نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د ګل اغا احمدي وردک په ليکنه يو لنډ نظر
pashton
06.05.2005
د ګل اغا احمدي وردک له ليکنې څخه په ډاګه څرګنديږي چې د ده قضاوت د تاريخي پيښو په هلکه مرموز او په واقعيتونو سترګې پټول دي. ده د افغانستان د وروانيدو او د يو نيم ميليونو شهيدانو پړه ټوله د ثور د ١٣٥٧ کال په کودتا اچولې خو د افغانستان د بربادۍ او کړاوونو اصلي عامل په باره کې چې د د شورويانو ښکاره تجاوز د افغانستان په پاکه خاوره و، هيڅ هم ندي ويلي . ګل اغا احمدي وردک دې خپله حافظه په کار واچوي او د شورويانو په تجاوز دې چې د ١٣٥٨ کال د مرغومې په ٢٦ نيټه ئې د افغانستان په پاکه خاوره کړی و نه هيروي. زه د ګل اغا احمدي وردک او د شورويان د هغو لاسپوڅو نظر يو شان ګڼم چې په دې پلمه چې ګوندې د افغانستان غميزه د ١٣٥٧ کال د غوئې د ٧ نيټې څخه پيل شوې ، غواړي چې د شورويانو تجاوز ته براٌت ورکړي، په هغې سترګې پټې کړي او حتې په تاريخ کې ئې نوم هم ياد نشي لکه څنګه چې ګل اغا احمدې وردک په خپله ټوله ليکنه کې پرې سترګې پټې کړي او حتې د تجاوز نوم ئې هم نه دې ياد کړی.
ګل اغا احمد ي وردک دې په دې پوه شي چې لمر په دووګوتو نه پټيږي. د افغانستان خلکو ته د هغوئ د برباديو او بدبختيو عاملين ډير ښه معلوم دي او نور د چا په بې ځايه تبليغاتو نه غوليږي.
په درناوې
پسرلی پښتون
م ن غروال
08.05.2005
ښاغلۍ پښتون ورور سلامونه ومنئ!
هر څوک که د روسانو له بې شرمانه تيرې څخه سترګې پټې کړي او يا په شکل د اشکالو د برأت کوښښ وکړي هغه د افغان او ټولې نړۍ لپاره د منلو وړ ندي٠ او ستاسو نظر ته زه د احترام په سترګه ګورم اما ښاغلۍ ګل آغا احمدي وردګ ورور د خپلې ليکنې په پيل کي داسي ليکلي دي :
[color=white:f6e6acb9cd](د ۱۳۵۷ هجري لمريز كال د غويي د مياشتې كودتا او د هغه خونړۍ پيښې هر افغان ته د خپل هيواد په سياسي ډګر كې يو تياره او بدمرغه تاريخ ور په زړه كوي او نوموړې پيښه د هغو ټولو ناخوالو، وژنو، خونړيو جګړو او د هيواد د ويجاړتيا بنسټ ګڼي چې په تيرو اووه ويشت كلونو كې ورسره مخ شوی دى.)[/color:f6e6acb9cd]
[color=#444444:f6e6acb9cd][/color:f6e6acb9cd]دلته په ډاګه شويده چې ښاغلي احمدي وردګ ورور د روسانو يرغل غندلۍ دي او د هېواد ټولو غميزو بنسټ يې بللۍ دي٠ لدې امله ستاسو تشويش دده په هکله زما په اند يو سؤتفاهم دي٠
په درناوې
غروال
pashton
12.05.2005
ښاغليه غرواله وروره ! ښې هيلې او نيکې چارې
زه فکر کوم که چيرته موږ د شورويانو تجاوز او د ثور کودتا يو شان وګڼو دا به يو نيمګړی او ناسم قضاوت وي . زما هدف دا نه دی چې ګوندې زه د ثور د کودتا څخه دفاع کوم او هغه يو مثبت ګام ګڼم. د ١٣٥٧ کال د ثور کودتا، د ١٣٥٢ کال کودتا او داسې نورې د افغانستان په تير تاريخ کې کودتاګانې په ډير لوی تاسف سره چې د افغانستان د سياستوالو خپلو اهدافو ته د رسيدو وسيلې وې. داسې ډير پيښ شوي چې افغان سياست وال خپلو اهدافو ته د رسيدو لپاره چې زمينه ورته مساعده شوې، کودتا کړې ده، د محمد داود خان په ١٣٥٢ کال کې قدرت ته راتګ هم يوه کودتا وه خو موږ نه شو کولای چې هغې ته د افغانستان د کړاوونو او د يو نيم ميليونو نه زياتو شهيديدو او د افغانستان د بربادۍ پيل ووايو ، سره له دې چې د داود خان په کابينه کې هم د وخت د شوروي سترو جاسوسانو ښه موقفونه درلودل . خو زما په آند دغه ټولې کودتا ګانې د افغانستان کورني مسايل و او د افغان ولس د نه ستړي کيدونکو مبارزو له ليارې دغه هر څه ته د سمون لارې خپله افغانانو پيدا کولای شوې. خو د شورويانو تجاوز د افغانستان په خاوره باندې بيله مسله ده. دلته يو پردي ملک د افغانستان په خاوره تجاوز وکړ او د دغه تجاوز په نتيجه کې نه يواځې دا چې افغانستان او د افغانستان خلک د بربادۍ او کړاوونو سره مخ شو بلکې د همدغې د ثور کودتا ځيني عاملين چې د روسانو د مستقيمو مداخلو او تجاوز په خلاف وو خپل ژوند ئې د تجاوز په لومړي سر کې له لاسه ورکړ.
نو زه په همدې يوه خبره د ثور کودتا او د روسانو تجاوز سره بيلوم. او هغه دا چې د ثور کودتا يوه کورنۍ مسله وه او د روسانو تجاوز يو بهرنی تجاوز و چې دا بيا ټول افغان ولس ته د منلو وړ نه و. هيله مند يم چې زموږ سؤ تفاهم سره يو څه ليرې شوی وي.
په درنښت
پسرلی پښتون
ahmad mushaheed
14.05.2005
پسرلى پښتون صيب!
مهرباني وكړى يو ځل بيا د ښاغلي ګل آغا احمدي وردك مقاله په ژوره توګه مطالعه كړئ نو پته به درته ولګيږي چې هغه نه يواځې د ۱۳۵۷ هجري لمريز كال د غويي كودتا غندلي بلكي له هغه څخه وروسته يې ټولې ناخوالې او بهرني يرغلونه د همدې كودتا زيږنده ګڼلي دي. تاريخ ولولئ درته ثابته به شي چې د شوريانو نظامي يرغل ته هم د غويي كودتا لاره هواره او د همدې موخې لپاره تر سره شوه. مهرباني وكړئ او د ګروموف هغه كتاب ولولئ چې پښتو ته د ( سرې لښكرې په افغانستان كې) تر عنوان لاندې ژباړل شوى چې ښاغلي تره كي، حفيظ امين ، ببرك كارمل او نورو كمونستو مشرانو د ۱۳۵۸ هجري لمريز كال د جدې په مياشت كې د شوروي د نظامي يرغل څخه د مخه څو څو ځلې له شورويانو څخه افغانستان ته د لښكرو د استولو غوښتنه كړي وه؟
بل دا چې دا سمه خبره ده چې د شهيد سردار محمد داودخان د كودتا په لړ كې يو شمير كمونستانو له نوموړي سره مرسته كړې ده خو په هيڅ شكل د غويي له كودتا سره نه پرتله كيږي د ډيرو سياسي شنونكو له نظره د ۱۳۵۷ د غويي كودتا د شورويانو د مستقيمې او مخامخ مداخلې په ترځ كې تر سره شوه او په هيڅ راز ورته كورنۍ كودتا نه شي ويل كيداى او داسې فكر كيږي چې له شهيد سردار محمد داودخان سره ځينې كمونستان هم شوريانو د خپلو راتلونكيو پلانونو د عملي كولو لپاره مرستې ته اړ ويستلي وو. دا ټولې داسې خبرې دي چې تاريخونه پرې ډك دي او تاسو يې لوستلو ته را بولم. بله خبره داده چې د ښاغلي ګل آغا احمدي وردك له ليكنې څخه په ډاګه څرګنديږي چې نوموړي د افغانستان ټولو كمونستانو ته په يوه سترګه كتلي لكه چې ښاغلي غروال صاحب هم اشاره ورته كړې ده. د غويي د كودتا سره جوخت كارمل د تره كي مرستيال اعلانيږي، خلقيان او پرچميان ګډ ګوند د افغانستان د خلكو د ديموكراتيك ګوند په نوم يادوي چې بيا د خپل منځي شخړو، سياسي دريځونو او د شورويانو د غلامۍ د طرز له امله سره بيليږي.
زه نه پوهيږم چې تاسو كومې انګيزې دې ته هڅولي ياست چې د داسې يوې بدمرغه غميزې په دفاع كې مو مټې را نغښتې چې په نړيواله او بين الافغاني سطح رد شوې او افغان وياړلى ولس يې د تاريخ په دې اساس پړاو كې د بدمرغيو په داسې يوه ستر ناورين ور ټيله كړى دى. مهرباني وكړئ او له افغان ولس څخه د خپلو شومو اعمالو بخښنه و غواړئ البته په هغه صورت كې چې د غويي د بدمرغه كودتا له دفاعيانو څخه ياست.
ahmad mushaheed
14.05.2005
:lol: پسرلى پشتون صيب!
مهرباني وكړئ يو ځلې وګورئ چې خپله لومړۍ ليكنه مو له څومره لويو لويو غلطيو څخه ډكه ده زه نه پوهيږم چې څوك بايد غوره حافظه په كار واچوي؟ افغانستان ته د شورويانو يرغل له خپل لاسپوڅي كارمل سره يوځاى د سه شنبه په ورځ د ۱۳۵۸ هجري لمريز كال د مرغومې د مياشتې په شپږمه نيټه تر سره شو چې د ۱۹۷۹ ميلادي كال د ديسمبر د مياشتې له ۲۷ نيټې سره سمون خوري. خو پسرلي پښتون صيب هغه تاريخ د ۱۳۵۸ هجري لمريز كال د مرغومې د مياشتې ۲۶ نيټه ليكلى دى.
pashton
14.05.2005
ښاغلی احمد مشاهد صيب ! هيله ده خوښ او بريالی اوسې.
ډير په قار راته ښکارې ، خو زه ستاسې له قاره ګيله نلرم. او هغه په دوه علته . يو خو دا چې موږ افغانان په عام ډول په ننيو شرايطو کې په شکل د اشکالو د يو يا بل بهير د تاثير لاندې راغلي يو او که چيرته څوک هغه بهير ته د انتقاد په سترګه ګوري او يا کوم نظر پرې لري نو د هغه بهير د طرفدارانوله خوا چې طبيعي هم ده ، په کلکه د عکس العمل سره مخامخ کيږي. بله دا چې موږ افغانان په تيره بيا پښتانه تل د احساساتو له ليارې کوښښ کړی او کوو چې خپل نظر په نورو ومنو. په هر صورت زه ستاسې د نظر سره توافق نلرم.
زما اختلاف د ښاغلي احمدي سره هم په همدې کې دی چې هغه د ټولو ناخوالو او کړاوونو شروع د ١٣٥٧ کال کودتا ګڼي او تاسې هم همدا شان. خو زه وايم چې د ټولو ناخوالو او کړاوونو پيل د شوروې تجاوز و، نه د غوئي کودتا. لکه څنګه چې تاسې په خپله ځوابيه ليکنه کې هم اشاره ورته کړيده چې حتې د داود خان د حکومت په وخت کې هم همدغه کمونستانو روسان مرستو ته اړ ويستل. په دې کې هيچ شک نشته چې دوئ د هماغه وخت څخه او شايد هم لا پخوا خپلو شومو هدفونو ته د رسيدو لپاره د شورويانو مرستې غوښتلې، خو د شورويانو د تجاوز تر ورځې، شورويان په دې ونه توانيدل چې خپل دغه تالي څټي د قدرت په ګدۍ کينوي . تر هغې چې بالاخره بربنډ تجاوز ئې وکړ او د خپلې خوښې غلامان او وطن پلورونکي ئې د افغانستان په مظلوم ملت د ظلم کولو لپاره وګمارل.
بله دا چې تا په خپله دغه ځوابيه ليکنه کې ويلي دې چې شورويان رادعوت شوي دي. او دا خبره تاسې د يو روسې ليکوال د کتاب له قوله کوئ . دا خبره نه يواځې دغه روسی ليکوال کوي بلکې نن ورځ همدا خبره خپله روسان ، او په هغوئ خرڅ شوي افغانان هم کوي . سره د هغې چې د روسانو سره هيڅ کوم تاريخي سند نشته چې د هغې په بنياد ثابته کړي چې موږ ګوندي دعوت شوي يو خو بيا هم دوئ او په دوئ خرڅ شوي افغانان دا ادعا لري. ځکه دا يو علت لري او هغه دا چې روسان په دې پلمه غواړي چې تجاوز ته د دعوت نوم ورکړي او په دې ډول په راتلونکي کې که چيرته په افغانستان کې يو رښتينی او د خلکو حکومت راځي نو پړه د هغه وخت په حکومت واچوي او د خپل د هغه جنګ په تاوان چې افغانستان ئې په کنډوالو بدل کړی سترګې پټې کړي. زه ستاسې په اندازه نه مطالعه لرم او نه پوهه. خو ستاسو په څير عالمانو نه مې اوريدلي چې د هر کتاب ټکی سند نشې ګڼل کيدای. په تاسف سره چې واقعي تاريخونه هغه وخت منځ ته راځي چې زه او ته به نه يو. بله دا چې روسان راغلل او حفيظ الله امين ئې وواژه نو دا څنګه دعوت و چې ميلمه راته او خپل کوربه ئې واژه. زما په نظر په دې کې په سړه سينه غور پکار دی.
بله دا چې تاسې د ١٣٥٢ کال کودتا او د ١٣٥٧ کال کودتا توپير په دې کړی دی چې ګوندې د ١٣٥٧ کال کودتا د روسانو د مستقيمې او مخامخ مداخلې په نتيجه کې سرته ورسيده. د دې پيښې خو ټول افغان ولس شاهد دی چې د ١٣٥٧ کال په کودتا کې يو روسي عسکر هم برخه نه درلوده او همدا خپله افغاني اردو وه چې په خپلو منځنو کې ئې سره ووهل او د خلق د دموکراتيک ګوند پلوه اردو د داود خان طرفداران په اردو کې وځپل او خپله ئې ځان قدرت ته ورساوه. نو دلته د شورويانو د مخامخ او مستقيمې مداخلې سوال اصلاً مطرح نه دی. نپوهيږم چې ستاسې هدف د مستقيمې او مخامخ مداخلې څخه څه دی؟
سره د هغې چې ما په خپله مخکې ليکنه کې هم ويلي دي چې زما هدف د ١٣٥٧ کال د ثور د کودتا څخه دفاع نه ده خو بيا هم زه تاسې په دې تورن کړی يم. په هر صورت زه غواړم يو ځل بيا تکرار کړم چې زه د هيڅ يو کودتائې عمل دا که د داود خان و او که د ١٣٥٧ کال د غوئي د اومې ، طرفدار نه يم. کودتاګانو د افغانستان په تاريخ کې هيڅکله هم ښه زيري نه دي راوړي .
په اخر کې احمد مشاهد ورور ته وايم چې وروره بخښنه کوه . کاشکې خدا (ج) ستاسې په شان پوهه راکړې وای . زما د ناپوهۍ له کبله غلطي راڅخه کيږي. ستاسې په ځير لوستل د قدر وړ دي.
په درنښت
پسرلی پښتون
pashton
14.05.2005
ښاغلی غروال صيب ! ستاسې د روغتيا او سلامتياپه هيله
زه بخښنه غواړم چې پورتنی خط مې ستاسې په نوم ليکلی و، کوم چې اصلاً احمد مشاهد ورور ته په ځواب کې ليکل شوی دي . ما خپله تيروتنه اصلاح کړه ، هيله ده چې تاسو ه راته بښنه وکړئ. په درناوی . پسرلی پښتون.
ahmad mushaheed
15.05.2005
محترم ورور پسرلى پښتون صيب!
پدې سره خوښ شوم چې تاسو د غويي د بدمرغې كودتا او په هيواد باندې د پخواني شوروي د نظامي يرغل له پلويانو او ملاتړو څخه نه ياست. زه فكر كوم او د ښاغلي ګل آغا احمدي وردك د مقالې له محتوى او طبيعيت څخه ښكاري چې هغه د افغاني كمونستو (خلق او پرچم) د ډلو مشران په هيواد كې د كمونيزم د سكې دوه مخه ګڼي او په هيڅ راز يې په دې اړه د كومې كمونيستې ډلې يا د پخواني شوروي لاسپوڅي شخص خاطر نه دى ساتلى. له تاسو څخه بايد پوښتنه وشي چې مهرباني وكړئ او ووايي چې د ۱۳۵۸ هجري لمريز كال مرغومې د مياشتې د ۶ نيټې څخه د مخه د افغانستان په دولتي دوايرو كې سلګونو شوروي مشاورينو ته څه نوم وركوئ؟ بل دا چې د ۱۳۵۸ هجري لمريز كال د حفيظ الله امين د زمامدارۍ په وخت كې د كورنيو چارو د وزارت له خوا د ۱۲۰۰۰ بينګناه وژل شوو افغانانو د نومونو د ليستونو خپرول، د هيواد په زرګونو بيګناه پوهان، محصلين، روحانيون، قومي مشران او عام وګړي د هيواد په زندانو كې اچول څه ډول ارزيابي كوئ؟ آيا دا او په زرګونو دغه ډول نورې غموونكې پيښې چې هرات، كنړ، پكتيا او د هيواد په ګوټ ګوټ كې رامنځته شوې د سترې غميزې او ناخوالو پيلامه نه وه؟
ښاغلى پسرلى پښتون صيب!
د شوروي د يرغلونو تاريخ مطالعه كړه درته معلومه به شي چې هغه په ټوله نړۍ كې د خپلو لاسپوڅو د روزلو او نظامي يرغل لپاره حد اقل پنځوس كاله كار كړى دى چې په افغانستان يرغل يې غوره نمونه ګڼلى شو او كله يې چې كوم يو لاسپوڅى په درد و نه خوري بيا يې د امين غوندې په جزا رسوي، د تره كي غوندې يې د خپل وفادار شاګرد په وسيله له منځه وړي او يا يې د كارمل غوندې له كاره غورځوي. مهرباني وكړئ په دې اړه په منځنۍ آسيا كې د شوروي د يرغلګر ځواك تاريخ و لولئ نو د امين د وژلو او داسې نورو پيښو چې په افغانستان كې رامنځته شوې ډيرې نمونې به ستاسو د سترګو مخې ته وديريږي.
په درنښت
احمد مشاهد
وليد خان
15.05.2005
ښاغلي پسرلى پښتون صاحب ته سلامونه!
ګرانه وروره ستاسې او د احمدي صاحب بحث مې ټول ولوست ، يوه په زړه پورې خبره چې ماته په كښې ښكاره شوه هغه دا وه چې تاسې محترم تر آخره د ثور د كودتا څخه دفاع كړې ده او داخبره مو ونمنله چې ګواكې د هيواد د بد مرغيو پيل د ثور كودتا وه. او څو څو ځله مو هڅه كړې ده چې دغه كودتا د سردار داود خان د سپينې كودتا سره پرتله كړئ چې زما په نظر دغه پرتله كول د انصاف څخه لرې خبره ده. زما په اند دا خبره څو لامل درلودلى شي:
لمړى دا چې تاسې يو افغان ياست او مونږ او تاسې ټول افغانان يو او كله مو چې يوه خبره ټينګه كړه بيا نو د پښتون يوه خبره ده، اوس مو دا خبره ټينګه كړې ده والله كه خو ئي څوك درباندې بله كړي. دوهم احتمال دادى چې تاسې په تير وخت كې اويا خو اوس هم د خلق يا پرچم ګوند غړي ياست نو ويل شم چې ما داسې ډير ژوندي بحثونه ليدلي چې هر څوك به د يو سياسي ګوند غړى ؤ نو د نومړي ګوند ټول كړه وړه ورته د كاڼي كرښه ښكاريده ځكه چې دى هم د همآغه ګوند غړى ؤ او دا ورته د ګوند سره غداري وه چې خداى مكړه د هغه بد به ووايي او يا به پرې انتقاد وكړي. او دريم احتمال دا كيداى شي چې تاسې محترم به د ثور كوتا څخه راهيسې ناخوالو دومره زورولى ياست چې هغه دچا خبره چې لمړي كفن كش ته دعا كوې خو زما خبره دا ده چې راځئ ورونو او خويندو چې نور نو د قوميت، حزبيت، جنسيت، ميشت ځايونو اوعقايدو ديوالونه ونړوو او نور نو ښه ته ښه او بد ته بد ووايو اوپه ورين تندي خپلې تير وتنې ومنود اصلاح او سمونې لپاره ئي مټې راونغاړو او په خپل ځان كې ددې وړتيا پيدا كړو تر څو يو بل په ورين تندي ومنو او د نړۍ د نورو پرمخ تللو هيوادنو په څير د خپل هيواد د آبادۍ په لار كې هڅې وكړو او خپلې ملې ګټې د ګوندي ، قومي، مذهبي او نژادي ګتوپه پرتله غوره وګڼو.
په درنښت
pashton
16.05.2005
ښاغلي احمد مشاهد ورور ته او ښاغلي وليد خان ورور ته سلامونه ! هيله ده روغ او خوښ اوسۍ.
زه ګومان کوم چې زموږ په بحث کې يوڅه سؤ تفاهم وي. زه غواړم يو ځل بيا د خپل بحث اصلي عنوان په ډاګه کړم . دا عنوان چې شايد ستاسې مطلب به هم همدا وي د افغانستان د غميزې او د کړاوونو اصلي عامل او د دغه کړاوونو د پيل ورځ ده. زموږ په افغان ولس دغه غميزه د ١٣٥٨ کال د مرغومي ٦ نيټه وه. د شورويانو بربنډ تجاوز د ١٣٥٨ کال د مرغومي په ٦ نيټه و چې په ښکاره د افغانستان خاورې ته راننوتل او د افغانستان د وخت رئيس جمهور ئې په قتل ورساوه. دا هغه تجاوز و چې ټول افغان ولس ئې په مقابل کې قيام وکړ او د تجاوز په هماغه لومړيو شپو (١٣٥٨ کال د کب ٣ ) کې په زرهاوو افغانان په شهادت ورسيدل او وروسته بيا د دغه مجاهد ولس د دغه قيام لړۍ بالاخره تر دې سرحده ورسيدې چې د ميليونونو شهيدانو او معيوبونو په بدل کې ئې شوروي په ګونډو کړ ، سر ئې ورته ټيټ نکړ او له خپل ټاټوبي ئې بهر کړل. پاتې شوې د وخت د زمامدارانو د ظلمونو او استبداد لړۍ ؟
ګرانه وروره ! ستاسې د ليکونو له طرز څخه په ډاګه ښکاري چې د افغانستان په تاريخي مسايلو کې پوره او قوي مطالعه لرۍ. ځکه څو وارې مو په ماهم تاکيد کړی چې زه هم دا کار وکړم. ستا خبره په سرسترګو قبوله د ورورۍ او لارښوونې خبره دې کړې. د ښوونځي د وخت تاريخ نه مې لږ لږ په ياد دي چې که چېرې د خپل ګران هيواد لنډ مهال تاريخ ته ځير شو اود امير عبدالرحمن خان نه رانيولی بيا تر نن ورځې پورې د ټولو زمامدارانو او شاهانو عدالتونه او ظلمونه وڅيړو. يو شی چې په ډاګه ليدلای شو هغه د اکثريتو زمامدارانو په غير عادلانه ډول د قدرت د بقا لپاره هلې ځلې دي. په دغه تاريخ کې موږ ته ښې دورې هم په سترګو کيږي چې د عدالت ، د افغان ولس د پياوړي کيدو او د افغانستان د پرمختګ هلې ځلې ئې کړي او په دې لنډ تاريخ کې د داسې زمامدارانو هم شاهدان يو چې ظلم ئې کړی او د خپل قدرت د ساتلو لپاره ئې په عدالت سترګی پټې کړي. خو که له بله پلوه د خپل تاريخ تورو پاڼو ته يو څه نور هم ځير شو نو د شاه شجاع نوم به پکې په ډير غليظ تور رنګ ووينو. د افغان ولس له خوا دغه زمامدارته د نورو زمامدارانو په پرتله ، سره د هغې چې په خلکو ئې ظلمونه هم کړي، په ډيره کرکه کتل کيږي. او علت ئې هم د هغه راتګ افغانستان ته د انګليسانو په اسپ و لکه کارمل چې د شورويانو په ټانک سپور راغی.
د افغانستان کورني مسايل ښه دي او که بد، چا ظلم کړی او که عدالت، چا خلک وژلي او که چا خلک روزلي ، چا وطن د تورتم لورې ته راکښلی او که چا د رڼا د راوستلو هلې ځلې کړي، هر څه چې چا کړي دغه ټول د افغان ولس له روښانه نظر څخه نشي پټيدلای او قضاوت پرې هرومرو شوی، کيږي او کيدونکی دی.
زه بيا هم صرف دومره ويل غواړم چې موږ سره بايد د يوې کورنۍ کودتا او د بهرني تجاوز فرق موجود وي. د يوې کورنۍ مسلې فرق او د بهرنۍ مسلې فرق بايد وکولای شو.اوخپل ملي هويت ته د يو بهرني تجاوز زيان او د کودتاګانو زيانونه سره بيل کړای شو. لکه څنګه چې تاسې په خپله ويلي دي چې د شوروي د يرغلونو په تاريخ کې هغه د خپل يو يرغل لپاره ٥٠ کاله پخوا پلانونه سنجولي و .زه هم تاسره په دې خبره کې يو يم. نو کله چې شوروي ٥٠ کاله پخوا نيت درلود چې په افغانستان يرغل وکړي او د خپل شپاړسم جمهوريت په نامه ئې له خيټې لاندې کړي، نو بيا په کوم دليل د ١٣٥٧ کال د غوئي د اوومې کودتا چې شورويان ترې اصلاً خبر هم نه و، د شوروي د يرغل زمينه جوړونکې کودتا وه. په داسې حال کې چې د شوروي دا خيالونه له ډير پخوا راهيسي په سر کې تاويدل چې يوه ورځ به دوئ په افغانستان وردانګي . بې له شکه چې د دؤې د دغه پلانونو په عملي کيدو کې افغاني روسانو له دؤې سره هر راز مرستې کولې او د خپلو بادارانو دغوښتنو لپاره هر ډول معاملې ته حاضر وو ، خو دغه د افغان په جامه کې روسان هيڅ کله هم دومره غښتلي نه وو چې کودتا وکړي او يا قدرت ته ځان ورسوي ځکه د افغان قوم هيڅکله هم د پردو لاسپوڅي او تالي څټي نه خوښوي نو ځکه د دوئ تعداد په ټولنه کې هميشه محدود او د ګوتو په شمار وي او همدا دليل دی چې دوئ په تنهائې سره هيڅکله هم د يو قوت جوګه کيدای نشي نو له همدې کبله دغه لاسپوڅوتل د پردو په زور خپل غاښونه افغان ولس ته چيچلي او هماغه و چې د خپلو بادارانو په زور د افغانستان خاورې ته راننوتل. خو هيڅکله ئې هم په تنهائې سره ونه شو کولای چې قدرت ته ورسيږي ، که چيرې د شورويانو دغه لاسپوڅي قدرت ته رسيدلای وای د شوريانو د يرغل هيڅ سوال نه رامنځ ته کيده . ځکه د هغوئ نماينده ګان به په دې خاوره کې موجود وای او د هغوئ شوم اعمال به د هغوئ د لاسپوڅو په وجود کې عملي کيدل نو د يرغل ضرورت هم نه ليدل کيده . خو داسې و نه شول او شورويان مجبور شول چې په ډيرې بې شرمۍ سره د افغانستان په خاوره حمله وکړي. بله دا چې افغان ولس ته ښکاره او روښانه ده چې دا څوک و چې په ټانکونو راوستل شول او چا افغانستان د افغان ملت په وينو خړوبه کړ.
د وليد خان ورور د خبرو په تائيد که چيرې صادقانه او بې له کوم غرضه د افغانستان مسايلو ته په پراخه او ژور نظر وګورو نو هرومرو د مسايلو اصلې بڼه پيدا کولای شو او په جزئياتو مو سر خلاصيږي نو په دې ډول به هم د سم قضاوت توان ولرو.
وليد خانه وروره! کودتا، کودتا ده . کودتا سپينه او توره نه غواړي د کودتا معنی قدرت اخستل د اسلحې په زوردي . نو په دې کې د سپين او د تور د ټکي هيڅ ځای نشته. البته د عام ولس قيام او دکودتا فرق سره کولای شو خو کودتا ګانو ته تور يا سپين رنګ ورکول کوم خاص مفهوم نه ورکوي
ستاسې د لابرياليتوبونو په هيله
په درنښت
پسرلی پښتون
ahmad mushaheed
17.05.2005
پسرلى پښتون صيب!
ستاسو څيړنه ډيره اخوا ديخوا تللې او دمسئلې د روښانه كولو لپاره مو هلې ځلې كړيدي څو د غويي خونړۍ كودتا يوه كورنۍ مسئله وګڼى. خو زما په آند بيا هم څه داسې كوچ نه ځنې راوزي چې د موضوع په اړه غوڅه او پريكنده فيصله ولري. د خپلې اصلې خبرې له بيانولو څخه مخكې بايد وويل شي چې شايد ستاسو مطلب به د شوري د يرغل د ملامتۍ اچولو موضوع وي چې بايد يوازې د خلق كمونيستي ډلې ته متوجه نه شي خو ما پخپلو مخكنيو ليكنو كې جوته كړې ده چې د تاريخي او واقعي حقيقتونو له مخې د غويي كودتا، د شوري يرغل ته زمينه برابرول، په هيواد كې د سترې غميزې، ورانۍ، مرګونو او ناخوالو پيل د خلق او پرچم د دواړو كمونيستي ډلو مشترك كار دى او كه مو هير شوي نه وي نو لاسپوڅي كارمل هم خپل شوم عمل ته د ۱۳۵۷د غويي د اوومې كودتا نوم وركاوه او هيڅكله يې له دې خبرې څخه انكار نه كاوه چې د ده كړنې د غويي د اوومې كودتا سلسله نه ده. بل دا چې د شورويانو د وروستي لاسپوڅي ډاكتر نجيب الله د حكومت تر وروستۍ سلګۍ پورې په افغانستان كې د شوروي پلوه مزدورو ډلو افرادو له يوه او بل سره په يو ډول همكاري او تفاهم درلود. په دې توګه چې كله به د يوې كمونستي ډلې او كله به د بلې كمونيستي ډلې افراد د واك په ګدۍ په مخكې وو. بل تاسو پخپله ليكنه كې له ما سره په دې خبره موافق ياست چې شوروي زموږ په هيواد كې د خپل راتګ لپاره ډير كلونه كار كړى نو دا هم ويلى شو چې آيا يو هيواد كولاى شي چې له مخكينۍ زمينې پرته پر يوه بل هيواد يرغل وكړي؟ تاسو زما دې خبرې ته كوم معقول ځواب لرى چې د غويي له كودتا څخه وروسته څه دپاسه د يوه كال په موده كې يوازې د وخت د لاسپوڅي كمونستي رژيم له خوا د دولس زره بينګناه وژل شوو افغانانو ليستونه د كورنيو چارو د وزارت له خوا اعلانيږي؟ نو ته خپله فكر وكړه چې په دې لنډه موده كې به د هغو وژل شوو او زنداني شوو كسانو شمير څومره شوى وي چې دولت پټه خوله پرې نيولې وه؟ ولې په حقيقت سترګې پټوې دومره وخت خو تر اوسه تير شوى هم نه دى چې د هيريدو امكانات رامنځته كړي. آيا په هيواد كې د غويي د كودتا سره جوخت د افغانانو هغه پراخې وژنې، تالاشۍ، ځورونې، ديني ارزښتونو ته سپكاوى او هراړخيزې كمونيستي هڅې د غميزې پيل او د شوروي د يرغل لومړى ګام نه دى؟
ښاغليه! بايد په لنډه توګه وويل شي چې د غويي كودتا لكه څنګه چې ښاغلي ګل آغا احمدي وردك د خپلې ليكنې په لومړي سر كې ورته اشاره كړې ده د افغانستان د سترې غميزې پيل او د په هيواد باندي د شوروي د نظامي يرغل لومړى ګام ګڼل كيږي.
په درنښت
احمد مشاهد
وليد خان
17.05.2005
محترم ورور پسرلى پښتون ته سلامونه او ښې هيلې!
ګرانه وروره لكه چې زما هغه يو ګومان رښتياشو چې د پښتون يوه خبره وي نو چې ستا يوه خبره ده، زه خو په خپله در تير شوم ستا خبره صحيح ده او دګل آغا احمدي او احمد مشاهد صاحب څخه هم هيله كوم چې درتير شي او دا در سره ومني چې د ګران هيواد د بد مرغيوپيل د ثور كودتا نه بلكه د روسانود نيغ په نيغه تيري څخه دى. او پاتې شوه دكودتاد پوپيرخبره چې دا در سره نه منم ، د سپينې او سرې (بښنه غواړم تاسې`` توره كودتا`` ليكلې وه چې زما په ليكنه كې د تورې كودتا ټګى ندى راغلى) كودتا تر منځ توپير شته دا صحيح ده چې د كودتا معنا د واګو تر لاسه كول دقوې په زور وي خو لكه څنګه چې د خداى (ج) په پيداكړى شويومخلوقاتو او مفاهيموكې توپير وي
كودتا هم داسې يو مفهوم دى چې توپير په كښې راتلى شى او دا خو ښكاره خبره ده چې د سياسي علومو پوهان د كودتا ګانو تر منځ توپير ته قايل شوي دي او هغوي وايي چې سپينه كودتا هغه وي چې وينه په كښې توى نشي او سره كودتا هغه وي چې وينه په كښې تويه شي نو تاسې په دې ښه پوهيږئ چې د شهيد داود خان په كودتا كې وينه توى نشوه اود ثور په كودتا كې د وينو تويدو سر بيره د هغه چا مړي هم تري تپ شول چې كودتاچيانو په شهادت رسولي وو . خداى دې وكړي چې د سپينې او سرې (نه تورې) كودتا تر منځ توپير زما او د سياسي علومو پو هانو سره ومنئ .
په درنښت
ستاسې ورور وليد خان
د حقيقت پسې د پلټنې څراغ
Ghairat
17.05.2005
[color=white:5f70df343a]ښاغلو ، پښتون ورور يوه جالبه سکالو منځته را چولې ده، که څه هم د هغه په درد دوا نشوه! د سکالو اړخونه ډير دي، پټول يې ګناه ده خو بي تفکيکه يادول يې هم ظلم او تيرئ دی . نو که ﻻندينۍ پوښتنې روښانه کړئ، ښايي وجدان مو قانع او درنو لوستونکو ته مو مخ سپين پاتې شي :[/color:5f70df343a]
[color=cyan:5f70df343a]
١ـ ايا د شوروي په يرغل کې د خلق او پرچم رول يو ډول و، که فرق يې درلود، هغه څه وه ؟ هيله ده دا موضوع په پراخه او ژوره توګه و شنل شي.
٢ ـ ايا په خلقيانو کې د ترکيانو او امينيانو تر منځ د شوروي په وړاندې څه توپير موجود و ، که موجود وۀ هغه څه و؟ هيله ده دا هم بي څيړلو او بي شننې پاتې نشي .
٣ــ د شورويانو ، پرچميانو او تره کيانوسره د امين د وژلو ګډه انګيزه ولې او څنګه پيدا شوه ؟ او د امين د وژلو له پاره ددريواړو لومړۍ هڅه څنګه رامنځته شوه او ولې له ماتې سره مخامخ شوه چې د امين پر ځای په کې ترکي لړه شو ؟
آيا دغه نتيجه هم د شوروي او پرچميانو له پاره جالبه وه؟ که وه ، د کوم مشخص هدف له پاره جالبه وه ؟
نورې دوهمه درجه پوښتنې هم شته چې چې د موضوع پرمهمو جزياتو پورې اړه نيسي چې بايد په دوهمه برخه کې وړاندې شي. هيله ده که په ځوابولو کې له دقت ، بيطرفۍ او وجداني حکم څخه کار واخلئ ، ډېره لورينه به مو وي . په مينه درنښت او سلامونو ![/color:5f70df343a]
pashton
17.05.2005
ښاغلی مشاهد ورور او ښاغلي وليد ورور ته سلام! روغتيا او خوښي مو په برخه.
مشاهد وروره ! زه ستا د ليکنې د ډيرو ټکو سره يو شان نظر لرم. په هغه ناخوالو چې د ثور د کودتا له رامنځ ته راتلو وروسته د افغانستان په مظلوم ولس راغلي هيڅوک هم سترګې نه شي پټولی. زه تاسره په دې کې کاملاً موافق يم چې هغه وخت هم د روسانو د لاسپوڅو او جاسوسانو له خوا د افغانستان په مظلوم ملت ظلم کيده . خو زه بيا دا وايم چې دغه ظلمونه او ربړونه بيا هم د دې لپاره و چې د روسانو راتګ ته زمينه مساعده شي، د روسانو هدف لا هغه وخت هم سرته نه و رسيدلی ، روسانو لا خپل لاسپوڅې قدرت ته نه و رسولي، نو ځکه د همدغه لاسپوڅو له خوا افغان ولس ربړيده ، اوبه خړيدې او ماهيان پکې نيول کيده ، تر څو د روسانو يرغل ته ښه او بهتره زمينه برابره شي. لکه څرنګه چې د داود خان په حکومت کې د روسانو مزدورانو ځايونه نيولي و، همدارنګه د غوئې د کودتا نه وروسته حکومت کې د روسانو لاسپوڅي او مزدوران تر بل هر وخت زيات وو، او دا همدوئ وو چې د روس په اشاره او خوښه ئې په افغانانو ناروا شروع کړې او بالاخره خپل هدف ته ورسيدل او د روسانوپه ټانکونو سپاره راغلل. روسانو اصلاً د غوئي د کودتا پر ځای يوه کارملي کودتاه غوښتله چې هغسې و نه شو. پر ځاې ئې بل رژيم راغی چې د روسانو اصلاً نه پکاريده . نو د دې لپاره چې روسان د افغانستان د چارو واګې په کامله توګه په لاس کې واخلي بايد چې دغه نوی رژيم ئې هم له منځه وړی وای . او همداسې ئې هم وکړل. لومړې ئې د خپلو لاسپوڅو په ذريعه د کودتاګانو کوښښونه وکړل خو کله چې دغه کوښښونه ناکام شول نو په ښکاره ئې يرغل وکړ.
کارمل به خود دغه بې شرمه عمل ( د ١٣٥٨ کال د مرغومي ٦ د روسانو يرغل ) د ثور د کودتا ادامه ګڼله ځکه هغه او د هغه ناولو انډيوالانو ئې دغه د وطن د خرڅلاو دروند بار چيرته پر خپلو اوږو وړلای شو.
زما خبرې بيا تکراريږي او اوس به بيا راته وائې چې اخوا او ديخوا ځم او هيڅ کوچ مې د ليکنې نه وځي . نو د خدای دوسته دا خو څه شړومبې نه دې چې ته ترې د کوچو تمه کوي.
وليد خانه وروره! بښنه کوه چې د سرې کودتا پر ځای مې توره کودتا ليکلې وه . ستاسې او د نورو سياسي پوهانو تعريفات د کودتا په هکله د بنده په سرسترګو قبول دي. خو زه بيا هم وايم چې سپينه وي او که سره کودتا وي ، د کودتا له نوم سره مې نه لګي . راځۍ چې په ګډه دعا وکړو چې خدای (ج) دې زموږ سياسي پوهانو او سياستمدارانو ته د دې توفيق و رکړې چې راتلونکي حکومتونه بې له کوم سازشه ، بې له کومې کودتا او بې له وينې تويدو د يو رښتينې عدالت په بنياد جوړ کړی . امين
پسرلی پښتون
pashton
17.05.2005
غيرته وروره ! نيکې هيلې او ښې چارې .
ډيرې پر ځای او ښې پوښتنې دې مطرح کړي دي . د دغه پوښتونوځوابونه زه هم غواړم د هغه ښاغلو څخه واورم چې ډير لوی فرقونه د يوې سکې دوه مخه ګڼي.
په درنښت
پسرلی پښتون
pattang
17.05.2005
ښاغلو ، پښتون ورور يوه جالبه سکالو منځته را چولې ده، که څه هم د هغه په درد دوا نشوه! د سکالو اړخونه ډير دي، پټول يې ګناه ده خو بي تفکيکه يادول يې هم ظلم او تيرئ دی . ايا ﻻندينۍ پوښتنې روښانه کړئ، ښايي وجدان مو قانع او او درنو لوستونکو ته مو مخ سپين پاتې شي .:
١ـ ايا د شوروي په يرغل کې د خلق او پرچم رول يو ډول و، که فرق يې درلود، هغه څه وه ؟ هيله ده دا موضوع په پراخه او ژوره توګه و شنل شي.
[color=green:fd8f443ed1] پر چميان د روسانو جا سوسان وو ( فردي او فيصدي مستسنا موجوده ده ) اوخلقيان خصوصا د امين ډله ناځونالسته پښتانه وو٠ دوي پښتو غوښته زمونږ خبره ېي لکه دا اوس نه منله اوخپل سر ئي وخوړ٠ ((هميشه بايد سړی په خپل ټبر ودريږي او خپل حقوق له هغه سره يو ځاي وغواړې پردي تا ته حق نه غواوړې او نه ئي درته ګټي او نا مردي هم دي )) !![/color:fd8f443ed1]
٢ ـ ايا په خلقيانو کې د ترکيانو او امينيانو تر منځ د شوروي په وړاندې څه توپير موجود و ، که موجود وۀ هغه څه و؟ هيله ده دا هم بي څيړلو او بي شننې پاتې نشي .
[color=darkblue:fd8f443ed1]پر چميان دادې زامن او خلقيان دې ميرې زامن وو ٠
د خلقيانو،څلور وګړيزه بانډ د امين سره نا ځواني او پښتونولي ئي ورسره ونکړه او امين ېي په روسانو مړ کړ٠ زما ګيله او لعنت په دوی دادی چې د روسانو له راتګه وروسته دوي بايد هيڅ کار دحکومت سره نه وی کړي نو ما به ورته افرين ويلای وی ٠[/color:fd8f443ed1]
٣ــ د شورويانو ، پرچميانو او تره کيانوسره د امين د وژلو ګډه انګيزه ولې او څنګه پيدا شوه ؟ او د امين د وژلو له پاره ددريواړو لومړۍ هڅه ولې له ماتې سره مخامخ شوه او د امين پر ځای په کې ترکي لړه شو ؟ آيا دغه نتيجه هم د شوروي او پرچميانو له پاره جالبه وه؟ که وه ، د کوم مشخص هدف له پاره جالبه وه ؟
[color=brown:fd8f443ed1]امين روسان نه غوښتل او بل هدف ېي در لود ،زه پخپله په دي صحنه کې نه وم خو له اوريدو ځخه وايم چې امين هم ډير پښتانه وزلې دي ٠ امين په اردو کې تکړه ، تکړه خپل ملګرې لرل ( دامين مالومات چې روسان او ترکی څه غواړې ) ددي سبب شو چې ترکی ئي مړ که او دروسانه لپاره نوره هم د افغانستان داشغاليدلو ضمينه مساعده شوه ٠[/color:fd8f443ed1]
نورې دوهمه درجه پوښتنې هم شته چې چې د موضوع پرمهمو جزياتو پورې اړه نيسي چې بايد په دوهمه برخه کې وړاندې شي. هيله ده که په ځوابولو کې له دقت ، بيطرفۍ او وجداني حکم څخه کار واخلئ ، ډېره لورينه به مو وي . په مينه درنښت او سلامونو [color=#444444:fd8f443ed1][/color:fd8f443ed1]
[color=blue:fd8f443ed1]غيرت خانه دا بحث خورا اوږد دی که زه ووايم چې په درب او خرپ کې خلقيان ملا مت نه وو ، نو ډير پښتانه به له ماځخه خفه شي ٠ خو بيا هغه کارونه چې له دربه وروسته دخلقيانو په وخت کې شوې دي لوي خيانت او د پښتنولي اواسلام ټول اساسات او لارې ېي تر پښو لاندې کړې دي ٠ [/color:fd8f443ed1]
[color=violet:fd8f443ed1]دياليتيک :[/color:fd8f443ed1]
Away to the realization of the reality
1 ٠ پښتون په خپل ملک کې بيګانه وو او خپله ازادې ېي لکه اوس نلرله ٠
٢ ٠ د ملت د با با غداره کورنۍ د پښتنو دکلتور او ژبې ډير کلک دښمنان وو او پښتنې کلتور ېي لکه اوس اوهم له 270 کاله را پردې خوا پردی ګاڼه او په بده سترګه ېي ورته کتل .
٣ ٠ د پښتنوکلتور د ذوال په لورې روان وو، بيداره اومکتبې پښتانه به ورته کتل او هم به ېي ورته ژړل خو څه ېي له لا سه نه کيده ٠
٤ ٠ د ي غدارې کورنۍ دپرديو په اشاره او کټه ټول کارونه لکه اوس کول او هيواد ورته بيګانه مالوميده ٠
٥ ٠ په دي وخت کې هم ډير ازادي غوښتونکې حرکتونه اوکاميابۍ لکه په :
کوبا ، لا تين امريکا، افريقا او شرقي اسيا کې دارتجاع په ضد لکه اوس روانې وې او ټولې ېي دروسانو له خوا تقويه کيدي نو ولې به دسايکالوژي له نقطۀ نظره په افغانستان کې هم چې ::
80% دا فغانستان تجارت له شوروي سره وو او ټول عسکرې په شوروي کې د بابا
په منظورې تربيه کيدل ، دپښتنو زامنو حرکت نه کاوه ?? بيايد کړی ېي وی٠
او حرکت ېي زه پخپله درست کڼم خو لارېي چې په هغه کې اسلامي ، پښتني اوبشري حقوق تر پښو لاندې شوي دي په کلکه غندم دوي بايد په خپل ټبر عقيده لرلی او نه په پرديو لکه اوس ٠
[u:fd8f443ed1]forecast; prognosis [/u:fd8f443ed1] پروګنوزه :
تر څو چې دپښتون قوم خپل حقوق ( سياسي ، کلتورې ، اقتصاد ) نوي ورکړل شوي ،په منطقه کې سوله نه راځې او که را هم شي نو مو قتي به وي ٠
غيرت صيب زه په منځ کې در ولويدم بخښنه غواړم
د پښتنولي په مينه پتنګ
ګل آغا احمدي
21.05.2005
له ټولو څخه لومړى له ښاغلي پسرلي پښتون صيب څخه مننه كوم چې د ټول افغان په ښكلي سايټ كې يې زما مقاله لوستلې، د هغه ځينو اړخونو ته ګوت نيونه كړې او د لا ښې شننې لپاره يې د هيواد د محترمو ليكوالو نظر پرې غوښتى دى. چې ټولو مهم ټكى يې د افغانستان د سترې غميزې او ناخوالو پيل او مسووليت دى چې وروسته مو بيا هغو حقايقو ته چې د ليكوالو له خوا وړاندې شوي له ښه مرغه په سړه سينه د تسليمۍ غاړه ايښې ده.
په دوهم ګام كې له محترمو ليكوالو ورووڼو او بيا په ځانګړې توګه غروال صاحب، احمد مشاهد صاحب، وليد خان او نورو ټولو څخه د زړه له كومي مننه كوم چې په ډيرو خوږو الفاظو او پوهنيزو ځوابونو سره يې زما د ليكنې پر هغو اړخونو رڼا اچولې ده چې ښاغلي پسرلي پښتون صيب ته يې شك ور اچولى او وروسته يې د خپلو څرګندولو په ترڅ كې د يوه ښكاره حقيقت په توګه منلي دي.
ښاغلى پسرلى پښتوصيب! د كال په اوږدو كې د غوايي د مياشتې راتګ افغان ځوريدلي ولس ته د هغه تورې او ناولې پيښې تصوير وريادوي چې د ۱۳۵۷ هجري لمريز كال د غوايي د مياشتې په اوومه نيټه په هيواد كې د پخواني شووي اتحاد په نيغه لارښوونه د شوروي د ګوډاګيانو په وسيله رامنځته او د افغانستان د سترې غميزې د ټولو تباهيو بنسټ ګڼل كيږي. چې په لومړي ځل زما د ليكنې په غبرګون كې ستاسو د اختلاف ټكى هم همدا دى او وروسته مو له نيكمه مرغه حقيقت ته غاړه ايښودلې ده. ښاغلى پسرلي صيب ته بلنه وركوم چې يوازې د سږ كال د آزادۍ د راديو هغه خپرونې واوري چې د ۱۳۵۷ دغوايي د اوومې كودتا پيښو او څيړنو ته ځانګړې شوې وه.
زه ښاغلي پسرلي پښتون صيب ته له سلام څخه پرته بل پيغام نه لرم او يوازې دومره ورته وايم چې هيڅوك نه شي كولاى لمر په دو ګوتو پټ كړي. بايد وويل شي چې د هيواد د غم لړلو پيښو د تير تاريخ تكرار د افغان وياړلي ولس له حاضر او راتلونكي نسل سره د خپل ژوند د هر اړخيزو ډګرونو په سمون او په هيواد كې د داسې ناخوالو په مخنيوي كې زياته مرسته كولى شي. زه د ښاغلي پسرلي پښتون صيب په شمول د هيواد د پيښو ټولو څيړونكيو او ليكوالو ته بلنه وركوم چې له هر ډول توپير پرته ريښتيني حقيقتونه د تاريخ د قضاوت په تله كې كښيږدي. په آخر كې د يوې خبرې يادول اړين ګڼم چې زه له ښاغلي احمد مشاهد، غروال صاحب او ښاغلي وليد خان او نورو وروڼو سره په دې خبره بشپړ يووالى لرم چې د خلق او پرچم د ډلو پلورول شوي غړي د يوې سكې دوه مخونه او د شوروي د كاجي بي په بشپړه همكارۍ او لارښوونه يې په افغانستان كې د۱۳۵۷ هجري لمريز كال د غويي د مياشتې په اوومه نيټه د خونړۍ غميزې بنسټ كيښود او زموږ هيواد يې د شوري د وحشيانه يرغل او نورو يرغلونو نښه وګرزاوه. په دې هكله همدا اوس اوس د كاجي بي زيات اسناد د كتابونو او څيړنو په لړ كې په مختلفو ژبو خپاره شوي دي چې ځينو ته يې درنو ليكوالو هم اشاره كړې او د پسرلي پښتون صيب د لوستلو پاملرنه ورته راګرزوم.
د افغانستان خلك او د پيښې زيات نړيوال شنونكي په دې نظر دي چې د پخواني شوروي اتحاد له پاتې شونو څخه بايد په افغانستان باندې د وحشيانه يرغل او د هيواد د ويجاړولو زيانونه واخيستل شي او نوموړى كار د ۱۳۵۷ غوايي د مياشتې له اوومې نيټې څخه پيل شوى او له همدې ورځې به حساب ورسره كيږي.
pashton
22.05.2005
ښاغليه ګل آغا احمدي صيب ! سلامونه او ښې هيلې
نپوهيږم چې تاسې له کومې غاړې ايښودو او تسليمۍ خبره کوۍ. شايد تاسې دا ټول بحث په زير سره نه وي لوستلی. زما اختلاف ستاسې د تيورئ سره چې ګوندې د افغانستان غميزه د ١٣٥٧ کال د غوئي له کودتا څخه شروع شوې، په اول کې هم و او په آخر کې هم ما ستاسې دا تيورئ روغه نده ګڼلې . په دې که هيڅ شک نشته چې تاسې په خپلې دې ليکنه که د خپلې خوښې قضاوتونه کړي او د تاريخ واقعيتونو مو صرف د خپلې خوښې د قضاوت په تله کې تللي دي. آيا تاسې پورتنئ د غيرت صيب پوښتنې په غور سره ولوستلي او د هغې د جواب په هکله مو يوه دقيقه هم بې طرفانه فکر کړی؟ د کومو اسنادو له رويه ادعا کوئ چې ګوندې د ١٣٥٧ کال په کودتا کې د روسانو مستقيمه لارښوونه وه. او که تاسې خپله هم د روسانو له تبليغيانو څخه ياست چې يواځې او يواځې د هغوئ سند معتبر ګڼئ او هميشه د هغې په حواله خبرې کوئ. آيا ستاسو هير دي چې لمړۍ حمله داود خان د خلق دموکراتيک ګوند په مشرتابه وکړه او ټول ئې زندانونو ته واچول او دې ته ئې وهڅول چې د ځان د ژغورولو لپاره کودتا وکړي؟ ولې بايد په دې ترخو واقعيتونو سترګې پټې شي. زه هم دا وايم چې ښه کار نه دی شوی . خو حقيقت څه نور دی او تاسې ئې څه نور بولئ . تاسې هغه څه وائې ، څه چې روسان او د هغه لاسپوڅي ئې نن ادعا لري. دا د روسانو او د هغو د لاسپوڅو د زړه خبري دي او هغوئ پرې خوشاليږي. ځکه په دا ډول خبرو سره د اصلي وطن پلورنکو څيرې پټي ساتل کيږي. د تجاوز په اصلي عاملينو باندې سترګې پټيږي. لکه تاسې چې په خپله ټوله ليکنه کې د شوريانو د تجاوز او د هغې څخه د رازيږيدلې غميزې حتې يوه کوچنۍ يادونه هم نده کړې خو کوښښ مو کړې چې د وطن دغه ټولې بربادۍ د غوئي په کودتا وروتپئ او داسې وښائې چې ګوندې په افغانستان هيڅ تجاوز نه وو شوی .
ګل آغا خانه وروره ! تجاوز زما او ستا په ملي هويت زما او ستا د خاورې په ارضيت او خپلواکۍ شوی و. او بهرنيانو دغه تجاوز کړی وو. روسانو يرغل ورکړ، د افغانستان په خاوره راننوتل ، کارمليان او ځيني نور په دوئ خرڅ شوي ئې په خپلو ټاکونو سپاره راوستل ، او د افغانستان د بدبختيو او کړاوونو زيری ئې راوړ. دغه شروع وه چې ټول افغان ولس د دغه تجاوز په مقابل کې راپاڅيدل ، قيام ئې وکړ او په مقابل کې ئې جهاد اعلان شو.
کودتا کورنۍ مسله وه ، زما او ستا د سياسي انديښو لپاره يو خنډ و. زما او ستا سياسي مخالفين و. خو بهرنيان نه وو. دا درسته ده چې زه او ته به ئې په مقابل که پاڅيدلي وو او د خپلو سياسې انديښو د آزادۍ لپاره لارې او چارې به مو لټولې . خو زما او ستا دا جګړه د خپلو سياسي افغان مخالفينو سره وه . نه د بهرنيانو سره . نو وروره لږ په سړه سينه فکر وکړه او داسې سکې مه جوړوه چې دواړه مخونه ئې ډير فرقونه سره ولري .
بله دا چې زموږ په بحثونو کې د غاړې ايښودو او تسليميدو خبره بايد مطرح نه وي. زه به هيڅکله له تا څخه ونه غواړم چې خدای مکړه ته دې زما خبرو ته غاړه کيږدي ، ته دې تسليم شې ځکه چې زه سم وايم. نه! داسې نده، موږ ټول انسانان هر يو عليحده فکر لرو او جدا جدا نظر. نو دا حتمي خبره نده چې زه دې ستا نظر ومنم او يا ته دې زما نظر ومنې. د بحث نه مفهوم دا دی چه ما ته واقعيتونه په يو ډول ښکاري او تا ته په ډول. که چيرته مو په يوې خبرې د دواړه قناعت راغې ښه خبره ده دواړه به د يو نظر په خاوندانو کې راشو . خو دا د تسليمۍ او يا غاړې ايښودو معنی نه لري . بلکه زما او ستا د نظر يووالی به افاده کوي, چې تر اوسه نشته.
په درنښت
پسرلی پښتون
ګل آغا احمدي
23.05.2005
ښاغلى ورور پسرلى پښتون صيب!
سلامونه او نيكې هيلې.
ښه شوه چې موضوع نوره هم تاسو پخپله زياته ښكاره او جوته كړه زه دا خبره درسره منم چې د پيښو تصوير ټولو خلكو ته په يو شان نه ښكاري نو مسئله حل ده او بيا په دې خبره باندې ستاسو له خوا زيات ټينګار ستاسو د خپل تصوير كار دى چې له پيښو څخه مو اخيستى او بيا بيا يې په مختلفو ډولونو او شكلونو سره وړاندې كوئ. زما په خبرو كې د تسليمۍ مانا دا نده چې خداى مه كړه موږ يو او بل ته له وسلو سره يو ځاى په مورچلونو كې ناست يو او د يو بل تسليمي غواړو بلكي موخه مې دا ده چې تاسو په خپلو تيرو څرګندونو كې هغو زياتو حقايقو ته د منلو غاړه ايښې ده چې د ښاغليو ليكوالانو له خوا ستاسو د شك په ځواب كې وړاندې شوي دي. دا چې تاسو له خپلې خبرې ګرزى البته د پښتونولۍ له هغو اصيلو آرونو سره به اړخ نه لګوي چې د وليد خان او احمد مشاهد د ليكنو په ځوابونو كې مو ورته اشاره كړيده او زه هم د وليدخان ورور سره ستاسو په اړه بشپړ توافق لرم چې د پښتون يوه خبره وي او ښاغلي پښتون صيب يوازې همدغه بنسټ د خپلې خبرې د بيا بيا تكرار لپاره يو غوره بنسټ ګرزولى دى.
زه لومړى وايم چې تاسو د خلق او پرچم د كمونستي ډلو غړو او مشرانو ته په وار وار د شوروي د تالي څټو، د پرديو د مزدورانو او پلورل شوو كسانو خطاب كړى دى او خپل ځان د نوموړي جريان له پلويانو څخه نه ګڼى نو بيا ولې پخپله دې خبره ټينګار كوى چې د ۱۳۵۷ هجري لمريز كال د غوايي كودتا د شوروي د يرغل لومړۍ مرحله او د هيواد د ټولو ناخوالو او بدمرغيو اساس نه دى؟؟ دا خبره بيا د خلق او پرچم د كمونيستي ډلو خپل منځي كار دى چې كومې پكې اغيزمن رول درلود او كومې ډلې د شوروي د يرغل سره زياته مرسته كړې ده ؟؟ افغان ولس ته د خلق د ديموكراتيك كمونسيتي ګوند غړي چې په هره كمونستي ډله پورې تړاو ولري يو شان ښكاري په دې هكله دې د همدې دوو كمونستي ډلو غړي پخپله فيصله وكړي او د يوه تاريخي واقعيت د بيانولو پر بنسټ يې دې د افغانستان دخلكو په واك كې كښيږدي.
خو يوه خبره ښكاره ده او پسرلى پښتون صيب هيڅكله انكار نه شي ځنې كولاى چې د ۱۳۵۷ هجري لمريز كال د غوايي د مياشتې د اوومې نيټې د خونړۍ كودتا څخه را وروسته بيا د ۱۳۷۱ هجري لمريز كال د غوايي د مياشتې تر آتمې نيټې پورې د پخواني شوروي د يرغلګرو ځواكونو له مستقيمو او غير مستقيمو لاسوهنو او نظامي يرغل سره يو ځاى دې دواړو ډلو د افغانستان د مسلمان ولس، خلكو، ديني ارزښتونواو ټولنيزو دودونو په له منځه وړلو كې په ګډه كار كړى دى او د افغانستان د مادي او معنوي ارزښتونو په له منځه وړلو كې يې يو ځاى مټې رانغښتې وې. په همدې توګه يې د هيواد په سياسي ډګر كې د خپلې ماتې سره جوخت داسې شومو اعمالو، كړنو او جګړه مارو ډلو ته د ظهور او فعاليت لاره هواره كړه چې هيواد مو دا دى تر نن ورځې پورې د هغه په كرغيړنو لمبو كې سوزي. په دې اړه تاسو د ښاغلي ورور مشاهد له پوښتنو څخه ځان ګوښه كړى، خوله مو پټه نيولې او د يوه معقول ځواب په وركولو كې پاتې راغلي ياست. كه فرضا د خلق كمونستي ډله د شوروي د يرغل مخالفه وه نو بيا يې ولې د شوروي د لاسپوڅو رژيمونو تر وروستۍ سلګۍ پورې د هغوى په څنګ كې كار كړى دى؟؟؟
ښاغلى پسرلى صيب!د ښاغلي پتنګ صيب خبرې ستاسو د شك لپاره كه يې په ژوره توګه مطالعه او ښه فكر پرې وكړى په ډيرو ښكليو او فصيحو الفاظو كې ډير لنډ ځواب دركړى دى لكه چې پتنګ صيب وايي: (ښاغلو ، پښتون ورور يوه جالبه سکالو منځته را چولې ده، که څه د هغه په درد دوا نشوه...).
د ښاغلي پتنګ صيب پوښتنې او هغه ته وركړل شوي ځوابونه د نوموړې موضوع د ښه روښانه كولو لپاره يو بل غوره دليل كيداى شي خو زما څرګندونې ستاسو د شك په اړه متمركزې دي او مامخكې ويلي دي چې دې ډول پوښتنو ته ريښتيني ځوابونه وركول د خلق او پرچم د كمونيستي ډلو مشترك كار دى چې له خپلې ماضي څخه پښيمانه او په ريښتيني توګه د خپل تاريخي خيانت په اړه ملت ته ځواب وركړي. څو په راتلونكې كې هيواد له دې ډول ناخوالو، بدمرغيو او سترې غميزې څخه وژغورل شي چې بنسټ يې همدې كركترونو د ۱۳۵۷ هجري لمريز كال د غوايي د مياشتې په اوومه نيټه ايښى دى.
د هيواد د سترې غميزې د پيښو په اړه يوازې د يوې خوا په نظرياتو او څرګندونو باور كول به له انصاف څخه لرې خبره وي او په دې كې شك نشته چې شورويانو او د هغوى لاسپوڅو كمونيستي ډلو به ډير څيزونه پخپله ګټه او د خپلو ناوړه كارونو د توجيه لپاره ناسم ليكلي وي. خو د ۱۳۵۷ هجري لمريز كال د غوايي د اوومې نيټې له كودتا څخه وروسته په كورنۍ او نړيواله سطح پراخ تبليغات شوي، تاريخي څيړنې او ليكنې رامنځته شوې دي چې د هغه ټولو په رڼا كې افغانانو ته دا خبره ثابتيږي چې نوموړې كودتا د شوروي د مستقيم تيري لومړۍ مرحله او په هيواد كې د سترې غميزې پيليزه ده. كه د غويي كودتا رامنځته شوې نه واى نو دوهم شاشجاع كارمل او د هغه ملګرو ته به هيڅكله دا زمينه په لاس نه واى ورغلې چې د شوروي له يرغلګرو ټانكونو سره يو ځاى د ۱۳۵۸ هجري لمريز كال د مرغومې د مياشتې په ۶ نيټه افغانستان ته راشي. بلكي د دې يرغل لومړۍ مرحله هغه كودتا وه چې لاسپوڅى كارمل يې لومړۍ د انقلابي شورى د رئيس او صدراعظم مرستيال او بيا د واك په سر د خلق او پرچم د كمونيستي ډلو د خپل منځي تربګنيو له امله په پراګ كې د سفير په توګه ګمارل كيږي. نوموړى له هغه ځايه شوروي ته په تللو بريالى او د شوروي په ټانكونو سپور په هيواد باندې د شوروي د يرغل په دوهمه مرحله كې افغانستان ته راوستل كيږي. افغان ليكوالو، تاريخ پوهانو او څيړونكيو ته ښايي چې په خپل هيواد كې د دې ډول سترې غميزې د بيا مخنيوي لپاره د ټولو اړوندو تاريخي اسنادو، ليكنو، څيړنو او څرګندونو پخه كره كتنه وكړي او ټول په ګډه د خپل تاريخي هيواد د هراړخيزې رغونې په لاره كې لاس په كار شي. زه فكر كوم چې په اوسنيو حالاتو كې يوازې د يو څو احساساتي كليمو او تشو شعارونو څرګندول به له افغان ولس سره د خپلو ستونزو په هواري كې مرسته و نه كړي بلكي د هرې انساني ټولنې د وګړو په څير دا د افغان برميال او مسلمان ولس حق دى چې كه څه هم د غميزې له كركترونو څخه د سترې غميزې د پوښتنو او ګرويږنو په ترسره كولو كې پاتې راغلي دي، نو تاريخي اسنادو او نږدې تاريخ ته په كتنې سره د دې وړتيا او حق لري چې بد ته بد ووايي.
سواليه
كه مو خوښه د ښكلاوو كړله لار
كه داخل په ښوونځۍ كې شوو د كار
كه مو ښكل د پرمختاوو شا ليلا كړه
كه مو راوسته د سولې په كتار
كه جامه مو د تخنيك كړه په ځان پورې
كه نصيب مو شو ددې ښكلاوو هار
كه مو جرړې د خيانت كړې ټولې غوڅې
كه لار بنده شوه د ظلم او ناتار
كه مو لاس د ظالمانو ځنې پرې كړ
كه مو ورك له خپلې خوا كړ ستمګار
بيا به هغه مهال جوړه نيكمرغي شي
كړي روښانه به زموږ وران شوى دار
د تورتم پردې به څيرې څيرې وينو
روښنايي به يې پر ځاى شي برقرار
احمدي له خدايه داسې برى غواړي
افغان ټول شي بيا د ښكلي بڼ ماليار
چارشنبه: ۶/۶/۱۳۸۱ ه ل ۲۸/۸/۲۰۰۲ م
د افغان وياړلي او ځوريدلي ولس د بشپړې بريا په هيله
ګل آغا احمدي
ازادخيال
23.05.2005
ښاغلی احمدي صيب ښې هېلې
زه په ټوليزه توګه دپسرلي پښتون ورور سره موافق يم. فکرکوم دهغه نظرپه بې طرفه عيني قضاوت ولاړ دی.
تاسی ليکی چې دافغانستان بدبختۍ دثور د7 نيټې څخه شروع کيږي. خو نه مو دي ليکلي چې دکومو عينی دلايلو په اساس؟ ولي تاسې دا ادعا کوی؟ کوم ثبوت؟
کودتا او په زورقدرت نيول خو دافغانستان په سياسي تاريخ کې اوږده سابقه لري او بله داچې هرڅوک دبريد په وخت کې دبقا دقانون په اساس له ځانه په دفاع پيل کوي.. تاسې ته ښه مالومه ده چې په خلق په ديموکراتيک ګوند ناڅاپي حمله وشوه ټول مشران يې زندان ته واچول شول نو ايا په دغسې يو حالت کې به څوک دځان نه ددفاع په جګړه لاس پورې نه کړي؟ که تاسې واياست چې دپخواني شوروي په مشوره داکار وشو نو بيا ولي ديوکال په جريان کې له منځه يووړل شول او په ځای خپل لاسپوڅی رژيم نصب کړ؟ ستاسې لېکنه لږ يازيات پروپاګندي روحيه لري او په واقعياتو تکيه نه لري. داامکان لري چې تاسې په همدې رژيم کې زورول شوي ياست او له همغه ځايه مو عقده اخيستي وي . زه پخپله هم زورول شوی يم ، خو حق حق دی او يوازې دشخصي تجربې په اساس عام قضاوت نه کوم او لاتراوسه سل په سلوکې په دې باوري نه يم چې ګوندې ددې بدبختيو موردې د ثورکودتا وي. هغه وخت اوزمان دخلق ديموکراتيک په څېرګوندونه دنړۍ په نژدي هرهيواد کې موجوديت درلود او اقتصادي -ټولنيزې ودې ديوخاص موډل پلويان وو. ددوی هدف اومرام څرګندو، هدف يې دهيواد سمسورتيا اوترقي وه، خو داچې په افغانستان کې ددې ډول يوسيستم له پاره شرايط وو يا نه او يا په مجموع کې دا يودرست سيستم ويانه دا بيخې بله مسله ده چې دلته زموږ دموضوع د اجندا سره تړاو نه لري.مقصد دا چې ددوی نيت دهيواد ترقي اوچټکه وده وه.
دامريکا او شوروي اتحاد ترمنځ دساړه جنګ په نتيجه کې په زرګونه ځوانان په وسلو سمبال اودخلقيانو درژيم په مقابل کې راولمسول شول. په نتيجه کې شوروي په افغانستان حمله وکړه او امريکا دخپلو پلويانو سره په ګډه ميليونونه ډالره مذهبي مشرانو ته په جيبونو کې تخته کړل اودهغوی له لارې يې دملياردونوډالرو په لګښت دپراخه کورنۍ جګړې اورولګاوه. داچې په مليونونه خلک شهيدان او زخميان شول او وطن په کنډوالو بدل شو، په واقعيت کې د امريکا اوشوروي دښمنانه کشتي ګيري وه ، نه دثورد7 نېټې دکودتا پايله . دثورکودتا يوه داخله مسله وه خو دوه ابرقدرتونو هغې ته نړيوال بعدونه ورکړل اودچا خبره امريکا غوښتل چې په افغانستان کې د ويتنام غچ له روسانو څخه واخلي.
په هرحال دازما خپل نظر دی او لکه چې پاس مې وويل دګوند غړی هم نه وم او حتی ډيرزورول شوی هم وم. خو دبې طرفانه قضاوت له مخې کله چې دخلق ديموکراتيک ګوند(7 له ثورنه تر6 دجدي پورې) دريځ اوماهيت دمجاهدې تنظيمونو سره پرتله کوم نو باور پيداکوم چې نسبي څه چې زيات غوره و.
داچې دثورد7 نيټې واکمنان څومره ديکتاتوران وو او ياېې له قدرت نه ناوړه ګټه پورته کوله اويايې نورخيانتونه کړې بيلې مسلې دې چې بيل بحث ته اړتيا لري.
خوپه هيڅ صورت دټولو بدبختيو دمنشا په حيث نه .
pashton
24.05.2005
ښاغلی احمدي صيب ! سلامونه او نيکې هيلې.
وروره ! تا ته خو به خلق او پرچم يو شان ښکاري خو ماته خپله خلقيان هم ټول يو شان نه وو. او په منځ کې ئې فرقونه و. او دا فرقونه لکه لمر ټولې دنيا ته روښانه وو. ځينې خلقيان او پرچميان روسانو په ټانکونو راوستل او ځيني نور ئې بيا ووهل، وئې وژل ، ترور ئې کړل او زندانونه ته ئې واچول. که ته پرې سترګې پټول غواړې او نه غواړي چې دغه فرقونه سره ووينې هغه ستا کار دی خو دا تاريخي واقعيتونه دي او د يو چا په سترګو پټولو نه ورکيږي او نه له منځه ځي. خو د ښاغلي آزاد خيال خبره شايد تاسې کومه عقده ولرۍ او دغه عقده به مو شايد په سړه سينه فکر کولو ته نه پريږدي. په هر صورت ستا شخصي نظر دې، او دا له تانه څوک نه شي اخستلی.
ستا ليکلی شعر د ستاينې وړ دی. زه ستا شاعرانه استعداد ستايم. د تتو او بې اساسه قضاوتونو پر ځای دې شعر ليکل ډير غوره کار دی. ستا لا برياليتوبونه په شعر ليکلو کې درته غواړم.
په درنښت
پسرلی پښتون