نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په عمان کې يوه پېغله مسخه شوه { انځور}
خاټول
15.06.2005
{في هذه الأمة خسف، و [color=darkred:dd84188006]مسخ[/color:dd84188006]، و قذف، إذا ظهرت القيان والمعازف وشربت الخمور} الحدیث
ژباړه :کله چي ډمي ،دسروزاسباب راښکاره شي او شراب څښل پیل شي نو په همدي امت کی به هم په زمکه ننوتل ،څیره اوښتل او ویشتل بیل شي .
په لاندني انځور کي یوه عمانی پیغله ښکاري چي مسخه شوي او صورت یي دیوه ځناور په څير شوي ، دخبرونه تر مخه نو موړي په داسي حال کي چي ديوه ميوزیکل کانال په لیدلو بوخته وه او مور يي دقرآن کريم تلاوت کاوه ، خپلي مور ته وويل چي دقرآن په ويلو دي ډيره ستړي کړم که دي ډير دقرآن ويل زړه غواړي نو له دي ځايه ووزه او بل ځاي قرآن ووايه ، مور يي انکار وکړ آغلي ! ! ! ورجګه شوه قرآن کريم يي دمور له غيږي واخست او پر زمکه يي وويشت چي سمدلاسه دنوموړي بدبختي صورت مسخه شوو او نوموړي اوس هم ژوندۍ او دعمان په دولتي روغتون کي يي درملنه کيږي .
[img:dd84188006]http://www.alisaadali.com/asagroup/sa5t.JPG[/img:dd84188006]
آيا پدې انځور كې د شك كولو اجازت شته دى؟
Jalazai
15.06.2005
درنو وروڼو خوېندو! درناوى
وروسته: زما په ځاني نظر كه نېك كار ددروغو په ويلو هم ترسره كېداى شي نو دروغ دې وويل شي خو د ازما ګنهګار ځاني نظر دى. ګمان كوم دين به هر وخت ددروغو اجازت نه وركوي.
د قرآّن كريم د احترامۍ په بدل كې ددغسې سزا تصور هم كم دى او تر دې لاهم د بدو بدو سزاګانو خبره رښتيا كېداى شي ځكه اسلام خو دخداى دين دى، هغه يې حقانيت ثابتوي او هغه يې مجرمينو ته څرنګه چې وغواړي سزا وركوي. مسلمانان دغه الهي دستور ته يوازې ځان منسوبوي او تر ډېره كمه حده ورته ژمن پاتې كېږي.
خو زه ددغه انځور په سموالي يا كم تركمه په لمړي لاس توب شك كوم.
دغه انځور كه سم هم وي نو بې دريغه ګوتي پرې وهل شوي او د كمپيوټري ګرافيكس پروګرامونو اثر پرې له ورايه جوت دى چې دغه كار يې سموالى شكمنوي. دغه انځور ټول سرحدونه له شاليد (بېك ګراونډ) سره ګډ شوي او د برش اثر پرې ښكارېږي.
كېداى شي پدې سربېره هم دا پېښه رښتيا وي خو ددې لپاره ستا پر اوږه چې دغه انځور دې لمړى ځل را پېژندلى يو څه نور كار هم پرېوزي چې بايد دغه خبره زباته او له شكه وباسې. ځكه چې دغه خبره به اوس د زرګونو خلكو په ژبه واوړي را واوړي او كه -لرې له تا- دغه انځور سم نه وي نو د ټولو غلطو راويانو ګناه به مو په غاړه شي.
هيله ده خبره دې كره كړې او كره شوى خبره ددوهم ځل لپاره خپور كړې. ما همدغه خبره د انترنېټ ددغې پاڼې چلونكي ته هم د برېښليك له لارې پوهولي ده.
درناوى
آصف صميم
15.06.2005
د عمان د ونګه اوښتې پېغلې د كړنې په پار
د قرآن كريم له پيغاميز اعجاز ځنې يو دادى چې د نړيوالې سوكالۍ ژمنه كوي . قرآن دغه ژمنه د اولسو نو د تاريخ په بهير كې جوته كړي ده ، چې پخپله د جاهلي عربى ټولنې په ټولنيز، مدني ،كولتورې ، سياسي او ان سياسي اقتصادي اړخ كې د قرآن په راتګ سره ترسره شوي بدلونونه د نړۍ تاريخ د سر په سترګو وليدل .
د قرآن دغه هر اړخيزه اغيزمنۍ كه له يوې خوا د نتليو اولسونو پر ژوند جوتې وې ، نو له بله پلوه يي د وخت د مستكبرينو او ښكيلاكګرو ځواكونو د پارونې وسايل هم رامنځته كړي دي ، ځكه خو وخت پر وخت د قرآن د خپرېدو ، نړيوال كيدو "رحمة للعلمین " كېدو (Globalization) د مخنيوى په هڅه كې دي ، ځكه دوى د سر په سترگو ويني چې د مادي او لوېدېزې نړۍ د هر اړخيزو پرمختياوو او آسانتياو له درلودلو سره سره په ګوټ ګوټ كې هره ورځ يو نه يوځاى خلك پر قرآن مشرفيږ ي او پر اسلام د ايمان په پساله ځان پسولي .
د ښمن د قرآن او اسلام دغه را ز گرانښت او حقانيت ته په رڼو سترګو نه شي كتاى ، ددې پر ځاى جې د يو ه حقيقت او واقعيت په توګه د قرآن او اسلام پر وجود ، الهيت او معنوى احتوا باندې د ايمان وياړ تر لاسه كړي ، پټ او ښكاره په بېلابېلو پلمو او حيلو د خپلو كركو څرګندونه كوي ، كله يي په محرفو(اړوليو) او نيمګړو بڼو د چاپ ډګر ته راوباسي ، كله يي سيپارې كموي ، كله يي په نېزو كې وركوي ، كله يي په جوماتونو كې شهيدوي ،او كله يي آيتونه د بوټانو او څپليو پر تليو چاپوي او حتى په دې وروستيو كې خو نړيوالو د ګوانتانامو ددوزخي زندانو په باسونو (تشنابو) كې د قرآن د سپكاوي شواهد د سر په سترګو وليدل او هغه غبرګونونه هم ، چې د نړۍ مسلمانانو او دنورو آزادو ټولنو وګړيو څرګند كړل.
په عمان كې دا اوسنۍ پېښه او ددې پايله هم له قرآن سره ددغو دښمنيو يوه بله بېلګه ده ، چې موږ ته د سپكاوې د بڼې له پلوه نوې نه ده، البته د قرآن دغورځوونكې پېغلې مسخ كېدل يوه بوږ نوړې جزاء ده ، چې د قرآن حقيقي مالك پر خپل سپيڅلي كلام باندې د ننګ او ننګې په دود و ښوده ،
موږ ايمان لرو ، چې د قرآن څښتن (ج) دخپل سپيڅلي كتاب (ذكر ) د ناموس ساتنې
ژمنه كړې :
إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ الحجر /۹
} سكه موږ دغه ذكر (كتاب) نازل كړى او (همدا) موږ به يي ساتو {
خو موږ ستر دربار ته لاس لپه كوو ، چې :
الهى!
مسلمانه نړۍ خو پرېږده ، چې له قرآن سره پخپله د مسلمانانو چلن او وضع خو ته د"بصیر او خبیر " ذات په توګه د قدرت په سترګو وينې ،كه دې د قرآن همدغسې بې ناموسوونكو ته همدغسې بوږنوړې او روزنېزې جزاوې وركولاى ، دهغو نامسلمانو دښمنانو سترگه به هم د قرآن له دښمنۍ او سپكاوي سوې واى . داسپكوونكي د ګوانتانامو وي د واشنګتن وي او كه دنورې نړۍ ، خو د سپكاوي جزا ګالل پرې د قرآن حق دى.
د همدغسې يوې ورځې او همداسې يوه حالت د نندارې په هيله .
(والسلام )
Re: په عمان کې یوه پیغله مسخه شوه {انځور}
ماڼوګل
15.06.2005
[quote:db105cb88f="خاټول"] ٠٠٠٠٠ چي سمدلاسه دنوموړي بدبختي صورت مسخه شوو او نوموړي اوس هم ژوندۍ او دعمان په دولتي روغتون کي يي درملنه کيږي .
[/quote:db105cb88f]
محترم خاټول صېب،
خپل د پخوانېو عرائضو په دوام، دادۍ اوس ېو وار بېا مو داسې ېو حالت سره مخامخ کړم چې ځما ( چې ښځينه جنس پورې هم اړه نلرم) ټول انساني عواطف مورا په لړزېدوکړي او په خپله پورتنېو،د تشو ړندو ولولو نه ډکو څرګندونو او په تېره بېا د دغه هېوﻻ دعکس چې پرته له شکه دکوم روحي شديد بيمار وګړي ېو شرمېدلۍ او د انسانيت ضد تخليق دۍ په ټول افغان کې د چاپولوپه جرئت سره مو ېو ځل بېا وښودله چې تاسو د ېوې پښتنې د سپېڅلي نامه تر شا پټ کوم شخص ېاست چې اولأ(ستاسو د ادعا بر خلاف) د هيڅ نوع ښځينه انساني عاطفې نه ، د ېوې مسلمانې پښتنې هغې خو ﻻ پرېږده، برخوردار نه ېاست٠ د ژوند ، نړۍ ، دين او الهي ذات نه ستاسو انګېرنوسره ېو عاقل، بالغ او مسلمان شخص ( نور خو ﻻ پرېږده) په هېڅ صورت نشي موافق کېداۍ٠ زه ورسره هېڅ کله موافق کېداۍ نشم او د خداۍ شکر کوم چې دغسې ده٠ جنابه، ته څنګه د هغو جادوګرانو د کمپوټري لوبو نه را وتلئ شۍ په مونږ افغانانو بېا مسلمانانو باندې را تېروې او پخلۍ ئې بېا د احاديثو په راوړلو هم کوې؟ هې، له خوبه را کښېنه چې سهار سو!، دا مونږ ټول درته څه ډنګران ښکارو چې دومره تميز ونشو کولاۍ؟ ولي بې ځاېه مو اهانت کوې ؟؟ خېر، ٠٠٠ دې خبر وکړي، عقلمند دې تميز کوي٠ فکر کوم همدومره به مو بس وي٠
محترم صميم صاحب،
بې له هېڅ شک او ترديد نه ، د قران پاک سپکاوۍ دشريرو انسانانوېو ډېر سپک او حيواني عمل دۍ ٠ زه به دا هم اضافه کړم چې شريف او صالح انسانان د هېڅ ېو بل ديني او مذهبي مقدساتو ته سپکاوۍ نه کوي او نه ئې حق لري٠ داسې شنيعه اعمال نه ېواځې د غندلو وړ دي، بلکه د هغو د أم او تام مخ نيوۍ او جدي قانوني بازخاس حتمي بولم٠
تاسو خو زمونږ نومېالۍليکوال ياست، زمونږ د پښتنو معنوي سرماېه او ﻻرښود ېاست،نو تاسوبېا څنګه دغه تهمت او هياهو چې کوم ماجراغوښتونکي د کمپيوټر فريک انځور کړي د اصلي سکې په بېه رانيوه؟
که ليږڅه ځير شو نو دا به را جوته شي : که فرض محال په دغې د دروغوڅخه را اوبدلې او ډېرې ارزان بېه کيسه ګوتې کې څه فيصدي شانتې حقيقت هم موجود واۍ، نو اېا دا خبر به د اوسنېو اطلاعاتي امکاناتو په شته والي کې د څو محدودو دقائقو په ترڅ کې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې نه واۍ خپور شوۍ؟ عمان خو به کوم د تمدن نه لرې پروت کلۍ نه وي؟ ؟؟؟ هيله ده ېو څه په سړه سينه موضوع بېا وڅېړۍ٠
په زښته ډېره درناوۍ، ماڼوګل
Rahimee
16.06.2005
ګرانه ماڼو ګل جانه !
پدې كې هېڅ شك او شبه نشته، چې د قرآن كريم اعجاز حق دى او تل يې اسلام دښمنو خلكو ته داسې شرموونكې جزا وركړې ، چې دې ډېرو نورو لپاره پند اوعبرت ګرځېدلې ده او په سلګونو داسې پېښې مينځ ته راغلې چې د قرآن كريم اعجاز يې ثابت كړى دى . خو دا ډول پېښې په پراخه ډول د خلكو غوږونو ته نه دي رسېدلې.
په كليو بانډو كې پېښې ترسره شوې دي چې زه يي څو بيلګې درته ښودلاى شم . لكه ډېرو خلكو د خپل ځان د نجات موندلولپاره د سيلابونه مخه پرې نېولې .... او همدارنګه نور . داچې اوس يوه ژوندۍ پېښه خاټول صاحب د اخځليك او اړيكلوري سره سره موږ ته وړاندې كوي، د ستايلو وړ ده . او موږ ټول يې بايد ومنو. او كه ستاسې په خپل آند د سولګر ( كمپيوتر) د انځوريزو پروګرامو پايله بو لئ ،زموږ پر آند دا ډول فكر مو ډېر نيمګړى دى، ځكه د سولګر او كمپيوتر په اړه موږ هم ډېر څه زده كړي، خو هلته په داسې آر انځور نشي بريالي كېداى او همدارنګه له هغه سر ه څوك د انځور د ژوندي جسم د اړيكلوري پته نه وركوي . او بل خو خاټول صاحب د حديث په رڼا كې درته دغه موضوع ښه روښانه كړې او څوك له خپل ځانه د ا ډول خبرې په نړيواله كچه نه كوي او كه بيا يې هم دروغ بولئ، د ا به د هغوي تېروتنه وي، هيله ده د كمپيوټر د تصويرونو بېلګه موږ ته وښاياست او كه نه هر څه درته سحر ښكاري، نو بيا بېله خبر ده، لكه پخوانيو پيغمبرانو به چې خپل امت ته معجزې ښودلې، دوي به ويل (ان هذا لساحر عظيم ) بېشكه دغه ډېر لوي ساحر د ى .
په هر حال ! نن ورځ كه څوك حق خبره وكړي، بايد موږ يې نور هم وهڅوو. زه نه پوهېږ چې ستا دغه ډول نېوكې د خپل ذهن كمزوري ده او كه د بل چا د خوښۍلپاره داسې ليكنې كو ې . كه څه هم زه تراوسه محصل يم د داسې بحثونو د شننې توان په ځان كې نه وينم، بيا مې هم خپله لومړۍ ليكنه ستاسې د ليكنې په اړه وكړه .
هيله ده خوابدى نشې .
والسلام على من اتبع الهدى
نقاد
16.06.2005
درنو لوستونکو ، سلام !
د قران په اعجاز کې هيڅ شک نشته ، که څوک يې سپکاوی وکړې تر دې هم بدتر شي ! خو تاسو وګورئ چې نن ورځ د کمپوتر په وزله (وسيله ) څه ډول تصويرونه شونتيا نه لري؟ له سپي څخه خر، له غويي څخه فيل اوله بيزو څخه پړانګ جوړل
يا له انسان څخه مارغه او برعکس يې هم يو پر بل ا بل پر بل بدلول يوه ورځنۍ لوبه ده.
دغه راز د مسخ آوازې هم په هرو لسو شلو کلونو په ترڅ کې يو ځل خپريږي چې زياتره د ښځو حيثيت او درناوی په کې قرباني کيږي : نن يوې ښځې د ميړه سره خيانت کړې ، مخ يې د خرې شو، پرون يوې بلې ښځې خپله ړنده خواښې د بام له سره خطا کړه ، مړه شوه او ددې ونګه د سپي شوه ، او هاغه بله ورځ يوې ښځې دغه او هغه جنايت کړی و لکۍ يا ښکرونه يې وشول ، دادی اوس يوې پيغلې هم آن
په عمان کې د پاک قران سپکاوی کړی ، نو تصوير يې دکمپوتر په وزله داسې مسخه شو چې راشه که يې ګورې . او بيا يې جامې هم له تن څخه والوتلې، څوک نه و چې لږ تر لږه يو سادر يا شال يې پرې اچولی وای . يا داچې په روغتون کې يې
ترې د معاينې له پاره ټولې جامې وکښلې او کوم ناپيژندل شوي خبريال يې تصوير واخيست خو د پيښې خبر يې نشر ته ونه سپاره خو په کمپوتر کې تصوير بشپړ کړ او انترنيت پاڼه کې يې لوستونکو ته واندې کړ. هو ، معجزه داده چې آن د اسلامي آژانسونو په شمول هيڅ خبري آژانسونه يو هم دداسې مهمو لړزونکو او زړه بوګنونکو پيښو خبر نه ورکوي . ددې پيښو حقيقت هغه لشمک ته ورته دی چې د هيچا په ﻻس نه ورځي او ويل کيږي چې هر چا په هر ځای کې ليدلی او ليدل کيږي خو هيڅوک يې نيولی او ټينګولی نشي. خاټول خور ته دې خدای وسه ورکړي چې بورقه په سرکړي عمان ته ﻻړه شي، همغه روغتون ته ورشي، مسخه ناروغ راپيدا کړي، نوم هويت کورنۍ او پته يې مالومه کړي ، خبريالان راوغواړي او له معالجو ډاکترانو څخه ددوی په مخکې دا پوښتنه وکړي چې دغه کمبخته پيغله خو الله تعالی مسخه کړې ده ، ته د غه مسخه څنګه واپس کوې او علاج يې کوې؟ آيا دا کار ته کولی شې؟ ايا دا يوه ناروغي ده چې ته يې علاج کوې؟ آيا ددې علاج توبه ويستل او د خدای (ج) بښنې او رحم ته انتظار ويستل دي که ستا اسپيرين او د جراحۍ چړې؟ او پيښه په دې ډول خبري ميدياو کې نشر ته وسپاري، نو به د باور وړ وګرځي او پر خبر به يې د جعل کارۍ شک نه کيږي . والسلام !
ع کريم حليمي
16.06.2005
خاټول ترلې ،درنو يارنو سلام !
خاټول تاسو لکه کرمیه چه غم ن وي غم به راوړې
د محمد عليه السلام امت نه مسخه کيږي که چيري سي نو بيا [color=red:ec25e859d5]يکون[/color:ec25e859d5] دي يعني cover , secrete اخفي ستر٠
اودغه حديث ولوله نوبدي زړه ته ولوېږي چه داعکس ښکرور درواغ دي
سنن الترمذي
حدثنا محمد بن بشار، حدثنا أبو عاصم، حدثنا حيوة بن شريح، أخبرني أبو صخر، قال حدثني نافع، أن ابن عمر، جاءه رجل فقال إن فلانا يقرأ عليك السلام . فقال له إنه بلغني أنه قد أحدث فإن كان قد أحدث فلا تقرئه مني السلام فإني سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول " [color=brown:ec25e859d5]يكون[/color:ec25e859d5] في هذه الأمة أو في أمتي الشك منه خسف أو مسخ أو قذف في أهل القدر "
تاسو هم دليکني شروع په دغه حديث کړې ٠ يا العجب العجب يا رجب
جنګ خطا ايستل دي اما نه پروپاګنډه
عقيدې خرابه وې ! که يا داسي نه کوې ؟؟؟؟؟؟؟؟
pattang
16.06.2005
نقادخانه خانه اسلا م عليکم !
عقيده ، تجربه، سبوت ، تيوري ، ارزيابي او نور تر دي پورې اړه لرې چې کتونکي
او عامل دکار په کوم سيستم کې ولاړ دي او خپل کارګوري دمسال په ډول په درې بعده اوڅلور بعده فضا کې عيني کار مختلفي نتيجې ورکوې اوبشرې ټولنيز سيستمنو هم داسي دي لکه فزيکي اوهندسي سيستمونه ٠
دومره بحث ته ضرورت نشته که عکس يې په لاس راشي نو په نيم ساعت کې به
يې مالوم کړو چې اصلي دي اوکه جالې او پردې هرڅوک پوهيږي ،کومه غټه خبره نده .
ما ڼوګل خانه ستړې مشې !
دجرمني اوغربي يوروپ ( غير اسلامي ) جريدې او
تلويزونونه ټول هغه شيان ليکي چې هغه داسلام په ضد او ضعف تمام شې اونه د اسلام د مانوياتو په ګټه اوته خو يې ګورې چې تل مسجدونه تلا شي کيږي اوتلاشي يې په تلويزيون کې ښکاره کوي خو کله چې څه پيدا نکړې هغه بيا ددوهم ځل لپاره نه ښکاره کوي٠ داسې معيوبين خلک له موره هم پيدا کيږي ، کله چې ډير نږدي ،نږدي په خپلوانوکې ودونه وشي ( طبي علتونه او بيالوږي ) نو صميم صيب حق په جانب دی څکه هغه په بل سيستم کې واقع دی اوارزيابي يې دسيستم محصول دی٠
د پښتنولي په مينه پتنګ
څاروان
16.06.2005
16-6-2005
ګرانو لوستونكو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
زما يو ملګري چه د پښتونخوا د جلوزو په كميپ كې اوسيږي نن سهار ئې راته وويل چه په كميپ د بعض خلكو ترمنځ داسي ګونګوسي دي چه د قرآن كريم په بي حرمتي په سعودي كې كومه ښځه مسخه شوي. ددي خبري په اوريدو ډير په تعجب كې شوم او په دي اداره كمپيوټر ته كښيناستم چه ذكر شوي خبر په بريښنائې دنيا كې ولټوم خو كله مې چه د ټول افغان ويب پاڼه كې د خاټول خور لخوا وركړي شوي دغه خبر باندي نظر ولګيدو او وه مي لوست پوه شوم چه همدغه خبر د خلكو ترمنځ نشر شوي خو د عمان پرځاي خلك سعودي ياد كړي.
په اصل كې دغه خبر د www.alamry.ios.st ويب پاڼي نشر كړي چه بيا تريني د www.alisaadali.com كې هم نشر شوي خو كه تاسي لومړي ويب پاڼه وه ګوري اكثره په كې په كمپيوټر جوړ شوي انځورونه نشر شوي او دوهمه ويب پاڼه خو څه نوري داسي خبري هم نشر كړي چه تر اوسه پري ډير كم خلك خبر دي ، د هغوي له جملي څخه يو خبر ئې دا وركړي چه د [color=white:dc91149ba2]پاكستان په لاهور ښار كې داسي يو هلك پيدا شوي لكه د دجال په تندي كې يوه سترګه لري . [/color:dc91149ba2]د خبر تر څنګ د هلك انځور هم ليدي شي. د زياتو معلوماتو لپاره لانديني پيوند وه ګوري:
http://www.alisaadali.com/db1/viewtopic.php?t=5094
قرآن كريم هغه ورستي اسماني كتاب دي چه الله پاك ئې د ساتلو وعده كړي او بي حرمتي كونكو ته ئې هر قسم سزا وركولي شي.
د حديث په اړوند:
په صحيح الترغيب و الترهيب كې يو حديث كې داسي راغلي [color=blue:dc91149ba2][[ و في هذه الأمة خسف ومسخ وقذف قال رجل من المسلمين:يا رسول الله!متى ذلك ؟قال:إذا ظهرت القيان والمعازف ، وشربت الخمور " صحيح الترغيب و الترهيب 2379]][/color:dc91149ba2]
د همدي حديث مفهوم په ډيرو احاديثو كې راغلي چه په ابن ماجه، طبراني، ترمذي كې موجود دي.
[color=white:dc91149ba2]د خسف، مسخ او قذف په باره كې ښه او په زړه پوري بحث [/color:dc91149ba2]چه ډير زيات احاديث هم پكې بيان شوي كولي شي په لانديني پيوند كې ئې وه ګوري:
http://www.saaid.net/Minute/110.htm#10
يوسف څاروان
څاروان
16.06.2005
محترمو لوستونكو ورسته له سلامونو څخه.
د خسف، مسخ او قذف په اړوند چه په تيره ليكنه كې ما كومي ليكني ته اشاره كړي وه هغه داده او په كې ۱۶ احاديث ذكر شوي.:
=====================================================
أحاديث وردت في الخسف والمسخ والقذف
(من صحيح الجامع الصغير)
معتز أحمد عبد الفتاح
مقدّمة:
الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله صلى الله عليه وسلم .
هذا بحث صغير عن علامة من علامات يوم القيامة وهى ظهور الخسف والمسخ والقذف وهى من آثار الذنوب و المعاصي مثل فساد العقيدة ووقوع الشرك الأكبر والأصغر وأكل الربا وشرب الخمر واستحلالها والغناء والمعازف وكثرة الخبث واعلم أنه ما مسخ الله تعالى من شيء فكان له عقب و لا نسل و قد كانت القردة و الخنازير قبل ذلك كما سترى الأحاديث .
وأسال الله أن يتوفنا مسلمين ويلحقنا بالصالحين 0.
وقد قمت بالبحث في الموسوعة الحديثية المصغرة عن الأحاديث التي تحوى الكلمات الآتية : خسف – مسخ- قذف وما يقاربها ..
وأترك بعض الأحاديث لعدم التكرار أو لعدم دخولها في الموضوع ونحو ذلك .
وطريقتي أن أذكر الحديث وقد أذكر جزءا من شرحه .
وأقتصر على تحقيق الشيخ الألباني من صحيح الجامع الصغير ... والشرح من فتح القدير للمناوى .
[color=darkred:5e9e099faa]الأحاديث :[/color:5e9e099faa]
1ـ [color=white:5e9e099faa]يكون في آخر الزمان الخسف و القذف و المسخ .[/color:5e9e099faa]تحقيق الألباني
(صحيح) انظر حديث رقم: 8149 في صحيح الجامع.
2ـ [color=white:5e9e099faa]إذا سمعتم بقوم قد خسف فيهم هاهنا قريبا فقد أظلت الساعة .[/color:5e9e099faa]
تحقيق الألباني
(حسن) انظر حديث رقم: 618 في صحيح الجامع .
الشـــــرح :
( إذا سمعتم بقوم ) في رواية بركب ، وفي أخرى بجيش
( قد خسف بهم ) أي غارت بهم الأرض وذهبوا فيها ...
( هاهنا قريباً ) أي بالبيداء اسم مكان بالمدينة
( فقد أظلت الساعة ) أي أقبلت عليكم ودنت منكم كأنها ألقت عليكم ظلة يقال أظلك فلان إذا دنا منك وكل شيء دنا منك فقد أظلك .
وفيه دليل للذاهبين إلى وقوع الخسف في هذه الأمّة ، وتأويل المنكرين بأن المراد خسف القلوب يأباه ظاهر الحديث ....
3 ـ[color=white:5e9e099faa] إن في أمتي خسفا و مسخا و قذفا .[/color:5e9e099faa]
تحقيق الألباني
(صحيح) انظر حديث رقم: 2132 في صحيح الجامع .
الشـــــرح :
( إن في أمتي ) عام في أمة الإجابة والدعوة
( خسفاً ) لبعض المدن والقرى أي غوراً وذهاباً في الأرض بما فيها من أهلها ( ومسخاً ) أي تحول صور بعض الآدميين إلى صورة نحو كلب أو قرد
( وقذفاً ) أي رمياً لها بالحجارة من جهة السماء يعني يكون فيها ذلك في آخر الزمان وقد تمسك بهذا ونحوه من قال بوقوع الخسف والمسخ في هذه الأمة ...
4- [color=white:5e9e099faa]ليشربن أناس من أمتي الخمر يسمونها بغير اسمها و يضرب على رءوسهم بالمعازف و القينات يخسف الله بهم الأرض و يجعل منهم قردة و خنازير .[/color:5e9e099faa]
تحقيق الألباني
(صحيح) انظر حديث رقم: 5454 في صحيح الجامع .
الشـــــرح :
( والقينات ) أي الإماء المغنيات
( يخسف اللّه بهم الأرض ويجعل منهم القردة والخنازير ) وفيه وعيد شديد على من يتحيل في تحليل ما يحرم بتغيير اسمه وأن الحكم يدور مع العلة في تحريم الخمر وهي الإسكار فمهما وجد الإسكار وجد التحريم ولو لم يستمر الاسم قال ابن العربي : هو أصل في أن الأحكام إنما تتعلق بمعاني الأسماء لا بإلقائها رداً على من جمد على اللفظ
قال ابن القيم : فيه تحريم آلة اللهو فإنه قد توعد مستحل المعازف بأنه يخسف به الأرض ويمسخهم قردة وخنازير وإن كان الوعيد على جميع الأفعال ولكل واحد قسط من الذم والوعيد .
5- [color=white:5e9e099faa]في هذه الأمة خسف و مسخ و قذف إذا ظهرت القيان و المعازف و شربت الخمور .[/color:5e9e099faa]
تحقيق الألباني
(صحيح) انظر حديث رقم: 4273 في صحيح الجامع .
6-[color=white:5e9e099faa] سيكون في آخر الزمان خسف و قذف و مسخ إذا ظهرت المعازف و القينات و استحلت الخمر .[/color:5e9e099faa]
تحقيق الألباني
(صحيح) انظر حديث رقم: 3665 في صحيح الجامع.
الشـــــرح :
( سيكون في آخر الزمان خسف ) خسف المكان ذهب في الأرض وخسف اللّه به خسفاً أي غاب به في الأرض
( وقذف ) أي رمى بالحجارة بقوة
( ومسخ ) أي تحويل الصورة إلى ما هو أقبح منها قيل : ومتى ذلك يا رسول اللّه قال : ( إذا ظهرت المعازف ) بعين مهملة زاي جمع معزفة بفتح الزاي آلة اللهو ونقل القرطبي عن الجوهري أن المعازف الغناء والذي في صحاحه آلات اللهو وفي حواشي الدمياطي أنها الدفوف ويطلق على كل لعب عزف
( والقينات واستحلت الخمر ) أشار إلى أن العدوان إذا قوي في قوم وتظاهروا بأشنع الأعمال القبيحة قوبلوا بأشنع المعاقبات فالمعاقبات والمثوبات من جنس السيئات والحسنات ثم إن من العلماء من أجرى المسخ هنا على الحقيقة فقال : سيكون كما كان فيمن سبق وقال البعض : أراد مسخ القلب فيصير على قلب الحيوان الذي أشبهه في خلقه وعمله وطبعه فمنهم من يكون على أخلاق السباع العادية ومنهم على أخلاق الكلاب والخنازير والحمير ومنهم من يتطوس في ثيابه كما يتطوس الطاووس في ريشه ومنهم من يكون بليداً كالحمار ومن يألف ويؤلف كالحمام ومن يحقن كالجمل ومن يروع كالذئب والثعلب ومن هو خير كله كالغنم وتقوى المشابهة باطناً حتى تظهر في الصورة الظاهرة ظهوراً خفياً ثم جلياً تدركه أهل الفراسة وقوله : " واستحلت الخمر " قال ابن العربي : يحتمل أن معناه يعتقدونها حلالاً ويحتمل أنه مجاز عن الاسترسال أو يسترسلون في شربها كالاسترسال في الحلال وقد سمعنا بل رأينا من يفعله .
7- [color=white:5e9e099faa]ليكونن في أمتي أقوام يستحلون الخز و الحرير و الخمر و المعازف و لينزلن أقوام إلى جنب علم تروح عليهم سارحتهم فيأتيهم آت لحاجته فيقولون له : ارجع إلينا غدا فيبعثهم الله و يقع العلم عليهم و يمسخ منهم آخرين قردة و خنازير إلى يوم القيامة .[/color:5e9e099faa]
تحقيق الألباني
(صحيح) انظر حديث رقم: 5466 في صحيح الجامع .
8- [color=white:5e9e099faa]ليبيتن أقوام من أمتي على أكل و لهو و لعب ثم ليصبحن قردة و خنازير .[/color:5e9e099faa]
تحقيق الألباني
(حسن) انظر حديث رقم: 5354 في صحيح الجامع .
9 ـ [color=white:5e9e099faa]يا أنس ! إن الناس يمصرون أمصارا و إن مصرا منها يقال لها البصرة أو البصيرة فإن مررت بها أو دخلتها فإياك و سباخها و كلاءها و سوقها و باب أمرائها و عليك بضواحيها فإنه يكون بها خسف و قذف و رجف و قوم يبيتون يصبحون قردة و خنازير .[/color:5e9e099faa]
تحقيق الألباني
(صحيح) انظر حديث رقم: 7859 في صحيح الجامع .
10-[color=white:5e9e099faa] بين يدي الساعة مسخ و خسف و قذف .[/color:5e9e099faa]
تحقيق الألباني
(صحيح) انظر حديث رقم: 2856 في صحيح الجامع .
الشـــــرح :
( بين يدي الساعة مسخ ) قلب الخلقة من شيء إلى شيء أو تحويل الصورة إلى أقبح منها أو مسخ القلوب ( وخسف ) أي غور في الأرض
( وقذف ) أي رمي بالحجارة من جهة السماء 00000
11- [color=white:5e9e099faa]إن الله تعالى لم يجعل لمسخ نسلا و لا عقبا و قد كانت القردة و الخنازير قبل ذلك .[/color:5e9e099faa]
تحقيق الألباني
(صحيح) انظر حديث رقم: 1807 في صحيح الجامع.
الشـــــرح :
( إن اللّه تعالى لم يجعل لمسخ ) أي الآدمي ممسوخ قرداً أو خنزيراً
( نسلاً ولا عقباً ) يحتمل أنه لا يولد له أصلاً أو يولد له لكن ينقرض في حياته يعني فليس هؤلاء القردة والخنازير من أعقاب من مسخ من بني إسرائيل كما توهمه بعض الناس ثم استظهر على دفعه قوله ( وقد كانت القردة والخنازير قبل ذلك ) أي قبل مسخ من مسخ من الإسرائيليين فأنى لكم في أن هذه القردة والخنازير الموجودة الآن من نسل الممسوخ؟ هذا رجم بالغيب ....
12-[color=white:5e9e099faa] في هذه الأمة خسف و مسخ و قذف في أهل القدر .[/color:5e9e099faa]
تحقيق الألباني
(صحيح) انظر حديث رقم: 4274 في صحيح الجامع00
13- [color=white:5e9e099faa]يكون في آخر هذه الأمة خسف و مسخ و قذف قيل : يا رسول الله ! أنهلك و فينا الصالحون ؟ قال : نعم إذا ظهر الخبث .[/color:5e9e099faa]
تحقيق الألباني
(صحيح) انظر حديث رقم: 8156 في صحيح الجامع0
14-[color=white:5e9e099faa] ليكونن في هذه الأمة خسف و قذف و مسخ و ذلك إذا شربوا الخمور و اتخذوا القينات و ضربوا بالمعازف . [/color:5e9e099faa]
تحقيق الألباني
(صحيح) انظر حديث رقم: 5467 في صحيح الجامع .
الشـــــرح :
فيه إثبات الخسف والمسخ في هذه الأمة 0000 وفيه أن آلة اللهو حرام ، ولو كانت حلالاً لما ذمهم على استحلالها ، ذكره ابن القيم .
15- [color=white:5e9e099faa]الحيات مسخ الجن صورة كما مسخت القردة و الخنازير من بني إسرائيل .[/color:5e9e099faa]
تحقيق الألباني(صحيح) انظر حديث رقم: 3203 في صحيح الجامع .
الشـــــرح :
( الحيات مسخ الجن ) أي أصلهن من مسخ الجن الذين مسخوا
( كما مسخت القردة والخنازير من بني إسرائيل ) الظاهر أن المراد بعض الحيات لا كلها بدليل ما ذكر في أخبار أخر .
16- [color=white:5e9e099faa]ما مسخ الله تعالى من شيء فكان له عقب و لا نسل .[/color:5e9e099faa]
تحقيق الألباني
(صحيح) انظر حديث رقم: 5673 في صحيح الجامع0
الشـــــرح :
فليس القردة والخنازير الموجودون الآن أعقاب من مسخ من بني آدم كما زعمه بعض الناس رجماً بالغيب كما مر .
انتهى
============================================
يوسف څاروان
څاروان
16.06.2005
16-6-2005
د ټول افغان ويب پاڼي ګرانو لوستونكو ورسته له سلامونو څخه.
د ذكر شوي خبر په اړوند زما ورستي معلومات دادي:
د نسيج ويب پاني داسي معلومات وركړي:
[color=white:15d541e6e4]دغه واقعه د عمان په الرستاق ولايت كې شوي چه مسخه شوي پيغله د مسقط ښار د سلطاني روغتون كې ده.[/color:15d541e6e4]
خو يو بل وروره ورسته ليكلي چه ددغه روغتون مدير ددي پيغلي موجوديت څخه په روغتون كې انكار كړي.
د زياتو معلوماتو لپاره دا لانديني پيوند وه ګوري
http://forums.naseej.com.sa/showthread.php?s=73b818fc5538ea4d95b6db7cef7a7104&t=70448
===========
يوسف څاروان
ع کريم حليمي
16.06.2005
درنو وړونو او خويندو سلام ٠
دغه عربي سايتونه چه موږ ته کاپي شوي ٠ ټول بناپر پروپاګنډه ولاړ دي ٠
ټوله موضعاتي عبارت دي له ( خسف ،مسخ ،قذف )
قذف په معنا د ډبرو باران ته ويل کيږي ٠ لکه سنګسار له اسمانه څخه
او مسخ يوه عامه خبره ده ٠ چه فکري او جسمي تغير په انسان کښي راسي
نو مسخ بلل کيږي ٠
او خسف د الله قهر ته ويل کيږي ٠ چه انسان داسي مړ کړي چه هيڅ ئې عقل ته مني ٠ لکه قارون چه ئې په مځکه ننه استلۍ ٠ سورت القصص ايه ٨١
بسمه تعالی ٠ فَخَسَفْنَا بِهِ وَبِدَارِهِ الْأَرْضَ
يعني که خونهپر چا را ونړيږي او هقر د خدای وي نوهم الخسف بلل کيږي ٠
وړونو ! دغه نن ورځ خلګ دغه احاديث ليکي ٠ تقريبأ په سلو کښي سل د مسخي په باب غريب احاديث دي ٠ يعني راويان ئې يو هم اعتبار وړ نه دي ٠
هو تر مبارک دمخه دا کارونه پېښه سوي ٠او بيا نه دي پېښ شوي ٠ او نه پېښېږي ٠
دغسي ليکني چه نن عرب کوي دا عيسايانو کلونه د مخه کولې او نن ئې هم کوي چه خپل د لاسوجوړ سوۍ دين ته بېچاره کم عقله انسانان په جال کښي واجوي ،او ياپه چنګګ کښي بند کړي٠
مسلمانانو ته نه ښايي چه دغه سي جالونه ياچنګکان و غورځوي چه کم عقله يا بې معلوماتو انسانان په ونسي ٠
د اسلام دين د جم خم دين نه دۍ دا دالله دين دۍ ٠ او محمد ع هم نشي ويلای چه دين محمدي ٠ يوازي شريعت محمدي دۍ ٠
که په پرو پاګنډو دين غالب کېدای نو به نن د عيسايانو ،يهودو ،هندوانو دينونه
په نړۍ کښي پر مخه روان وای ٠
مه کوۍ داسي اعمال،خبري،ليکني چه بنا ئې پرو پاګنډه وي ٠
پروپاګنډه يا غيري شرعي تبليغات نه چه ګناه ده بلکي ګټه نه کوي تاوان ئې بې اندازې دۍ ٠ هغو ساده ملايانو چه پخوا ساده تبليغات کول، خطابې ورکولې ٠ زموږ ځوانان ځيندي خلقيان سوه ٠ تاسووګورۍ شاوخوا خلقيان هغه خلګ دي چه اکثره پر لمانځ او اوداسه کلک خلګ وه اما ستا د ملا د لاس چپيان سوه
که دي دا وار بيا غلط تبلغ شروع کړې او هم دي شروع په کړې ٠
ساده قوم به دي کريشچنکړي ٠ خلګ مه بېزاه کوۍ ٠
عرب خو داسي جنګي خلګ دي چه سل کاله کورنۍ بدي ساتي ٠
تقريبأ دا ٥٥ کاله کيږي چه د يهودو سره جنګ کوي ٠ دوئ به ځانته يو اګر مګر شرعي لري ٠
پښتنو او پښتنې ٠ تاولې تاوو اخستي دۍ ٠
پر ونيا بل اسلامي ملک نسته ٠ بس يو پښتون لالا پکښوتلۍ يي
عرب خو سياسي قدرت دلاسه نه ورکوي ٠ ګوره ګوره
ته نو ولي خپله لمن په څيرې ٠
اياته خبر ئې چه دغه عربي www.com تر ٥٠ % ده زيات د يهودو له خوا چليږي ٠ سر خلاص که ٠ مفت چفت ئې پرو پاګنډه تر پښتانه پوري ته رسوې ٠ داچه سبا دي زوئ راغټ سي ٠ د دوئ څخه خلقيان سوه
ستا اولاد به ګومراه سي ٠ ولي چه ستاعقل دغه پروپاګنډې مني ٠ نو خود زوئ به دي ٠ ٠٠٠٠
نقاد
16.06.2005
درنولوستونکو او محترمې خور خاټول ته ګيډۍ ګيډۍسلامونه!
له روان بحث څخه مطلب د پيښې د حقيقت معلومول دي، نه د سپيڅلي قران په اعجاز باندې شک کول ! ترقران سپېڅلی کتاب نه موجود و، نه شته او نه ترې بل پيدا کيږي . که نوموړې پيښه ثبوت او په رسنيو کې نشر ته و سپارل شي ډيره ډيره ګټوره به ولويږي. اوازې و افو اهات خوداهم وايې چې د زهرو سل پيچکارۍ ورته وشوې څو مړه شي خو نه مړه کيږي . له بلې خوا دښاغلي څاروان په ليکنه کې موولوستل چې د اړونده روغتون مدير ددغسې يوې پيغلې موجوديت په هغه روغتون کې تکذيب کړی دی. نو پيښې تر اوسه پورې له يوې افواه زيات د حقيقت ارزښت نه دی خپل کړی . که پښه ريښتنې وای بي بي سي يې په خبر تيرولو
مجبوريدله ، څومره به ښه و، چې لويديځوالو هم د سرپه سترګو دقران اعجازليدلی وای! والسلا م !! .
م ن غروال
16.06.2005
محترمو وروڼو سلامونه په عرض رسوم!
بې له شکه د قرأن الکريم او د اسلام مقدس دين ساتندوي د هغه مالک يعنې لوي الله جل جلاله دي٠ که پر دغه دنيا وي او که پر هغه دنيا، خداي(ج) به حتماً د اسلام مقدس دين د سپک کوونکو سره حساب او کتاب کوي٠
اۍ کاش چې د مقدس دين دښمنانو ته چې د دين سپکاوۍ کوي هم لوي خداي الله ج هم ددې ښځې په څېر خپل د قدرتونو حکمت ښودلاي واي٠ خو٠٠٠٠٠
لکه څنګه چې محترم حليمي صاحب يادونه کړې ده او همدا ډول ښاغليو مانو ګل صاحب او نورو وروڼو هم ويلي دي د عکس په جعلتوب کي به هم شک نه وي٠
زما په اند دا يوه تبليغي جنبه لري، که نه، د الله ج په قدرتونو کي هيڅ ډول شک او ترديد نشته ٠
د مسئلې سپناوۍ لپاره ښاغلي نقاد ورور ډيره حقوقي څېړنيزه ليکنه کړې چې د شکمنو شک به ليري شي٠
په درناوې
ع کريم حليمي
17.06.2005
ښاغلي غروال صاحب او درنو دوستانو سلام !
د قرأن په اعجاز کښي شک نسته ٠ اولينه معجزه ئې داده چه فرقان دۍ
حق او باطل سره جلا کوي ٠ او بله اعجاز (miracle ) ئې دادۍ چه په ټولو مسلمانانو په لاس کښي يوه نسخه سته او بس چه په تعداد به تر ٣ بليونو زيات قرأنونه نن وي ٠
بله معجزه ئې داده چه تر قرأن بل اخلاقي کتاب نه پيداکيږي
کتاب الله و کاذب ته کافر ويلي دي ٠ او تر نن ورځي د چاږغ نسو پورته چه ولي !
قرأن داسي د سوټي اعجاز نه لري ٠ چه سړی يا پيغله پر داسر ووهي چه ولي تکذيب کوې ٠
ايا دابه لوی بد کاروي چه قرأن فرمايي چه تکذيب مه کوۍ ٠ او مسلمان پر دې سربېره چه ښه پوهيږي چه داکلام دالله دۍ ٠ اومفهوم ئې تر پښولاندي کوي ٠ او درواغ وائې او هم ئې ليکي ٠ :( ان جاءكم فاسق بنبأ فتبينوا ان تصيبوا قوما بجهالة فتصبحوا على ما فعلتم نادمين ) صدق الله العظيم ..
او که دابه لوی بد عمل وي چه کاغذ د مځکي ووهي چه کلام الله پر ليکلۍ وي
يا په بل عبارت چه پرحکم ئې پښه کښېږدي ډير بد به وي او که پر کاغذ ؟؟؟
جناب غروال صاحب څه ښه ښايسته ليکلي چه :
[quote:84fbb970d6]اۍ کاش چې د مقدس دين دښمنانو ته چې د دين سپکاوۍ کوي هم لوي خداي الله ج هم ددې ښځې په څېر خپل د قدرتونو حکمت ښودلاي واي٠ خو٠٠٠٠٠ [/quote:84fbb970d6]
نبنا محمد ص داسي فرمايي ٠ مسلمان کيدای سي چه هر شئ وي خو کاذيب کيدای نسي ٠ استغفر الله ربي واتوب اليه ... استغفر الله .. استغفر الله .. استغفر الله ..
خاټول
17.06.2005
ښاغليو وروڼو استاد صمیم صاحب ،جلالزی صاحب ،ماڼوګل صاحب ، څاروان صاحب ، نقاد صاحب ،رحيمي صاحب ،پتنګ صاحب ،ګران تره حليمي صاحب استاد غروال صاحب او ګردو کتونکواو ليکونکو وروڼو او خويندو درانه حضور ته مو په سلام وړاندي کولو سره مننه ادا کوم چي زما له لوري طرح شوي موضوع مو لوستلي او ورباندي مو خپله رايه څرګنده کړي ، په تيره بيا دګران ماڼوګل چي زه يي ښه رټلي يم او دبي عاطفي او................ په دردنو صفاتو يي ستايلې يم، ان تر دي چي زما دجنس د مسخه کيدو [تبديليدو] هاند يي کړی ، ماڼو ګله وروره سل ځله مننه :lol: :lol: :lol: .
وروڼو ! رښتيا هم دا پيښه دخپل جزئيت پر بنسټ يو ممکنه پيښه ده اودهر ممکن په څير دواړه احتماله لري ، وقوع او نه وقوع ، نو طبعاً هر څوک يي د منلو او نه منلو حق لري ، او څوک يي هم په منلو او يا نه منلو ګرم نه بلل کيږي . البته دبحث او شنني اړخ يي دادی چي ايا داسي پيښه له لويه سره امکان لري او که نه ؟ يا په بل عبارت ايا انساني تاريخ دا دا ډول پيښي /پيښو شاهد دی او کنه ؟ او ايا داچي محمدي [صلی الله علیه وسلم] امت په کلي ياجزي ډول مسخه کيدای شي ؟ استاد حليمي ترينه منکر دی ، او په دي اړه راغلي احاديث يي غريب له احتجاج اواعتباره ساقط بللي ، دحليمي صاحب ليکنه داقناع لپاره لا هم نور روڼ توب ته اړتيالري او په اوس مهال کي چاته قناعت نشي ورکولای ، که ګران استاد لومړی راته دغريب حديث تشریح وکړي او بيا دا راته رڼه کړي چي غريب حديث ولي او دچا پر وينامعتبر نه دی ، نو ښايي چي داقناع دپاره به يي يو وړوکی چانس لاس ته راوړی اودعلمي بحث دپاره به يي لاره هواره کړي وي .
خور مو خاټول عفت کاکړ
ع کريم حليمي
18.06.2005
درنو استادانو، پوهانو صمیم صاحب،غروال صاحب ، نقاد صاحب ،Jalazai
ماڼوګل صاحب ،درنې خاټول ترلې او لوستونکو سلام
تردې دمخه چه پر غريب (غريب متن يا غريب سند)، شاذ، صحيح حسن ،متواتر لپاره خبري او ليکني وکړو چه : د داقناع لپاره لا هم نور روڼ توب پيداشي ٠ سمه ده وبې کړو اما !
[quote:edad7c2e42]وروڼو ! رښتيا هم دا پيښه دخپل جزئيت پر بنسټ يو ممکنه پيښه ده اودهر ممکن په څير دواړه احتماله لري ، وقوع او نه وقوع ، نو طبعاً هر څوک يي د منلو او نه منلو حق لري ، او څوک يي هم په منلو او يا نه منلو ګرم نه بلل کيږي . البته دبحث او شنني اړخ يي دادی چي ايا داسي پيښه له لويه سره امکان لري او که نه ؟ [/quote:edad7c2e42]
زماپتمني ښايستې ترلې !
اوداسي ليکۍ چه :Aرښتيا هم دا پيښه دخپل جزئيت پر بنسټ يو ممکنه پيښه ده
او په اخيره کښي بيا پښتنه کوۍ چه :B ايا داسي پيښه له لويه سره امکان لري او که نه ؟ ٠
او بل بيا ليکۍ چه :D اودهر ممکن په څير دواړه احتماله لري ، وقوع او نه وقوع
يواري مطلق يعني غير محدود , غير مقيد , او تام ليکۍ چه :يو ممکنه پيښه ده
څرنګه ممکنه ؟؟ په اوس مهال کي چاته قناعت نشي ورکولای٠ تشریح وکړي او بيا دا راته رڼه کړي چه ليکني عبارت دي اعتبار پيدا کي
بيا دستي په B کښي کيکۍ چه : ايا داسي پيښه له لويه سره امکان لري او که نه ؟ ٠
ممکن او نامکن چشي دي ٠ که الله مو په نيت کښي وي ٠ دته ناممکن نسته که مسخه ده پسخه ٠ ٠٠٠
او که مطلب دي مخلق دي ٠ هغه خو هم داسي خبره ده چه : څه چه ماته ممکن دي ٠ نو تاسوته ناممکن دي ٠
مطلب داسي دۍ چه ٠ تاسو ته د سل ډالرو د خرڅېدو امکانات سته
او ماته د لسو ډالرو امکانات سته ثم پر ثم ٠٠٠٠
ستاسو په شک او تردود ياست ؟ په داسي حال کښي چه د کاذيب رسام رسم هم تاسو راوړي ټول افغان ته ٠
اعجاز د کلام الله داوو
هغه ورځ چه زلېخا نارې کړې چه يوسف ع ﻻس راواچاوه ٠ نو وحي وسوې چه وګورۍ چه د يوسف ع لمن تر مخ څيري ده که د دُبُر د خوا ئې لمن څيري ده
نو کله چه ګوري نو لمنه ئې دشا ( دُبُر) دخوا څيري وه ٠ دغه ته اغجاز ويل کيږي ٠
دا کتاب زموږ د نبي مبارک معجزة وه او ده او وي به ٠ دا داسي د اوښي پر رقم معجزه نه ده که مو اوبه ورنکړي نو به له اسمان افت درباندي را سي
آية،معجزه معنا چه an action or event that is impossible according to the ordinay laws of nature
داسي نه چه د پېغلي څخه مېغله چوړه کړي ٠ قرأن په چا څه نه کوي ٠ هر څه الله پېښوي ٠ اما سنت ئې داسي نه دي چه پېغله دي خره کړي ٠ او يا خره دي بيا پېغله کړي ٠
پښتنه کوم ترلې ! ستاسو څه شي هڅوي ، motive ،انګيزه يا سبب ، علت
چه داسي د پروپاګنډې خبرونه راميدان ته کوۍ ٠ ؟؟؟؟؟
څاروان
18.06.2005
۱۸-۶-۲۰۰۵
ګرانو لوستونكو او دبحث ګډونكونكو ورسته له سلامونو څخه .
په دي موضوع كې بحث زما په نظر دوه شاخه كړي يو د خاټول خور لخوا د وركړي شوي خبر د په اړوند دا معلومول چه دغه خبر حقيقت دي او كه هسي افواه ده او دوهم چه د نبي عليه السلام په امت كې خسف، مسخ، قذف كيږي او كنه؟
د لومړي خبري په اړوند به تاسي زما په تيره ليكنه كې لوستي وي چه د مستشفى السلطان روغتون د داسي ښځي د وجود څخه په روغتون كې انكار كړي.
او د دوهمي خبري په اړوند ما ۱۶ حديثونه پيش كړه خو حليمي صيب په دي اند دي چه دغه احاديث غريب دي او روايان ئې د اعتبار وړ نه دي ځكه داسي وايي:
[quote:aa010f99ef]وړونو ! دغه نن ورځ خلګ دغه احاديث ليکي ٠ تقريبأ په سلو کښي سل د مسخي په باب غريب احاديث دي ٠ يعني راويان ئې يو هم اعتبار وړ نه دي ٠ [/quote:aa010f99ef]
كوم كس ويلي وه چه زه شل ګزه ټوپ كوم بل ورته وويل چه دا ګز او دا ميدان. نو [color=white:aa010f99ef]حليمي صيب كه ذكر شوي احاديث ستاسي په نظر غريب وي او روايان ئې د اعتبار وړ نه وي نو مهرباني وه كړه د دي څو پوښتنو ته په جواب ويلو سره د خپل علم له نور څخه مو مستفيد كړه.:[/color:aa010f99ef]
پوښتني:
[color=darkred:aa010f99ef]1. غريب حديث څه ته وايي؟ د استدلائل په اړوند ئې علماء څه وايي؟
2. د خسف، مسخ، قذف په اړوند ذكر شوي احاديث ولي غريب دي؟
3. د ذكر شوو احاديثو راويان ولي د اعتبار وړ نه دي؟[/color:aa010f99ef]
په اخر كې يادونه كوم چه خسف ژوندي په ځمكه ننوتلو ته وايي لكه د قارون په څير، په همداسي شكل زما سره يو فلم شته چه د ګډا په يو كلب كې په لسګونه ښځي او نر په داسي حال كې ناڅاپي په ځمكه ننوځي چه دوي په ګډا بوخت وي. دغه فلم شايد ډيرو زياتو خلكو ليدلي وي[color=white:aa010f99ef] د فلم نوم دي حقيقت لا خيال.[/color:aa010f99ef]
يوسف څاروان
نقاد
18.06.2005
له سلام او درناوي ورسته :
ښاغلی څاروان ليکي:
[quote:58752af0a7]د خاټول خور لخوا د وركړي شوي خبر په اړوند دا معلومول چه دغه خبر حقيقت دي او كه هسي افواه ده او دوهم چه د نبي عليه السلام په امت كې خسف، مسخ، قذف كيږي او كنه؟ [/quote:58752af0a7]
لومړی خوخاټول خور سره له دې دواړو خبرو څخه د يوې انګيزه هم نه وه، د هغې هدف په لومړۍ ليکنه کې روښانه دی چې : دغه پيښه په همدې شکل پيښه شوې او زه پرې تاسو له تصوير سره خبروم ! ددې د پاسه په حديث شريف سره پخلی
دوه انګيزې لري :
١ـ حديث شريف وړاند وينه کړې او دغه يې مصداق شو، په صدق کولو خو يې هر مسلمان بي له دې پيښې هم باور لري، مهم دلته د مصداق وخت يعنې د دنيا پاې او دقيامت نږدې والی دی .
٢ـ ددنيا له پای او د قيامت له نږدې والي څخه مطلب د توبو ويستل، ويره او د دنياوي ضرورتونو هيرول ، هغه چاته مراجعه کول او ورسره دريدل دي چې ځانونه
ددين ټيکه داران بولي، ځکه که اوس هم سړی د ملا طالب چړي ، ملا عمر يا بن ﻻدن پسې نه درومي ، له کرزی او اولس سره د ولسواکۍ او وطن د ابادۍ په ﻻره کې مرسته کوي، نو درانږدې قيامت په ورځ به يې اينده دتل له پاره خرابه شي.
٣ـ د طالب حکومت يواځينی حکومت دي چې د ځان او جهان دين او دنيا د نجات سبب کرځي، نو د کرزي او دموکراسانو حکومت راپرزول مباح ، مستحب ، سنت واجب يا فرض دي، او د ديموکراسي او کرزي چپه کول يو سياسي هدف دې .
خو کله چې پر موضوع تنقيدونه وشول، خبره امکاناتو او احتمالاتو ته ﻻړه او څاروان خو چور وليکل چې :
[quote:58752af0a7]د لومړي خبري په اړوند به تاسي زما په تيره ليكنه كې لوستي وي چه د مستشفى السلطان روغتون د داسي ښځي د وجود څخه په روغتون كې انكارترې كړي[/quote:58752af0a7]. او خاټول هم وليکل:
[quote:58752af0a7]رښتيا هم دا پيښه دخپل جزئيت پر بنسټ يو ممکنه پيښه ده اودهر ممکن په څير دواړه احتماله لري ، وقوع او نه وقوع ، نو طبعاً هر څوک يي د منلو او نه منلو حق لري ، او څوک يي هم په منلو او يا نه منلو ګرم نه بلل کيږي [/quote:58752af0a7]
داچې موضوع شنډه شوه ، زمونږ ملاخيلې خور اوڅاوان ملا صاحب خبره تش
مذهبي تيوريک بحث ته ګواکې ددې پو ښتنې له پاره واړوله [quote:58752af0a7]چه د نبي عليه السلام په امت كې خسف، مسخ، قذف كيږي او كنه؟ [/quote:58752af0a7] فقط ته به وايې چې دا پوښتنه له دې پرته دوی نشوه مطرح کوﻻی؟ الحمد ل الله چې د حليمي صاحب په څير پوه ديني عالمان هم شته ، که نه نو دغو ددين ټيکدارسودا ګرو اوسياسي ملايانو به ﻻ نور څه څه لوستونکو ته وړاندې کول ؟ والسلام
م ن غروال
18.06.2005
وروسته له سلامو غواړم څاروان ورورته وليکم چې نه يوازې امت بلکې هيڅ بشر به په هيڅ جرم هم مسخه نشي٠ هر هغه کړه چې د الله تعالی مستقيم قدرت لاندې وي هغه بې له شکه په آيت شريف تصديق شوي وي٠
دا انځور جوړ شوۍ شۍ دي چې تبليغ يې نورې پيچپړې لري چې نقاد ورور او حليمي صاحب او نورو وروڼو ورته ايشاره کړې ده٠
زه ښه پوهيږم چې تاسو به له اسلامه خورا زيات اګر مګر کاپي کړي وي خو له علمه يې له بده مرغه خورا وروسته پاتې ياست! که نه ترور او جهاد؟ استغفرالله!!!
له حليمي صاحب پوښتنې مو يو [color=red:e5adcaf9d6]بدرنګ شکل لري[/color:e5adcaf9d6] هغه ځکه چې تاسو له هغه ښاغلي امتحان اخلئ؟ که نه نو آيا تاسو په غريب حديث نه پوهيږئ؟
او بيا پوښتنې مو ډيري دي خو ځواب يې بيا يَو دي، آيا پدې هم نه پوهيږئ؟
څاروانه وروره تاسو څه فکر کوئ چې د دنيا اسلامي مفتيان ولې طالبان غندل او ولې هم ترور غندي؟ تاسو څه فکر کوئ چې په اسلامي نړېواله ټولنه او يا په نور نا اهله کسانو به داسی تبليغات کوم اثر وکړي؟ هسې بې ځايه ځانوته پرته له تکليفه نور به هيڅ ونشئ کولائ٠ زه ډاډ درکوم او خاطر جمعي درکوم چې حليمي صاحب د اسلام علم هضم کړۍ او تاسو او تر ملاعمره پوري ټولو هم کاپي کړۍ او هم يې خرڅ کړۍ دي٠
په درناوې
[color=cyan:e5adcaf9d6]يادونه : د پوښتنو ځواب ته مو ضرورت نلرم صرف دامي غوښتل وليکم چې ځان ته د حليمي صاحب غوندې شخصيت او عالم څخه د اامتحانيزو پوښتنو جرأت مه کوئ چې هم بې ادبي ده او هم شايد ستاسو دنيکه پر ځاي وي٠ او بس[/color:e5adcaf9d6]![color=#444444:e5adcaf9d6][/color:e5adcaf9d6]
څاروان
26.06.2005
۲۵-۶-۲۰۰۵
ګران غروال صيب ورسته له سلامونو او نيكو هيلو څخه.
وروره ستاسي ليكنه مې ولوسته او غواړم چه څو مختصر توري پري وليكم:
غروال صيب ليكي:
[quote:bd59d75ac4][غواړم څاروان ورورته وليکم چې نه يوازې امت بلکې هيڅ بشر به په هيڅ جرم هم مسخه نشي٠][/quote:bd59d75ac4]
وروره د انسان مسخه كيدو او نه مسخه كيدو په اړوند خبري څاروان د خپلي خيټي څخه نه كوي بلكي په وړاندي ليكنه كې ئې درته 16 احاديث په همدي متعلق بيان كړي اوس چه ستاسي پير پري په پټو سترګو د غريب ټاپه وه لږوله خو [color=white:bd59d75ac4]د ذكر شوو احاديثو لوستو څخه ورسته هم ترينه داسي ښكاره انكار كوي[نه يوازې امت بلکې هيڅ بشر به په هيڅ جرم هم مسخه نشي] دا ستاسي خپل نظر او خپل كار مو دي خو د مسلمان عقيده دا تقاضا نه كوي.[/color:bd59d75ac4]
دوهم:
[quote:bd59d75ac4]غروال صيب ليكلي:
[[له حليمي صاحب پوښتنې مو يو بدرنګ شکل لري هغه ځکه چې تاسو له هغه ښاغلي امتحان اخلئ؟ که نه نو آيا تاسو په غريب حديث نه پوهيږئ؟]][/quote:bd59d75ac4]
[color=blue:bd59d75ac4]زما پوښتني له حليمي صيب څخه وي او دي نه غروال صيب له تاسي څخه [/color:bd59d75ac4]نو بيا ولي تاسي په هرځاي كې لكه د شړومبو مچ راټوپ كړي بغير له دي چه چا دعوت دركړي وي ايا كله مو د شاعر دغه غزل اوريدلي
[color=darkblue:bd59d75ac4]چې لابچى يې هسې پلار له ځانه مه جوړه وه
هره خبره كې هوښيار د ځانه مه جوړوه
چې چا دعوت دركړى نه وي هلته څله ورځې
پردي خيرات كې ټيكيدار د ځانه مه جوړه وه
په يو زړګي كې اتيا سل خيالونه نه ځائيږي
خامخا لوښى د اچار د ځانه مه جوړوه[/color:bd59d75ac4]
غروال صيب د جواب نلرو په وخت د بحث لوري بدلولو او يا د غوسه كيدو له هڅو سره مو اوس څاروان بلد شوي نو دغه هڅي به مو انشاء الله پس له دي په هره ليكنه كې ناكامه وي لكه څنګه چه دي.
[color=white:bd59d75ac4]زه له محترم حليمي صيب څخه يوځل بيا غوښته كوم چه د څاروان په غوښتنه يوځل بيا نظر واچوي او د خپلي دعوي ثبوت وړاندي كړي.[/color:bd59d75ac4]
يوسف څاروان
ع کريم حليمي
26.06.2005
څاروانه وروره سلام
ښايسته ليکنه دي نده کړي ٠ که ښه ښايسته الفاظ وليکې ٠ ښه به وي ٠ مصرف نه لري ٠ او ليکونکۍ په ښايسته کيږي ٠ که دغه ايات شريف پياد ولرې ښه به وي
بسمه تعالی : " إن أحسنتم أحسنتم لأنفسكم…" سورت الاسرأ -٧
نبي رشتياويلي ٠ چه زما امت به شرک ونه کړي ٠ خو يودبل مغزي (ورمېږ ) به وهي
وروره !
زه به هم حوالې درته درکړم
سنن الترمذي په [u:563ef73b6c]كتاب الفتن عن رسول الله صلى الله عليه وسلم [/u:563ef73b6c]
ورسته په [u:563ef73b6c]باب ما جاء في علامة حلول المسخ والخسف [/u:563ef73b6c]
انشا الله چه پېښور کښي به کتابونه به وي ستاسو سره
م ن غروال
26.06.2005
محترم څاروان صاحب سلامونه ومنئ!
دا چې زه درته ګران يم او دګران خطاب مو راته کړۍ دي کور مو ودان، خو زه پوهيږم چې ٠٠٠٠٠٠
محترما ! دا دبحث او قلم او دپښتو يو اصل ؤ چې ما درته وليکلو او دا چې زه چا نه يم دعوت کړۍ هغه مهمه نده، مهمه دا ده چې چا ترې منع کړۍ نه وم٠
شعر دي زه منم خو بس همداسي يو بوټۍ يم او ليکم تر هغو چې مې علم او منطق مني٠ که بيا وطنمل صاحب ترې منع کړم او يا هم شيرزاد ورور، نو بيا به توبه وکړم٠
که په علم کي د پوښتنو څه درسره وي هغه بيان کړئ په توهيني شعرو ګلان نه کرل کيږي ځکه چې خداي مکړه تراخه اغزي به ورېبئ!
خو: بيا هم ستا خپل کار دي زما درته همدا مشوره وه او که يې نه منئ نو له حليمي صاحب وپوښتۍ چې د څو کالو دي٠ بيا به درته حيا درشي چې امتحانيزه پوښتنې ترې وکړئ٠ او محترمو خلکو ته سړۍ د احترام په سترګه ګوري او بيا مشرانو ته خو د مونږه او تاسو پښتنو کلچر دي که څنګه؟
په درناوې
نقاد
04.07.2005
[quote:39450ca1d9]يادونه كوم چه خسف ژوندي په ځمكه ننوتلو ته وايي لكه د قارون په څير، په همداسي شكل زما سره يو فلم شته چه د ګډا په يو كلب كې په لسګونه ښځي او نر په داسي حال كې ناڅاپي په ځمكه ننوځي چه دوي په ګډا بوخت وي[/quote:39450ca1d9]
له سلام او نېکو هيلو څخه وروسته څاروان صيب بي له دې چې د خدای له قهر
څخه سترګې پټې شي ، بايد ووايم چې ما هم دډيرو داسې طبيعي پيښو فيلمونه ليدلي چې ځکمه وشليږي او د شاو خوا ژوي او څاروي په کې ولويږي او تري تم شي ، د زلزلې په ترڅ کې له ځمکې څخه اور راوځي ، په سلګونومترو لوړ شي اورنۍ ډبرې او ويلې شوي کتله يې شاو خوا کلي وران اوويجاړ کړي او په سلګونو او زرګونو خلک په کې له منځه ﻻړشي. د تسو نامي پيښې هم هر چا وليدلې او داسې نورې په سلګونو اوزرګونو پيښې په طبيعت کې او د ځمکې پر مخ پيښيږي . وچکالي، سيلۍ او طوفانونه، او رښتونه او سيلابونه خو ﻻ څکی څکی ! خو که د پيښې په ځای کې انسانان ژوند کوي او يا راټول شوي وي ، نو د تلفاتو په صورت کې يې بيا متحجر ملايان څه څه له مبارکې خيټې څخه نه راباسي (؟!) . که د پورتنې نڅا په وخت کې پيښه وڅيړل شي نو څر ګنده به شي چې څومره وخت مخکې ﻻ ددغې پيښې احتزازات روان وو، که د کشف اﻻت دلته مخکې نصب وای، ښايي اوسيدونکي به له پيښې څخه د مخه خبر او له ځايه وتلي وای، نڅابه نه وای او نڅيدونکي به ځمکې نه وای کش کړي! والسلام !
څاروان
04.07.2005
4-7-2005
محترم حليمي صيب سلام ته مو وعليكم السلام وايم او زما لخوا ئي هم قبول كړي.
حليمي صيب [color=white:59d29b1668]زما غوښتنه دا نه وه چه د خسف، مسخ او قذف په باره كې راته حديث په ګوته كړه بلكي پوښتنه دا وه چه ذكر شوي ۱۶ احاديث ولي غريب دي؟ او په سند كې يي كوم راويان د اعتبار ورړ نه دي؟[/color:59d29b1668]
حليمي صيب الله شاهد دي چه د ذكر شو پوښتنو څخه زما مقصد ستاسي توهين نه (( لكه څنګه چه غروال صيب رنګ وركړي )) بلكي په خپل علم كې څه اضافه كول دي.
يوسف څاروان