اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
نوروز ولمانځئ او ښې و لمانځئ ، شیخ صاحب ئې تېر ايستلی دی !!!
ع کريم حليمي
21.03.2017
د نوروز لمانځنه دعقل او شريعت له نظره ښایسته ښکاري ، لیکن عید الفصح لمانځل ومسلمان ته مطلق حرام ، حتیٰ که په يوه هگۍ سره ولمانځل سي ،نو هم گناه كبيره ده ، د کفر په درشل كښي درېدل دي
که څوک د نوروز جشن حرام گڼي ، سبب ئې جهل المركّب گڼم ، ولي چه دوئ د نوروز او عید الفصح په فرق نه پوهيږي
درنښت
ع کريم حليمي
22.03.2017
بن بن بن بن "شيخ الاسلام " له ايران سره دسياسي قدرت پر سر له ډېره وخته يو جنگ او دعوا لري ، شيخ الاسلام له ايران نه جنګ ګټلی نسي ، او په مقابل كي ، ايران هم دا قدرت نه لري چه شيخ الاسلام دي خودمه كي ، معضله دا نده چه يو قوي او بل ضعيفه دی
صلاً داسي ده چه مذهبي اختلافات وړونکی او مغلوب نه لري او په تېرہ که مخالف طرف له تاريخي جهالت (شرارت )نه استفاده كول ، شيخ الاسلام په دغه جنگ كي له ډېره وخته ولاړ دی ، او یو ملي متر مخ ته نسي تللی ، د نجد شېخ په خپل او يوازي سر هم كومه لاس ته راوړہ او پر مخ تگ ونه كی .
هغه ورځ چه سره لښکر زموږ کرہ تاواني سوه ، نو تاريخ دا ثابته كړہ چه زما د مور اولادونه د بل لپاره جنگېدلي او لا جنګیږي ، نو شیخ الاسلام هم زموږ اولادونه رانه بوتله او ښه په مزه مزه ئې د اخلاص ، عقيدې او قبلې او حديرې ، اسقاط او ملي عنعناتو د صحيح او ناروا د "صنف بيان "تر نامه لاندي په مزه مزه بيانونه ورته وكړل او(وېروزل) .
نوربيا