نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
عطاء محمد نور د ولسواكۍ د نظام او كوډونو سرہ اشنایي نه لري
ع کريم حليمي
24.12.2017
عطاء محمد نور د ولسواكۍ د نظام او كوډونو سرہ اشنایي نه لري :
په لوی لاس ئي ځان و بلا ته په پلاس وركړی ، او پخپله ئي ځان مجرم کړ !
په ولسواكي نظامونو په دستور ملي عوام خلك د خبرو أزادي تر هغه حد پوري لري يعني د عمل تر سرحده أزادي لري په داسي انداز : چه د ازادۍ تر نامہ لاندي تشدد ته تشويق او بلنه او شعار ور نكړي
اما سياست وال او مأمورين بيا د چوكۍ پر سر چه ناست وي د بيان له ازادۍ محرم وي
د ازاد بيا حق نه لري تنها به په سياسي ژبه ږغيږي او د سیاسي چوکۍ به مقدسه ساتي
ملي خلك كولی شي چه سرچوك و دريږي او نعرې او چغاري ووهي چه دا حكومت نړوم او له منځه ئي وړم ، اما د دولت ، او مرکزي حكومت سياست وال د حكومت د چپه كېدو تظاهر حق نه لري اما سياست وال او مامور كولي سي چه د اصلاحي ريفورم تر عنوان لاندي خبري او نظر څرګند کړي چه وظيفةً دا حق لري
عطامحمد نور اوس مجرم دی ?? . زما په نظر په دننه افغانستان كي داسي يو لايق او ښایسه وكيل مدافع وجود نه لري چه عطامحمد نور دي بي گناه ثابت كړي
درنښت
ع کريم حليمي
12.01.2018
درنو لوستونكو تاسو ته لمړئ سلام او احترام
د مځکي پر مخ په ولسواكي ټولنو کښي هيڅ فرد تر دستور او شریعت لوړ نه بلل كيږي او نه به لوړ سي تر قانون او شريعت
هر فرد چه له دستور نه سر لغړوي جرم کوی ، داکه رئيس جمهور وي او كه سر كاتب وي
هر د دولت مأمور چه كوم امر يا فرمان صادر كړي ، فرمان بايد د قانون سره په ټکر کي نه وي يعني قانون به نه نقضوي مثلاً كه د ملك رئيس جمهور فرمان صادر كړي او فرمان ئي د قانون ياشرعت او يا له معروفو عنعناتو سرہ په ټکر کښي وي ،
د ټولني پر سړیو او مأمورينو فرض اولازمه ده چه د رئيس جمهور له لاسه عرض وكي سترمحكمې ته ، او د ستري محكمې و فيصلې غاړہ کښيږدي ، كه ستره محكمه مخالفه فيصله وكړہ پس نو د رئيس جمهور امر لغوه دئ او كه محكمه موافقه سوه له فرمان سره ، پس نو فرمان به عملي كيږي
محترم عطا نور صاحب ، تر دې لہ مخه چه بلوا گر كيږي لمړئ د د رئیس جمهور فرمان ستري محكمي ته واستوي او پر ارګ دي عرض وكړي کہ محكمه مخالفه سوه له ارگ سره
نو بيا به ارگ خپلي توف كړی ناړی اخلي و خولې تہ
او کہ سترہ محکمه موافقه سوه له ارگ سره پس نو فرمان به عملي كيږي
کہ لہ بلي هري لأري نه كار اخستل كيږي نو دا لار بہ توپک سالاري او بلوا بلل کیږی
او بلوا جرم دی او جرم جزا لري
درنښت
ع کريم حليمي
24.03.2018
درنو لوستونكو سلامونه او ښې ہيلي !
آغا عطاء محمد نور د بلخ پخواني والي پسله ډېر پورته او كښتہ کېدلو بيا هم خلع سو او چوكۍ ئې تحویل کړہ ! چه دا يو ښہ کار ګڼل کیږي
کلہ چہ ئې چوکۍ تحویل کولہ نو دا ئې ويل چہ د ارګ سرہ و توافق تہ ورسېدلو .
اوس نو محترم عطاءمحمد نور او شفیع عیار دواړه داسي وايي چه موږ میدا وګټلی ،
دلته خبره د گټلو او بایللو نستہ ، بلکي اصطلاح داسي ده چه مقرر سو او يا وايو چه فلان برترفه سو ، نو محترم عطاء محمد نور اخير هم برترفه سو
اوس به راسو دې خبري ته چه : محترم عطاء محمد نور غوښتل څه ؟ يو څو رٸیسان او دوہ وزیران مقررولو كښي د عطاء محمد نور كومه نفع سته ؟
د افغانستان د حكومت نظام خو يو داسي نظام دی لکہ د امریکا سیاسی نظام ، وزيران يي هيڅ صلاحيت نه لري ، ټول قدرت او صلاحيت د رئيس جمهور سرہ دی
پس د يو يا دوو وزيرانو مقرري و عطاء محمد نور ته كومه گټہ لرلی شي ۔؟؟
او و ملت ته كومه گټہ ؟
يوې ټولني ته ، او یوه حكومت ته ، و يو فرد ته بهترينه او ستره گټہ ، پر دې جہان اقتصادي گټہ سترہ ګټہ دہ ،!!!! د مزار شریف ، او د افغانستان خلكو ته كومه كټه ورسيدل ؟؟؟؟
هر مدني حركت چه گټہ و نہ لري ، نو هر بې ګټي مدني حركت ته تاواني او خسارمند حركت ويل كيږي ، ولي چه د داسي مدني حركتونو بيعه ملت پرې کوي ، او حزب ته هيڅ اقتصادي تاوان نه رسيږي
درنښت