تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري مرستې
PDF پيل( دوسيه) به كوم پروګرام سره خلاصيږى
      خیریوسی
      17.07.2005
    
ګرانو وروڼو زما دمينى ومحبت سلامونه و منى
پسله سلامه اول  دپښتو ويب پاڼى  د چلونكو  څخه  یو عالم مننه  او  دادعا كوم  چى الله دى  وعبدالعلى رسول زاده ته اجر عظيم وركړی چى ده  بعضى  دپښتو ليك لوستك كتابونه   به پښتو ويب پانه كى ځاى پرځاى كړى دى او دهيواد څخه دباندى مهاجر پښتانه دهغه څخه   استفاده كوى  ولى چى اكثره مهاجر  دپښتو ليك لوست څخه محروم پاته  دى 0  
سؤال :
1_هغه كتابونه چى     PDFپيل دى  په كوم  پروګرام سره خلاصيږى؟                                                                                                                                                                          2_او هغه پروګرام     په كومه ويب پاڼه كى په  وړيا توګه و خپل كمبيوتر ته راكښته كيږى
دپښتو د ليك لوست كتابونو دزيات نشر به هيله
ابو محمود
      Hemat
      17.07.2005
    
ابو محمود صيب سلامونه مې ومنۍ
هغه کتابونه چې PDF فايل دي، د Adobe reader په نوم پروګرام يې خلاصوي٠ تاسو کولای شۍ د لانديني لينک په کليک کولو سره يې په وړيا توګه خپل کمپيوتر ته را ښکته کړۍ٠ 
.http://www.download.com/3120-20_4-0.html?qt=download+free+adobe+reader&tg=dl-2001
7,0 يې يا په هغه پاڼه کې لومړی يو را ښکته کړه٠
په مينه
      خیریوسی
      18.07.2005
    
ګرانه وروره همت صاحب  زما سلامونه او ښی هیلی  ومنی
ستاسو دجواب او مفصل معلومات  راکولو څخه ډیر خوشحاله  سوم 
ولی چی هر مهاجر افغان    دلیک لوست کتابو نو ته  ډیر ضرورت لری 
ما  هم  adobe reader  07   راکښته کړی  او وتاته می دعاوکړه 
او زما کوچنیان   دخپلئ مورنی ژبی  دکتابو په لیدولوسره ډیر خوشحاله شوه
مننه
 دپښتو د ليك لوست  كتابونو دزيات نشر به هيله 
ابو محمود
         
        
      هيواد شېرزاد
      18.07.2005
    
ابو عماده وروره سلامونه !
هيله ده چې روغ او جؤړ اوسې. 
په لاندې ويبپاڼه کې هم يو څو پښتو کتابونه شته، ګوندې په کار مو شي.
http://modersmal.skolutveckling.se/daripashto/pashto
      خیریوسی
      20.07.2005
    
ګرانه وروره هیواد شیرزاد ږما سلام وښی هیلی ومنی
 هغه دلیک لوست پښتو  کتابونه چی دپښو په یب پانه کی ځای پر ځای شوی دی 
هم هغه ما خپل کمبیوتر ته کښته کړه ستاسو دهمکاری څخه مننه
که یو بل  ادرس د پښتو د  لیک لوست کتابونو   درته معلوم وی  راته وئی لیکه 
 
ابو محمود
 
