اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د عقائدو حقيقت أو اهميت
ع کريم حليمي
29.11.2017
د إنسان د ټولو افعالو أو أعمالو أو حركاتو محور د إنسان خيالات دي ، همدغه شيان دي چه داشيان إنسان يا ښه كوي أو يا ئې خرابوي ، دا عام خيالونه په حقيقت كښي دده په يو څو پخوا او غير متزلزلو أو يقيني اصولي خيالونو مبني أو قائم دي چه همدې أصلي او اصولي خيالاتو ته په اصطلاح كښي عقائد وائي ، داهغه نقطه ده چه د همدې نقطې څخه د انساني عمل هر خط وزي أو جلا كيږي ، أو په همدې نقطه د إنسان د ژوندانه د دايرې هر خط ختم كيږي ، زموږ ټول افعال أو حركات زموږ د ارادې تابع دي ، زموږ د ارادې محرك زموږخيالونه أو جذبات دي ، أو زموږپه خيالاتو أو جذباتو زموږ داخلي يعني په موږكښي دننه عقائد حكومت كوي ، په عامو خبرو آترو كښي زموږ په خپلو منځو كي له دغو شيانو څخه په (زړه) تعبير كوو
د اسلام معلم موږته داښوولي دي چه د إنسان په ټولو غړو أو أعضاوو كښي دده زړه دنيكۍ أو بدۍ كور أو مركز دی ، ده ويلي دي : ((أَلا وَإِنَّ فِي الْجَسَدِ مُضْغَةً إِذَا صَلَحَتْ صَلَحَ الْجَسَدُ كُلُّهُ, وَإِذَا فَسَدَتْ فَسَدَ الْجَسَدُ كُلُّهُ, أَلا وَهِيَ الْقَلْبُ))
[أخرجه البخاري في الصحيح] كتاب الإيمان
ترجمه : د إنسان په بدن كښي د غوښي يوه ټوټه ده ، كه هغه سمه سوه نو ټول بدن سم دی ، او كه هغه فاسده سوه ، نو ټول بدن فاسد سو ، "هو" هغه ټوټه زړه دی ٠
له سِيرة النبي له كتاب نه
نور بيا
ع کريم حليمي
30.11.2017
قرآن پاك د زړه (قلب)درې كيفيتونه بيان كړيدي او د ټولو لمړی د ( قَلْبُُ سَلِمُُ ، سلامت روغ زړه ) يعني هغه زړه چه ځان له گناه څخه پاك ساتي او د سلامتيا په لار روان وي٠
بل د دې زړه مقابل (قَلْبُُ اَثِيْمُُ ) ١ گنهگار زړه ، يعني هغه زړه چه د گناهونو لار خوښوي ، او دريم (قلب منيب) رجوع كوونكی زړه يعني هغه زړہ چه كه كله دسمي لياري څخه بې لیاري هم سي نوفي الحال د نيكی او حق لياري ته رجوع كوي ، لنډه داچه داټولي نیرنګۍ له دې بېرنګه موجود څخه چه په اصطلاح كښي د زړه په نوم ياديږي راپيدا كيږي ، زموږ د اعمالو هر محرك زموږ د همدې زړه اراده او نيت دی ،دهمدې قوت په اثر
زموږ د اعمالو ماشين چليږي [color=blue:12c25d768b]لكه حضرت محمد ص چه ويلي[/color:12c25d768b]
إنَّما الأَعمالُ بالنِّيَّات : دټولو كارونو دار و مدار په نيت پوري دی
نور بیا
ع کريم حليمي
01.12.2017
[size=18:cb2f8cca29]همدا مطلب حضرت محمد ص په نورو الفاظو داسي ادا كړی او بيان كړی دی [/size:cb2f8cca29]
وَإِنَّمَا لِكُلِّ امْرِئٍ مَا نَوَى. فَمَن كاَنَتْ هِجْرَتُهُ إلَى دنيا يُصِيبُهَا أَوْ امْرَأَةٍ يَنْكِحُهَا; فَهِجْرَتُهُ إلَى مَا هَاجَرَ إليه
ترجمه : د هر چا د كار نتيجه هم هغه ده د كومي چه هغه نيت كړی وي ، نو د چا هجرت غرض چه د دنيا حصول يا د كومي ښځي په نكاح اخستل وي نو د هغه هجرت د هم هغه كار د پاره دی ، د کوم کار د پاره چه هغه هجرت وكړ ([color=green:cb2f8cca29]يعني له دغه هجرت څخه به هغه ثواب په برخه نه سي )[/color:cb2f8cca29]
نن هم د نفسيات علم په ښکاره ډول دا حقيقت ثابت كړی دی چه د انسان د عملي إصلاح د پاره ، اول د هغه قلبي او دماغي إصلاح ضرور او لازمه ده ، او كوم شی چه د انسان په زړه او اراده حكومت كوي ، هغه شی د انسان خپله عقيده ده ، نو په دېصورت كښي د صحيح او صالح عمل د پاره دا خبره ضروري ده چه اول موږ د يو څو صحيحو اصلو داسي تصور وكړو چه هغه زموږ په زړہ كښي ځای ونیسي او د هغو څخه يو غير مشكوك يقيني او يوه غيري متزلزله عقيده جوړه سي او موږ د دغه صحيح يقين او ټینګي عقيدې په رڼا كښي خپل ټول کارونه تر سره كړو
نور بيا
ع کريم حليمي
02.12.2017
لكه څنګه چه د اقليدس(١) كوم يو شكل بې د يو څو موضوعه او متعارفو اصولو د منلو څخه نه جوړېدلای او نه ثابتېدلای سي ، همدغه واز د انسان هيڅ كوم يو عمل تر هغې نه سي صحيح كېدلی تر څو چه د هغه د صحت د پاره هم موږ اول يو څو موضوعه أصول ونه منو ٠
په ظاهر كښي موږته په خپلو ټولو چارو كښي خپل عقل لار ښوونكی ښكاري ؟! ليكن كه تاسو لږځیر سی نو دا حقيقت به درته څرګند سي چه زموږ عقل هم آزاد نه دی
بلكه زموږ عقل زموږ د زړه د يقين او ذهني رجحاناتو او اند دروني جذباتو په ځنځیرونو كښي گير او نښتی دی او همدا سبب دی چه موږ د خپل دې گير او بندي او محبوس عقل په ذريعه د خپل زړه په خيالاتو او اند دروني جذباتو نه سو غالبېدلای
او نه د عقل په ذريعه موږ دغه شيان په خپل قابو او قبضه كښي راوستلای سو ، او كه موږخپل عقل قبضه او قابو كښي راوستلای سو نو يوازي د زړه دصحيحو يقيناتو او يو څو مضبوطو دماغي او ذهني تصوراتو په ذريعه ئې په قبضه او قابو كښي راوستلای سو همدا سبب دی چه قرآن مجيد تل په لازمي ډول د ايمان ذِكْر د عمل صالح د ذِكْر نه وړاندي كړی او بې له ايمان څخه ئې هيڅ كوم يو عمل د قبول وړ نه دی ګڼلی او دا ځکه چه د عدم او نشتوالي په صورت كښي د زړه ارآده او خصوصاً هغه مخلصانه ارآده چه د ښه عمل دار او مدار په هغي ارآدې پوري مربوط دی هم معدوميږي او له منځه ځي
(١) مشهور فيلسوف د هندسې دعلم متبحر
نور بيا
ع کريم حليمي
02.12.2017
عبدالله ابن جدعان يو قريش ؤ د جاهليت په زمانه كښي ئې ډئر ښه كارونه كړي وه مگر سره ددې ټولو ښوكارونو دی مشرك ؤ ، ددې شخص په نسبت يو وار حضرت عايشې (رض) د حضرت محمد (ص) څخه دا پوښتنه وكړه چه : یا رسول الله ! عبدالله ابن جدعان چه كوم نيك او ښه كارونه كړي وه ، دهغو ثواب به هغه ته وركړ شي ؟
حضرت محمد (ص) ورته په جواب كښي ورته وويل " يه اې عایشه" او داځکه چه ده په دې دومره موده كښي يوه ورځ هم دا ونه ويل چه اې الله ته په قيامت كښي زما ګناہونه وبخښه (١)
(١) Ibn Abi Shaybah was an early Muslim scholar of hadith. He authored a musannaf work commonly known as Musannaf Ibn Abi Shaybah that is one of the earliest extant works in that genre. Wikipedia
Born:
775 AD, Kufa, Iraq
Died:
August 2, 849 AD, Kufa, Iraq
Parents:
Mohamed Ibn Al Qadhi Abi Shayba
نور بيا
ع کريم حليمي
02.12.2017
د بدر د جبګ په موقع كښي يو ډېدہ مشہور زړه ور مشرك و حضرت محمد (ص) ته راغی او حضرت محمد صلعهم ته ئې وویل چه اې محمد ! زه هم غواړم چه له تاسو سره ولاړسم او ستاسو له خوا ددې دپاره جنگ وكړم چه څه د غنيمت مال او ولجه لاس ته راسي ،
حضرت محمد صلعهم ورته په جواب كي وويل آيا ته په لوی خدای ( الله اكبر ) او د هغه په رسول ايمان لرې ؟ هغه په جواب كښي ورته وويل "يه" حضرت محمد صلعهم ورته وويل چه بيرته ولاړ سه ، "زه له مشركانو مرسته نه غواړم " په دوهم وار دا سړی بیا راغي او خپل هغه لمړی عرض يي تكرار كړ مسلمانان دده د زړه ورتيا د كبله دده په دغه غوښتنه ډير خوشحاله سول او ډيره هيله ئي درلودله چه دی د دوی په لښكَر كي شامل سي ، ليكن حضرت محمد صلعهم بيا هم هغه پوښانه وكړہ چه "آيا ته په خدای او دهغه په رسول ايمان لرې ؟ هغه بيا حضرت محمد صلعهم ته منفي ځواب وركړ ، حضرت محمد صلعهم وهغه ته بيا وويل چه " زہ به له مشرك نه مرسته ونه غواړم ، غالباً د مسلمانانو د شمشير لږوالي او د دې سړي د ډيري زړ ورتیا سره
د حضرت محمد صلعهم د دغي بې پروائي كيفيت د دغه سړي په زړه كښي اثر وكړ
او هر كله چه دغه سړی په درېيم وار بيا حضرت محمد صلعهم ته دغه پېشنہاد وړاندي كړ ، نو حضرت محمد صلعهم روڅخه بيا پوښانه وكړه چه ته په خدای او دهغه په رسول ايمان لرې ،نو هغه ورته وويل چه "هو" او د مسلمانانو د لښكَر په صف كښي شامل سو (٢)
قرآن مجيد د هغو خلگو د كار مثال چه د ايمان څخه برخه نه لري ، د هغو ايرو غوندي ښوولي چه د بادونو څپې ئي د ځان سره وأخلي او فنا يي كړي او هيڅ نخښه او اثر ئي پاته نه سي هم دغه راز د هغه شخص كارونه هم چه ايمان څخه بې برخي وي بې اساسه دي او هيڅ أصل او بنسټ نه لري
بِسْم تعالی : مَّثَلُ الَّذِينَ كَفَرُوا بِرَبِّهِمْ ۖ أَعْمَالُهُمْ كَرَمَادٍ اشْتَدَّتْ بِهِ الرِّيحُ فِي يَوْمٍ عَاصِفٍ ۖ لَّا يَقْدِرُونَ مِمَّا كَسَبُوا عَلَىٰ شَيْءٍ ۚ ذَٰلِكَ هُوَ الضَّلَالُ الْبَعِيدُ (18) سورت ابراهيم
ترجمه : او چاچه د خدای څخه إنكار وكړ د هغه د كارونو مثال د هغو ايرو غوندي دی چه باد او څېلۍ ورباندي راسي هغوی د خپلو كارونو څخه هيڅ گټه نسي اخيستلی همدا د ټولو څخه لويه گمراهي ده
په سورت نور كښي د ايمان څخه د بې برخي خلگو د عملونو مثال په سراب سره وركړ سوی دی ، چه د سراب د وجود حقيقت بې د نظر د فرېب څخه بل كوم زيات شی نه دی
قوله تعالي : وَالَّذِينَ كَفَرُوا أَعْمَالُهُمْ كَسَرَابٍ بِقِيعَةٍ يَحْسَبُهُ الظَّمْآنُ مَاءً حَتَّى إِذَا جَاءَهُ لَمْ يَجِدْهُ شَيْئً
ترجمه : او چاچه د خدای څخه إنكار وكړ د هغه كارونه د هغه سراب غوندي دي چه تږی ورباندي د اوبو گمان كوي ، تر دې چه هر كله هغه ورته نژدې راسي نو په هغه ځای کښي ورته هيڅ شی ښکاره نه سي
(٢) د مصر چاب صحيح مسلم باب غزوات
نور بيا