د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د ستر خوشحال بابا توهين کېږي!

larghonay laraway
17.12.2018

د ستر خوشحال بابا توهين کېږي!
انتقادي ليکنه

لومړۍ برخه

که له هېواده ډېر لري ورک مسافر نه وای نو همدغلته به مې د سمينار او دېوان والاوو سابه په مالګه کړي وای خو څه وکړم چې بدې ورځې راورک کړی يم.

دا لومړی ځل نه دی چې زمونږ يو شمېر ليکوالان په شعوري يا غير شعوري توګه د ستر خوشحال بابا توهين کوي بلکې تر دې وړاندې هم شوی دی.
څو کاله وړاندې د تاريخ مرصع نه دوه مخه او درې مخه متنونه راوويستل شوه او د وصيت نامه، خټک نامه، هندوکوهنامه، نورنامه او ګلنامه په نامه چاپ شوه او داسې وښودل شوه چې دا ګنې زړې موندل شوې قلمي نسخې دي. وا د خدای په پار نو هغه نسخې تر اوسه کومه دي؟
په همدې موضوع په الفت مجله کې يو چا ليکنه هم پرې کړې وه فکر کېده چې د بابا د توهين لړۍ ته به نور د پای ټکی کېښودل شي خو دا دی بيا يې توهين وشو او ستر توهين!
دا ځل د بابا جعلي نسخه د افغانستان د علومو اکيډمۍ له خوا د دې وران او وږي هېواد په پنډونو پيسو چاپ شوه او داسې ښودل کېږي چې دا ګنې د بابا په قلم ليکل شوې ده.
د نوې جعلي چاپ شوې نسخې په اړه زما دلايل:
۱- يو شاعر هيڅکله هم دا نه وايي چې نور زوړ شوم بايد شاعري ونه کړم. نو په جانکوړه کې بابا ولې يو شعر هم نه دی ليکلی؟ په داسې حال کې چې اکثره پوهان وايي چې بابا په جانکوړه کې ډېره شاعري کړې ده خو ورکه ده. نو که د افغانستان د علومو اکيډمۍ له خوا دا نوی ديوان جعلي نه وي او بابا په خپل لاس په جان کوړه کې ليکلی وي نو يو دوه شعرونه خو به په کې زيات شوي وو کنه!
۲- په نوي ديوان کې حتی (ياګانې) غلطې دي او همدا غټه دعوه ده چې د افغانستان په پښتو اکيډمۍ کې موجوده نسخه له دوو حالاتو خالي نه ده.
الف: يا خو همدلته په کابل کې د بابا د چاپ شوي ديوان له مخې په کوم خطاط ليکل شوې ده او يوازې (ئ) يې په کې غلطه کړې او يا
ب: نسخه له جانکوړې راوړل شوې خو نرمې (ی) ته په کابل کې په کوم خطاط باندې په سر همزه ورکړل شوې او همزه لرونکې (ئ) يې ترې جوړه کړې ده.
دا د (ی) ستونزه او کشمکش هم کومه نوې خبره نه ده. معصوم هوتک لګيا دی په خپل ټول وس او توان سره په زړو ديوانونو کې ګوتې وهي او سيمه ييزه لهجه په کې ثابتول غواړي چې دا هم له همغو هڅو يوه ده.
نو په دې کار سره به کومه لاسته راوړنه ونه لري خو يوازې د پښتو د نابغه شاعر بابا خوشحال خان خټک توهين يې کړی او هڅه يې کړې چې هغه ډېر کمزوری او له ليک لوست سره نا اشنا ثابت کړي. ځکه چې خوشحال بابا له دومره عظيمې شاعرۍ او نثر ليکنې سره دومره ضعيف هم نه ؤ چې د نرمې يې او همزه لرونکې يې توپير دې ونه کړای شي.
دا څنګه ومنو چې په يوه غزل کې همدا يوه نرمه يې په دوه ډوله املاء وليکي. تاسو وګورئ، کابل علومو اکيډمۍ دا شعر څنګه مسخه کړی دی:
کۀ د نظم، کۀ د نثر، که د خط دئ
پۀ پښتو ژبه مې حق دى بې حسابه
د همدې يو بيت د لومړۍ مصرعې په پای کې همزه داره (ی) يعنې (دئ) ليکل شوی خو د دوهمې مصرعې په منځ کې بې همزې (حق دی) ليکل شوی دی. په داسې حال کې چې بابا که (دی) په همزه هم ليکلو نو دومره کمسواده به نه ؤ چې يو وار يې په همزه داره او بل وار په همدې يوه بيت کې بې همزې وليکي. دا د جعل او لاسوهنې ښکاره ثبوت دی. او يا دا چې دا نسخه د بابا لاس ليکلې نسخه نه ده.
۳ـ ستر ليکوال او څېړونکی علامه عبدالحی حبيبي چې په څېړنو کې نوم لري او تر دې دمه يې چا ځای نه دی نيولی او هغه د خوشحال خان خټک ديوان چاپ کړی دی خو امانت ساتنه يې په کې کړې ده. د افغانستان پښتو اکيډمۍ د بابا د نوي چاپ دېوان نه دا معلومېږي چې:
الف: يا خو دا دېوان جعل شوی دی او حبيبي صاحب په حقه ؤ او دی.
ب: يا خو حبيبي صاحب جعل کړی او د بابا د نسخو خلاف ګوتوهنې يې کړې دي. چې په دې سره به خدای مه کړه په علامه حبيبي هغه نور لګيدلي د جعل تورونه هم رښتيا شي. خو فکر نه کوم چې هغه دې داسې خام کار کړی وي.
۴- له کومه وخت چې په افغانستان کې پښتو ټولنه او بيا د علومو اکيډمۍ جوړه شوې تر دې دمه پورې ډېر پياوړي او قوي څېړونکي په کې تېر شوي نو هغوی څنګه دومره بې غوره وو چې د خوشحال بابا د خپل لاس ليکل شوې قلمي نسخه د دوی په کتابتون کې موجوده وه او دوی نه چاپوله؟ په داسې حال کې چې په قلمي نسخو او څېړنو پسې همداسې مړه مړه وو. نو دلته بيا هم دا شک پيدا کېږي چې:
الف: يا خو دا نسخه هغوی پېژندلي وه چې کوم قبايلي ورور د ګټې وټې په خاطر په کوم خطاط ليکلې او راوړې ده.
ب: يا دا چې هلته دا نسخه صحيح وه او علامه حبيبي چې کوم دېوان چاپ کړی همغه د دې نسخې له مخې چاپ شوی او سم دی.
ب: يا دا چې په نسخه کې وروسته د کوم ماهر خطاط په واسطه ياګانې قصدا غلطې شوي او جعل شوې دي.
۵- (اوسنی چاپ شوی ديوان له نورو سره هيڅ توپير نه لري. يوازې د يکي يوې (ئ) لپاره يې چاپ کړی دی. ښه خو يوه مقاله به يې پرې ليکلې وه نو تر دې خو شل نورو مخکې همدا هوبهو غزلې او څلوريځې چاپ کړې دي کنه!
۶- د نسخې ليکونکی او چاپوونکی له یو سره دعوه کوي چې دا نسخه مې د باړه ګلۍ د رسم الخط مطابق چاپ کړې ده نو تاسو ووايئ چې د باړه ګلۍ په سمينار کې کله داسې فیصله شوې چې نرمه (ی) به کله په همزه ليکو او کله بې همزې. په داسې حال کې چې غږ يې دواړه ځايه يو ډول وي؟
په ټوووووووووووووووووووووووووووول دېوان کې يې نرمه (ی) کله په همزه او کله بې همزې ليکلې ده. نو انصافداره خو بيا به دې ټوله يو خېل کړې وه هره يوه چې ستا خوښه وه.
له يوې خوا وايي چې پير روښان يو حرف په بل نه سوراوه او مونږ يې مريدان يو او له بلې خوا په يوه غزل يا يو بيت کې عين (ی) کله يو ډول او کله بل ډول ليکل شوې ده چې دا نو بېخي بارا نادودې او د ستر بابا توهين دی.

غوښتنه: که غواړۍ چې د بابا توهين ونشي نو د کومې نړيوالې ادارې له خوا دې د بابا د همدې نسخې ارکيالوجيسټيک ټيسټ وشي څو معلومه شي چې له سېره څو پخېږي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more