د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

ډاکتر فاروق اعظم

mala janan
01.12.2019

درندو او ښاغلو افغانانو !
په دغه جهان کښي تر ثروت او ناموس ، لوړ او باارزښته هستي نه پېژنم
ثروت او ناموس هغه هستۍ دي چه : په مادي او هم په معنوي کیفیت ترلاسه کېدای شي .

دغه هستۍ هم د حلالي لاري او هم په ناروا لاره تر لاسه کېدلی شي
او دا دواړه هستۍ ، کېدای شي چه له اصلي خاوند نه په غلا او درغلي واخستل شي

ثروت : یو فراگیر مفهوم دی چه ډېر څه په بر کښي رانغاړي
په دغه بحث او لیکنه کښی زه پر علمي ثروت او علمي شتمني بحث کوم

کله چه د افغان پر خاوره د سره روسانو له خوا حمله وشوه ، د افغانستان ټول ثروت له خاورو سره خاوري او یا له مونږ نه غلا کړل شول
او دا ۴ لسیزي کيږي چه دغه غلا او درغلي دیو تعداد افغانانو فرهنګ او مسلک و ګرځېدلی .

دا د مادي اشیا او شیانو او ملکیت غله پسله یو تعدا غلاو نه ورسته خامخا د پولیسو له خوا نیول کیږي او د قانون منګلو ته سفارل کيږي

نن په افغانستان غزیز کښي یو نوې ډول غلا او غله را پېدا شوي دي
چه د غلا او تقلب او درغلۍ له لاري حیثیت کسب کوي

دا غله هغه غله دي چه : علمي مقامونه غلا کوي او دغه علمي مقام او ډګري د درغلۍ له لاري تر لاسه وي او ځان ډاکتر ډاکتر نوموي ، دا هغه غله دي چه حیا نه پېژني ، د دغه تقلبوبي ډګرۍ د ژوند ملګرې یا ښځه ، ، زوی ، ورور ، وراره ، ............. ټول پوهېږي چه زما مېړه ، زما پلار ، زما ورور ، نه ډاکتر دی او نه د ډاکترۍ د ډیګر درلودنکی دی ، او ټول فامیل ئې په دغه درواغو او درغلی ور سره شریک دي

د دغه بحث انګیزه څرنګه و ماته راپیدا کیږي
پرون ورځ یو ملګري یو Twitter لینک را واستاوه
په دې ټویټ کي را غلي وه چه ډاکتر فاروق اعظم بېله کوم سند نه ځان ډاکتر نموي ، په درغلي سره ډاکتر دی
درنو ملګرو او لوستوونکو ! زه به هیڅ کله زموږ محترم جهادي مشر په درغلي متهم نه کړم

درنو ښاغلو او آغلو که تاسو د محترم فاروق اعظم صاحب سره اړیکه لری او یا اړېکه نیولی شی ، نو لطفاً ډاکتر صاحب سره دغه بحث شریک کړي چه دغه خبره سپینه کړي

چه په کوم کال ، په کوم نوم او له کوم یونیورسیټۍ نه ئي ډګري تر تلاسه کړیده ، او کوم سرچ ئې تر سره کړی

د جواب او سپینېدلو په هیله !



ع کريم حليمي
07.12.2019

محترم او مکرم جانان صاحب ، سلام ته دي ، وعلیکم السلام و رحمة الله وبرکات وایم ، او ټول افغان ته ، ښه راغلاست درته وایم

محترم جانان صاحب !
ستاسو لیکنه مي ولوستل تعجب مي وکړی
ګرانه ، زه ، ډاکتر فاروق اعظم له ډېر وخت نه پېژنم د پنځوس کاله راهیسي ، متدین با تقوا سړی دی ، ستاسو د لیکني په سبب مي د ډاکترصاحب نوم ګوګل کړی ،
ډاکتر صاحب د LinkedIn ممبر شیپ لري ، ډاکتر صاحب لیکلي دي
د خپل تعلم او تحصیل په باب چه : phd water politics, university of London , uk
محترم جانان صاحب ، د ډاکتري ډګري دا سي ساده خبره نه ده
زموږ جهادي مشر خپل معلومات انلاین ایښي دي .
دا به ښه خبره نه وي چه تاسو په یو جهادي مشر پوري تهمت وتړی
که تاسو (جانان) د ثقه معلوماتو سره رانسی نو ستاسو لیکنه به پسله لږ وخت نه د ړنګېدلو سره مخ شي

درنښت


mala janan
09.12.2019

دروند او منلې حاجي حلیمي صاحب ، تاسو ته تاوده د زړه له کومي سلامونه وړاندي کوم
د ښه راغلې نه دي هم مننه کوم ټول افغان ته نوی نیم ،او نه ټول افغان و ما ته نوی ، زه له ډېر وخت نه هم دلته لوستل کوم ، له پتنګ نه نیولې او بیا نور محترم بیلا بیل لیکوالانو له لیکنو او نظرونه سره پوره اشانايي لرم

محترم حلیمي صیب ، تاسو په تیره لیکنه کښي کښلي وه چي: [color=red:7a04a4873f] زه ، ډاکتر فاروق اعظم له ډېر وخت نه پېژنم د پنځوس کاله راهیسي ، متدین با تقوا سړی دی . [/color:7a04a4873f]
پښتنه دا را ولاړېږي ، حلیمي صاحب کله هم تاسو او د چا له خولې دا اورېدلي وه ؟ ، البته له انقلاب نه وړاندي ، ډاکتر غلام فاروق

په دغه بحث کښي به له ما ویلي تا ویلي له اندازه کار نه اخلو تنها به د مستند اسنادو او د بېلابېل علمي او منطقي دلايلو نه په استفاده بحث مخ په وړاندي وړو .

فاروق اعظم دانټر نیټ له لیاري ، ډېر په سخاوت سره د خپل ټایټل لپاره معلومات پاشلي او شندلي ، او دا چه غلام فاروق اعظم صاحب د مجاغیدینو د وخت او د پاکوستان اشاره وزیر وو ، دامعلومه ده
هو ! صلحي تر نامه لاندي د جلالدین حقاني سره یو ځاي کابل ته راغلي او د هقاني سره ملګی وو او د شهید مزاري ............

له دغه پورته ټول خبرو سره زما کوم سر وکار نشته ، البته دا سیاسی انداز ، طرزالعمل او سیاسي لیدنه او دیدګاه ، دا د هر افغان خپل حق دی

یوه خبره داسي ده چه :هیڅ افغان او هیڅ انسان ته دا حق نشته چه په تقلب او خیانت سره علمي ټایټل ، ثروت ، او سیاسی قدرت ، .... ..... لاسته راوړي ، په ټوله دنیا کښ تقلب او خیانت جرم دی .

حلیمي صیب تاسي له مانه غوښتنه کړېده چه ثقه او کره معلومات سره راسم ،
ما تاسو له لپاره د د هغي یونیورسیټۍ د تلیفون شمیره در پیدا کړېده کوم چه ډانکتر غلام فاروق اعظم په تقلب سره په انټر نیټ کښي کښلي دي چه: د London University نه د ډاکترۍ په کچه ډیګري لري

زه تاسو او ټول افغانانو ته د یونیورسیټي د تلیفون نمبر لیکم او تاسو کولی شی چه London University له تلیفون وګړی او هغوی تاسو ته ووایی چه نه په دغه نوم کوم فرد د ډاکترۍ سرچ کړي او نه کوم چا په دغه نوم تیزیست کښلی +44 20 7862 8000

زه د افغانستان پر څارنوالي ږغ کوم چه دا په سپین لباس کښي د داسي خیانت مخه ونیسي او دقانون منګلو ته ئې وسپاري

درنښت



ع کريم حليمي
10.12.2019

محترم جانان صاحب أو محترم لوستونكو ، السلام عليكم و رحمة الله
محترم جانان صحب ، ستاسو څخه مننه چه خپل معلومات مو زمونږ سره شریک کړه ، کور ودان
ما ، نن بیا ستاسو د پاره د ڼړۍ برقي جال کي کتنه او څېړنه وکړه ، غواړم چه ستاسو او محترم لوستونکو سره ئې شریک ګړم
په انټر نټ کي داسي لیکل شوي دي چه :
دوکتور غلام فاروق اعظم (۱۳ د دېسمبر، ۱۹۴۳ ز. - ) (په انگرېزي: Ghulam Farouq Azam) د افغانستان د سوله ايز بدلون د ټولنې مشر او د افغانستان د ښوونې او روزنې او د کډوالو د چارو پخوانی وزير دی. هغه دافغانستان د مطالعاتو د مرکز مشر هم پاتې شوی. نوموړی د لندن په پوهنتون کې د اوبو د کشالو د څېړونکې ډلې غړی، د پښتو ژبې شاعر او په انگرېزي، عربي، پښتو او پارسي ژبې ليکوال هم دی.

مخينه

زده کړې

هغه د کابل پوهنتون د اقتصاد له پوهنځي نه لېسانس اخيستی بيا يې په لېبنان کې د امريکا د بېروت له پوهنتون نه د ساينسي علومو په څانگه کې ماسټري ترلاسه کړې. تر دې وروسته يې برتانيې د لندن له پوهنتون نه د اوبو سرچينو د رغونې په څانگه کې دوکتورا اخيستې. همداراز يې د مصر په الازهر پوهنتون کې د عربي ژبې او حديث زده کړې بشپړې کړي.

درنښت


mala janan
12.12.2019

ښاغلو او اغلېو کتونکو او لوستوونکو ، سلام او ښې هیلي
حلیمي صیب کښلي وه چې :
[color=darkred:d71939368b] «هغه د کابل پوهنتون د اقتصاد له پوهنځي نه لېسانس اخيستی بيا يې په لېبنان کې د امريکا د بېروت له پوهنتون نه د ساينسي علومو په څانگه کې ماسټري ترلاسه کړې. تر دې وروسته يې برتانيې د لندن له پوهنتون نه د اوبو سرچينو د رغونې په څانگه کې دوکتورا اخيستې. همداراز يې د مصر په الازهر پوهنتون کې د عربي ژبې او حديث زده کړې بشپړې کړي.»
[/color:d71939368b]

حلیمي صیب ! د کابل د پوهنځۍ په زدکړو کي خبره نده شکمنه ، د لیبنان په درس او د انګلستان په درس کي خبره ډوبه ده ، د انټرنت په یوه پاڼه کي یی کښلي چې په لیبنان کي یی زراعت لوستې دی ، او د انټرنیت په بله پاڼه کې کښلي چې: «په ساينسي علومو په څانگه کې ماسټري ترلاسه کړې»
حلیمي صیب ! که ته د لیبنان امریکایی پوهنتون و ویب پاڼي ته ولاړ سې https://www.lau.edu.lb/study/graduate.php
هلته به ووینې چه د ساینسي علومو په ټایټل یانوم کورس نه لري
حلیمي صیب له تانه دا پښتنه کوم چې کومه خبره صحت لري ، زراعت او که ساینسي علومو څانګه? او دوهمه پوښتنه دا رنګه راولاړېږي چې : د ساینسي علومو څانګه یعني کوم د ساینس مضمون ؟ کیمیا ، فزیک ، هندسه او که بیولوژی .... چې همدا ساینسي علوم دي ، نو فاروق اعظم په کوم مضمون کي ډیګري اخستې ده ؟ . « ساينسي علومو په څانگه کې ماسټري ترلاسه کړې» یعني د ساینس په پنځو مضامینو کي ماسټري لري ، که همداسي وي ، خو د لبینان پوهنځۍ د پنځو ساینسي علومو په نوم د ماسټرۍ کلاسونه نه لري .

قضاوت ستاسو ته پرېږدم.

راځم د لندن پوهنځۍ زدکړو ته
ما (جانان ) شخصاً د لندن پوهنتون ته تلیفون وکړ ،هلته د غلام فاروق په نوم شخص phd سرچ ندی تر سره کړی ، ۱۰۰% ده چې :غلام فارق اعظم ، ندی صاحب د phd ، غلام فاروق اعظم یو متقلب سړی دی !!
حلیمي صیب ، بیا کښلي چې : همداراز يې د مصر په الازهر پوهنتون کې د عربي ژبې او حديث زده کړې بشپړې کړي

حلیمي صیب ، زه وتاته احترام لرم ، اما ، تاته ضرور ده چه داسي درواغونو او تقلب ته خلګ ترغیب او تحریک نه کړې .

الازهر پوهنتون ډیګري به یی افتخاري وي ؟؟؟ !!!! او یا دا هم امکان لري چې :د الازهر ډګري به سید احمد جیلاني ورکړې وي ولي چې پیر په تقلب کاري کي ماسټر و (د تقلب په لاري د پیری مقام تر لاسه کړی و)

پتنګ صیب یو وقت د غلام فاروق اعظم لیکني ټول افغان ته پورته کولې
او د متقلب و فکر او نظریاتو ته یی افغانان تحریکول !!!



ع کريم حليمي
15.12.2019

محترم او مکرم جانان صاحب ، سلام او ښې هیلي مي ومنه !

محترم جانان صاحب ، زه په هیڅ صورت له تاسو سره کوم مخالفة نه لرم
او د فاروق اعظم وکیل مدافع هم نه یم ،
داچه تاسو د یو فرد public figure په بابت لیکنه کړېده ، تاسو داحق لری ، او یو ستر خدمت دی و افغاني ټولني ته ،زه ستاسو قدر دانی کوم ، په عینی وخت کي خپل اخلاقي او مدني مسولیت ګڼم چه دا تحقیق وکړم ، چه ایا ستاسو وړاندی کړي معلومات لایق د لوستو دي او که تنها ستاسو شخصي او انتقام فردي ،یا تنها خپله خاطر راضي كېدل دي ، او که مطلب مو عامه حفظ النظام دی
نو په دغه سبب !!
ما پخپله بشپړه څېړنه وکړه ، او د لندن پوهنځۍ ته مي تلیفون وکړ
هغه نمره چه تاسو لیکلې وه سر چپه لیکل شوېده ، ما دا د تلیفون نمره د ګوګل ماپ له لاري پېدا کړه ، و لندن یونیورسټۍ ته مي تلیفون وکړی ، او هغو راته وویل چه زمونږ یونیورسیتي د ډاکتری کلاسونه نه لرو ، داسي مي وپهمول چه لندن یونیورسټي داسي یو نوم دی لکه کابل پوهنځی ، چه کابل پوهنتون بیا جلا جلا پوهنځۍ لري ، نو فاروق اعظم خپل د ډاکترۍ د ډګری معلومات هسي پاشلي دي ، یو ډاکتر چه ډګري ولري نو خامخا پوهیېږي چه د پوهنځۍ نوم په صحیح او څرکند ډول ولیکي ،
نو ددغه پاشلي معلواتو په سبب ، زه پر محترم او منلي فاروق اعظم صاحب ږغ کوم چه د هغي پوهنځۍ نوم د خپل فیس بوک او یاlinkedin د اکاونټ له لاري خپور کړي او یا linkedin اکاونټ معلومت تصحیح کړي ، او د خرابۍ مخه ونیول سي
او جانان صاحب ! هو هغه لینک د بیروت چه تاسو ایښی وو ، هلته ورغلم ، د ساینسي علومو په نوم کومه ډیګري نه وه ، البته د زراعت کلاسونه ئې درلودلل .
همدا زما نظر دي د فاروق اعظم صاحب په اړه

زه له محترم او مکرم د ټول افغان تکړه لیکوال او دانشمند ورور نعیم سادات صاحب نه خواهش کوم چه دلته یو علمي نظر ښکاره کړي د تقلب او تقلوبي ډګرۍ په باب ، او زموږ د لوستونکو فکرونه نور لا هم را روښان کړي

درنښت


mala janan
19.12.2019

سلام او احترام حلیمي صیب ، درنو لوستونکو وړاندي کوم خدای پاک دي وکړي چې ښه صحت درلودونکي به یاست .

حلیمي صیب مننه کوم چه زحمت دي کړی او تلیفونو دي کړي ، بلې زه هم متوجه وم چه د لندن د پوهنځۍ نمره مي معکسه کښلې وه ، ډېره هڅه مي وکړه چې دا نمره راسته ولیکم ، مګر په راسته لیکلو يي نه شوم موفق .
حلیمي صیب ! دا جهادي مشران چې وطن ته راغله ؟! د درواغ ویلو او د غلا ټایټلونو سره راغله ، ښه نمونه يي فاروق اعظم دي ، پاکستان کي د آی ایس آی له خوا و فاروق اعظم ته د ډاکترۍ ټايټل ورکړه سو ، او داسي سل نوري ناروا
دغو ناروا کړونو په لامل زمونږ ټولني د ښار ناپورسان فرهنګ خپل کړی
نو فاروق اعظم ډاډ من سو ، چه ملک ښارناپورسان دی ، نو ټایټلونه يي د ځان له پاره انتخاب کړه ( احادیت او عربي یې په الازهر کي لوستې، ساینسي علوم يې په لیبنان کي ، او ډاکتري يی په لندن کي )او ملک مو ښه په مزه ښارناپورسان سو ، نو د دې کار پیروي یي وکړه ، اوس بیا chairman at movement for peaceful transformation of afghanistan
ما ته دا سوال په فکر کي راګرځي ، دا څرنګه چېرمین دی او دکومي کومېټې له خوا فاروق اعظم ceo تعین سو ؟؟، او کومو خلکو دی چېرمین کړی ؟ ؟
او افغانستان خو یو جمهوریت دی ، نور خو د کودیتا او په زور ارګ ته ننوتلو عصر ندي ، دا څوهم ځل دی چه یو رئیس جهور دوره خلاصیږي او بل منتخب رئیس په امن او امان و ارګ ته ځی ، نه پوهېږم چې فاروق اعظم څه شکل peaceful transformation غواړي ؟؟؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more