د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د جلال اباد لاريون ته يوه لنډه کتنه

Baheer
23.05.2005

سلامونه او ښې چارې

د افغانستان په بېلا بېلو سيمو کې د امرېکا پر ضد د هغه خبر نه وروسته چې ويل کېدل چې امريکايي عسکرو قران شريف په بيت الحلا کې اچولی دی، په لاريونونو پيل وشو٠ او اکثره لاريونونه د پښتنو په سيمو کې وشول٠
ولې په يو ځای کې هم ويجاړي، او مرګ ژوبله نده شوي خو په جلال اباد کې ګڼ شمېر ځلميان مړه او ټپيان شول٠ د لاريون له امله نه يواځې مرګ او ژوبله رامنځ ته شوه، بلکې د جلال اباد ښايسته ښار د اور په لمبو وسوځېده او وران شو٠
زما په نظر نوموړی لاريون د امريکايانو د عمل په ضد نه وه، بلکې دا يو تنظيم شوی کار وه چې د پښتنو د دښمنانو لخوا پلان شوی وه او موخه يې د جلال اباد دې ښار ړنګول وه٠ او امکان لري د حاجي دين محمد څخه د قدرت د اخيستلو لپاره هم کارول شوي وي٠
که چېرې نوموړی لاريون د امريکايان په ضد وای نو لاريون کوونکو به د امريکا د پوځ هغه درې موټر چې د لاريون په محال هلته وه تخريب کړي وای، په ډبرو به يې ويشتلي وای او يا به يې اور ورغورځولی وی٠ د 15000 کسانو په مقابل کې 30 يا 40 مسلح کسان هېڅ دې٠ په خواشينۍ سره بايد ووايم چې په لاريون کې د ښايسته او تنکيو ځوانانو تر څنک ډېر ښايسته ښايسته تعميرونه هم له منځه لاړل چې بيا جوړول يې ډېر وخت او ډېرو پيسو ته اړه لري٠

خدای د وکړي چې پښتانه نور د عقل څخه ګټه واخلي، په خپله د ځان دښمن ونه اوسيږي او دښمنانو ته د سپر په شان کلک ودريږي٠

چې پښتانه چيرته اوسيږي
په هغه ځای د بې اوبو وشي ګلونه

بهير


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more