د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

سياسي فتوی

Anonymous
21.06.2005

ګرانولوستونکود[color=blue:973d621f27]اعداد[/color:973d621f27] ويبپاڼې مقالوپه برخه کښي د[color=yellow:973d621f27]سياسي فتوی [/color:973d621f27]ترعنوان لاندي يوه مقاله خپره شوي چي دبحث لپاره يی داده ستاسومخ ته ږدم

سیاسی فتوی

دڅارنوال بی سواد په قلم

استفتاء :

په دی وروستیو دریوکلونوکی ځینی افغانانو دافغانستان داوسنی حکومت په خلاف دجهاد اعلان کړی اوپه هغه یی دکفر دغلامۍ تور لګولی ،اوپه دی کار سره ئی هیوادوال په تشویش کی واقع کړی داچی نوربایددغه ربړه پای ته ورسیږی هیله ده چی ددغی موضوع په اړه دشریعت د موقف په بیانولو ،اوخپل شرعی مسؤلیت په رفع کولو سره افغانانو ته سمه لار وښایاست .

بیّنواتوجروا

په بهرکی افغان مهاجرین

فتوی : پورتنۍ موضوع رښتیا هم ډیره داهمیت وړ ده ، اوپدی هکله باید مونږ د(ستری محکمی ددارالافتاءهیئت )خپله متفق علیها فتوی هیوادوالو ته ابلاغ کړو .دفتوی اودهغی په تائیدکی ددلایلو ترلیکلو مخکی باید یوډیره ضروری اومهمه ملاخظه په نظرکی ونیسواوهغه داده :

دقضااودفتوی په معتبروکتابونو کی راغلی چی فتوی باید دحالاتو اوشرایطو په نظر کی نیولو، ددنیا او زمانی له حالاتو باخبره علماؤلخواورکړ شی ،له هم دې امله مونږ هم دخپلی زمانی دمشهورواوتکړه علماؤرأیی اودلایل مدار داعتبار ګڼو. اودلاندینو وجوهاتو په بنادپخوانیو علماؤ له نظریاتو تیریږو :-

الف : مونږ اوس (دنړیوالتوب)په عصر کی اوسیږو او دډیموکراسۍ په داسی دنیاکی ژوند کوو چی بین المللی قوانین اونړیوال تړونونه ورکی دسم اوناسم کار حدود ټاکی ، داچی پخوانی علماؤپه دغه ډول قوانینو اوتړونونونه پوهیدل ،اوپدی هکله یی په خپلو کتابونو کی څه لیکلی هم نه دی ،ځکه یی رایه مدار داعتبار نه ګڼل کیږی .

ب : پخوانی علماء که په اموی یاعباسی دور کی وو ،اویاهم په عثمانی اومغلی دورکی ،ټول دجنګ اوجګړو په تاوجنو حالاتو کی اوسیدلی وو ،دهغوۍ فهم اوفکر په ټولنیزه توګه دجنګ اووینو رنګ اخستی وو ،دسولی او فرهنګ سره یی هیڅ اشنایی نه درلوده ، اوس چی (نوی نړیوال نظام )ټولی نړۍ ته دسولی اوازادۍ تو صیه کوی ،نو بناءً دپخوانیو علماؤنظریات دمشکلاتو حل نشی ګڼل کیدای .

ج : دهغو معاصرو علماؤرایه چی مونږ یی مدار داعتبار ګڼو هغوۍ هم دجهاد اومقاومت اتلان دی اوهم دسولی او دیموکراسۍ مبارزین ،هغوی اوسنیو قضایاوته (واقعبینانه )نظر لری ،اوپه (مسؤلانه )ډول دپیښو ارزونه کوی نو ځکه ددوۍ رایه ترهغو پخوانیو علماؤډیره داعتبار وړ ده .

دفتوی متن :

دافغانستان داوسنی قانونی ، اوپه نړیوله سطحه منل شوی اسلامی حکومت په خلاف جنګ کول دلاندنیو دلایلو په نظرکی نیولو سره قطعی حرام دی :

دهیوادپیاوړی عالم اواسلامی فیلسوف حضرت برهان الدین ربانی په خپل کتاب ([color=cyan:973d621f27]جمع الدرر والمرجان فی عمالة الروس والامریکان[/color:973d621f27])کی لیکی : په افغانستان کی نو ر دجنګ اوجګړی وخت پای ته رسیدلی ،مونږ باید هیواد نوی نسل ته پریږدو چی یو (نوین افغانستان )جوړ کړی ،زمونږ جهاد دوطن آزادۍ اوتروریزم دله منځه وړلولپاره وو ، اوس دغه دواړه متحقق شوی ،نورجنګ اوجګړی ته ضرورت نشته . انتهی (۱)

همدارنګه دغه خدای پرست عالم دروانی جګړی دعاملینو په هکله په خپل بل کتاب ([color=blue:973d621f27]مبارکة الیهود والنصاری فی محاربة مجاهدی بخاری[/color:973d621f27] )کی فرمایلی : ددغی ناروا جګړی ترشاافغانان نه بلکی ځینی عربان اودبخاری اوسمرقندځینی ترورستی ډلی ولاړی دی او افغانان دهغوی داحکامو دمنلو لپاره هیڅ مسؤلیت نه لری . انتهی (۲)

دهمدغی جګړی دنارواوالی په اړه دهیواد یو بل تکړه زاهد اومجاهد عالم حضرت عبدر ب الرسول سیاف په خپل مشهور کتاب ([color=green:973d621f27]فضل الارتدادعن طریق العزّوالامجاد [/color:973d621f27])کی لیکی : افغانستان کی دسپیڅلی جګړ ی اوجهاد په نو م دډیرو بی وزله افغانانو اوروسانو وینی توی شوی، هیڅ ګټه یی ونه لرله ،نور باید ددغو زړواوله موده لویدلو اصطلاحاتو په کارولو خپل نړیوال ورونه ونه وژنو،اونه هم خپل هیواد خراب کړو.(۳)

همدارنګه نوموړی په خپل بل کتاب ([color=blue:973d621f27]سیوف السیاف فی خدمت البوش والأیساف[/color:973d621f27]) کی لیکی : داوسنی روانی جګړی افغانی عاملین مجرمان اوملی خاینان دی ،هغوی باید اسلام اوملت ته دخیانت په جرم له منځه یوړل شی ،اویاهم (نفی من الارض ) شی یعنی چیری لری ځای ته وشړل شی ، ځکه چی هغوۍ په ځمکه کی فساد رامنځ ته کوی ،اوپه قرآن کی ددی خلکو همدا جزاده . انتهی (۴)

دهمدغی جګړی عدم جواز دهیواد مشرعالم ،ستر قانون پوه ،دعلم اوعمل ځلانده ستور ی نعمت الله شهرانی په خپل ترټولو وروستی کتاب ([color=yellow:973d621f27]توصیات البوش والکوفی علی لسان الشهرانی والمعروفی )[/color:973d621f27]کی داسی لیکی : نور په هیواد کی دژبی یامذهب په نوم هیڅ ډول جګړه جواز نه لری ،افغانستان باید نو ر دنړۍ دمتمدنی ټولنی غړی وواوسی . انتهی (۵)

همدارنګه ددغی جګړی دحرمت اودجګړه کونکو دهویت په هکله داسلامی حکومت ،قاضی القضاة دستری محکمی رئیس ،نړیوال عالم شیخ الحدیث حضرت فضل هادی شینواری ،دسیاسی فقهی په خپل روستی کتاب [color=blue:973d621f27](تکمیل الزاد باتباع خلیلزاد[/color:973d621f27]) کی لیکی : طالبان داسلام دښمنان دی ،ځکه هغوۍ په خپلوناروا اعمالو اسلام بدنام کړی،داچی هغوی داسلام دښمنان دی ،نو زمونږ هم دښمنان دي ،اوددی دښمن په مقابل کی چی هرڅوک زمونږ ترڅنګ دریږی هغوی زمونږدوستان دی . انتهی (۶)

دهیواد په علمی افق کی دقضا یو بل ځلیدلی ستوری، عظیم مجاهد ،دعزم اوثبات غر،عالیجناب قاضی محمد امین وقاد صاحب په خپل یواځینی تالیف ([color=red:973d621f27]فن التقلّب [/color:973d621f27])کی څوڅو ځایه لیکلی : هیواد نو ر دجګړودزغملوتوان نه لری، نور باید افغانان پریښودل شی چی دملل متحد اونړیوالی ټولنی په خوښه چی هرڅوک دځان لپاره انتخابوی انتخاب کړی . نوموړی زیاتوی، ولسواکی اودمدنی ټولنی حاکمیت دافغانانو داوږدی ربړی یواځینی حل دی . انتهی (۷)

داوسنی حکومت دمشروعیت اودهغه په خلاف دجګړی دحرمت په هکله لوی مفسر ،داسیا ستر خطیب اوادیب داطلاعاتو اوکلتورپخوانی وزیر اوداوسنی ستری محکمی دیوه دیوان لوړ پوړی رئیس ښاغلی حضرت مولانا قیام الدین کشاف هم په خبل یوه مشهور کتاب ([color=darkred:973d621f27]فهم الاشارات لجمع الدولارات )[/color:973d621f27]کی په اثبات رسولی چی : اوسنی حکومت سل په سلو کی اسلامی حکومت دی ،اواساسی قانون یی سل فیصده اسلامی دی ، اوددی حکومت دمخالفت په هکله باید خلک د(طالب نما) جګړه مارو تبلیغاتو ته غوږونه نیسی .(۸)

همداراز دغه زاهد اوعابد عالم په خپل بل کتاب ([color=green:973d621f27]کشف الکشاف فی شرح اصول السیاف[/color:973d621f27]) کی لیکی : قرآن کریم په خپله په انتخاباتو امر کړی ، خلک باید دانتخاباتو نتایج په سړه سینه ومنی اونوردجګړی لاره خپله نه کړی .(۹)

دطالبانو داعمالو دنارواوالی په اړه نه یواځی معاصرجمهور علماء متفق دی ، بلکه ددوی دخپل تحریک عظیم شخصیت (علامه خاکسار اخند) هم په خپل وروستی علمی اوتحقیقی اثر ([color=cyan:973d621f27]مواقف الخاکسار فی موالات الکفار [/color:973d621f27]) اودهمدی تحریک ستر منا ظر اوستر ګور شخصیت علامه وکیل احمد متوکل په خپل تالیف ([color=indigo:973d621f27]الجهود المناره فی سبیل المنصب والوزارة [/color:973d621f27])کی لیکی چی : طالبان دملت دارادی ممثلین نه دی ، هغوۍ دپردیو خلکو لپاره خپل هیوادوال اوبین المللی وروڼه له ځانه خفه کړل ، اوپه هیواد یی جګړه تحمیل کړی ده ، هغوی باید له تاو تریخوالی لاس واخلی او داجتماعی عدالت او دیموکراسی داصولوسره سم دی دملت ارادی ته غاړه کیږدی . انتهی (۱۰)

بل خو ا دهیواد (ماډرن ) علماؤدټولنی نمایندګانو ښاغلو (ارقمیانو )او(مرکزیانو) هم دسیاسی فقهی په خپلی انسایکلوپیډیا ([color=blue:973d621f27]اسلام ودیموکراسی دونام یک ارزش [/color:973d621f27])کی لیکی چی : طالبهای تنګ نظر ومتحجر هر ګز به اداره این ملت مناسب نیستند، زیرا انها بجز خون وخشونت هیچ چیز ی دیګری رانمی پسندند، انها باید بګزارند حکومت بدست کادر های فنی ومسلکی ساخته شود،اګر ازوجود قوای بین المللی وتاثیر سازنده آنهابیم دارند ، ودرهواس استند ،باید به مبارزه فرهنګی پردازند ، ودین رابه افکار مردم نزدیک کنند ، نه اینکه به وسیله خشونت افکار مر دم رابه دین نزدیک کند (۱۱)

همدا راز داوسنۍ جګړی دناروا والی اوپخوانۍ جګړی دوجوب په هکله دهیواد دوو نامتو روحانی شخصیتونوهریو نجم المشایخ حضرت صبغت الله مجددی اوقطب الارشاد حضرت پیر سید احمد ګیلانی صاحب په خپل مشترک جهادی کتاب ([color=white:973d621f27]جمع الجموع لاعادة الملک المخلوع[/color:973d621f27])کی لیکی : داچی ناعاقبت اندیشه سردار محمد داودخان دروسانو اوکمو نستانو په لمسون ستر همایونی ذات المتوکل علی الله دافغانستان ټولواک اعلیحضرت محمد ظاهرشاه له واک څخه لری کړ اوپه (منفی الملوک)کی دجلاوطنۍ ژوندته مجبور کړی ؤ،نوځکه دروسانو اوکمونستانو ددی جنایت په ځواب کی اوداعلیحضرت دبیا راوستلو لپاره په ټولو افغانانو جهاد فرض عین ګر ځیدلی وو اوس چی دسپینی ماڼۍ په فضل اعلیحضرت بیرته هیوادته راوستل شو ، اودملت دباباحیثیت اومنصب ورکړشو نو په همدی بنا نور جګړی ته هیڅ ضرورت ندی پاتی اودجهاد فرضیت هم دافغانانو له غاړی ساقط شو ی . نوره جګړه حرامه اودبین المللی محسنینو ناشکری ګڼل کیږی داوسنی حکومت اطاعت کول واجب دي ځکه چی دهمایونی ذات اعلیحضرت محمد ظاهرشاه چی دڅلویښتو اولیاؤ رتبه لری سرپرستی هم ورته حاصله ده . انتهی (۱۲)

دطالبانو نارواجګړه نه يواځی دافغانی جیدو علماؤ اخوا غندل شوی بلکه له هیوادڅخه دباندی پاکستانی مشهورعالم شیخ الحدیث حضرت مولانا محمد حسن جان المدنی هم په خپل نوی کتاب ([color=yellow:973d621f27]اقتضاءالزمان فی تفضیل الانجلیز علی طالبان [/color:973d621f27]) کی فرمایلی : طالبانو ته زما تو صیه داده چی باید له کرزی سره په انتخاباتو کی برخه واخلی که دخلکو خوښ وو ووټ به ورکړی اوکه نه نو خپل ملک کی خوبه به امن اووسیږی .

هغه په خپل بل علمی او تحقیقی اثر ([color=blue:973d621f27]تاکید المخرّف فی تاییدالمشرف [/color:973d621f27])کی دشرعی جهاد دشروطو په هکله لیکی : جهاد به دحکومت په اجازه او دهغه تر سرپرستۍ لاندی کیږی اوهر حرکت چی دحکومت له اجازت نه بغیر وی هغه ته په شریعت کی بغاوت ویل کیږی نو په همدی بناپه پاکستان کی دوزیرستان اوپه افغانستان کی دطالبانو جګړه ناجایزه او بغات دی . (۱۳)

تردی ځایه خو داهل سنت دعلماؤ دلایل وو ، داهل تشیع جیدو علماؤ او (آیاتو ) هم دسیاسی فتاواؤ تر ټولو وروستی فتوی ډوله رساله ([color=yellow:973d621f27]تفنن درتعامل بااهل تسنن [/color:973d621f27]) کی په اتفاق سره لیکی چی : مجتمع شیعیان افغانستان باید نیروی جنګی خودراصرفه جوی کرده تادر خدمت مهدی منتظر عجل الله فرجه قرار بګیرند ، ازفرصت مناسبی که درکشور به وجود امده برای رسیدن به ارمانهای دیرینه خود که عبارت از رسیدن به حاکمیت است ، استفاده اعظمی ببرند ،نګذارندسرنوشت شان به دست نیروهای اغتشاشګر بیافتد . شیعیان افغانستان باید بانیروهای بین المللی کناره آمده ومجتمع خود رااز محکومیت به طرف ازادی ببرند وهمین سیاست جهانی طائفه مادرجهان است .

طوریکه حکومت جمهوری اسلامی درعین زمان ببمارمان نیروهای امریکا بر لانه های طالبان ما یحتاج متحدین افغانی امریکا تهیه کرده همین طور اقای باقر حکیم وګروهش درعراق بانیروهای بین المللی کنار آمده ، ما نباید از مقاومت مقتدی الصدر در غلط فهمی واقع شویم ، مقاومت جناب شان برای دفاع ازمزارات ائمه اهل تشیع وعتبات مقدس نجف وکربلابود،نه ازقبیل جنګیکه تروریستان آنرادرفلوجه ودردیګر شهرها بنام جهاد براه انداخته اند، ازهمینجا است که وقتیکه ضمانت محلی وبین المللی به اقای صدر داده شد موصوف موقف ظاهر منفی خویشرا فروختن تمامی اسلحه سنګین وسبک به امریکا ییها جبیره کرد، وفی ذلک عبرة لمن اعتبر –انتهی (۱۴)

په پای کی داهل تسنن او اهل تشیع دپورتنیو زبده علماء کرامو دمعتبرو دلایلو په رڼاکی داوسنی حکومت په خلاف جنګ ناروا او حرام ګڼو ، اوټول هیوادوال دغه حکومت سره مرستی ته رابولو .

والله اعلم بالصواب

دستری محکمی ددارالافتاء دریاست دحال په ژبه

لمن لیک

۱-باب العمالة ج۲ص۲۵۵ / ۱۳۸۲ طبع مطبعه تاجکستان دوشنبه

۲-باب المحاربة ج۱ص۹۹۳/ ۱۳۸۳ طبع مطبعه تاجکستان دوشنبه

۳-باب الارتدادج۳ ص ۳۳۹/ ۱۳۸۳ طبع مطبعه ازادی کابل

۴-باب الخدمة ج۱ ص ۹۳۲ / ///// //////// ///// //////

۵-باب الوصیة ج ۴ ص۴۳۲۰ / ۱۳۸۲ طبع مطبعه تاجکستان دوشنبه

۶-باب الاطاعة والاتباع (ج)۱ ص ۳۳۹۰ / ۲۰۰۴ طبع مطبعه واشنګټن

۷-باب التقلب ج ۲ ص ۶۴۵ / //////////////// //////// //

۸-باب جمع الدولارات – ج – ۳- ص ۶۵۴۰ / //////// /////// /// /

۹- باب الموالات – ج ۲- ص ۵۹۴۰ /طبع مطبعه کندهار

۱۰-باب حصول الوزارة –ج ۴ ص ۹۳۵ / طبع مطبعه واشنګټن

۱۱ – اسلام ودیموکراسی – ۶ ص ۷۶۵ / طبع مطبعه تهران

۱۲ – باب الملوکیة – ج ۵ ص ۵۴۱۱ /طبع مطبعه انګلستان لندن

۱۳ – باب تفضیل الانجلیز ج ۴ ص ۹۳۰ /طبع مطبعه پیښور پاکستان

۱۴ – باب تایید المشرف - ج ۱۲ ص ۹۰۴۵ / /////////// / /// // // /

۱۵- تفنن درتعامل بااهل تسنن ج ۵ ص ۳۰۹۹ / طبع مطبعه تهران ایران

اعداد څخه په مننه


Anonymous
21.06.2005

وروره ولا که يې يوه خبره هم بده وي ٠ دغسې فکرونه د نن ورځې ضرورت دې او له ( ډب -ډب - ټس ) له فتوو او ( ټوپک خېلو ) دمذهبي اوسياسي تربورولۍ نه نيم ځاني افغان تر پوځې رسېدلي ٠

ننې عصر دملي فکر او ملي اګاهۍ دې

و ، م


Anonymous
21.06.2005

[color=blue:8ae73f8fd1]که له پورتنۍ تنزي فتوی څخه د ټوکو پوښتنې ، عربي ټوکې اوځينې برخې ليرې کړو د تنز څخه ﻻندينی روښانه متن د تنز له بڼې پرته په ﻻس راځي چې محتوا يې حقيقت بريښي او د مخکيني ميلمه په وينا[/color:8ae73f8fd1][quote:8ae73f8fd1] (( ولا که يې يوه خبرهم بده ي)) :[/quote:8ae73f8fd1]

پر طالبانو د قضاوت په هکله بايد مونږ د بايد يوه ډيره ضروری اومهمه ملاحظه په نظرکی ونيسواوهغه داده :
قضاوت بايد دحالاتو اوشرايطو په نظر کی نيولو، ددنيا او زمانی له حالاتو باخبره علماؤله خواورکړ شی ،له هم دې امله مونږ هم دخپلی زمانی دمشهورواوتکړه علماؤرأیی اودلايل مدار داعتبار ګڼو. اودلاندينيو وجوهاتو په بنادپخوانيو علماؤ له نظرياتو تيريږو :
الف : مونږ اوس (دنړیوالتوب)په عصر کی اوسيږو او دډيموکراسۍ په داسی دنياکی ژوند کوو چی بين المللی قوانين اونړيوال تړونونه ورکی دسم اوناسم کار حدود ټاکی ، داچی پخوانی علماپه دغه ډول قوانينو اوتړونونونه پوهيدل ،اوپدی هکله يی په خپلو کتابونو کی څه ليکلی هم نه دی ،ځکه يی رايه مدار داعتبار نه ګڼل کيږی .

ب : پخوانی علماء که په اموی ياعباسی دور کی وو ،اویاهم په عثمانی اومغلی دورکی ،ټول دجنګ اوجګړو په تاوجنو حالاتو کی اوسيدلی وو ،دهغوۍ فهم اوفکر په ټولنيزه توګه دجنګ اووينو رنګ اخيستی وو ،دسولی او فرهنګ سره يی هيڅ اشنايی نه درلوده ، اوس چی (نوی نړيوال نظام )ټولی نړۍ ته دسولی اوازادۍ تو صيه کوی ،نو بناءً دپخوانیو علماؤنظریات دمشکلاتو حل نشی ګڼل کیدای .

ج : دهغو معاصرو علماؤرایه چی مونږ یی مدار داعتبار ګڼو هغوۍ هم دجهاد اومقاومت اتلان دی اوهم دسولی او دیموکراسۍ مبارزین ،هغوی اوسنیو قضایاوته (واقعبینانه )نظر لری ،اوپه (مسؤلانه )ډول دپیښو ارزونه کوی نو ځکه ددوۍ رایه ترهغو پخوانیو علماؤډیره داعتبار وړ ده .

دفتوی متن :

دافغانستان داوسنی قانونی ، اوپه نړيواله سطحه منل شوی اسلامی حکومت په خلاف جنګ کول دلاندنيو دلايلو په نظرکی نيولو سره قطعی حرام دی :

په افغانستان کی نو ر دجنګ اوجګړی وخت پای ته رسيدلی ،مونږ بايد هيواد نوی نسل ته پريږدو چی يو (نوین افغانستان )جوړ کړی ،زمونږ جهاد دوطن آزادۍ اوتروریزم دله منځه وړلولپاره وو ، اوس دغه دواړه متحقق شوی ،نورجنګ اوجګړی ته ضرورت نشته

ددغی ناروا جګړی ترشاافغانان نه بلکی ځينی عربان ، پنجابيان او ځينې ترورستی ډلی ولاړی دی او افغانان دهغوی داحکامو دمنلو لپاره هيڅ مسؤليت نه لری .

افغانستان کی دسپيڅلی جګړ ی اوجهاد په نو م دډیرو بی وزله افغانانو اوروسانو وینی توی شوی، هیڅ ګټه یی ونه لرله ،نور باید ددغو زړواوله موده لویدلو اصطلاحاتو په کارولو خپل نړیوال ورونه ونه وژنو،اونه هم خپل هیواد خراب کړو
داوسنی روانی جګړی افغانی عاملین مجرمان اوملی خاینان دی ،هغوی باید اسلام اوملت ته دخیانت په جرم له منځه یوړل شی ،اویاهم چیری لری ځای ته وشړل شی ، ځکه چی هغوۍ په ځمکه کی فساد رامنځ ته کوی ،اوپه قرآن کی ددی خلکو همدا جزاده .
نور په هیواد کی دژبی یامذهب په نوم هیڅ ډول جګړه جواز نه لری ،افغانستان باید نو ر دنړۍ دمتمدنی ټولنی غړی وواوسی .
طالبان داسلام دښمنان دی ،ځکه هغوۍ په خپلوناروا اعمالو اسلام بدنام کړی،داچی هغوی داسلام دښمنان دی ،نو زمونږ هم دښمنان دي ،اوددی دښمن په مقابل کی چی هرڅوک زمونږ ترڅنګ دریږی هغوی زمونږدوستان دی .

هیواد نو ر دجګړودزغملوتوان نه لری، نور باید افغانان پریښودل شی چی دملل متحد اونړیوالی ټولنی په خوښه چی هرڅوک دځان لپاره انتخابوی انتخاب کړی . نوموړی زیاتوی، ولسواکی اودمدنی ټولنی حاکمیت دافغانانو داوږدی ربړی یواځینی حل دی .
داوسنی حکومت دمشروعیت په اثبات رسول شوې چی : اوسنی حکومت سل په سلو کی اسلامی حکومت دی ،اواساسی قانون يی سل فيصده اسلامی دی ، اوددی حکومت دمخالفت په هکله باید خلک د(طالب نما) جګړه مارو تبليغاتو ته غوږونه نيسی
قرآن کريم په خپله په انتخاباتو امر کړی ، خلک بايد دانتخاباتو نتايج په سړه سينه ومنی اونوردجګړی لاره خپله نه کړی

طالبان دملت دارادی ممثلين نه دی ، هغوۍ دپرديو خلکو لپاره خپل هيوادوال اوبين المللی وروڼه له ځانه خفه کړل ، اوپه هیواد یی جګړه تحمیل کړی ده ، هغوی باید له تاو تریخوالی لاس واخلی او داجتماعی عدالت او دیموکراسی داصولوسره سم دی دملت ارادی ته غاړه کیږدی .
طالبهای تنګ نظر ومتحجر هر ګز به اداره اين ملت مناسب نيستند، زېرا انها بجز خونريزي وخشونت هیچ چیز ی دیګری رانمی پسندند، انها باید بګزارند حکومت بدست کادر های فنی ومسلکی ساخته شود،اګر ازوجود قوای بین المللی وتاثیر سازنده آنهابیم دارند ، ودرهوس استند ،باید به مبارزه فرهنګی پردازند ، ودين رابه افکار مردم نزديک کنند ، نه اینکه به وسیله خشونت افکار مر دم رابه دین نزدیک کند
دطالبانو نارواجګړه نه يواځی دافغانی جیدو علماؤ اخوا غندل شوی بلکه له هيوادڅخه دباندی پاکستانی
علما هم طالبانو ته دا تو صیه کوي چی باید له کرزی سره په انتخاباتو کی برخه واخلی که دخلکو خوښ وو ووټ به ورکړی اوکه نه نو خپل ملک کی خوبه په امن اووسيږی .

جهاد به دحکومت په اجازه او دهغه تر سرپرستۍ لاندی کیږی اوهر حرکت چی دحکومت له اجازت نه بغیر وی هغه ته په شریعت کی بغاوت ویل کیږی نو په همدی بناپه پاکستان کی دوزیرستان اوپه افغانستان کی دطالبانو جګړه ناجایزه او بغات دی .
په پای کی د علماء کرامو دمعتبرو دلایلو په رڼاکی داوسنی حکومت په خلاف جنګ ناروا او حرام ګڼو ، اوټول هیوادوال دغه حکومت سره مرستی ته رابولو .


م ن غروال
21.06.2005

ښاغلۍ جمشيد وروسته د سلامونو څخه د ټول افغان پاڼې ته ښه راغلاست!
مونږه هم پدې عقيده يو چې ګران هېواد له جګړې په واقيعت کي ډير ستړۍ او ژوبل دي او خلک هم خورا در په در!
تر حد وسه زيار مو همدا دي چې خلک سولې او د هېواد بيا رغونې ته راوبولو٠ خو :
د ربانې او سياف غوندي خلکو خولو کي د اسلامي فتوأ خبرې ښايسته ځکه نه ښکاري چې د بې ګناه مسلمان افغان په ولس يې لاسونه له بده مرغه سره دي ٠ غوره به دا وي چې دوئ د خپلو کړو ځواب په اسلامي محکمه کي ووايي٠
او دا هم سمه نده چې اوس مهال افغاني نظام سل په سلو کي اسلامي دي٠ ددې لپاره به وخت ته اړتيا لرو خو بيا هم ستاسو اند او ليکنه زه د تائيد وړ بولم او د جګړې غندنه کوم٠
په درناوې


Anonymous
21.06.2005

غروال صيب سادګي دي کړې ده، دا ټول پسخند او مسخره ګېري دی فتوا يا مفتي دي يورسلم ورکوي اويا دالاحضار پوهنتون ٠
رباني ، سياف ،حضرت او فتواوي ?? دا دافغان ملت ته په سپکه سترګه کتل اوتير نظري دي او په ملت پسخند وهل دي . زما فتوا دادی دوي بايد په دار شي

حقبين

[quote:5335c98dcc="غروال"]ښاغلۍ جمشيد وروسته د سلامونو څخه د ټول افغان پاڼې ته ښه راغلاست!
مونږه هم پدې عقيده يو چې ګران هېواد له جګړې په واقيعت کي ډير ستړۍ او ژوبل دي او خلک هم خورا در په در!
تر حد وسه زيار مو همدا دي چې خلک سولې او د هېواد بيا رغونې ته راوبولو٠ خو :
د ربانې او سياف غوندي خلکو خولو کي د اسلامي فتوأ خبرې ښايسته ځکه نه ښکاري چې د بې ګناه مسلمان افغان په ولس يې لاسونه له بده مرغه سره دي ٠ غوره به دا وي چې دوئ د خپلو کړو ځواب په اسلامي محکمه کي ووايي٠
او دا هم سمه نده چې اوس مهال افغاني نظام سل په سلو کي اسلامي دي٠ ددې لپاره به وخت ته اړتيا لرو خو بيا هم ستاسو اند او ليکنه زه د تائيد وړ بولم او د جګړې غندنه کوم٠
په درناوې[/quote:5335c98dcc]



ع کريم حليمي
22.06.2005

درنو وړونو، جمشيده وروره سلام ٠

د ټولو فتوا ګانو د مفهوم سره موافق يم ٠
اما داسي جملې چه ليکي :[quote:1e8d9a9fcb]قرآن کریم په خپله په انتخاباتو امر کړی ، خلک باید دانتخاباتو نتایج په سړه سینه ومنی اونوردجګړی لاره خپله نه کړی .(۹)[/quote:1e8d9a9fcb]
سل په سل کښي درواغ دي ٠ هو انتخابات شرعي دي اما فرض نه دي

او داسي ليکني چه : [quote:1e8d9a9fcb]اعلیحضرت محمد ظاهرشاه له واک څخه لری کړ اوپه (منفی الملوک)کی دجلاوطنۍ ژوندته مجبور کړی ؤ،نوځکه دروسانو اوکمونستانو ددی جنایت په ځواب کی اوداعلیحضرت دبیا راوستلو لپاره په ټولو افغانانو جهاد فرض عین ګر ځیدلی وو [/quote:1e8d9a9fcb]

ډېره غلطه جمله ده ٠ په هيڅ کتاب روا نه ده ٠ افسوز دۍ ٠ او د دارالعلوم کابل فارغه هم دۍ ٠ جهاد فرض عین د پاچا له پاره ٠ دابه هغه قران نه وي چه پر محمد عليه السلام نازيل سوې وو ٠ که بل قرأن دۍ ؟؟؟

[quote:1e8d9a9fcb]علامه وکیل احمد متوکل په خپل تالیف (الجهود المناره فی سبیل المنصب والوزارة )کی لیکی چی : طالبان دملت دارادی ممثلین نه دی ، هغوۍ دپردیو خلکو لپاره خپل هیوادوال اوبین المللی وروڼه له ځانه خفه کړل ، اوپه هیواد یی جګړه تحمیل کړی ده ، هغوی باید له تاو تریخوالی لاس واخلی او داجتماعی عدالت او دیموکراسی داصولوسره سم دی دملت ارادی ته غاړه کیږدی . انتهی (۱۰) [/quote:1e8d9a9fcb]
دغه علامه نن دغسي ليکي ٠
او چه اينټروي ورسره کيږي ٠ د مړو په باب نو داسي فرمايي چه په دارالافتاء کښي نه يم ٠ نن بيا څرنګه په دارلافتاء مقام په لاس درغلۍ
علامه د فتوا سره دي مخالف نه يم

داخوبېخي عجبه ده چه ليکي :داوسنی حکومت اطاعت کول واجب دي ځکه چی دهمایونی ذات اعلیحضرت محمد ظاهرشاه چی دڅلویښتو اولیاؤ رتبه لری سرپرستی هم ورته حاصله ده . انتهی (۱۲)

دڅلویښتو اولیاؤ رتبه درجه ته ورکه ٠ اما پرون دي ماته ويلي وه چه ٠٠٠ ميخوره ٠ او دئ څوک دۍ (پاچا) رادي سي زما مشاوير دي سي ٠
دڅلویښتو اولیاؤ رتبه نو د تور امير احاديث دي ٠

دغه فتواوي http://www.aadad.com/mazmoon3.htm
ليکل شوي دي ٠ خو ډير بد کار دۍ چه مرجه معلومه نه ده
زما ګمان دۍ ٠ چه د دغو خلګو په نامه ليکل سوي دي
ولي چه بعضي خبري ئې هيڅ شرعي اساس نه لري


Anonymous
22.06.2005

وايي سې سياپ دې پغمان ځمکې لاندی کړي ، رباني اونورو ځڼو يې د شېر پور ، شم الي ، خېرخانې او شاری نو اونو رو سې په نومويې ديما ککره کارنه کوي خويغه (کولوولا) موټرې سې لري وای درګرده پاچايي ځمکې قبضه کوي اوپلوري يې خانه خراپان ٠

دواجان شوقي


Anonymous
22.06.2005

حليمي صېب سلام !
{{{{{{{{{{{{{{{{په هيڅ کتاب روا نه ده ..............که بل قرأن دۍ ؟؟؟}}}}}}}}}}}}}}

دغسې شيان په {{ بخوان وبدان }} کی راغلي


Anonymous
22.06.2005

وطنمل صيب
بيګاه ما يوه ليکنه کړي چي مفهوم يی داوو :
[color=blue:74c53ae58b]دمقالې ليکوال دحال ژبه دلته په قال تصديق شوه [/color:74c53ae58b]
نه پوهيږم دهغې ړنګيدوپه علت خودپوهه نه کړم ؟
ياپه بل ډول :
[color=green:74c53ae58b]ستم ګرچي ستم کاندي څه بانه کا
................................................. اوته ماباندي کوي ستم په څه [/color:74c53ae58b]
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[color=cyan:74c53ae58b]وطنمل : نامالومه وروره ښې چارې : خدای دې نکړي چې پر تاسو به ستم کوم ،
خو د ليکنې يو معيار دادی چې د چا د ليکنې صرف تاييد يا ترديد، صرف د ستاينې يا غندنې څرګندول نه وي ، بلکې تبصره ، تشريحات او توضيحات ولري، نوی مطلب او پيغام وي، استدﻻل وي او يا لږ تر لږه ديوې ليکنې اهميت روښانه کول وي . دا نيمګړتيا د ډيرو نورو په لنډو څرګندونو کې هم ليدل کيږي، چې زړه مې ورته پړسيدلی دی او ړنګول غواړي ، خو نورې مثبتې ليکنې يې راپارولې وي اويا کوم بل دليل لري چې ﻻ هم له ړنګولو څخه پاتې وي .
زمونږ او ستاو ګډه هڅه بايد داوي چې د منطقي بحثونو ځای د ديرې او هجرې تش بنډار ونه نيسي !
داچې د ښاغلي جمشيد ليکنه د ټوکو په بڼه وه او د جدي بحث له پاره نه ده، نو دغه بحث هم نور تړم، څو د محترمو ليکونکو دقيمتي وخت د ضايع کيدلو سبب نشي . والسلام .[/color:74c53ae58b]


Anonymous
22.06.2005

درنو ورونو!

جمشيد خان يو تـنز يا يو څه ملنډې ليکلې وې چې ګواکې حکومت پلوه عالمان به دغسې فتوې د جهاد پر ضد (( ورکوي )). خو ماترې د ټوکو بڼه او بڼکې وغورځولې ، لوری مې ور بدل کړ او يو لړ ريښتينې جملې چې جمشيد يې پر ملنډو ارزښت را ټيټ کړی و، ترې لوستونکو ته له ملنډو پرته وړاندې کړې او ډيرو تاييد کړې او هغه جملې چې جمشيد ورور ته هسې د خپلو ملنډو منځپانګه بريښيدلې دلته ارز ښتمنې شوې، نو ورونو جمشيد خان هم نه دي ويلي چې نوموړو عالمانو په رښتيا هم دغسې کومه فتوا صادره کړې او نوموړي دلايل يې رښتيا وړاندې کړي دي ، او يا ګڼې په اخځي کې ورکړ شوي کتابونه رښتيا وجود لري . نه ! نه !نه ! دا خو ټولې پر يوه حال باندې د قال ملنډې او يو شمير حقايق
د تشو بهانو په توګه کارول او بې ارزښته کول ؤ او بس !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more