره پدی خاطر درومی چی د هغه ملاتړ او مرسته وکړی، پداسی حال کی چی پوهیږی هغه ظالم دی، یقینأ د اسلام نه ووت. [/color:d165b4685b]))
ظالم او د ظالم ملګري په لومړۍ درجه کې د نامشروع يا د ولس د عامو ازادو او سري رايو پرته هر رامنځته شوی حکومت او د هغه غوښتونکي دي . ظالمان د مسلمان ولس د ولسواکۍ مخالف ترهګر او د ترهګرۍ غوښتونکي دي، په لنډ ډول ، ظالمان القاعده او طالبان او ددوی حاميان ( پاکستانيان پنجابيان ) دی .
پر دوی سترګې پټول او داسې غږونه کول د مسلمان ولس د ولسواکۍ سره له دوښمنۍ پرته بل هيڅ مفهوم نشي لرلی ، راشئ خپله يې ولولئ :

.[code:1:d165b4685b] زه خپل مؤمن او مجاهد اولس ته اطمئنان ورکوم چی ... ناولی او خونړی دیموکراسی به د کمونیستی رژیم په څیر نسکوریږی او په آزاد او خپلواک افغانستان کی ستاسو د خوښی اسلامی نظام راځی، د دغه مقدس ارمان د تحقق لپاره د هر غیرتی او با ایمانه افغان د خپل ژوند تر وروستی سلګی او د خپل شاجور تر وروستی مرمی جهاد کوی. والله علی کل شئ قدیر [/code:1:d165b4685b]
دکمونستي رژيم لومړی دوښمن ولسواکي ده ، نه عقايد ، برعکس کمونيزم او مذهبي حکومتونه دواړه ديکتاتوري چلوي ، دواړه (طالب او کمونست، چې زياتره د يوې سيمې جاهلان هم دي ) د ښي او چپ ، تور او سره افراطيت په بڼه کې د ولسواکۍ ، آزادۍ او انساني حقونو دوښمنان دي . نو دغه دواړه ظالمان دې خدای ورک کړي ، لکه چې ورک يې کړل او ورک کوي يې: والله علی کل شئ قدیر ! آمين !


pattang
05.08.2005

خبرداری :
ښاغلي پتنګ دلته په يوه جمله کې دوه ځلې د [color=yellow:3712a1f3ac](( بي ناموسانو)) [/color:3712a1f3ac]ناوړه وييز کارولی و، ټوله يوجمله ييزه ليکنه يې ړنګه شوه . دناوړه وييزونو له تکرار څخه دې تل ډډه وکړي .
وطنمل


راي كم كس ته وركو

شادان
07.08.2005

ورونو دهيواددحكومت اصل مو باطل دي هر څوك چه له مونژه راي غواړي غلط دي او خطاديير دا خو پريږدي چه چا له راي وركوو او بل دا چه فقط پنجابي اسلام كه چيري وي او
زموږ له مقدس اسلام نه خلاف وي ضرورده چه رد يي كوو او كه جلا اسلام نوي نو بيا مو وروڼه دي مرسته يو له بله بايد سره وكوو او غرب او ددنيا له ټولو كفري او مفسدو عناصرو
په اخلاص مقاطعه وكړو او مقابله ور سره وكړواو خپل وطنوال يو شو او بد بختي وطن نه لري كړوو وسلام شادان


Ghairat
08.08.2005

شادان ليکلي:
[quote:687f85d2d9]ورونو دهيواددحكومت اصل مو باطل دي هر څوك چه له مونژه راي غواړي غلط دي او خطادي [/quote:687f85d2d9]
شادانه وروره ښې چارې ! ودې نه ويل چې د حکومت اصل ولې ا په څه دليل باطل دی ؟ ځکه چې دولس په رايو ټاکل شوی او د ولسمشر سره د خلکو ملاتړ شته ؟
نو لطفأ مطلب دې هم روښانه کړه او هم دليل ووايه چې د حکومت سموالی او بطلان په څه کې دی؟ له دليل پرته د هرچا(او په دې توګه ستا هم ) بې دليله خبره باطله شميرل کيږي . نو که غواړې خپله پورتنۍ ادعا له بطلان څخه وباسې بايد ژر تر ژره د اتدﻻل درمل (پيچکاري) ورکړې ، که نه د بطلان په ډنډ کې به غرقه او ساه به يې وخيږي.
اقتباس:
[quote:687f85d2d9]او بل دا چه فقط پنجابي اسلام كه چيري وي او زموږ له مقدس اسلام نه خلاف وي ضرورده چه رد يي كوو [/quote:687f85d2d9]
اسلام دسياسي هدفونو وسيله نه ده ، خو که څوک يې په وسيله واړوي ، هغه بيا اسلام نه دی ، پاکستان له اسلام څخه د خپلو ظالمانه هدفونو وسيله جوړه کړې وه او ﻻ هم يې د وسيلې په توګه کاروي ، نو د پنجابيانو د ناروا سياسي هدفونو وسيله چيرې سم اسلام ګڼل کيدای شي ؟ دوی د اسلام په وسيله پښتانه بلوڅ او سنديان تيرايستلي او په زور ظلم او زياتي سره يې دپښتنو او نورو وطن ﻻندې کړی دی ، ايا دا اسلام دی؟
د احمد شاه با با دپاني پت جګړه د همدغو پنجابيانو د ازادولو او دوی ته د ټول هند حکومت په ﻻس ورکولو له پاره تر سره شوه، مړه پرې پښتانه شول ، خو حکومت ته پرې دوی ورسېدل ، تر نن ورځې پورې د همغې دورې په برکت د بيل حکومت او آزادۍ خاوندان دي ! ولې د پاکستان له جوړيدو راهيسې له همغو پښتنو سره چې د احمدشاه بچي دي ، او په خپله احمدشاهي خاورې کې چې تراټکه پورې غزيدلي ده ، اوسيږي، دوی د پښتنو حق غصب کړی او غصب يې ساتي؟ ولې يي ددوی ځمکه د انګريزي استعمار د ميراث په توګه ﻻندې کړې ده ، ايا دا کار اسلام مني ؟
ايا اسلام پنجابيانو ته دا اجازه ورکوي چې زمونږ خاوره ( پښتوخوا ، دې اشغال وساتي؟ )
بل که دوی سم مسلمانان وای نو ولې يې له ١٩٤٧ راهيسې يوه شخړه هم له انګلستان او امريکا سره نه ده ر اغلې او تل د هغوی په غلامۍ کې له هرچا څخه مخکې دي. ؟
بل ، د جهاد په وخت کي يې ولې افغانان په بي شميرو ډول وويشل او پرې يې نښوه چې قدرت کوم پښتون تنظيم ته په ﻻس ورشي، ولې يېدلته د پښتنو مسلمانانو مجاهدينو سره خيانت وکړ.
تردې بدترې سياسي لوبې يې له طالبانو سره وکړې ، هغوی يې په امريکا وځپل خوپاکستان پخپله ولې له امريکا او انګلستان سره ملګری پاتې شو . ايا دا ټول سياسي اسلام نه دی چې پنجابان يې ادعا کوي ؟ دې ته وايي پنجابي اسلام چې د خپلو ملي ګټو له پاره له اسلام څخه هر ډول ناوړه ګټه پورته کوي ؟. په درنښت !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more