اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
که باران غواړئ نو د الله پاک اطاعت وکړئ:
Mazharee
25.01.2019
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ - رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ - أَنَّ النَّبِيَّ - صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ - قَالَ: " «قَالَ رَبُّكُمْ عَزَّ وَجَلَّ: لَوْ أَنَّ عَبِيدِي أَطَاعُونِي لَأَسْقَيْتُهُمُ الْمَطَرَ بِاللَّيْلِ، وَأَطْلَعْتُ عَلَيْهِمُ الشَّمْسَ بِالنَّهَارِ، وَلَمْ أُسْمِعْهُمْ صَوْتَ الرَّعْدِ» ". رَوَاهُ أَحْمَدُ.
ژباړه: د ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دئ چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: الله پاک فرمایلی دی: که زما بنده ګان زما اطاعت وکړی نو زه به دوی د شپې په باران باندی اوبه کړم او د ورځی به لمر ورباندی را وخیژوم او د تندر ږغ به په دوی باندی وانورم.
یعنی که زما بنده ګان زما عبادت وکړی نو زه به دوی ته داسی ښه باران ورکړم چی د شپې به ورباندی باران ووری خو د ورځی به لمر ورباندی راخیژی او هیڅ قسم ویره به پداسی باران کی نوی.
ع کريم حليمي
28.01.2019
گران او ماته مكرم ورور مولوي مظهري صاحب ، سلام او احترام !
كرانه وروره ! مطر هغه كلمه ده چه قرآن كي راغلې دہ او د عذاب په معنى كارول سوېدہ ، البته ماء
يقول تعالى ( وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهِمْ مَطَرًا فَانْظُرْ كَيْفَ كَانَ [color=red:dfe5d642b7]عَاقِبَةُ الْمُجْرِمِينَ [/color:dfe5d642b7]
كه دغه حديث لږڅہ راته تشرح او واضح كړى ،
مطر په لغت كي او غيث په لغت کښي او ماء په لغت كي څه ته ويل كيږي
تاسو وایاست چه عبادت او ( [color=red:dfe5d642b7] أَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً[/color:dfe5d642b7]) سره تړلی دي ؟؟؟
مطلب دا دى چه كوم قوم چه د الله ج عبادت نه كوي پر هغوى له اسمانه اوبه نه رااوري ؟؟
درنښت