اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
عيد الفصح به زمونږ نوروز پیکه نه كړي
ع کريم حليمي
18.02.2018
سږ نوی شمسي کال نوی کيږي ،افغانان هم لكه نور ملتونه د د نوروز ورځ د فرہنګ تر چتر لاندي لمانځي ، خو داسي پيښه ده چه نوروز او د مسيحيانو عيدالفصح هم د نوروز په ایامو کي د عيسويانو له خوا د مذهبي عقيدې له نظره لمانځل كيږي
زما مطلب له همدغه ليكني نه دا دی چه : چه عيد الفصح لمانځل او نوروز په هيڅ شکل د اشکالو مشابهات نه لري ، نوروز يو فرهنگي لمانځنه ده او عيد الفصح د عيسويت او ترسايانو او يهودو اخترونو د ورځو لمانځنه ده
البته مسلمانان د عيد الفصح له لمانځلو نہ منع سويدي ، اما د نوروز د ورځو له فرہنګي لمانځني نه ، ندي منع سوي
د نوي کال د رارسېدو نه مخكي مخكي تاسو ټول افغان ته مباركي وأيم (نوی کال مو نیکمرغه )
درنښت
ع کريم حليمي
19.02.2018
درنو او محترمو لوستونكو ، السلام عليكم او ښې هيلي
د هري جغرافيې انساني ټولني ځان ته سیاسي ، عنعناوي او مذهبي د خوښۍ ورځي لري او لمانځل ئې يو حق مسلم دی
اما ! موږ لپاره د عيد المشركين " (عيد فصح عيسوي ) لمانځل د عقیدې سر ټکر او خطر دی
موږ ته ئي عرفاً او شرعاً د لمانځلو حق نشته . عیسویان د نوروز په ورځو کښي عید الفصح د هگيو په رنگولو لمانځي چه دغه ئي عرفي شكل دی ، او عقيده ئې دادہ چه : عيسیٰ صلب سو او ووژل شو او پسله درو ورځو مرګ او مړني بيرته راژوندی شو
دا داسي يو اختر دی چه شخصاًعيسیٰ هم نه دی لمانځلی يعني دا اختر دعيسوي ملاُ له خوا جوړ شوی لکہ کریسمس چه جرمن او د ألمان خلگو جوړ کړی
په داسي حال كي كه يو مسلمان دا عقيدتاً ومني چه عيسى وژل سوی دی او بیا دوهم ځل راژوندئ شو ، نو مسلمان د كفر و دایرې ته ور ولوېدلی
راځم دې خبري ته چه نوروز هيځ مذهبي ريښه نه لري نه د عيسى او نه د موسی .
د مذهب او شريعت له نظره خو هیڅ وجه مشترک نه لري ، یوه وجه لري هغه داده چه نوروز او عيد المشركين (عيد الفصح ) په يو هفته كښي واقع کیږي
داچه شيخ الاسلام له ايران سره سياسي دښمني پالي ، نو دا چه داسي پېښہ دہ چه نوروز او د مشركينو اختر دواړہ په شمسي نظام په حساب كي درج دي هميشه به سره تقريبي يو ځای وي
نو له دغه حالت نه شيخ الاسلام سوء استفاده كوي
په مقابل كي څوک یا د پنځم مذهب لاري خلګ د یو مړہ او شہید په نامه كومه جنډہ پورته كوي ، د نرم مهارت له لاري مبارزه مو يو حق مسلم دی او د تاوده شكل مبارزه ناروا كړنه ده
نوټ : بېله سعودي او افغانستان نه ، نور په ټول إسلامي او عربي هيوادونو كښي عيد الفصح د نوروز په ورځو کښي لمانځل کيږي د عیسوي مذهبو له خوا ، او په ايران كي ايرانيان يو اختر لري چه تاريخ ئي ۱۸ ذوالحجه تقویم قمری درج کړی ، چه دغه عيد غدر د شريعت له نظر مردود او بدعت دی
درنښت